خبرونه
د افغانستان شمال کې اعتراض کوونکو د اقینې بندر ۲ ساعته وتاړه

هغو اعتراض کوونکو چې د افغانستان شمال کې له تښتوونکو د یوه ماشومان د خوشې کېدو غوښتنه کوي، نن دوه ساعته د اقینې سوداګریز بندر وتاړه.
د عبدالروف په نوم دا ۹ کلن ماشوم څه باندې څلویښت ورځې وړاندې د مزارشریف له ښاره ناپیژنده وسله والو وتښتاوه چې تراوسه یې برخه لیک معلوم نه دی.
څو سوه اعتراض کوونکو نن فاریاب کې د دغه ماشوم د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ چارواکو د همدې اوونۍ په پیل کې وویل، د دغه ماشوم ژغورلو ته یې یوه ځانګړې امنیتي ډله ټاکلې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ننګرهار والي له یوه "وسلهوال برید" روغ ووت

د ننګرهار والي ضیاءاالحق امرخېل له یوه وسلهوال بریده روغ وتلی دی.
په سیمه کې یوې سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، والي غوښتل هسکې مېنې ولسوالۍ کې د جودرې د نوي جومات لیدنه او پرانیسته وکړي چې لاره کې برید پرې وشو.
سرچینه چې نهغواړي نومیې یاد شي وایي، ډزو کې د والي دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
تر اوسه د ولایت مقام او د ننګرهار نورو چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.
د برید مسؤلیت هم کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
د هسکې مېنې د جودرې جومات شاوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې د داعش په هغه برید کې ونړېد چې د جمعې د لمانځه پر مهالیې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل.
چین ته د روغتیا نړیوال سازمان د تللو ساینسپوهانو قرنطین پای ته رسېږي

تمه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هغه ساینسپوهان چې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه د څېړنو لپاره چین ته تللي، نن په هوټل کې له قرنطینه ووځي او په ووهان ښار کې چې دغه ویروس ورڅخه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې خپور شوی، خپلې څېړنې پیل کړي.
دغه ساینسپوهان چې دوه اوونۍ مخکې دې ښار ته رسېدلي، ننیې ۱۴ ورځنی قرنطین پای ته رسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه مأموریت چې ډېر ځنډېدلی، ورسره داسې اندېښنه هم شته چې ښایي څېړونکي یې هغو معلوماتو او هغو کسانو ته لاسرسی پیدا نهکړي چې د دغه ویروس د سرچینو او خپرېدو د لومړنیو پېښو څخه خبر دي.
کرونا ویروس تر اوسه په ټوله نړۍ کې له دوه ملیون او یو لک کسانو ژوند اخیستی او له ۱۰۰ ملیونو زیات وګړي هم پرې اخته شوي دي.
چارواکي: بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې له ۳۰ تنو زیات ازاد شول

چارواکي په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او له هغه له ۳۰ زیاتو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر دغه زندان د ډنډ شهابالدین په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي او ۲۰ ملکي وګړي له دې زندانه ازاد کړل.
دغهراز ویل شوي چې ځواکونو دغه زندان بشپړ ویجاړ کړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
امریکا کې د ترورېزم د خطر په اړه یوه اطلاعیه صادره شوه

د امریکا د کورني امنیت وزارت په ټول هېواد کې د ترورېزم د خطر په اړه یوه اطلاعیه صادره کړې او د امریکا پر کانګرس د جنوري د ۶مې یرغل ته په اشارهیې ویلي چې د دولت ضد داخلي سخت دریځي ښایي دغه یرغل زړور کړي وي.
په دغه خبرداري کې چې دې وزارت پرون چهارشنبه ورکړی، ویل شوي د یوې مشخصې دسیسې په اړه معلومات نهلري، خو دا اندېښنه تر اوسه شته چې یو شمېر کسان چې د ولسمشرۍ د دورې پر انتقال ناراضه دي ښایي تاوتریخوالی ترسره کړي.
د کورني امنیت وزارت ویلي چې ښایي دغه وضعیت په متحده ایالاتو کې څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.
د امریکا پر کانګرس د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملاتړو د برید په پایله کې پنځه تنه ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو کابل کې د دوی په ټکو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی او په شدت سره روان دی.
دا څرګندونې د دغه وزارت مرستیال صدیق صدیقي پرون ماښام وروسته تر دې وکړې چې په یوه ورځ دې ښار کې دوه چاودنې وشوې او د درېیمې هغې مخه ونیول شوه.
صدیقي پر ټویټرپاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو د ایښودو پر مهال یو شمېر طالبان نیولي او په خبرهیې، هڅه کوي چې دغه کمپاین په بشپړ ډول شنډ کړي.
له تېرو څو اوونیو راهیسې نږدې هره ورځ کابل ښار کې چاودنې کېږي چې تر ډېره دولتي موټر په نښه کوي.
طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړل

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړي دي.
پېښه پرون مازدیګر د یوه سراچه ډوله موټر او ملي بس ترمنځ د ټکر له کبله شوې.
د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، مړو شویو کسانو کې درې ښځې، یو ماشوم او پنځه سړي شامل دي.
ښاغلی شېرزی زیاتوي: "د هرات-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د ادرسکن په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې چې نهه تنه پهکې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي، د پېښې د قربانیانو هویت په سیمه کې تثبیت شوی او کورنیو تهیې سپارل شوي دي."
له دې یوه ورځ وړاندې په همدې سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او ۲۶ نور ټپيان شول.
د دغسې پېښو لامل د لارو خرابوالی او د چلوونکو بېاحتیاطي ښودل کېږي.
پاکستان راتلونکې اوونۍ د کرونا ویروس ضد واکسین پیلوي

پاکستان د راتلونکې اوونۍ له پيله د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین پیلوي.
له کرونا سره د مبارزې د ادارې مسؤل اسد عمر پرون چهارشنبه دغه اعلان وکړ او ویېویل، لومړني ګام کې به دا واکسین روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي.
له دې وړاندې چین ژمنه کړې وه چې له پاکستان سره به د کرونا واکسین د پنځو لکو دوزو مرسته کوي.
ټاکل شوې د همدې واکسین لومړنۍ بستې راتلونکې یکشنبه پاکستان ته ورسېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د چین لهخوا د واکسینو دا مرسته د پیکېنګ ښه نیت یاد کړی دی.
قریشي ویلي، هیله لري چې چین به یو ملیون دوزه نور واکسین هم پاکستان ته صادر کړي.
پاکستان کې پرون چهارشنبه د کرونا ۱،۵۶۳ مثبتې پېښې وشوې او په همدې ورځ د ۷۴ کرونایي ناروغانو د مړینې راپور ورکړل شو.
تر اوسه څه باندې پنځه لکه او ۳۰ زره پاکستانیان په کرونا اخته شوي او له دې کبله نږدې ۱۱ نیم زره کسان مړه شوي دي.
یوې امریکایۍ «بي-۵۲» ډوله الوتکې بیا د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې

د امریکا پوځ وایي، یوې «بي-۵۲» ډوله الوتکې یې د قدرت په یوې ننداره کې د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې ده.
دا په وروستیو میاشتو کې شپږمه دا ډول الوتنه او د جو بایډن د کار له پیله لومړنی پرواز دی چې د فارس خلیج پر فضا ترسره کېږي.
بي دوه پنځوس الوتکې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري او معمولاً د «اف ۱۶» جنګي الوتکو په همکارۍ پرواز کوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني ویلي، د دوی «B-52» الوتکې د لویزیانا له پوځي مرکزه الوتنه کړې وه او دغه الوتکه پرون چهارشنبه بېرته دغې اډه کې کېناسته.
د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ وروسته تر هغه بیا زیاتې شوې چې امریکا ۲۰۱۸ کال کې د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړونه ووته.
د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ویلي، که ایران دغه تړون کې شویو ژمنو باندې ودرېږي، امریکا به بېرته دغه تړون ته وروګرځي.
اوکراین امریکا او ځینو اروپايي هېوادونو ته زیان اړوونکي هکران ونیول

د اوکراین چارواکي وایي، د هکرانو داسې یوه ډلهیې پېژندلې چې د ځینو اروپایي هېوادونو کمپیوټري شبکو او د امریکا بانکونو تهیې ۲،۵ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.
د اوکراین د عمومي څارنوال دفتر پرون چهارشنبه وویل، دغه هکران له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ځینو سافټ ویرونو په مرسته په اتریش، بریتانیا، جرمني، لتوانیا، هالند، سویس او امریکا کې کمپیوټري سیستمونو ته ننوتلي دي.
دغه دفتر ویلي، په خارکیف ښار کې د پولیسو د عملیاتو په پایله کې د همدې هکرانو کمپیوټر او نور تجهیزات ضبط شوي دي.
ویل شوي چې په دې تړاو د اروپایي ټولنې د عدلي نظام، نړیوالو پولیسو او جرمني کې د قانون د تنفیذ د مراجعو لهخوا څېړنې شوې دي.
د دې پېښې په تړاو تر اوسه ډېر جزئیات نهدي خپاره شوي.
ارګ: د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بېځایه او د "تأسف" وړ دي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بېځایه او د "تأسف" وړ دي.
ارګ پرون وروسته تر دې په دې اړه اعلامیه ورکړه چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، دغه ګنجینه خوندي نهده او د مصونیت لپارهیې باید له هېواده بهر ولېږدول شي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، "باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هېواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده".
ارګ ویلي، دغه قیمتي ګنجینه د افغانستان د خلکو ملکیت دی او بل هېواد تهیې د سپارلو وړاندیز غیر مسؤلانه او د هېواد د ګټو خلاف دی.
باختر ګنجینه (یا د افغانستان د سرو زرو تاریخي زېرمه) د نړۍ له پنځو لویو ګنجینو څخه ده او څه باندې ۴۰ کاله مخکې په افغانستان کې کشف شوه.
دا زېرمه افغانستان ته تاریخي او معنوي ارزښت لري او پر دغې سیمې د یونان د حاکمیت له میراثونو ګڼل کېږي.
ایران: طالبان امریکا سره په خپله مبارزه کې ولاړ دي

د ایران د ملي امنیت شورا مشر وایي، د طالبانو ډله له امریکا سره په خپله مبارزه ولاړه ده.
علي شمخاني نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د طالبانو له سیاسي پلاوي سره په تهران کې تر خبرو وروسته په ټویتر کې ولیکل چې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره تر لېدو وروسته مې دوی داسې وموندل چې د امریکا پرضد پر خپله مبارزه ولاړ دي او هغه څوک چې ۱۳ کاله یې په ګوانتنامو کې تر شکنجې لاندې تېر کړي دي، کله هم د امریکا پرضد له مبارزې لاس نه اخلي.
بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت اله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."
د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د پلاوي نن دوهمه ده چې په ایران کې دی.
د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ له جوبایډن سره پر افغانستان غږېدلی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د متحد ایالتونو له نوي ولسمشر جوبایډن سره په ټیلیفون د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
په دې ټیلیفوني مکالمه کې چې تېره شپه وه، ینس سټولټنبرګ ښاغلي بایډن ته د امریکا د شپږ څلویښتم ولسمشر په توګه مبارکي ورکړه او د نړیوال ترورېزم په ارتباط یې هم خبرې ورسره وکړې.
راتلونکې میاشت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ده.
تمه ده چې دې غونډه کې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.
امریکا له طالبانو سره د تېر کال فبروري په تړون کې منلې ده چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي، خو د جوبایډن په مشرۍ نوې اداره غواړي چې دې تړون ته بیا کتنه وکړي.
ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې خبرې پرې ایښي او په سفر وتلي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.
د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي، دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."
بل لور ته د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی دی، ویلي دي چې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي نن ایران ته د دې هیات د سفر په دوهمه ورځ د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره کتلي دي.
د قرغزستان پخوانی صدراعظم عبدالغازېف د فساد په تور ونیول شو

د قرغزستان پخوانی صدراعظم محمد خلیل عبدالغازېف د فساد په تور ونیول شو.
د قرغزستان د ملي امنیت کمېټې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) وویل چې پر عبدالغازېف دا تور هم دی چې دی یو ځل شتمن شوی دی.
۵۳ کلن عبدالغازېف له ۲۰۱۸مه تر دوه زره شلم کلونو پورې د قرغزستان صدراعظم و.
د هند پلازمېنه له امنیتي پلوه د تیارسی په حال کې دی

د هند پلازمېنه، نوې ډیلي نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له امنیتي پلوه د تیارسی په حال کې دی.
په لسګونو زره بزګران چې له دوو میاشتو راهیسې یې د کرنې په برخه کې د اصلاحاتو پرضد اعتراضونه پیل کړي دي، د پلازمېنې په لمنو کې راغونډ شوي دي.
له پولیسو سره د شخړو پرمهال پرون یو اعتراض کوونکی ووژل شو او په لسګونو پولیس ټپیان شول.
د هند دولت وایي، د کرنې په برخه کې اصلاحات به د زراعتي سکتور د ازادۍ، د پلور په قوانینو کې د نرمښت او د زراعتي محصولاتو د زېرمه کولو سبب شي.
خو بزګران دا وېره لري چې له دې بدلونونو سره به دوی د ځانګړیو شرکتونو تر واک لاندې شي او ګټې به یې د هغوی شي.