د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۳۶

نړۍ

مایک پومپیو د ګرجستان له ولسمشرې سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وزیر خارجه امریکا د ګرجستان له ولسمشرې زورابیشویلي سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ګرجستان له چارواکو سره د لېدو په ترڅ کې نن چهارشنبه(د لړم ۲۸مه) د دغه هېواد له ولسمشرې سالومه زورابیشویلي سره وکتل.

په امنیتي او دفاعي برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او دغه راز د ازادو او عادلانه ټاکنو په اړه خبرې د جنوبي قفقاز د دغه هېواد له چارواکو سره د پومپیو د بحث وړ مسایل دي.

دغه خبرې په تبلیسي کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې کړي دي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، پومپیو د ګرجستان ولسمشرې ته د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

پومپیو ۷ هېوادونو ته خپل تازه سفر له فرانسې پيل کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران کې پر اعدام د محکومو ٣ کسانو دوسيې له سره څېړل کېږي

ارشیف

د ایران ستره محکمه وايي، د هغو درېیو ځوانانو دوسیې له سره څېړي، چې په ۲۰۱۹م کال د دولت ضد اعتراضونو به تړاو په اعدام محکوم شوي.

د ایران سترې محکمې ویبسایټ نن اعلان کړی، چې دغه دوسیې په یوه بله محکمه کې څېړل کېږي.

د دغو کسانو نومونه امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي یاد شوي، چې شاوخوا ۲۰ کلن دي او د هغو اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو، چې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله شوي وو.

د بشري حقونو د ملاتړ ډلو ویلی، په هغو اعتراضونو کې چې تېر میلادي کال تر ۱۰۰ زیاتو ښارونو او ښارګیو کې وشول، لږ تر لږه ۳۰۰ کسان ووژل شوي او تر ۷۰۰۰ زیات نور ونیول شول.

روسيه کې د کرونا ضد تولید شوي واکسین د لګولو بهير پیل شوى

روسيه کې جوړ شوي واکسین سپوتنیک وي يو انځور

روسي چارواکي وايي، په هېواد کې د کرونا ضد تولید شوي واکسین "سپوتنیک وي" د لګولو پروسه د مسکو په ۷۰ کلنیکونو کې پیل شوې ده.

دا په روسیه کې د کوېډ۱۹ ناروغۍ پرضد لومړی واکسین دی، چې په ډله ییز خلکو ته لګول کېږي.

روسي چارواکي وايي، دغه واکسین په لومړیو کې روغتیايي کارکوونکو، ښوونکو او د ټولنیزو خدماتو مامورانو ته چې د کرونا ویروس له خطر سره زیات مخامخ دي، لګول کېږي.

د اګست میاشتې په لومړیو کې د سپوتنیک وي واکسین تایید، د متخصصانو انتقادونه پارولي وو، ځکه هغه وخت لا دغه واکسین لسګونو کسانو ته ورکړل شوی و.

جوبایډن: په امریکا کې اقتصادي بهتري ټکنۍ روانه ده

جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر وايي، په امریکا کې د وزګارتیا په اړه راپور ښيي، چې اقتصادي بهتري ټکنۍ روانه ده.

جو بایډن له کانګرس نه غوښتنه وکړه، چې د کرونا ویروس د زیان د جبران لایحه تصویب کړي.

ښاغلي بایډن پرون وویل، که اوس اقدام ونه شي، راتلونکی به ډېر تت وي.

ده وویل امریکایان مرستې ته اړتیا لري.

پرون تر دغو څرګندونو مخکې د حکومت په یوه راپور کې څرګنده شوه، چې په نومبر میاشت کې د کار بازار ورو شوی و.

بایډن خبریالانو ته وویل، دی د ۹۰۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د هغې مالي بستې ملاتړ کوي، د کرونا ویروس د جبران لپاره پلان شوې او په کانګرس کې ورباندې بحثونه روان دي.

جو بایډن زیاته کړه، کله چې یې خپل کار پیل کړ، پر کانګرس به فشار راولي، چې دغه مالي بسته تصویب کړي.

د هغه په خبره د دې مالي بستې تصویب، د کارموندنې، وزګارو کسانو، تحصیلي موسسو او د روغتیايي خدماتو مالي مرسته کولای شي.

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه

ارشیف، په نیوزلینډ کې پاکستانۍ لوبډله

نيوزيلینډ د پاکستان کرکټ لوبډلې ته د تمريناتو اجازه ورنه کړه، په دې هېواد کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو د کرونا ټېسټونو د مثبت راتلو څخه وروسته د یاد هېواد روغتيا وزارت پاکستاني لوبغاړو ته د تمريناتو اجازه نه ده ورکړې.

له دې وړاندې په پلان کې وه چې د قرنطین د څو ورځو تېرولو وروسته به پاکستاني لوبغاړو ته اجازه ورکړل شي چې خپل تمرينونه ترسره کړي، خو اوس پاکستاني لوبغاړي له تمريناتو منع شوي دي.

بل لورته د پاکستان کرکټ بورډ ويلي دي چې د لوبغاړو لپاره يې سخت ده، خو بيا هم دوى نه غواړي چې دا سيالۍ لغوه شي.

په نيوزيلېنډ کې د پاکستان د ٥٤ لوبغاړو څخه د ٤٤ لوبغاړو د کرونا ټېسټونه منفي دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د نومبر په ٢٤مه نېټه نيوزيلېنډ ته تللې ده

امریکا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې۲ لکه او ۲۵ زره د کرونا نوې پېښې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا په متحد ایالتونو کې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې یو ځل بیا په بې ساري ډول ګڼ خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې چې پرون ناوخته یې خپرې کړې، په ۲۴ ساعتونو کې په متحد ایالتونو کې د کویډ- نولس دوه لکه پنځه ویشت زره نوې مثبت پېښې ثبت شوې او په همدې ۲۴ ساعتونو کې دوه زره پنخه سوه شپږ تنه د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

ټرمپ جورجیا ته ځي او هلته به یې په ملاتر لاریون ترسره شي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر انتخاباتي کمپاین د جورجیا په ایالت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو پرضد پرون جمعه(د لېندۍ ۱۴مه) قضایي دعوه ثبت کړه.

ټاکل شوې ده چې نن په خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ جورجیا ته ولاړ شي او هلته یو لاریون هم د ټرمپ په ملاتړ ترسره شي.

د جورجیا په ایالت کې د نوومبر د درېیمې نېټې د انتخاباتو د اعلان شوېو نتیجو له مخې جو بایډن د دولس زره رایو په توپیر له ولسمشر ټرمپ څخه انتخابات ګټلې دي.

ټرمپ: ډېری امریکایي ځواکونه دې له سومالیا ووځي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر وکړ چې اکثر امریکایي ځواکونه دې له سومالیا څخه ووځي.

ډونالډ ټرمپ چې د واک یې څو اوونۍ پاتې دي دا امر وکړ.

دا اعلان پرون جمعه (د لېندۍ ۱۴مه) وروسته تر دې وشو چې د امریکا دفاع وزارت په وروستیو کې وویل چې په افغانستان او عراق کې به د امریکایي سرتیرو شمېر د جنوري تر نیمایي پورې کم کړي.

د دفاع وزارت د بیان له مخې د ولسمشر له غوښتنې سره سم به د راتلونکي کال په لومړیو کې له سومالیا څخه اکثر امریکایي سرتیرې ووځي.

په سومالیا کې امریکا نژدې اووه سوه عسکر لري.

اوکراین: هغه چارواکي جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي

د اوکراین د پارلمان ودانۍ

د اوکراین پارلمان د جمعې په ورځ رایې ورکړې چې هغه چارواکي به جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي.

دا پرېکړه د اوکراین د سترې محکمې د یوه مخکیني حکم سره په ټکر کې ده.

د اوکراین د اساسي قانون محکمې په اکتوبر میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د قانون ځیني مادې لغوه کړې. پردې اقدام په غبرګون کې په اوکراین کې دننه او بهر انتقادونه وشول.

د سترې محکمې پریکړې له کېف سره د لویدیځو هېوادونو مالي مرستې او اروپايي ټولنې هېوادونو ته د اوکرایني وګړو د ویزې پرته تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړ.

خو د پارلمان د اوسنۍ پریکړې له مخې به ټول لوړپوړي چارواکي په الکترونیکي توګه خپلې شتمنۍ راپور کوي.

پارلمان همدا راز یو قانون تصویب کړچې له مخې به یې د عاید په اړه ناسم معلومات یو جرم وي.

اوکراین له لسیزو راهیسي د اداري فساد له ستونزې سره مخامخ دی او همدې ستونزې د بهرنیو مرستو او اقتصادي ودې مخه نیولې.

بلغاریه د ذهني ناروغانو او معلولینو لپاره ۲۸ مرکزونه تړي

ارشیف، د بلغاریا ملي بیرغونه

بلغاریه وايي، د ذهني ناروغانو او معلولینو لپاره به په راتلونکو اوو کلونو کې ۲۸ مرکزونه وتړي. دا وروسته له هغه چې اروپايي شورا د دغو کسانو پر وضعیت سخت انتقاد وکړ.

د لوی څارنوال دفتر د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وايي غواړي تر ۲۰۲۷میلادي کال پورې د ناروغانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د درملو د ناسمې استفادې او خراب وضعیت په خاطر یاد مرکزونه وتړي.

د اروپايي شورا کمېټې د ډسمبر په دوهمه نېټه له بلغاریه وغوښتل چې د ذهني ناروغانو په روغتون کې د ناروغانو د محدود ساتلو په خاطر له ځنځیرونو استفاده نه کوي.

دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې پلاوي يې په بلغاریه کې ګڼو مرکزونو ته ورغلي او ادعاوې يې اورېدلي چې هلته کار کوونکي ناروغان، ډبوي او پورې وهي.

امریکا د چین پر یو شمېر چارواکو د ویزو محدودیت وضع کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو: هغه کسان چې د نړیوالو اصولو سرغړوونکي دي، امریکا ته نه شي راتلای

امریکا د چین پر هغو چارواکو د ویزو محدودیت وضع کړ چې ګواکې د پیکنګ منتقدین ځپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ په خپره کې اعلامیه کې ویلي: "زه به د ویزو محدودیت ته دوام ورکړم چې روښانه کړو، هغه کسان چې د نړیوالو اصولو سرغړوونکي دي، امریکا ته نه شي راتلای."

نوي محدودیتونه هغه چارواکي په نښه کوي چې د چین د کمونېست ګوند د کار چارو ادارې کارکوونکي دي او امریکا وايي چې دوی د پیکنګ مخالفان ځپي.

د ټرمپ ادارې پر چین فشار زیات کړی او د دې هېواد پر یو شمېر چارواکو او شرکتونو یې بندیزونه وضع کړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې رئیس جان راتکلیف ویلي چې چين له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي په ټوله نړۍ کې ډموکراسي او ازادي ته لوی خطر دی.

پاکستان: کرونا ویروس په پنځو ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي

په پاکستان کې ټول ټول ۴۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۸۲۰۰ تنه مړه شوي.   

کرونا ویروس په پاکستان کې په ۵ ورځو کې ۱۰ ډاکتران مړه کړي.

د پاکستان د روغتیاپالانو ټولنې یا (پي ايم اې) په يو راپور کې ويلي چې دا ډاکتران د نومبر له ۲۷مې څخه د دیسمبر تر دويمې نېټې پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مړه شوي.

د پي ايم اې راپور وايي چې نومبر میاشت د ډاکترانو لپاره تر ټولو مرګونې وه ځکه د کرونا له لاسه اتلسو ډاکترانو ساه ورکړه.

په دې سره په په کوویډ۱۹ ناروغۍ باندې په پاکستان کې د ټولو مړو شوو ډاکترانو شمېر ۳۰۸ ته رسېدلی دی.

پاکستاني ډاکترانو په اکتوبر کې وېره څرګنده کړې وه چې که حکومت د کرونا وبا د دوېمې څپې مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو دا څپه به د لومړۍ هغې په نسبت زياته خطرناکه وي.

د حکومتي شمېرو له مخې په پاکستان کې د نومبر له ۱۲ مې يو وارې بيا هره ورځ له ۲۰۰۰ زيات کسان په کرونا اخته شوي.

په پاکستان کې ټول ټول ۴۱۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۸۲۰۰ تنه مړه شوي.

تاجکستان کې د اپوزیسیون مشر "مهمراد ادینه یف" لادرکه شوى

مهمراد ادینه يف

د تاجکستان چارواکي وايي، تراوسه پورې یې د اپوزیسیون د مشر مهمراد ادینه یف د موندلو لپاره لټون له دې سره سره نه دی پیل کړی چې د هغه خپلوانو یې غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت الله محمودزاده وویل، د اپوزیسیون د سیوسیال دیموکرات ګوند د مرستیال مشر اودینایف نوم د ورکو کسانو په لیست کې د دې لپاره نه دی ثبت شوی چې پولیسو د ده د خپلوامو غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.

د ادینه یف د نوومبر په شلمه بې درکه دی.

د ده خپلوانو ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی څو ورځې وروسته له دې ورک شو چې د فیسبوک په یوه پوسټ کې یې د دوشنبې ښار له ښاروال رستم امام علي څخه وغوښتل چې ده او د ده د ګوند فعالانو ته اجازه ورکړي چې د خوراکي موادو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې مظاهره وکړي.

ايران د يوه نوي تصویب شوي قانون د نه تطبیق لپاره شرط کېښود

محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف وايي، هغه قانون چې د دغه هېواد په پارلمان کې تصویب شوی، په هغه صورت کې نه تطبیق کېږي چې پر ایران نړیوال بندیزونه لېرې شي.

د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د چټکتیا غوښتنه شوې ده.

ظریف پرون د ویډیو له لارې د ایټالیا یوه دیپلوماتیک کنفرانس ته وویل، دا قانون به تطبیق کړي ځکه چې دا د ایران قانون دی، بېرته اخیستل کېدای نه شي.

ده په عین حال کې وویل، وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ په یو اړخیز ډول د ایران او نړیوالو قدرتونو د ۲۰۱۵ کال له موافقې ووته او بندیزونه یې له سره ولګول، دا د ایران حق دی چې د موافقې شرطونه په بشپړ ډول عملي نه کړي.

د امریکا نوي منتخب ولسمشر جو بایډن ویلي چې چې که ایران لومړی په کلکه د اتومي موافقې شرطونه عملي کړي، متحد ایالتونه به موافقې ته بېرته وروګرځي.

یو اوکراینی زده کوونکی د ونو له پاڼو کاغذ جوړوي

آرشیف

یو اوکراینی زده کوونکی د ونو له پاڼو کاغذ جوړوي.

نولس کلن والینتین فریخیک د ښوونځي له وختو د ونو له پاڼو د کاغذ جوړولو کار پیل کړی.

دی د اوکراین په یوه کلي کې اوسي.

د ونو له لوېدلو پاڼو د کاغذ جوړولو پروژه یې درې کاله مخکې پیل کړې وه.

دی د ونو له لوېدلو پاڼو څخه کاغذي کڅوړې او پوښونه جوړوي.

له دې سره دی غواړي چې د چاپېریال د ککړتیا کچه راټيټه شي.

دا ډېره اسانه مفکوره ده.

هغه شیان چې موږ فکر کوو کثافت دي بېرته کارېدلای شي.

پاڼې داسي کثافت دی چې باید له پارکونو ټولې شي ځکه د ورستېدو پر مهال ډېر کاربن خارجوي.

په ۲۰۱۸م کال کې د کارډبورډ جوړوونکي یوه شرکت فریخکا د څېړونکي په توګه استخدام کړ.

سرګي رودکوفسکي د ژیتمیر کارډبورډ شرکت مرستیال مشر دی.

دی وايي: "زموږ فلسفه د استفاده شویو موادو بېرته کارول ده. د ونو پاڼې په دې فلسفه کې شاملې دي. موږ واښه هم تجربه کړل. په ښه کیفیت د موادو په پوښلو کې مو واښه اضافه کړل. د کافي پاته شونې مو د کافي د پيالو نیولو په کاغذ کې استفاده کړل."

په تېره اکتوبر میاشت کې ري لیف شرکت لومړی ځل پرېکړه وکړه چې پر پراخه کچه به خپل تولیدات پیل کړي.

په ۲۰۲۰م کال کې فوربز مجلې د اوکراین اوسېدونکی فریخکا د هغو دېرشو بریالي کسانو په لیست کې شامل کړ چې عمر یې تر دېرشو کلونو کم دی.

اذربایجان له ارمنستان سره په جګړه کې د خپلو پوځي تلفاتو شمېر اعلان کړ

د اذربایجاني ځواکونو سرتېري

اذربایجان جمهوریت اعلان وکړ چې د نګورنو قره باغ پر سر له ارمنستان سره په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې یې نږدې ۲ زره ۸۰۰ پوځیان وژل شوي او سل نور یې بې درکه شوي دي.

په دې جګړه کې، چې د سپټمبر په ۲۷ نېټه پیل او د نوومبر تر ۱۰ پورې یې دوام وکړ، ۷ سیمې اذربایجان بېرته ونیولې او د نګورنو قره باغ کنټرول تر ۵ کلونو پورې د روسیې سوله ساتو ته وسپارل شو څو په دې موده کې هغه کسان چې په درو لسیزو یا د وروستیو جګړو په لړ کې له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي، بېرته خپلو سیمو ته وګرځي.

د نګورنو قره باغ اکثره اوسېدونکي ارمنیان دي.

د چهارشنبې په ورځ د ارمنستان د روغتیا وزارت یوه چارواکي ازادي راډیو ته ویلي و چې د ۲ زره ۷۱۷ پوځیانو مړي نه دي پېژندل شوي او ښايي ځینې یې اذربایجاني وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG