د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

د زهرو کاروان

کابل کې ۲۵ کیلوګرامه چرس د پولیسو له لوري ونیول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل ښار کې تر شلو کيلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل،۲۵ کيلو ګرامه چرس چې په يوه کورولا موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه له شمالي ولايتونو څخه کابل ته قاچاق شي، په دسپيچري سيمه کې د پولیسو له خوا ونيول شول. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلېنکن: په نړۍ کې د کیمیایي نشه یي موادو استعمال ډېر شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې له کیمیایي نشه‌یي موادو سره د مبارزې لپاره یو سلو اویا میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې کمېسیون په کلنۍ ناسته کې وویل چې په نړۍ کې د کیمیایي نشه یي موادو استعمال په بې سارې ډول ډېر شوی او د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یاد کمېسیون په ناسته کې د خبرو په مهال وویل، جرمي ډلې د تېزابو په قاچاق کولو سره د کیمیایي نشه یي موادو تولید ته زمینه برابروي او د همدې ډلو له لوري قاچاق شوي نشه یي موادو د نړۍ د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي.

بېلنکن ټینګار وکړ چې هیڅ هېواد په یوازې ځان نه‌شي کولی له نشه یي موادو سره مبارزه وکړي نو له همدې امله امریکا متحده ایالاتو په روان کال کې په نړۍ کې له کیمیایي نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو تیر کال له کیمیایي نشه یي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف په جوړولو سره، له دغه ډول نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره سل میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو.

کابل کې پر نشه يي توکو د اخته کسانو د درملنې یو مرکز پرانېستل کېږي

ارشیف: په کابل کې پر نشه يي توکو اخته کسان
ارشیف: په کابل کې پر نشه يي توکو اخته کسان

د طالبانو د حکومت چارواکي په کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د یوه پنځه زره بستریز مرکز د جوړېدو خبر ورکوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات نشراتي مرستیال مهاجر فراهي پرون په څو ټوېټونو کې ویلي چې د دغه مرکز د جوړېدو کارونه نوي سلنه بشپړ شوي او په یوه میاشت کې دننه به په کې د روږدو کسانو ځای پر ځای کول پیل شي.

د هغه په خبره په دې مرکز کې به د معتادینو لپاره د درملنې ترڅنګ د بېلابېلو مهارتونو د روزنې امکانات برابر شي او هم به ورته دیني او عقیدوي زده کړې ورکړل شي.

د ښاغلي فراهي په خبره د یوې احصایې له مخې په افغانستان کې د معتادینو شمېر شاوخوا درې میلیون کسانو ته رسېږي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

طالبان: ۵ میلیونه افغانان په مخدرو توکو روږدي دي

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي
د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، ۵ میلیونه افغانان په مخدرو موادو روږدي دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

ښاغلي حنفي دا خبره پرون چهارشنبې(د کب ۱۷مه) د ای.ار سي یا د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له مرستیالې مادلین سیدلر سره په کتنه کې وکړه.

ده وویل، که نړیواله ټولنه افغان کروندګرو ته د معیشت بدیل ورکړي، طالبان حاضر دي چې د مخدرو موادو مخه ونیسي.

طالبان: پر سي فارم جرمني کمپنۍ د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې

د بنګو بوټی
د بنګو بوټی

د طالبانو حکومت وايي، پر سي فارم C-Pharm اسټرالیايي کمپنۍ نه بلکې C-Pharm جرمني کمپنۍ باندې د بنګو د بوټو د پلور موافقه شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي دا سپیناوی نن په خپل ټوېتر وروسته له هغه ورکړ چې سي فارم په نوم یوې اسټرالیايي کمپنۍ رد کړه چې دوی دې له طالبانو سره د چرسو د کاروبار کومه موافقه کړې وي.

سعید خوستي زیاته کړې چې سي فارم جرمني کمپنۍ په افغانستان کې د چرسو بوټي کري او چرسو ته تر رسېدو مخکې یې باسي.

مخکې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې تمه ده سي فارم کمپنۍ په شااوخوا شل زره جریبه ځمکه د بنګو بوټي وکري او چمتووالی یې ښوولی چې په دې برخه کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

طالبانو کابل کې په نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې

کابل کې یو تن معتاد او یو طالب وسله وال
کابل کې یو تن معتاد او یو طالب وسله وال

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې په بېلابېلو نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ چټکه کړې ده.

دغه وزارت پرون وویل چې د یوې اوونۍ په لړ کې د کابل له څو برخو تر ۲۷۰۰ ډېر روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدولي دي.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، هڅې روانې دي چې د روږدو کسانو د ژوند ښېګڼې ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.

وزارت نه دي ویلي چې دغه روږدي کسان به د چا په مالي لګښت تداوي کېږي او تداوي به یې څومره وخت دوام کوي؟

هند: ۳زره کیلوګرامه هیرویین چې له افغانستانه انتقال شوي وو ضبط شول

ارشیف
ارشیف

هندي چارواکي وايي، نږدې درې زره کیلوګرامه هیرویین چې له افغانستانه انتقال شوي و د هند په یوه لویدیځ بندر کې کشف او ضبط شوي.

د فرانسې خبري اژانس د هندي چارواکو په حواله د دغو هیروینو ارزښت دوه میلیارده او اووه سوه میلیونه ډالره اټکل کړې.

د دغو هیروینو د انتقال په تور دوه هندیان نیول شوي دي.

د هند د ګمرکونو استخباراتي اجنسۍ 'ډي.ار.ای' د دوشنبې په ورځ ویلي، په اصل کې دا مخدره مواد له افغانستانه بار او د ایران د یوه بندر له لارې د هند تر ګجراته رسول شوي وو.

دې اجنسۍ ویلي، افغان اتباع هم په دې قضیه کې ښکېل دي، خو لا تر اوسه پورې نه دي نیول شوي.

هندي چارواکو ویلي چې په احمداباد، ډیلي،چینای،ګاندیدام او د ګجرات په مادوي کې د دې قضیې څخه را وروسته تلاشي او څېړنه پیل شوې.

افغانستان په نړۍ کې د هیروینو د تر ټولو لوی تولیدوونکي په توګه پيژندل کېږي چې اتیا تر نوي فیصده هیروین تولیدوي.

کابل ښار کې نشه‌يي ګولۍ او ښیښه ونيول شوه

ارشیف، نیول شوې نشه‌یي ګولۍ
ارشیف، نیول شوې نشه‌یي ګولۍ

په کابل ښار کې تر دوه زره ډېرې نشه‌يي ګولۍ او اووه کيلو ګرامه ښیښه ونيول شوه.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې پر یوه کور عمليات وکړل چې په نتیجه کې يې ۲،۷۰۰ نشه‌يي ګولۍ ونیول شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د نشه‌يي موادو د یوې شبکې د نیولو لپاره عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې اووه کیلو ګرامه ښیښه ونیول شوه.

د دې دوو پېښو په تړاو شپږ کسان هم نیول شوي دي.

خوست کې دوه تنه د ۴۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پر مهال ونیول شول

ارشیف، خوست کې د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي کسان
ارشیف، خوست کې د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور دوه تنه نیول شوي کسان

په خوست ولایت کې دوه کسان د ۴۸ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق پر مهال ونیول شول.

۴۸ کیلو ګرامه چرس پولیسو هغه مهال د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونیول چې په یوه موټر کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې له یوه ګاونډي ولایت څخه د خوست ښار ته قاچاق کړل شي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

افغانستان کې د نشه‌يي موادو ۲۶ قاچاق کوونکي په جزا محکوم شول

ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري یو شمېر نیول شوي کسان
ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري یو شمېر نیول شوي کسان

د عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه‌يي موادو ۲۶ قاچاق کوونکي په جزا محکوم کړل.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه‌يي موادو ۱۹ قضیې څېړلي چې په نتيجه کې یې د دې مرکز ابتدائیه محکمې ۹ تورن کسان له دوو کالو څخه نیولې بیا تر ۱۶ کالو پورې او د دې مرکز استېناف محکمې ۱۷ تورن کسان د بند په بېلابېلو مودو باندې مجازات کړل.

د دې مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، له مجازات شویو کسانو سره ټول ۷۱۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۳۸ کیلو ګرامه تریاک، ۱۶۴ کیلو ګرامه چرس او ۲۱ کیلو ګرامه ښیښه نیول شوې ده.

ننګرهار کې تر ۲۰ کيلو ګرامه ډېرو هیروئینو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي نشه‌یي مواد
ارشیف، افغانستان کې نیول شوي نشه‌یي مواد

د ننګرهار ولایت پولیسو تر ۲۰ کيلو ګرامه ډېرو هیروئینو د قاچاق مخه ونیوله.

په لومړۍ پېښه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو پر یوه زېرمه برید وکړ چې په نتیجه کې يې اته کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې په یوه بله پېښه کې پولیسو په جلال‌اباد ښار کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ۱۵ کیلو ګرامه چرس ونیول چې په یوه رکشا کې پټ ايښودل شوي وو.

د چرسو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی، خو د هیروئینو د ساتنې په تور څوک نه‌دي نیول شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG