د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

کرکټ ټایمز انلاین خپرونې د کرکټ لوبغاړي مجیب‌الرحمن د واده پر مراسمو لیکنه کړې


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

پاکستاني رسنيو د یکشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم عمران خان د تجارتي سلاکار عبدالرزاق په اړه ليکلي او وايي چې نن له يو هيئت سره کابل ته ځي.

  • جیو نیوز

جيو نيوز په دې اړه په يو راپور کې ويلي، په دې پلاوي کې د پاکستان د صدراعظم د سوداګرۍ سلاکار، د پاکستان د ګمرکونو د ادارې يو غړی او د سوداګرۍ وزارت يو چارواکی شامل دي.

ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان خپله هم د روانې اوونۍ تر پایه کابل ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ګران هېواد د شنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په اړه وويل چې په دې سفر کې به د سولې پر مذاکراتو، او د سياسي، امنیتي، تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا بحثونه وشي.

افغان ولسمشر د سپټمبر په ۲۵مه نېټه په افغانستان کې پر سوله او د اوربند پر ټینګېدو د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره خبرې کړې وې او هغه ته‌یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

  • واشنګټن پوسټ

له بلې خوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست کریسټوفر مېلر له خولې لیکلي چې ویلي یې دي، په کمه موده کې چې د دې وزارت مشري ورسپارل شوې، غواړي د بې‌پای جګړو د پای ته رسولو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د نظر په عملي کولو، امریکايي سرتېري هېواد ته ستانه کړي.

نوموړي ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د عراق او افغانستان په څېر هېوادونو کې خپل رول یو ملاتړي مأموریت ته واړوو.

کریسټوفر مېلر چې خپله هم یو پخوانی نظامي دی، تېره اوونۍ پر دې دندې له ټاکل کېدو راهیسې یې په لومړي لیکلي پیغام کې ټینګار کړی چې امریکا به د القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي، خو روښانه کړې یې ده چې د امریکا مأموریت باید بدل شي او امریکايي پوځ باید له هېواده بهر تر ډېره یو ملاتړی رول خپل کړي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه‌دی لیدل شوی او د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچیان لا د دې خبرو پر کړنلاره نه‌دي سلا شوي.

  • کرکټ ټایمز انلاین

د کرکټ ټایمز انلاین خپرونې بیا د افغانستان په تړاو بېخي یوه جلا موضوع راخیستې او د افغانستان د کرکټ د یو نوموتي لوبغاړي مجیب‌الرحمن د واده پر مراسمو یې لیکنه کړې.

خپرونې د دې محفل یوه وېډیو هم خپره کړې چې په‌کې د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي لکه محمد نبي، ګلبدین نایب، سمېع‌الله شینواري او نور لیدل کېږي چې اتڼ کوي.

خپرونه لیکي، مجیب‌الرحمن د هندوستان د غوره لیګ په سیالیو کې له ګډون وروسته پرېکړه وکړه چې د خپل ژوند یو نوی او مهم پړاو پیل کړي.

XS
SM
MD
LG