د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

افغانستان

چارواکي: په میدان وردګ کې د مڼو ۷۱ سړې خونې جوړېږي

آرشیف
آرشیف

په میدان وردګ ولایت کې د مڼو ۷۱ سړې خونې جوړېږي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ مسوولین وايي، د مڼو د سارک موډل صفر انرژۍ ۷۱ سړې خونو کارونه ۷۰ سلنه بشپړ شوي.

د دوی په وینا دا خونې د کرنیزو محصولاتو مدیریتي طرحې په چوکاټ کې جوړېږي.

د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریيس ولید احمد تسل وايي، د دې سړو خونو د جوړېدو لګښت ۱۷۴ میلیون او ۶۰۰ زره افغانۍ دی، چې ۹۰ سلنه بودیجه یې د کرنې وزارت او پاتې نوره د ګټه اخیستونکو بڼوالو له لورې ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې یادې سړې خونې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د بڼوالو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې دوه سړې خونې د ۵۰۰ ټنو ظرفیت درلودونکي د میدان وردګو ولایت په میدان ښار او سیداباد کې جوړې شوې وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په ایران کې یو ۷۰ کلن افغان کارګر څا ته له لوېدو وروسته ساه ورکړې

عکس تزئیني بڼه لري.
عکس تزئیني بڼه لري.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي چې یو سپین ږیری افغان کارګر څا ته له لوېدلو وروسته ساه ورکړې ده.

د تهران ښاروالۍ د اطفایې او خوندیتوب ادارې ویاند سید جلال ملکي اژانس ته ویلي چې دغه پېښه پرون د مې په ۷مه شوې ده.

نوموړي ویلي، دغه ۷۰ کلن کارګر د یوې څا د پاکولو پر مهال هغه وخت لاندې ولوېد چې په ځان پورې تړلې رسۍ یې وشلېده.

ملکي ویلي، د ژغورنې ټیمونه څو ساعته وروسته توانېدلي چې د دغه کس مړی له څا راوباسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال دا مهال ایران کې ژوند کوي چې اکثره یې په درنو کارونو لګیا دي.

طالبانو په بدخشان کې د چاودنې له کبله د خپلو درېیو پولیسو وژنه تایید کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، ننتۍ چاودنې د فیض‌اباد په ښار کې د دوی درې پولیس وژلي او پنځه تنه ټپيان کړي دي.

په سیمه کې یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د طالبانو اووه پولیس وژل شوي او څوارلس تنه نور ټپیان شوي دي.

د دې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا چاودنه نن ماسپښین د فیض‌اباد ښار د جوزګون په سیمه کې د پولیسو پر کاروان شوې ده.

د کامګار په وینا، چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو او دا چاودنه هغه مهال وشوه چې د طالبانو پولیس د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره روان وو.

تراوسه چا یا کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

د قزاقستان د سوداګرۍ خونې په هرات کې خپله څانګه پرانیسته

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

د قزاقستان سوداګرۍ خونې په رسمي توګه د افغانستان په هرات ولایت کې خپله څانګه پرانیسته.

باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په حواله ویلي چې دغه خونه د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې ښه رول لرلی شي.

قزاقستان وروسته تر هغه په هرات ولایت کې د سوداګرۍ څانګه پرانیزي چې هرات څو ورځې وړاندې د قزاقستان، ترکمنستان او د طالبانو د حکومت او افغان سوداګرو د یوې غونډې کوربه و.

هغې غونډه کې موافقه وشوه چې هرات کې به یو لوی لوجیستیکي مرکز هم پرانستل کیږي.

د طالبانو حکومت که څه هم تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د روسیې او چین په ګډون د سیمې او ګاونډ یوشمېر هېوادونه ورسره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پالي.

راپورونه: بدخشان کې چاودنه شوې

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

ناتایید شوې راپورونه وایي چې د بدخشان په مرکز فیض اباد کې نن غرمه مهال یوه چاودنه شوې ده.

د چین سینهوا خبري اژانس د یوه شاهد په حواله ویلي چې دغه چاودنه ممکن مرګ ژوبله هم ولري.

تراوسه د طالبانو د حکومت سرچینو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د پېښې د څرنګوالي معلومات هم نشته.

تر دې مهاله د طالبانو د حکومت کومې مخالفې ډلې د برید پړه نه ده منلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره ولیدل

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت وایي چې د دوی د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د مالي او اداري چارو د مشورتي کمېټې له یو شمېر غړیو سره په بېلابېلو مسلو خبرې کړي.

په یوه بیانیه کې راغلي چې پرون په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر استازیتوب،بشري مرستو موثریت او په افغانستان کې د انکشافي پروژو د ملاتړ په امکان خبرې وشوې.

د بیانیې په حواله مولوي متقي په یو شمېر برخو له هغې ډلې خصوصي سکتور کې د ښځو رول مهمه بللی.

د ملګرو ملتونو د مالي او اداري چارو د مشورتي کمېټې مشر بچار بونګ عبدالله چې د یوه شل کسیزه پلاوي مشري په غاړه لري ویلي افغانستان ته یې د سفر هدف د یوناما د چارو ارزونه ده او غواړي د افغانستان د لومړیتوبونو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته معلومات وړاندې کړي.

طالبانو بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو اړولو په سر د رامنځته شوي اختلاف د حل خبر ورکړ

د بدخشان یو شمېر معترضان
د بدخشان یو شمېر معترضان

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړلو پر سر رامنځته شوې لانجه هواره شوه.

مجاهد سه شنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د درایم او ارګو خلکو له حکومتي پلاوي سره په ناسته کې ژمنه کړې چې د کوکنارو له محوې ملاتړ کوي او د ده په خبره مزاحمت به نه ورته کوي.

په ارګو او درایم کې د طالبانو د کوکنارو د له منځه وړلو ټیمونو له ولسي خلکو سره لانجه کړې وه چې په نتیجه کې یې د سیمې دوه تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپیان وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د زیانمنو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او له دې وروسته به په دې برخه کې څه شخړه نه رامنځته کېږي.
د ارګو او درایم لسګونو اوسیدونکو د طالبانو په وړاندې تاوتریخجنې مظاهرې وکړې او له دې سیمو یې د طالبانو د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

خلکو شکایت کاوه چې د طالبانو وسله وال د دوی شنې کروندې او میوه داره ونې هم د کوکنارو د له منځه وړلو پر مهال له منځه وړي.

د طالبانو په کنترول کې د برښنا شرکت د ټولو پورونو د ورکولو خبر ورکړ

ارشیف: په افغانستان د برښنا پایې او مز
ارشیف: په افغانستان د برښنا پایې او مز

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې د ګاونډیو هېوادونو د وارداتي برښنا او د برښنا د تولید د کورنیو شرکتونو د برښنا د پېر له درکه ټول پورونه ورکړي دي.

د باختر آژانس چې طالبان یې اداره کوي د راپور له مخې د دې شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي نن سې شنبې په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې چې د دې شرکت چارواکو خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریک کولې وویل چې ازبکستان ته څه باندې ۱۰۵ میلیون ډالره، تاجکستان ته څه باندې ۷۱ میلیون ډالره، ترکمنستان ته څه باندې ۶۴ میلیون ډالره، ایران ته څه باندې ۴۸ میلیون ډالره او کورنیو شرکتونو ته هم ۳۶نیم میلیون ډالره ورکړل شوي دي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د برښنا د تولید د ځینو پروژو د یادونې ترڅنګ دا هم وویل چې له یو شمېر پخوانيو زوراکو او سیاسیونو څخه چې د دغه شرکت پوروړي وو، کابو ۱۸۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د پاتي پورونو د راټولولو په هدف یوه طرحه جوړه شوې چې د دوی د مشر له کتنې او تایید وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

دغه شرکت د برښنا د پېر له درکه د ګاونډیو هېوادونو د ټولو پورونو د پرې کولو خبره داسې مهال کوي چې په تېرو وختونو کې ډېر ځلې لیدل شوي چې د افغانستان لوری په خپل وخت د پورونو په پرې کولو کې پاتې راغلی و.

پاکستاني چارواکي: پر چینایانو وروستی برید په افغانستان کې پلان او افغان کړی

د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.
د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

د پاکستان پوځ نن سې شنبې ادعا وکړه چې په پاکستان کې پر چینایي وګړو وروستۍ ځانوژونکې حمله په افغانستان کې پلان شوې او بریدګر یې هم د افغانستان وګړی و.

د مارچ په ۲۶مه د خیبر پښتونخوا ایالت د شانګلې ولسوالۍ په بشام سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

د هغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

دغو چینایي انجنیرانو په داسوکې د اوبو بند او برښناکوټ پر جوړولو کارکاوه.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف په اسلام‌آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه حمله کاملاً په افغانستان کې پلان شوې او هغه موټر چې ور څخه په دغه برید کې کار اخیستل شوی و، هم په هغه هېواد کې چمتو شوی و.

هغه همدارنګه بریدګر هم د افغانستان وګړ وباله او ویې ویل چې د دغه برید په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه سمدستي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې په پاکستان کې تاوتریخوالی د اسلام‌آباد داخلي مسئله بللې ده.

د طالبانو حکومت دغه راز ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو د بریدونو لپاره کار واخلي.

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډلې یو وار بیا سریلانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه هم د ۵ وېکټو په توپیر د افغان لوبډلې په بري سره تمامه شوه.

دغه سیالي چې د سې شنبې په ورځ سهار وختي پیل شوې وه، سریلانکا لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۹۷ منډې کړې وې.

په افغان توپ اچونکو کې نویدځدراڼ ۴ او ننګیالي خروټي ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د ۵ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۵ اور کې پوره کړ.

په دې سیالۍ کې هم ریاض حسن ښه وځلېد چې ده ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، دغه راز شاهدالله کمال ۴۷، دروېش رسولي ۳۶ او ننګیالي خروټي ۲۷ منډې وکړې.

دغه لوبلړۍ ۳ـ۲ د سریلانکا الف لوبډلې وګټله او تر دې وروسته به د می میاشتې په ۱۱مه نېټه دواړه لوبډلې یوازېنۍ څلور ورځنۍ سیالي پيلوي.

ملګري ملتونه: د افغانستان څه باندې یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې مخامخ دي

ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو انځور چې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.
ارشیف: په کابل کې د اړمنو ښځو انځور چې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، که افغانستان کې سلو کسانو ژوند کولای، اووه څلوېښت به یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ وو.

دغې ادارې نن پر خپله ایکس شبکه لیکلي، خو په افغانستان کې سل کسان نه، بلکې ۴۳ ملیونه وګړي ژوند کوي چې څه باندې یو پر درېیمه برخه یې له لوږې مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یوه ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته ویلي وو، دغه اداره د بودیجې د کمښت له کبله په جون میاشت کې یوازې پنځه لکه کسانو ته چې بېړنیو مرستو ته اړ وي، د مرستې رسولو جوګه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د یکشنبې د راپور له مخې په افغانستان کې د ۲۳.۷ ملیونه اړو کسانو له ډلې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG