افغانستان
نن د مصالحې شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړوي
ټاکل شوې ده نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.
د دې غونډې مشري به ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو چارو سلاکار مجیب الرحمان رحیمي د جمعې په ماښام (د ډسمبر په څلورمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې په ورځ د دغې شورا د مشرتابه کمېټه د مصالحې د عالي شورا یوه مهمه برخه ده او له وظایفو یوه یې د افغان دولت د مذاکراچي پلاوي مشري او لارښود دی.
د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د کار پیل د کورنۍ اجماع او افغانستان د اسلامي جمهوري مذاکراچي پلاوي د ملاتړ لپاره پراخ مشروعیت ګڼل کیږي.
تردې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو په یوه اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتي وو چې د ملي مصالحې د عالي شورا غړي دې د عملي کار د پیل او سولې په روان بهیر کې د ګډون لپاره په چټکۍ سره مشخص کړي.
په همدې حال کې په کابل کې امریکا او بریتانیې سفارتونو د اروپايي ټولنې له اعلامیې ملاتړ کړی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له نسبي کرارۍ وروسته سپين بولدک کې بیا سرحدي شخړه شوې
د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو ویلي چې تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالب او پاکستاني پوله ساتو جګړه کړې ده.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، جګړه هغه مهال ونښته چې پاکستاني لوري سپین بولدک کې ډزو سره یو ماشوم وواژه.
په راپورونو کې د طالبانو د امنیتي چارواکو په حواله ادعا شوې چې دوی د پاکستان ۶ پوځیان په غچ اخیستونکو بریدونو کې وژلي دي.
تراوسه د دواړو خواوو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.
د تېر کوچني اختر له اوربند او بیا چین کې له خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان سرحدي شخړې یو څه کمې شوي، خو یو مخ لا نه دي دریدلي.
د افغانستان اکثرو ولایتونو کې د درنو بارانو اټکل شوی
د هوا پېژندنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې وړاندوینه ښيي چې پروان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، هرات، فراه، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، تخار او بدخشان به نن د درنو بارانونو، تالندې برېښنا او سیلابونو شاهد وي.
په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
تېره یوه میاشت په افغانستان کې د باران او سیلابونو په ګډون د طبیعي پیښو له امله نږدې ۲۳۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.
امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې متقي په سیمه کې د ثبات لپاره د سعودي عربستان د هڅو ستاینه هم کړې ده.
وزارت دا هم لیکلي چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې ثبات د هرچا لپاره مهم بللی او د شخړو د پای ته رسولو لپاره یې په خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني؛ خو یو له هغو څو هیوادونو دی چې د طالبنو له حکومت سره نږدې اړیکې لري.
ریاض د تیر کال په ډسمبر کې د طالبانو او پاکستاني استازیو ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ.
د امید سبز ښارګوټي یو نیم زر جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه
طالبان وايي چې په کابل ښار کې د "امید سبز ښارګوټي" له ۱۵۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوه.
د طالبانو د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پریکړه د یوې ځانګړې محکمې لخوا د اسنادو او شواهدو له څېړنې وروسته شوې ده.
د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټی چې د حاجي نبي په ښارګوټي مشهور دی د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال محمد کریم خلیلي د ورور محمد نبي خلیلي اړوند بلل کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د "عمر ګلستان" په نوم د یوه بل ښارګوټي اوسیدونکو د طالبانو د هغې پریکړې په وړاندې اعتراض وکړ چې د دغه ښارګوټي ځمکه یې دولتي اعلان کړه او د تخلیې امر یې ورکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام د روسیې له خوا مرسته شوي اوړه اړمنو افغانانو باندې ویشي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د روسیې له خوا ۴۲۰ متریک ټنه اوړه ترلاسه کړل.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ویلي چې دا د هغو ۴ زره ټنو اوړو یوه برخه ده چې روسیې یې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.
دوی ویلي چې دا وړه هغو اړمنو افغانانو ته ورکوي چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د خوړو نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې په هرو دریو افغانانو کې یې هغه یې د خوړو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري او د دغه سازمان په وینا د پاکستان وروستیو بریدونو او د لسګونه زره کسانو بې ځایه کېدا، دا اړتیا ډېره کړې.
که څه هم له اړمنو افغانانو سره وخت نا وخت د خوراکي او غیرخوراکي موادو مرستې کیږي، خو د مرستو د ناعادلانه ویش او فساد په اړه یې تل شکایتونه کیږي.
روسیه، هغه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی او له دغه حکومت سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
د روغتیا نړیوال سازمان : ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ اغېزمنوي
د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې ملاریا لا هم په افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي.
د افغانستان لپاره د روغتیا دنړیوال سازمان څانګې د شنبې په ورځ، د غويي ۵مه، د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سره لدې هم د وقایې، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوند ژغورل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره زیاتوي چې په افغانستان کې ټولنې تر ډېره د ګرمو او باراني میاشتو پر مهال له ملاریا سره مخ کېږي.
روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې وویل چې د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د ملاریا پېښې زیاتې شوې ، او په دې میاشت کې د ملاریا شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوې دي، چې د فبرورۍ میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملاریا داسې ناروغي ده چې د غوماشي له لارې له یوه اخته کس څخه بل سالم کس ته لېږدول کېږي او تر ډېره ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنوي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت کابل کې د یو ښارګوټي د جوړولو د پلان د منظوري خبر ورکوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي کابل کې یې د یو ښارګوټي د جوړولو پلان منظور کړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د ګلبهار د استوګنې اوتجارتي ښارګوټی به په ۱۱ زره جریبه ځمکه کې د ۸ ملیاردو ډالرو په لګښت چې خصوصي سکتور یې په غاړه اخلي جوړیږي.
د ښارکوټي د تخنیکي مطالعې لپاره یو کمیسیون ټاکل شوی دی چې خپل راپور به په ۳ میاشتو کې وړاندې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ښارګوتی به لسګونو زرو کسانو ته د استوګنې زمینه او د کار زرګونه فرصتونه برابر کړې.
کابل کې ددغه ښارګوټي د تاسیس خبر په داسې مهال خپریږي چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته په وروستیو کلونو کې د ملیونو کډوالو ستنیدو او طبیعي افاتو د مسکن او سرپناه شدید کمی رامینځ ته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري میشتیدنې پروګرام ( یو.ان. هبیتات) څو ورځې مخکې وویل افغانستان کې سږ ۲۰۲۶ کال، ۴.۲ ملیونه کسان عاجلې سرپناه او غیرخوراکي موادو ته اړ دي.
طالبانو د قطر په یوه کمپ کې مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ورشي
طالبانو په قطر کې له میشتو افغانانو چې امریکا ته د تګ انتظار کوي، غوښتنه کړې چې افغانستان ته ستانه شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو، دغو افغانانو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، که کوم افغان بل هیواد ته د تللو اراده لري، کولی شي په مناسبت وخت کې له قانوني لارو بیا ولاړ شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې سې شنبې( اپریل ۲۱ مه) راپور ورکړ چې شاوخوا یولس سوه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په قطر کې په یوه پوځي کمپ کې امریکا ته د تګ په هیله ځای پرځای شوي اوس له یوې سختې پریکړې سره مخامخ دي چې یا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنیږي یا به د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته استول کیږي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ تیره اونۍ په ایکسپاڼه کې د هغو افغانانو په اړه اندیښنه ښکاره کړه چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بهرنیو هیوادونو ته تللي او اوس بیرته افغانستان ته استول کیږي.
طالبانو پر پټاکیو او د اورلوبو پر موادو بندیز ولګاوه
د طالبانو حکومت د پټاکیو او اورلوبو د موادو تولید، واردول او پلورل منع کړل.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ګمرکونو ته یې لارښوونه کړې ده چې د دې توکو د وارداتو مخه ونیسي، د اورلوبو او پټاکیو کوم مواد چې وارد شوې دي هغه محصول نه کړي او بیرته یې اصلي ځایونه ته مسترد کړي.
د طالبانو په وینا دا پریکړه د دوی د مشرتابه په لارښوونه شوې ده او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
افغانستان ته د پټاکیو د وارداتو د بندیدو غوښتنه په تیرو کلونو کې هم شوې وه خو مخنیوی یې نه و شوی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزول شو
د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې د جمعې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وکړې.
د غونډې برخه والو د ترهګرۍ، جګړې او مخدره توکو پورې اړوند ګواښونو څخه پاک د یو خپلواک، بې طرفه او سوله ییز هیواد په توګه له افغانستان څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړ.
د شانګهای د همکارۍ سازمان غړیو تر دې مخکې هم باثباته افغانستان په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت د پرمختګ لپاره اړین ګڼلی. د دې سازمان اکثر غړي هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په دوه زره لومړي کال کې جوړ شو؛ روسیه، چین، د منځنۍ اسیا هیوادونه، هند، پاکستان، ایران او بیلا روسی یې غړي دي.