نړۍ
د پاکستان اپوزېسیون زرګونه فعالانو پر عمران خان د فشار لپاره لاریون وکړ
د پاکستان د اپوزېسیون زرګونه فعالانو پرون یکشنبه د پنجاب په مرکز لاهور کې پر صدراعظم عمران خان د فشار راوستلو لپاره لاریون وکړ.
دوی غوښتنه لري چې عمران خان دې له واک څخه لیرې شي او په پاکستان کې دې له سره ټاکنې وشي.
د مظاهرې یوه برخهوال د پخواني صدراعظم نواز شریف نیول کېدل غیر قانوني وبلل: "نواز شریف په بېبنسټه تور د ارشد ملک په څېر د یوه قاضي لهخوا له واکه وپرځول شو، لور یې د هغه په مخکې ونیول شوه چې لور یې د هغه په کمزورۍ بدله شي، خو داسې ونهشول، د هغه لور د هغه په ځواک بدله شوه."
د پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ چې له نهو ګوندونو جوړ دی، د پاکستان پوځ تورن کړی چې د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ټاکنو کې یې د تحریک انصاف په پلوي لاسوهنه کړې ده.
تر دغه لاریون مخکې فدرال پولیسو په لاهور او شااوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر سخت کړي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ایران په وړاندې جګړه کې چې پنځمې اونۍ ته داخله شوې، ښکیلو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې
په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړه خپلې پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د تهران په ګډون د دې هېواد پر ښارونو بریدونه لا هم دوام لري، په امریکا کې مېشت د بشري حقونو وېب پاڼه هرانا وايي چې تر اوسه په ایران کې ۳۴۶۱ کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه یې ملکي وګړي دي. په وژل شویو کې لږتر لږه ۲۳۶ ماشومان شامل دي.
د رویترز د راپورله مخې دې ته په پام چې په ایران کې ازاد انټرنیټ ته بشپړ لاسرسی نشته او حکومت معلومات سخت سانسوروي، هرانا خپل ارقام د ساحوي راپورونو، محلي سرچینو او روغتیایي سرچینو په مرسته چمتو کړي دي.
د جمعې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ایران کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۹۰۰ تنه او د ټپیانو ۲۰ زره تنه اعلان کړل.
په مقابل کې، په اسرائیل کې چې د ایران د غچ اخیستونکو توغندیو هدف ګرځېدلی، تر اوسه د دغه هېواد د بیړنیو خدماتو د ادارې د معلوماتو له مخې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پر دې سربیره د لبنان په جنوب کې څلور اسرایلي سرتیري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې ۱۳ امریکایي سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې ۱۲ نور امریکایي سرتېري په سعودي عربستان کې پر یوه هوايي اډه د ایران په برید کې ټپیان شوي چې د دوو تنو حالت یې نازک بلل شوی دی.
د یمن حوثي یاغیانو د دوهم ځل لپاره پراسراییل د توغندویو بریدونو وکړل
په یمن کې د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو د منځني ختیځ په جګړه کې خپله ښکېلتیا نوره هم زیاته کړه او د ۲۴ ساعتونو په موده کې یې د دوهم ځل لپاره پر اسرائیل د توغندیو بریدونه ترسره کړل.
د حوثي ډلې ویاند یحیی سریع د شنبې په ورځ د مارچ په ۲۸ په یوه اعلامیه کې وویل چې دې ډلې پراسرائیل د “کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یوه څپه کې” څو مهم او پوځي هدفونه په نښه کړل. هغه زیاته کړه چې دا برید “له هغو پوځي عملیاتو سره هممهاله و چې” د ایران او د لبنان حزب الله لخوا ترسره کېدل.
د اسرائیل پوځ تایید کړه چې له یمن څخه توغول شوی یوتوغندی مخکې له دې چې د اسرائیل خاورې ته د ایلات ښار ته نږدې ورسېږي، ویشتل شوی او شنډ کړای شوی دی.
د منځني ختیځ په جګړه کې د حوثي یاغیانو چې امریکا یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني ګډون دا خطر زیاتوي چې دا جګړه چې له مخکې پکې امریکایي ځواکونه، د خلیج عربي هېوادونه، اسرائیل، او آن لرې سیمې ښکېل شوي، لاپراخه شي.
په عین حال کې اسرائیل پرون شنبې ناوخته پرایران خپل بریدونه زیات کړل. په دغو بریدونو کې د ایران سمندري څېړنیز مرکزاو پلازمېنه تهران کې هدفونه په نښه شوي و.
د هند د کرکټ غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په ترڅ کې نن ممبۍ انډینس لوبډله له کلکته نایت رایډرز سره مخامخیږي.
سږکال په دې لیګ کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې لومړۍ لوبه یې پرون د رایل چلنجرز بنګلور او سن رایزرس حیدر اباد ترمنځ وه، دا لوبه رایل چلنجرز بنګلور د شپږ ویکټو په توپير وګټله.
د دې لیګ پایلوبه به د مې په یو دیرشمه ترسره شي.
سږ کال څلور افغان لوبغاړي راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوراحمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په دې سیالیو کې برخه لري.
د اسلام اباد په غونډه کې د ایران پر جګړې خبرې کیږي
ټاکل شوې ده چې دوشنبه او سه شنبه اسلام اباد د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.
په دې څلور اړخیزه غونډه کې به د ایران د جګړې په تړاو خبرې وشي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون وویل چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام اباد سیاسي هلې ځلې ستایلي دي او ټینګار یې کړی دی چې په خبرو کې د اعتماد د فضا رامنځته کیدل ضروري دي.
څه باندې یوه میاشت کیږي چې امریکا او اسراییل پر ایران برید کړی دی او ایران پر اسراییل او د منځني ختیځ په اکثر شاوخوا هیوادونو د توغندیو بریدونه کوي.
واشنګتن له ایرانه غواړي چې د اټومي وسلو د جوړیدو له هڅو او د اوږده واټن د توغندیو له پروګرامه لاس واخلي.
د یمن حوثیانو د ایران په ملاتړ د اسراییل په لوري لومړني توغندي وتوغول
د یمن حوثي وسله والې ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، ویلي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې د ایران د ملاتړ په هدف یې پر اسراییل لومړني توغندي ور ویشتلي دي.
د اسراییل پوځ هم ویلي چې د یمن له خوا یې یو توغندی کشف کړی دی.
په صنعا کې د حوثيانو ویاند په یوه ویډیو کې چې پر اکس یې خپره کړې ویلي چې دوی څو بالستیک توغندي اسراییل خواته توغولي دي.
حوثیانو تر دغه برید څو ساعته مخکې په یوه جلا خبرپاڼه کې وویل، که چیرته پر ایران د اسراییل او امریکا جګړه شدیده کیږي، دوی به د اسراییل او امریکا په ضد پوځي اقدام وکړي.
په دې توغندیز برید سره داسې ښکاري چې د اسراییل په ضد روانه شخړه کې یوه نوې جبهه پرانستل شوه.
حوثیانو ویلي، دغه بریدونه به یې تر هغو روان وي چې خپلو هدفونو ته په کې ورسېږي.
پاکستان د منځني ختیځ د شخړې په تړاو یوه غونډه پلان کړې
اسلام اباد به یکشنبه او دوشنبه د منځني ختیځ د شخړې په تړاو د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.
فرانس پریس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله نن شنبه ( د حمل یا وري ۸مه) لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپلو دغو سیالانو ته بلنه لېږلې ده.
ویل شوي چې د خبرو تمرکز به په منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو وي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د یوه کلیدي منځګړي په توګه مطرح شوی دی.
د پاکستان حکومت له ایران او د منځني ختیځ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او صدر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر یې عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره شخصي اړیکې جوړې کړې دي.
بیروت کې د ایران شپږ ( ډيپلوماتان) د اسراییل په برید کې وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي ( شپږ ډيپلوماتان) یې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ( د حمل یا وري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډيپلوماتان په خپل هستوګنځای کې تر برید لاندې راغلي دي.
ایران دغه برید " په لبنان کې د ایراني ډيپلوماتانو جنایتکارانه ترور" بللی دی.
د ازادۍ راډيو ایراني څانګې راډیو فردا د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو ته په اشارې لیکلي چې وژل شویو ډيپلوماتانو پوځي یونیفورم درلود.
پر ایراني ډيپلوماتانو دا برید وروسته تر هغه وشو چې لبنان د حمل په ۴مه په بیروت کې د ایراني سفیر باورلیک ومانه.
اسراییل نن پر ایران تازه بریدونه کړي، ایران هم اسراییل، سعودي او اماراتو کې زیانونه پیښ کړي
پر ایران نن سهار او تېره شپه هوایي بریدونو دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې سهار مهال تهران او دغه راز کرج، اصفهان او اراک ښارونه د درنو بمباریو شاهدان وو.
دغه بریدونه تر ډیره پر صنعتي تاسیساتو او کارخونو باندې شوې دي.
ایران هم تېره شپه او پرون پر اسراییل او منځني ختیځ کې پر امریکایي اهدافونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په امیر سلطان پوځي اډه کې د ۱۲ امریکایي سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل په تل ابیب کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې هم دوه ځایه اورلګېدنه شوې چې لامل یې د ایران توغندیز بریدونه بلل شوي دي.
د جرمني صدراعظم: روانه جګړه به په ایران کې د رژیم بدلون رامینځ ته نه کړي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه به احتمالا هلته رژیم ځکه بدل نه کړي چې دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغې جګړې په شدت کې د کموالي هیڅ کومه نښه ونه لیدل شوه.
ښاغلي میرتس په فرانکفورت کې یوې غونډې ته په دې هکله چې ایا په ایران باندې داسرائیلو او امریکا دبریدونو واقعي هدف هلته د رژیم بدلون دی ؟ وویل : « که چیرې هدف داوي ، فکر نه کوم چې ترسره به یې کړي. » هغه په دې اړه دافغانستان جګړې ته په اشاره وویل : «په اکثرو تیرو جګړو کې ، دا کار تر ډیره په غلطۍ پرمخ تللی دی،»
میرتس زیاته کړه : «زه دایران په هکله د یوې ستراتیژۍ د شتون او د پلي کولو د بریالیتوب په هکله یې جدي شک لرم ، »
خو د جرمني صدراعظم وروسته لدې چې په ایران کې د تیرې مرغومې میاشتې ولسي اعتراضونه په شدت وځپل شول په نړیواله سطحه لومړنۍ کس وو چې ویې ویل داچې د ایران حکومت دخپلې بقا لپاره له زوره کار اخلي دایې د زوال نښه ده.
ښاغلی میرتس هغه مهال دایران دولسي اعتراضونو په هکله ویلي وو ګمان کوي چې دا د ایران د حکومت د پای ورځې او اونۍ دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د G7 یا د اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته وویل چې امریکا تمه لري چې په ایران کې به یې روان عملیات نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو په ترځ کې پای ته ورسیږي.
مارکو روبیو وویل چې امریکا د خپلو ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته کولای خپل اهداف ترلاسه کړي.
سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو سونتوکو لرونکي توغندي، او همداشان ډول ډول بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هیوادونو څه نه دي ویلي.