نړۍ
ارمنستان: اذربایجان د نګورنو قرهباغ پر سر له شوي اوربند سرغړونه کړې
ارمنستان په اذربایجان تور لګولی چې د نګورنو قرهباغ د جګړې پر سر د شوي اوربند سرغړونهیې کړې ده.
د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو (پرون د ډسمبر ۱۲مه) په هغو سیمو بریدونه کړي چې د ارمني ټبره ځواکونو لهخوا ساتل کېږي.
د اذربایجان دفاع وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې د ارمنستان پوځ په (تحریک کوونکو) کړنو تورن کړی او ټینګار یې کړی چې اوربند نهدی مات شوی.
نګورنو قرهباغ کې د پوځ چارواکو ویلي، د دوی درې سرتېري په تازه نښتو کې ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د روسیې سولهساتي پوځ چې د اوربند څارنه کوي، بې له دې چې کوم لوری ملامت کړي، له اوربنده سرغړونه تأیید کړې.
دوی خبریالانو ته ویلي چې د وړو وسلو د ډزو غږونهیې ثبت کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.
د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.
د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.
د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.
له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.
د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.
کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل
د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.
د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.
د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.
ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.
په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.
په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.
هند له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د غنمو صادرات بیا پیل کړل
هند له نژدې څلور کلن بندیز وروسته پرون اجازه ورکړه چې له دې هېواده ۵۰۰ زره مټریک ټنه د غنمو اوړه او ورسره تړلي محصولات بهر ته صادر شي.
هندي چارواکو وايي د دې هېواد د غنمو حاصلات اوس د تیر پرتله ښه شوي دي. هند په نړۍ کې له چین وروسته د غنمو په تولید کې دویم مقام لري.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې په هند کې د تودوخې څپو د غنمو حاصلات کم کړي وو.
نوي ډیلي په ۲۰۲۲کال کې د غنمو د حاصلاتو د کمیدو له کبله نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات منع کړي وو.
په جرمني کې یو ځوان د تروریستي فعالیتونو په تور په بند محکوم شو
په جرمني کې یو ځوان د اسراییل پر سفارت د برید د پلان او له داعش ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې په تور په درې کاله بند محکوم شو.
د برلین سیمه ایزې عالي محکمې پرون په یوه بیان کې وویل، دا ۱۹ کلن ځوان به چې نوم او هویت یې نه دی ښودل شوی خپله د بند موده په دارالتادیب کې تېروي ځکه د نیول کېدو پرمهال لا صغیر و.
په بیان کې راغلي دي چې تورن د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې د اسراییلو پر سفارت د برید پلان جوړ کړ خو چاودېدونکي توکي یې ترلاسه نه کړل. د بیان له مخې دې تورن د داعش له غړو سره هم اړیکي لرل او چمتو شوی و، چې له دې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته ولاړ شي خو د برلین په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.
په عین حال کې پرون په جرمني کې د هغه افغان محاکمه هم پیل شوه چې په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په برید تورن دی.
دا افغان چې د فرهاد ن په نوم معرفي شوی او په کابل کې زېږېدلی، د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د یوې دوه کلنې ماشومې او د هغې د مور په وژنه او د نورو ۴۴ کسانو د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي.
د امریکا د کانګرس یو پلاوی د ګرینلنډ په اړه له چارواکو سره د خبرو لپاره ډنمارک ته رسېدلی
د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو د استازو په ګډون د امریکايي وکیلانو یوه ډله کوپنهاګن ته رسېدلې ده څو له امریکا سره د ګرینلنډ ټاپو د ضمیمه کولو په اړه د ولسمشر ډونالډټرمپ د ګواښ پر وړاندې له ډنمارک سره د کانګرس ملاتړ څرګند کړي.
د دې ۱۱ کسیز پلاوي مشري دیموکرات سناتور کریس کوُنز کوي. د ډنمارک د صدراعظمې مېټې فریدریکسن دفتر ویلي دي چې امریکايي پلاوی به له مېرمن فریدریکسن او د ګرینلنډ له صدراعظم یینس فریدریک نیلسن سره وګوري.
ټرمپ ویلي دي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره له حیاتي پلوه مهم دی ځکه ستراتیژیک موقعیت او پراخې طبیعي زېرمې لري. هغه دا ګواښ هم کړی چې د دې ټاپو د نیولو لپاره ښايي له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
اروپايي هېوادونو د ډنمارک د غوښتنې په اساس په روانه اونۍ کې ګرینلنډ ته محدود پوځي ځواکونه واستول.
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه پیل شوه چې پر خلکو د موټر په وسیله په برید تورن دی
په جرمني کې د هغه افغان محاکمه نن (جمعه د مرغومي ۲۶مه) پیل شوه چې په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله په برید، د یوې دوه کلنې ماشومې او د هغې د مور په وژنه او د ګڼو کسانو په ټپي کولو تورن دی.
دا افغان وګړی چې د فرهاد ن په نوم معرفي شوی دی او په کابل کې زېږېدلی دی، د دوو کسانو د قتل او د نورو ۴۴ کسانو د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي. څارنوالان وايي چې نوموړي دا کار د مذهبي انګېزې له مخې کړی، د برید پرمهال یې د الله اکبر نارې وهلې او غوښتل یې په برید کې خپله دی هم مړ شي.
فرهاد چې د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې د برید پرمهال ۲۴ کلن و، تورن دی چې خپل موټر یې په عمدي ډول د خلکو پر ګڼه ګوڼه وروستی دی.
دا برید په داسې وخت کې وشو چې په جرمني کې انتخاباتي کمپاینونه روان وو او هغه مهال یې د کډوالو په مخالفت کې تادوه بحثونه وپارول.
انقره هڅه کوي چې د ریاض او اسلام اباد له دفاعي ایتلاف سره مل شي
د ناټو د غړي هیواد، ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي له پاکستان او سعودي عربستان سره په خبرو بوخت دی چې د دغو دوو هیوادو له دفاعي ایتلاف سره یوځای شي. اسلام اباد او ریاض د سپتمبر په میاشت کې په خپلو کې دفاعي تړون کړی و.
هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل : « اوسمهال خبرې روانې دي خوتراوسه کوم توافق نه دی لاسلیک شوی. »
ښاغلي فیدان زیاته کړه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه نسبتا لوی پلتفورم د رامینځ ته کولو لپاره پراخ اوجامع نظرلري.
بلخوا د پاکستان د دفاعي صنایعو وزیر رضا حیات هراج د چهارشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل چې د سیمه ییزو درې قدرتونو ترمینځ دغه محتمل توافق، د پاکستان او سعودي عربستان له هغه توافق څخه جلا دی چې تیر کال اعلان شو.
هغه زیاته کړه د درې اړخیز توافق د نهايی کولولپاره د انقرې ، ریاض او اسلام اباد ترمینځ اجماع ضروري ده.
د ریاض او اسلام اباد ترمینځ توافق، دهند او پاکستان ترمینځ د مې په میاشت کې له څلور ورځني سخت جنګ څو میاشتې وروسته لاسلیک شو.
څلور ستورمزلي بیرته مځکې ته ستانه شول
د نړیوال فضايي سټیشن څلور عمله نن پنجشنبې سهار مهال د ارام سمندر له غاړې سره راښکته شول.
دا کسان وروسته له هغه مځکې ته ستانه شول چې د یوه ستورمزلي صحت خراب شو.
د امریکا فضایي مرکز( ناسا) د دې ستورمزلیو د ستنیدو تصویرونه خپاره کړي.
مایک فینکه او زینا کاردمن امریکایان دي، اولیګ پلاتونوف روسی دی او کیمیا یوی د جاپان دی، دوی ټول نن د امریکا د سان دیاګو له سمندرغاړې سره له فضا راښکته شول.