د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

مسیر: د سولې په خبرو کې ځنډ ګڼې اندېښنې رامنځته کړي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په مذاکراتو کې د ځنډ او د ملي دسترخوان پروژې په عملي کېدو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د سولې په خبرو کې د ۲۰ ورځني ځنډ لاملونو او پایلو ته په اشارې لیکلي، دې ځنډ ګڼې اندېښنې رامنځته کړې دي.

لیکوال‌یې لامل په امریکا کې د کرېسمس رخصتۍ ګڼلي، خو دا پوښتنه‌یې هم مطرح کړې چې ایا دا ځنډ سم دی؟

وړاندې ټینګار شوی چې د سولې په خبرو کې ځنډ، که یوه ورځ او یو ساعت هم وي، د منلو نه‌دی، ځکه په خبره‌یې جګړه روانه ده او په همدې یوه ساعت او یوه ورځ کې هم افغانان وژل کېږي او که یو ساعت او یوه ورځ مخکې هم توافقات کېږي، نو د لسګونو افغانانو د مرګ‌ژوبلې مخه به نیول شوي وي.

  • هشت صبح

خو هشت صبح ورځپاڼې بیا د سولې په مذاکراتو کې دا ځنډ منطقي او پر ځای ګام بللی دی.

د ورځپاڼې په وینا په دغه موده کې به دواړه لوري اختلافي ټکو باندې فکر وکړي او تر هغه وروسته به وتوانېږي چې پرېکړه وکړي.

د ورځپاڼې په باور د سولې د دغه ځنډ پر مهال به خلک هم وکړای شي له خپلو استازو د طالبانو د اساسي غوښتنو په تړاو وپوښتي او د دوی نظرونه هم واخیستل شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د ملي دسترخوان پروګرام په تړاو لیکلي چې دغه پروګرام باید په موازي ډول تطبيق شي.

لیکوال ټینګار کړی چې د ملي دسترخوان پروګرام لپاره جدي کار او جدي څارنې ته اړتيا ده او په وینا یې هر څوک چې په دې برخه کې غلا او فساد ته لاس اچوي هغوی بايد ونيول او سزا ورکړل شي.

هېواد لیکلي اړتیا ده چې د ملي دسترخوان پروګرام په عادلانه او عاقلانه وېش او يا د دغه پروګرام په سم پلي کولو فکر وشي!

لیکوال دا هم لیکلي چې دا د نړيوال بانک مرسته ده او يوازې او يوازې يې د همدې لپاره ځانګړې کړې ده، دا مرسته په هېڅ توګه پر بلې ملي پروژه نه‌شي لګول کېدای، نو په وینا یې ټول افغانان اړ دي چې د دغې پروژې په څارنه او د فساد په مخنيوي کې خپل ملي او ايماني مسؤليت ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG