د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۹ کابل ۰۰:۴۱

نړۍ

تاجکستان کې د اپوزیسیون مشر "مهمراد ادینه یف" لادرکه شوى

مهمراد ادینه يف

د تاجکستان چارواکي وايي، تراوسه پورې یې د اپوزیسیون د مشر مهمراد ادینه یف د موندلو لپاره لټون له دې سره سره نه دی پیل کړی چې د هغه خپلوانو یې غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت الله محمودزاده وویل، د اپوزیسیون د سیوسیال دیموکرات ګوند د مرستیال مشر اودینایف نوم د ورکو کسانو په لیست کې د دې لپاره نه دی ثبت شوی چې پولیسو د ده د خپلوامو غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.

د ادینه یف د نوومبر په شلمه بې درکه دی.

د ده خپلوانو ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی څو ورځې وروسته له دې ورک شو چې د فیسبوک په یوه پوسټ کې یې د دوشنبې ښار له ښاروال رستم امام علي څخه وغوښتل چې ده او د ده د ګوند فعالانو ته اجازه ورکړي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې مظاهره وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

عربستان په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان

د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان وايي، تمه کېږي هېواد یې په راروانو ورځو کې په قطر کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.

په ۲۰۱۷م کال کې د سعودي عربستان تر څنګ متحده عرب اماراتو، بحرین او مصر د ټروریزم د ملاتړ په تور له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې وځنډولې.

قطر چې دغه ډول تورونه رد کړي- ویلي وو، دا اقدام یې د ملي حاکمیت د کمزوري کولو لپاره شوی دی.

سعودي عربستان ۱۱ ورځې مخکې ویلي وو، د امریکا د متحدو ایالتونو په ملاتړ یې د عربي ټولنې د پیاوړتیا او د اختلافاتو د حل لپاره قطر ته یو هیئت لېږلی دی.

سعودي عربستان او قطر اوس د یو بل په وړاندې خپل هوايي حریمونه پرانیستي او ځینې الوتنې له سره پیل شوې دي.

سپاه پاسداران انقلاب د بالستیک توغندیو د توغولو وروستۍ مرحله عملي کړه

آرشیف

د ایران سپاه پاسداران انقلاب نن د جنګي کښتیو-ضد بالستیک توغندیو د توغولو لپاره د خپلو پوځي تمریناتو دویمه او وروستۍ مرحله عملي کړه.

د ایران دولتي نن راپور ورکړی، چې دغه توغندي د هند په سمندر کې پر یوه فرضي هدف ویشتل شوي دي.

په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري دوه توغندي پر یوه هدف چې دولتي ټلویزیون د «دښمن فرضي جنګي کښتۍ» بللي، د یو زر او اته سوه کیلومتره په فاصله کې ویشتل شوي دي.

د ایران د دغو پوځي تمریناتو لومړۍ مرحله پرون عملي شوه او دا تمرینات په داسې حال کې کېږي چې د تهران د لانجمن اټومي پروګرام له کبله پر ایران د امریکا فشارونه زیات شوي دي.

د جرمني محافظه کار ګوند په کلیدي ټاکنو کې خپل نوي مشر وټاکه

ارمین لاشت

د جرمني محافظه کار ګوند، کرسشن ډیموکرات اتحاد په کلیدي انتخاباتو کې ارمین لاشت د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

نن د ګوند د مشرتابه لپاره ټاکنې په داسې حال کې وشوې، چې صدراعظمې انګیلا میرکل ویلي چې د روان کال په وروستیو کې د ګوند له مشرۍ لاس اخلي.

د کریسشن ډیموکرات ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سپټمبر میاشت کې په جرمني کې ملي انتخابات کېږي.

جرمني کې 'کریسشن ډیموکراټ ګوند' خپل مشر ټاکي

جرمني کې د کریسشن ډیموکراټ ګوند مشرتابه لپاره د کاندیدانو سیالۍ

د جرمني محافظه کار ګوند، کریسشن ډیموکراټ اتحاد نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه مهمه رایه اچونه کې د دغه ګوند لپاره مشر ټاکي.

د دغه ګوند د مشرتابه لپاره درې کسان کاندیدان دي چې د انګېلا مېرکل ځای ناستی شي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل د جرمني یا المان د محافظه کار کریسشن ډیموکراټ ګوند تر ۱۶ کلنې مشرۍ وروسته غواړي د ګوند له مشرتابه تقاعد شي.

د کریسشن ډیموکراټ ګوند د مشرتابه لپاره دغه ټاکنې د جرمني لپاره د یوه حساس کال په پیل کې کېږي، ځکه د روان میلادي په سېپټمبر میاشت کې په جرمني عمومي انتخابات کېږي.

امریکا د ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام وروستی حکم عملي کړ

ولسمشر ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت نن شنبه (د مرغومي ۲۷مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر واکمنۍ لاندې د اعدام دیارلسم او وروستی حکم عملي کړ.

د فډرال ادارې دا حکم په داسې حال کې عملي کېږي چې اټکل کېږي، ټاکلی ولسمشر جو بایډن په امریکا کې د اعدامونو روانه لړۍ بنده کړي.

اعدام شوی کس ډسټین هیګز 'Dustin Higgs' په ۱۹۹۶میلادي کال په مریلنډ ایالت کې د وحشي ژویو په یوه پناهځای کې د درېیو ښځو په وژنه محکوم و.

هېګز له تېرې اوونۍ درېیم کس دی چې د وژونکو زهرو پېچکاري ورته کېږي.

جرمني د 'نورد سټریم' پایپ لاین د جوړولو جواز لاسلیک کړ

جرمني کې د نورد سټریم پایپ لاین

جرمني د نورد سټریم پایپ لاین د جوړولو جواز لاسلیک کړ.تمه ده دا پایپ لاین چې د روسیې ګاز د اوکراین له لارې پرته اروپا ته رسوي د جرمني اړوند اوبو باندې تېره شي.

د امریکا د بندیزونو په ګواښ او د چاپیریال ساتنې د ملاتړو پر مخالفت سربېره د جرمني فدرال اداره چې د سمندري اوبو مسوولیت لري، د دغه پایپ لاین د رغنیزو چارو اجازه ورکړې.

د امریکا متحده ایالتونو او یو شمېر اروپايي هېوادونو د دې پروژې ممانعت کړی ځکه د هغوی په باور د دې پایپ لاین بشپړېدل به په اروپا کې د روسیې د ګازو تاثیر زیات کړي او د روسیې د ګازو د ټرانزیټ د لارې په توګه د اوکراین رول له منځه وړي.

د دغه پایپ لاین موضوع د واشنګټن او برلین د اختلافونو یوه اصلي موضوع یادیږي.

خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جمعې په ورځ ویلي، هیله مند دی چې د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له نوې ادارې سره په دې اړه خبرې وکړي.

د ایران، چین او عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو د امریکا نوي بندیزونه

د امریکا ملي بیرغ

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، چین او متحده عرب اماراتو پر ځینو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي.

د امریکايي چارواکو په خبره یاد شرکتونه د ایران د کښتۍ چلوونې له شرکت سره د اوسپنې سوداګري لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن پر ۷ شرکتونو او دوو کسانو چې په ایران کې د اوسپنې د خرڅلاو په تړاو د امریکا بندیزونه له پامه غورځولي وو، په نوېو بندیزونو کې شامل کړي.

امریکا داسې وخت له ایران سره د کاراوبار په تړاو په ځینو شرکتونو بندیز لګولی چې تمه ده د جنورۍ په شلمه منتخب ولسمشر جوبایډن لوړه وکړي.

په اندونيزيا کې شديدې زلزلې لسګونه کسانو ته مرګ اړولې

ژغورونکې ډلې له ويجاړيو مړي راباسي

په اندونیزیا کې یوې شدیدې زلزلې لږترلږه ۳۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د سولاوېسي ټاپو په جنوب کې او شدت یې د رېښتر په کچه ۶،۲ درجې و، چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سیمه ييزو چارواکو ویلي، چې زلزلې او له هغه وروسته ټکانونو د استوګنې ۶۰ کورونه او دوه هوټلونه ونړول، برېښنا یې قطع کړه او پلونه یې ویجاړ کړل.

په سولاویسي کې پرون هم ۵،۹ درجې زلزله وشوه خو انساني تلفات یې نه لرل.

په اندونیزیا کې چې د وګړو نفوس یې ۲۶۰ میلیون ته رسېږي ډېر وخت زلزلې او اتشفشانونه کېږي چې کله ناکله د سمندري توپان یا څونامي باعث هم کېږي.

افغانستان پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د بهرنیوچارو وزیر حنیف اتمر په یوه بیان کې خپل سیال ریتنو ال پي مارسودي ته د تسلیت وړاندې کړی دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه د پاکستان له حکومته نوې غوښتنه کړې

آرشیف

د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د دوو برتانوي رسنیو پر وړاندې د بدنامولو او د کرکې کمپاین بند کړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې د دې رسنیو ژورنالیستان یې ګواښلي دي.

دې ټولنې چې مرکز یې په پاریس کې دی په یوه بیان کې ویلي، په تېرو دوو اونیو کې د انټرنټ زرګونه کاروونکو د بي بي سي د اردو سرویس او د انډیپینډنټ ورځپاڼې د تحریمولو غوښتنه کړې او د هغو خبریالان یې ګواښلي دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د آسیا- پاسیفیک څانګې مشر دانیل باسټارډ ویلي، د کرکې د پارونو دا آنلاین کمپاین، چې د پوځي قوماندې له لوړو کړیو سره په همغږۍ کې تنظیمېږي نه یوازې په پاکستان کې د رسنیو آزادي ګواښي بلکې د هغو خبریالانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي چې په مرګ ګواښل شوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه هغه ویډیو د مثال په توګه یادوي چې د جنوري په دوهمه نېټه د واکمن ګوند او پوځ پلوي ویبپاڼې سیاست پاک خپره کړه او په هغه کې د بې بي سي اردو د خبریالانو پر شخصي نظریاتو برید شوی.

په ویدیو کې پر BBC تور لګېدلی چې د حکومت او پوځ ضد خپرنیزه پالیسي تعقیبوي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې د ۲۰۲۰ کال په انډېکس کې پاکستان د رسنیو د آزادۍ له پلوه د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۴۵ ځای لري.

شمالي کوریا د بالستیک ميزايلو ته ورته توغندي نندارې ته وړاندې کړي

د شمالي کوریا د بالستیک ميزايلو ته ورته توغندي

شمالي کوریا په یوه پوځي پرېډ کې هغه څه نندارې ته وړاندې کړي چې له اوبتل څخه د بالستیک میزایل توغوونکې وسیلې ته ورته ښکارېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسمو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي.

په څو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون په هغو مراسمو کې ښکاري چې موسېږي او خپل لاسونه خوځوي.

دا مراسم پرون ناوخته د پلازمېنې پیونګ یانګ په کېم ایل سونګ چوک کې جوړ شوي وو.

په پرېډ کې د سرتېرو، ټانکونو او د هغو میزایلونو لیکې د تېرو په حال کې لیدل کېږي چې د کارپوهانو په اند د منځني واټن ویشتونکو توغندیو نوې بڼه به وي.

د شمالي کوریا رسنیو دا د نړۍ تر ټولو ځواکمنې وسلې بللې دي.

په امریکا کې د نشه يي توکو يو قاچاقبر اعدام شو

آرشیف

په امریکا کې د نشه يي توکو هغه قاچاقبر اعدام شو چې سترې محکمې یې له کوېډ١٩ ناروغۍ تر رغېدو پورې د مهلت غوښتنه رد کړې وه.

۵۲ کلن کاري جانسن پرون د جنوري په ۱۴مه نېټه د اندیانا په فدرال محبس کې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله ووژل شو.

په امریکا کې د اعدام سزا له اولس کلن ځنډ وروسته تېرکال بیا پیل شوه او له هغه راهیسې جانسن ۱۲ مجرم دی چې حکومت یې اعداموي.

د جانسن مدافع وکیل اعتراض کاوه چې د وژونکې پېچکارۍ په وسیله مړینه به نوموړی، چې سږي یې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله زیانمن شوي، ډېر وځوروي.

خو سترې محکمې د جانسن او یوه بل مجرم لپاره چې نن اعدامېږي، د رغېدو تر وخته د مهلت غوښتنه رد کړه.

ماليزيا د پاکستان د هوايي شرکت يوه الوتکه درولې

د پاکستان د هوايي شرکت الوتکه

مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت PIA یوه الوتکه په بریتانیا کې د یوې حقوقي دعوې له کبله درولې ده.

PIA په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د مالیزیا یوې سیمه ایزې محکمې د دې شرکت او د دعوې د مقابل لوري ترمنځ چې برتانوۍ محکمې ته عارض شوی دی، په یواړخیز ډول د دې الوتکې د درولو حکم ورکړی دی.

د راپورونو له مخې دا دعوه چې شپږ میاشتې مخکې په برتانوۍ محکمه کې ثبت شوې ده د پاتې پیسو یوه اړونده قضیه ده.

PIA نه دي ویلي چې دا الوتکه په کوم ځای کې نیول شوې خو یادونه یې کړې چې د الوتکې مسافر سم ساتل کېږي او د پاتې سفر چارې یې تنظیم شوې دي.

په تونس کې د ډیموکراسۍ پلوه پاڅون لسمه کلیزه ولمانځل شوه

د تونس بيرغ

په تونس کې د ډیموکراسۍ پلوه پاڅون لسمه کلیزه پرون د کرونا وایروس د محدودیتونو له کبله په مختصره توګه ولمانځل شوه.

دغه پاڅون د دې سبب شو، چې د دغه هېواد زورواکی له واکه وپرځول شي او په عرب هېوادونو کې د ناکراریو څپه پیل شي.

په تونس کې د هغه څلور-ورځني ټولبند له کبله چې له پرونه نافذ شو، مظاهرې منع دي.

لس کاله مخکې د تونس ولسمشر، زین العابدین بن علي تر پراخو مظاهرو وروسته له واک څخه لیرې او په ۲۰۱۹م کال په جلاوطنۍ کې مړ شو.

دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوه نهیلي، ځوان هټیوال د پولیسو د زورزیاتي له کبله، ځان ته اور واچاوه.

د روسيې او سعودي چارواکو د سيمې امنیت او ايران په اړه بحث کړى

د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فيصل بن فرحان

د روسیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت او په تېره د خلیج له هېوادونو سره د تهران د اړیکو په اړه بحث وکړ.

سرګي لاوروف او فیصل بن فرحان پرون په مسکو کې سره ولیدل.

لاوروف له دې کتنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "غواړو د دې شاهدان واوسو چې ایران او د خلیج هېوادونه په خپلو کې خبرې پیل کړي، د اعتماد او شفافیت د رامنځته کولو لپاره موافقه لیکونه لاسلیک کړي او په ټوله کې له یوبل سره همکار واوسي. د خلیج لپاره د یوه امنیتي تفاهم د پراختیا په مقصد زموږ وړاندیز دقیقا د همدې هدف لپاره دی."

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د سعودي د بهرنیوچارو وزیر له خپل روس سیال سره په کتنه کې، په منځنۍ آسیا کې د ده په وینا د ایران د مداخلې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز ویلي، چې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو پر وړاندې اساسي خنډ د ایران نیابتي وسله والې ډلې جوړوي.

په شمالي وزیرستان کې ٣ سرتېري وژل شوي

آرشیف

درې تنه پاکستاني سرتېري په شمالي وزیرستان کې په یوه نښته کې وژل شوي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وايي، چې دا سرتېري پرون په دې قبایلي سیمه کې له وسله والو سره په نښته کې ووژل شول.

سیمه يیزو چارواکو د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، چې دا پوځي عملیات د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې شوي دي.

په بیان کې همداراز په دوو جلا عملیاتو کې د دریو وسله وال د وژل کېدو ادعا هم شوې ده.

له دې نښتې دوه ورځې مخکې په شمالي وزیرستان کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په برید کې دوه پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۶ کال کې ادعا وکړه، چې له درې میاشتنیو پوځي عملیاتو وروسته یې په وزیرستان کې د افراطي وسله والو اډې له منځه وړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG