د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۰۷

خبرونه

د کابل د فوټسال لیګ؛ 'وي.ای.پي' او  ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کابل د فوټسال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په لړ کې نن یکشنبه( د لېندۍ ۱۶مه) سهار له لومړي ګروپه 'وي.ای.پي' او ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې 'وي.ای.پي' لوبډله د ١٠ امتیازونو په ترلاسه کولو نیمه پایلوبې ته ووته.

په یادو سیالیو کې ظاهر اسد لوبډلې ٧ امتیاز ترلاسه کړل چې باید بل پړاو ته د لار موندلو په هدف د سې شنبې په ورځ شریفي سپورټ ټیم سره ولوبېږي.

په یادو سیالیو کې لسو ټیمونو برخه اخېستې او لس ورځې وړاندې پیل شوي چې د چهارشنبی تر ورځې به دوام وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي ته ورسېد

د افغانستان اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ښاغلی محمد حنيف اتمر د درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن ماسپيښين د سعودي عربستان جدې ښار ته ورسېد.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې بهیر په اړه د خبرو لپاره نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي عربستان ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې درې ورځني سفر هدف د دوه اړخیزو اړیکو لا پراختیا، د افغانستان د سولې بهیر څخه د ریاض د ملاتړ ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخوالی ښودل شوی دی.

د اعلامیې پر اساس تمه ده، ښاغلی اتمر په دې سفر کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان ال سعودي او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره وګوري.

کرملېن: د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف

کرملېن نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) ویلي چې د نوېو اقتصادي بندیزونو د لګولو په اړه د یو شمېر لویدیځو هېوادونو څرګندونې ورته د پام وړ نه دي.

لېتوانیا، لاتویا او استونیا ویلي، دوی د اروپایي ټولنې له بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني د نیولو له کبله دې دغه ټولنه پر روسیې د اقتصادي بندیزونو په اړه بحث وکړي.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف نن په یوې خبري غونډي کې ویلي چې د ناوالني نیول کېدل د روسیې یوه کورنۍ موضوع ده.

نوموړي دا هم ویلي چې د ناوالني د پلویانو د اعتراضونو څخه هم وېره نه لري.

الکسي ناوالني د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د پولیسو له ماموریته په یوه ویډیويي پیغام کې له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې حکومت-ضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

هغه وویل:"له تاسو غواړم چې غلي نه شئ. مقاومت وکړئ. لارو سړکونو ته راووځئ. له موږ پرته بل څوک زموږ ساتنه نه کوي. زموږ شمېر خورا زیات دی، هرهغه څه به ترلاسه کړای شو چې د ترلاسه کولو غوښتنه یې لرو."

ناوالني د یکشنبې ناوخته له جرمني څخه مسکو ته له رسېدو سره سم د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.

یوه قاضي امر کړی چې ناوالنې دې د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې وساتل شي.

ځینو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

پاکستان کې د ۹ ګوندونو ائتلاف: د نوېو اعتراضونو لړۍ به پیل کړو

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې وتلی لاریون

په پاکستان کې د حکومت د نهو مخالفو ګوندونو ائتلاف اعلان کړی چې په ټول هېواد کې به د نوېو اعتراضونو لړۍ پیل کړي او دا فشارونه به له واکه د صدراعظم عمران خان تر لېرې کېدو پورې دوام وکړي.

د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ مشرانو د جنورۍ په ۱۸مه اعلان کړی چې د دولت ضد د نوېو لاریونونو او اعتراضونو پر پلان یې موافقه کړې ده.

د دوی په وینا دغه اعتراضونه به د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې د پاکستان په څو ښارونو کې ترسره شي.

نننۍ مظاهرې په اسلام اباد کې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د ودانۍ مخته ترسره کېږي.

په تېر نوومبر او ډسمبر میاشتو کې هم لسګونه زرو کسانو د اپوزسیون په پلوۍ د پاکستان په لویو ښارونو کې لاریونونه وکړي.

هغوی د عمران خان د لېرې کېدو او نوېو شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.

د اپوزسیون مشران ادعا کوي چې عمران خان د پاکستان د پوځ په مرسته او په تقلبي رایو سره د ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې واک ته رسیدلی دی.

دغه مخالفین د پاکستان پوځي تشکیلات په ملکي چارو کې په مداخلې تورنوي.

ارزګان کې چاودنې د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون ۱۰ تنه ټپیان کړل

د ارزګان مرکز ترینکوټ کې چاودنې یو سیمه ییز خبریال هم ټپي کړی دی.

د یوه سیمه ییز خبریال په ګډون لس تنه نن سې شنبه (د مرغومي ۳۰مه) په ارزګان ولایت کې په یوې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دا بم په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و چې نن غرمه په ترینکوټ ښار کې د پولیسو پر یوه موټر وچاودېد.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه: "لس کسان برسېرن ټپیان دي چې بېرته خپلو کورونو ته انتقال شول . دوه تنه پولیس او نور ملکي وګړي دي. په ملکیانو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده."

د سلام ارزګان راډیو مسول مدیر بریالي انصاري منلې چې د یادې راډیو یو خبریال په ټپیانو کې شامل دی.

د دې چاودنې مسولیت تراوسه چا نه دی اخستی.

په عین وخت کې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم یوه موټر اور اخیستی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې دې پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

د ښاغلي فرامرز په خبره د دې اورلګېدنې دلیل تراوسه معلوم نه دی معلوم او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

په هرات کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې

آرشیف

په هرات ولایت کې د ځوانانو د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ پیل شوې.

د هرات ولایت د ورزشي ادارې مسکلي او فني مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ د څلورو غوره لوبډلو( سرخ پوشان، هرات سټار، اریا او درخشان) ترمنځ نن پیل او تر پنجشنبې به دوام وکړي.

د ښاغلي ضیا په خبره، لومړۍ لوبه د سرخ پوشانو او اریا لوبډلو ترمنځ وشوه، چې سرخ پوشانو لوبډلې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

ښاغلي ضیا زیاته کړه، چې د دغو سیالیو هدف د هرات ولایت باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره څېرو معرفي کول دي.

په نیمروز کې د فوټبال جام سیالۍ پای ته ورسېدې

آرشیف

نیمروز ولایت کې له (جګړې د پنا غوښتنې) ترعنوان لاندې د فوټبال جام سیالۍ د کاپیټان ۱۰ لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه سیالۍ شل ورځې وړاندې د نيمروز د بدني روزنې امریت او فوټبال فدارسیون استازولۍ له لوري په زرنج ښار کې د ۱۶ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې.

ښاغلی مشعوف زیاتوي، د سیالۍ په وروستۍ لوبه کې د کاپیټان ۱۰ او ملي پاڅون پیوستون لوبډلو په خپلو کې سیالۍ وکړه، چې د کاپیټان ۱۰ لوبډلې مقابل لوري ته درې د یو پر وړاندې ماته ورکړه او د لوبو اتلوالي یې خپله کړه.

چارواکي: طالبانو په دایکندي کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه

آرشیف

وسله والو طالبانو په دایکندي ولایت کې د یوې مخابراتي شبکې پايه ویجاړه کړه.

د دایکندي ولایت د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریيس لطف الله شریعتي آزادي راډیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه دا پایه په کجران ولسوالۍ کې د یوه توغندي په ویشتلو ویجاړه کړه او یو ساتونکي یې هم ټپي کړ.

د ښاغلي شریعتي په خبره دا د سلام مخابراتي شبکې څلورمه پايه ده چې په دایکندي ولایت کې د روان کال په ترڅ د طالبانو له لوري ورانېږي.

"نږدې ١٠ میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو نشتوالي له خطر سره مخ دي"

آرشیف

سیف د چلډرن یا د ماشومانو د ملاتړ اداره وایې په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا لس میلیونه افغان ماشومان د کافي خوړو د نشتوالي له خطر سره مخامخ دي.

دغي ادارې نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې څه باندې ۱۸ میلیونه افغانان چې ۹،۷ میلیونه یې ماشومان دي د خوراکي موادو په ګډون ژغورونکي ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان د روان میلادي کال لپاره د دغې اړتیا د پوره کېدو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مشر کریستوفر نیاماندي ویلي، چې افغانستان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او د کرونا ویروس له بحران سره په یوه وخت مقابل دی نو له دې کبله د ده په خبره دا هېواد په ډېر بد وضعیت کې دی او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

سیف د چلډرن تېره میاشت هم په یو راپور کې ویلي و، چې څه باندي ۳۰۰ زره افغان ماشومان له سخت ژمې سره مخامخ دي او د اړینې مرستي د نه رسېدو له کبله یې د هغوی د مړینې او ناروغۍ د احتمال په اړه خبرې کړې وي.

چارواکي: روان کال په لغمان کې ٢٢ زره مټريک ټنه ګلپيان توليد شوي

آرشیف

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې روان کال په لغمان ولایت کې ۲۲ زره مټریکه ټنه ګلپيان تولید شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې سږ کال په لغمان، بلخ، ننګرهار، کونړ او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ګلپيانو حاصلات زیات شوي او په ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې په هلمند ولایت کې بیا د هوږې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د هلمند د کرنې مالدارۍ او اوبولګولو رئیس زلمی الکو وايي، چې روان کال په دغه ولایت کې درې نیم زره ټنه هوږه تولید شوې ده.

د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي

ماليې وزارت

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د جمهوري ریاست له لارښونې سره سم د معاشونو د لوړوالي د امکان په اړه یوه ګډه کمېټه کار کوي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ولسمشر درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه او مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته يې د طرحې برابرولو دنده وسپارله.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی او برابري هغه مشروع غوښتنه ده، چې د مالي امکاناتو له روښانه او عملي مالي تحلیل پرته یې پوره کول ناشوني دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسي جرګې په معاشونو کې د ناانډولۍ له کبله دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه رد کړه.

د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په اړه د ولسي جرګې د درنو استازو د وړاندیزونو قدرداني کوي.

افغان پوځ: په فاریاب کې ١٦ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف

د افغان پوځ چارواکي د فاریاب ولایت په دوو ولسوالیو کې د پنځو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او د یوولسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي، چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله پرون د المار او قیصار ولسوالیو په اړوندو سیمو کې اوښتې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي چارواکي: د میدان وردګو په سیدآباد کې ٢ ماین خښوونکي وژل شوي

آرشیف

تندر قول اردو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د دوو ماین خښوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول اېمل خان مومند په یوه رسنیز پیغام کې د دې عملیاتو جزییات ورکړي دي.

هغه زياتوي: "تېره شپه ناوخته دوه تنه طالب ترهګر هغه مهال د تندر قول اردو د پنځمې لوا د منسوبینو په برید کې ووژل شول چې د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اړونده خم سيسي سیمه کې یې د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کول."

له بلې خوا په غزني کې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عبدالولي ارمان پرون له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې ټپي شو.

د غزني د والي ویاند واحداله جمعه زاده ازادۍ راډیو ته وویل، پر ارمان د چاپېریال ساتنې د ریاست مخې ته حمله وشوه.

په امریکا کې د "کوېډ١٩" له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو واوښت

امریکا کې د کرونا ويروس له امله د مړ شوي کس جسد.

په امریکا کې د کوېډ١٩ ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون ماسپښین د دې وبا له کبله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد.

کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کوېډ١٩ د ناروغانو شمېر یې پرون دوشنبې له درې میلیون واوښت.

د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبت موارد زیات شوي دي.

په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.

د هلمند والي: د واشېر د وژل شوي ولسوال د وژنې پېښه څېړل کېږي

آرشیف

د هلمند والي، په مرکز لښکرګاه کې د واشېر د ولسوال محمد ظاهر حقیار د وژل کېدو د پېښې د څېړنې سپارښتنه وکړه.

والي عبدالنبي الهام تېر ماښام د خواشینۍ په یوه پیغام کې هغه وسله والو حمله تروریستي وبلله چې په نتیجه کې یې ولسوال محمد ظاهر حقیار ووژل شو او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.

ښاغلي الهام وویل، د دې وژنې غچ به واخیستل شي.

هغه زياتوي: "موږ به هېڅ وخت ارام کېننو، چې د ظاهر حقیار قاتل مو نه وي پیدا کړی او د قانون منګولو ته نه وي سپارلی. موږ به دوی همېشه خپل ملت ته افشا کوو. زموږ ملت به د دوی دغه ظالمانه او خاینانه عمل تقبیح کوي."

بلخوا پرون په غزني کې د چاپېریال ساتنې رئیس عبدالولي ارمان له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای په وسله وال برید کې ټپي شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحداله جمعه زاده پرون دوشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، پر رئیس د ریاست مخې ته حمله شوې ده.

چارواکي: افغان ځواکونو د بدخشان د ارګو څو کلي له وسله والو تصفیه کړل

افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال. ارشيف

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، دفاعي او امنیتي ځواکونو پرون د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ څو کلي له وسله والو طالبانو په بشپړ ډول تصفیه کړل.

د دغه وزارت یوه ویاند فواد امان پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو پر مهال په دې ولسوالۍ کې ۸ کلي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو تصفیه کړل. طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او د طالبانو له ماینونو هم زیاتې سیمې پاکې شوې."

وزارت پرون په دغو عملیاتو کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو او درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

که څه هم طالبانو په ارګو ولسوالۍ کې د شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه اعلامیه کې یې ادعا کړې چې وړمه شپه یې په یاوان ولسوالۍ کې یوه پوسته نیولې، څلور سرتېري یې وژلي او ۷ سرتېري یې ژوندي نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG