نړۍ
د رومانیا پارلماني ټاکنو کې سوسیال ډیموکرات ګوند له حاکم ګوند مخکې شوی
رومانیا کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې چپ اړخی سوسیال ډیموکرات ګوند له حاکم لبرال ګوند نه مخکې دی.
دغلته د پرونیو پارلماني ټاکنو نږدې ټولې رایې شمېرل شوي چې له مخې یې سوسیال ډیموکرات ګوند د استازو جرګې ۲۹،۸ فیصده او د سنا ۳۰،۲ فیصده رایې خپلې کړې دي.
اروپایي پلوه لبرال ګوند بیا د استازو جرګې ۲۵،۱ او سنا جرګې ۲۵،۵ رایې خپلې کړې دي.
دا شمېرې د رومانیا د ټاکنو مرکزي کمېسیون خپرې کړي.
دا ټاکنې له دې اړخه مهمې وې چې معلومه کړي اروپایي پلوه لبرال ګوند کولای شي خپلې یوې اصلاحي اجنډا ته د اروپا ملاتړ جلب کړي او که نه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ګوتېریش: د هرمز تنګي د بندیدو ادامه به په لسګونو میلیونه انسانان له قحطۍ سره مخامخ کړي
د ملګرو ملتو سرمنشي خبرداری ورکړ چې د هرمز تنګي د بندیدو ادامه نړیوال اقتصاد ځپي.
انتونیو ګوتیرش د پنجشنبې په ورځ وویل چې په منځني ختیځ کې دوامداره کړکېچ به د کیمیاوي سرې د کمبود سبب شي او ښایي پنځه څلویښت میلیونه خلک په نړۍ کې د قحطۍ له خطر سره مخامخ کړي.
د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه، که چیرته د هرمز تنګي دا نن هم پرانیستل شي، د اکمالاتي سیستم د بیا رغاونې لپاره میاشتې پکار دي چې دا چاره به د اقتصادي رکود باعث شي او بیې به لوړې شي.
د فبروري له اته ویشتمې راوروسته چې له ایران سره د اسراییل او امریکا جګړه پيل شوه، ایران هرمز تنګي بنده کړه او په سیمه کې بیړیو ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې تیرې شي.
د تېلو د هر بېرل بیه ۱۲۶۶ ډالرو ته لوړه شوه
د تېلو بیه وروسته له هغه په کمساري ډول لوړه شوه چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ، د ایران سمندري محاصره ښايي تر هغې دوام وکړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي. د دې خبر تر خپرېدو وروسته د هر بېرل تېلو بیه ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده.
دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو تر ټولو لوړه بیه ده. هغه مهال چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ، د برنت تېلو بیه له ۱۲۰ ډالرو واوښته او د لنډ مهال لپاره ۱۳۹ ډالرو ته هم ورسېده.
اوس، د امریکا او اسراییلو له خوا له ایران سره د جګړې له پیلېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د چهارشنبې په ورځ (د ثور ۹مه)، د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو سره سم چې د ایران سمندري محاصره ښايي اوږده شي، د برنت تېلو بیه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ سلنه لوړه شوه.
د چهارشنبې د ورځې تر غرمې وروسته، د جون میاشتې لپاره د برنت هر بېرل تېل د ۵.۱۶ سلنې په زیاتوالي ۱۱۷ ډالرو ته ورسېدل، چې دا هم د وروستي نازک اوربند له اعلان وروسته تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
ټرمپ، له اوپیک څخه د اماراتود وتلو هرکلی وکړ
د امریکا ولسمشر، له اوپک څخه د متحده عربي اماراتو د وتلو د پرېکړې هرکلی وکړ.
ډونالډ ترمپ په یوه خبري ناسته کې ویلي: «زما په اند دا ډېره ښه پرېکړه ده. محمد بن زاید آل نهیان ډېر هوښیار دی او ښايي غوښتل یې خپله لاره غوره کړي.»
ټرمپ زیاته کړې چې باور لري دا بدلون به په پای کې د پیټرولو، تېلو او نورو شیانو د بیو په راټیټولو کې مرسته وکړي.
متحده عربي اماراتو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د همدې اوونۍ له جمعې څخه به له اوپک او اوپک پلس څخه ووځي. کارپوهان دا پرېکړه ډېره ناڅاپي نه بولي، ځکه د اماراتو د تېلو د تولید وړتیا تر هغې اندازې لوړه ده چې اوپک ورته ټاکلې ده.
ټرمپ همداراز ویلي چې د اماراتو دا پرېکړه ښايي اوپک ته ستونزې جوړې کړي.
لندن کې د چاقو په برید کې دوه تنه یهودان ټپیان شوي
لندن کې د یو کس لخوا د چاقو په برید کې دوه یهودان ټپیان شول.
ټپیان چې یویې ۷۶ کلن او بل ۳۴ کلن دی په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ثابت دی.
پولیس ویلي ۴۵ کلن مهاجم چې هڅه یې وکړه په پولیسانو هم برید وکړي نیول شوی دی.
د مارک رولي په نوم د پولیسو یو افسر وویل مشکوک برید ګر د جدي زور زیاتي او رواني ستونزو سابقه لري.
پنټاګون: ایران سره د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی
د امریکا ددفاع وزارت ، پنتاګون ،یوه چارواکي وویل چې ایران سره ددغه هیواد د جګړې لګښت تراوسه ۲۵ ملیارډو ډالرو ته رسیدلی دی.
دا لومړی ځل دی چې ددغې جګړې د لګښتونو رسمي شمیره خپریږي.
د راډیو فردا ، د ازادي راډیو د ایران د څانګې د رپوټ په اساس دامریکا ددفاع وزارت دمالي چارو مدیر جولز هرست د استازو دجرګې پوځي کمیټې ته ویلي دي چې ددغه لګښت ډیره برخه په مهماتو شوې ده .
امریکا د کب په نهمه په ایران بریدونه پیل کړل. اوس مهال ددواړو هیوادونو ترمینځ یونازک اوربند دوام لري.
ټرمپ وايي د ایران سمندري محاصرې ته دوام ورکوي
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ وايي نیت لري چې د ایران سمندري محاصرې ته ترهغو دوام ورکړي چې تهران دخپل اټومي پروګرام په اړه د امریکا د اندیښنو دلیرې کولو لپاره هوکړه وکړي.
دونالد ټرمپ د چهارشنبه په ورځ اکسیوس ویبسایت ته وویل : " محاصره تریو بریده د بمباردمان په پرتله ډیره اغیزناکه ده، ددوی وضعیت به نورهم ناوړه کړي او وبه نشي کړای چې اټومي وسله ولري. "
ټرمپ د ایران وړاندیز چې په کې له اټومي خبرو مخکې لومړی د هرمز تنګي د پرانیستلو او دمحاصرې دلیرې کولو غوښتنه شوې رد کړی دی.
د روانې اونۍ پیل کې رپوټ ورکړل شو چې ایران د پاکستان له لارې واشنګتڼ وړاندیز لیږلی دی.
دغه وړاندیز وروسته لدې وشو چې ټرمپ ایراني اړخ سره خبرو لپاره پاکستان ته د خپلو استازو سفر لغو کړ.
په لندن کې د یهودانو د وژلو په تور یو تن نیول شوی
د بریتانیا پولیسو نن چهارشنبه( د اپریل ۲۹ مه) وویل چې یو کس په لندن کې د دوو کسانو د وژلو په تور ونیول شو.
د لندن په شمال کې چې یهودان ډير اوسي نن یوه نارینه دوه تنه په چاړې ژوبل کړل.
د لندن پولیس وایي چې دا دوه ټپیان روغتون ته انتقال شول او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
پولیسو د نیول شوي مشکوک کس د هویت په اړه تر اوسه له رسنیو سره نور معلومات نه دې شریک کړي.
د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته د ایران د جګړې په اړه معلومات ورکوي
د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر ( جګړې وزیر) نن کانګرس ته ځي چې د ایران د جګړې په اړه د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د دې جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیت هیګست د کانګرس د غړیو سوالونو ته ځواب وایي او ټاکل شوې ده چې ښاغلی هیګست به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اعشاریه پنځه تریلیونه ډالرو دفاعي بودیجې په اړه هم د استازیو جرګې غړیو ته توضیحات ورکړي.
په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوند استازیو تر دې مخکې د ایران د جګړې په اړه د ترلاسه کړیو معلوماتو په اړه نارضایتي څرګنده کړې وه، نو داسې اټکل کیږي چې له ښاغلي هګیست څخه به سختې پوښتنې وشي.
له اوپیک څخه د متحده عربي اماراتو تر وتلو وروسته استانې د دې تړون ملاتړ وکړ
د قزاقستان د انرژي وزارت نن وویل چې هیواد یې پر دې فکر نه کوي چې د تیلو د صادرونکو هیوادو له سازمان( اوپیک) څخه به وځي.
د منځنۍ اسیا دغهَ هیواد یوه ورځ وروسته تر دې دا اعلان وکړ چې متحده عربي امارات وویل چې د ایران د جګړې له امله د انرژي د بحران په ترڅ کې له اوپیک څخه ووځي.
اوپیک په نولس سوه شپیتم میلادي کال کې د سعودي عربستان، ایران، کویت، عراق او وینزویلا له لورې په بغداد کې تاسیس شو چې اوس یې د متحد عربي اماراتو په ګډون شمیر دولسو ته رسیږي.
د بریټانیا پاچا چارلس د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل
د برتانیا پاچا چارلس د سې شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
دا غونډه د هغه دولتي سفر یوه برخه ده چې هدف یې د ایران د جګړې په اړه د ژورو اختلافاتو سره سره د دواړو اوږدمهاله متحدینو ترمنځ د یووالي لا ټینګښت دي.
کله چې سلګونه میلمانه د سپینې ماڼۍ په چمن کې ولاړ وو او د مراسمو لپاره توپونه وویشتل شول، د امریکا ملي سرود وغږول شو، او چارلس او ملکه کامیلا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
ټرمپ خلکو ته وویل: "څومره ښکلې برتانوي ورځ ده" هغه پاچا "ډیر سټایلش او باعزته سړی" یاد کړ او ټوکه یې وکړه چې مور یې " د چارلس مینه واله وه".
د بریټانیا پاچا او ملکه په یوه څلو ورځني دولتي سفر امریکا ته تللي.
د دغه سفر هدف د بریټانیا او د هغې د پخوانۍ مستعمرۍ تر منځ د هغو اړیکو لا ټینګښت دی چې په تېرو ۲۵۰ کلونو کې د امریکا د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته رامنځته شوي. د دوی اړیکه په وروستیو کلونو کې د یوې ځانګړې اړیکې په توګه یادیږي.