خبرونه
د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ هوکړه وشوه
د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ترمنځ نن یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس جواد دبیر ازادي راډیو ته وویل چې د تفاهم لیک له مخې د جوازونو د وړکړې ټول فعالتیونه به "د صنعت او سوداګرۍ وزارت واحد چتر" لاندې مخکې وړل کېږي.
ښاغلي دبیر د دغه سیسټم له رامنځته کېدو هدف، د وزارتونو ترمنځ همغږي، د پانګونې او سوداګرۍ، د کار په برخه کې د سهولت رامنځ ته کول بولي.
نوموړی زیاتوي، ملي بانک، مالیې، عامې روغتیا او اطلاعات او فرهنګ وزارت تر واحد چتر لاندې ځای پرځای شوي او له دې وروسته به په هېواد کې د پانګونې ټول جوازونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري صادرېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سینټکام: د هرمز تنګی د کشتیو د تګ راتګ پرمخ خلاص دی
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې د هرمز تنګی پرانیستی او د کشتیو خوندي تګ راتګ له دې سمندري لارې نه دی درېدلی. تردې مخکې د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د اسرائیل له خوا د لبنان په جنوب کې د بریدونو د دوام په غبرګون کې، د هرمز تنګی به یو ځل بیا د کشتیود تګ راتګ پرمخ وتړل شي.
د دې اعلامیې له مخې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت دولتي خبري اژانس (صدا و سیما) د شنبې ورځې له غرمې وروسته، خپره کړې، ویل شوي چې دغه پرېکړه د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم لیک د لومړۍ مادې په پلي کولو کې د امریکا د "ښکاره ژمنې ماتونې او بد ژمنۍ" او همدارنګه د لبنان په جنوب کې د اسرائیل له خوا د اوربند د "پرله پسې سرغړونو" په غبرګون کې شوې ده.
یوې ډیپلوماتیکې سرچینې سي بي اس ته ویلي چې په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ په پیلیدونکو خبرو کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ د شخړو د موضوع په اړه به هم د دواړو لورو پلاوي یوه بیړنۍ غونډه وکړي. د دې سرچینې په خبره د اسراییل، لبنان او حزب الله استازي به په دې غونډه کې حضورونه لري خو هغه د دې خبرې ښکارندويي کوي چې د دغې جګړې د پرمخ وړلو په اړه د واشنګټن دریځ بدل شوی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس پیلیږي
ټاکل شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن یکشنبې په سویس کې پیل شي.
د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس چې په دې خبرو کې به د امریکایي پلاوي مشري کوي، نن یکشنبې سویس ته ورسید. نوموړی به د امریکایي مرکچي پلاوي له نورو غړیو، سټیو ویټکاف او جرد کوشنیرسره چې له مخکې په سویس کې دي، یوځای شي.
د ایران د پارلمان د ریس محمد باقرقالیباف په مشرۍ لوړپوړی پلاوی بیګا ناوخته د سویس زوریخ ښار ته رسیدلی. په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي او همدارنګه د بانکدارۍ او تیلو لوړپوړي چارواکي شامل دي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې دا ښيي چې د بندیزونو لرې کول او اقتصادي بیا رغونه لا هم د تهران د محاسبو او پرېکړو مهم محورونه دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره سویس ته ځي
تمه ده د امریکا د ولسمشر مرستیال سویس ته سفر وکړي
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې جي ډي ونیس د یکشنبې په ورځ زوریخ ته ځي.
ونیس د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي و چې هغه به په دوه ورځني سفر سویس ته لاړ شي.
د شنبې په ورځ د ایران د مذاکراتي ټیم مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي زوریخ ته رسیدلي وو.
د راپورونو له مخې، د امریکا د مذاکراتي ټیم بل غړی سټیو ویتکاف او د ولسمشر زوم هم په زوریخ کې دي.
تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ د سولې مذاکرات دا ځل په سویس کې ترسره شي.
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په ۹ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه
د هند د کریکټ ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او هند د کریکټ لوبډلو ترمنځ په یو ورځنۍ لوبه افغانستان کې د ټاس له ګټلو وروسته بیټنګ وکړ چې په ۴۴ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره واتونید هند ته ۲۱۸ منډې هدف ورکړي.
خو د هند لوبډلې په ۲۸م اوور کې ۲۲۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
این سومین دور از مسابقات یک روزه بود که میان افغانستان و هند برگزار شده بود.
دا د افغانستان او هند د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو دریمه لوبه وه.
هند د ټورنمنټ مخکیني دوه لوبې ګټلي وې او د دې لوبې په ګټلو سره يې دا لړۍ وګټله.
د هرات په یو صنعتی ښارګوټي کې اورلګیدنې یو کس وژلی
د هرات په یوه صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله یو کس مړ شوي او په میلیونونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په دغه اورلګیدنه کې د یو کس د مړینې د خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دغې اورلګیدنې سوداګرو ته ۲۰میلیونه افغانۍ تاوان اړولی دی.
تراوسه د اورلګیدنې علت روښانه نه دی.
تیرکال د هرات په یو بل صنعتي ښارګوټي کې د اورلګیدو له کبله د دغه ولایت سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی و.
د بښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو غیرقانوني اخراج کې پایته ورسیږي
د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو د "غیرقانوني اخراج" د پایته رسیدو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان د شنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼه ولیکل،"په میلیونو افغان کډوالو د نړۍ له بیلابیلو هېوادونو شړل کیږي".
د دې سازمان په ټکو، اخراج شوي افغان کډوال په داسې حال کې بیرته هغه افغانستان ته ستنیږي چې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی او بشري حقونه په کې په جدي توګه نقض شوي دي.
دغه سازمان وړاندې ویلي، "په غیرقانوني توګه د افغان کډوالو نیول دې پایته ورسول شي او د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د افغان کډوالو ملاتړ دې وشي".
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، په تیر یو کال کې له ګاونډیو هېوادونو نژدې درې میلیونه افغان کډوال په جبري او دواطلبانه توګه بیرته افغانستان ستانه شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چاودنې اووه کسان وژلي
د خیبرپښتونخوا په بنو کې د یوې زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا کسان نن سهار وختي د هغې چاودنې په نتیجه کې ووژل شول چې د سپرلیو شخصي موټر یې په لاس د جوړ شوي بم په وسیله په نښه شو.
یوه ځايي پولیس چارواکي ویلي: «لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان دي.»
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د ترهګرۍ پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ژمنه یې بیا تازه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو درېیمه یو ورځینۍ سیالي پیل شوه
د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځینۍ مسابقه د کابل په وخت د غرمې په دوولس نیمې بجې د هند په چینای لوبغالي کې پیل شوه.
پچه افغانستنان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ یا توپ وهنه وکړي.
تر دې وړاندې هند د دې درو پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ دوې ګټلې دي.
ګارډین: د هرمز تنګي منځنۍ برخه لا هم د ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د جمعې په ورځ د تېلوړونکو بېړیو د مالکانو د نړیوالې ټولنې (Intertanko)انټرټانکو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د هرمر تنګي منځنۍ برخه لا هم د شاوخوا ۸۰ سمندري ماینونو له امله بنده ده او بېړۍ مجبوره دي چې د دې اوبلارې شمالي او جنوبي مسیرونه وکاروي.
دغه ستراتیژیک تنګی د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل لږ وروسته د سپاه پاسداران له لوري تړل شوی و. امریکا، د اوربند له ټینګېدو وروسته، د ایران د بندرونو سمندري محاصره عملي کړه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهملیک له لاسلیک وروسته د امریکا پوځ اعلان وکړ چې دا محاصره یې پای ته رسولې ده.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د هرمز تنګي په اوبو کې د سمندري ماینونو شتون تایید کړی او ویلي یې دي چې د «ځانګړو شرایطو او ځینو امنیتي خطرونو» له امله بېړۍ باید په هغو لارو او وختونو کې تګ راتګ وکړي چې ایران یې ورته ټاکي، څو په تدریجي ډول د تګ راتګ امکانات پراخ شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورو موضوعاتو، «لکه د ماینونو پاکول»، په اړه به د ایران او امریکا د تفاهملیک د پنځم بند له مخې اقدامات وشي.
ګارډین ورځپاڼې د انټرټانکو د ريیس فیل بلچر له قوله لیکلي چې که اوربند دوام هم ومومي، له جګړې مخکې عادي حالت ته د هرمز تنګي د بېرته راتګ لپاره د دغو ماینونو او نورو خنډونو له امله نسبتاً ډېر وخت ته اړتیا ده.
اکسیوس: ویتکاف او عراقچي سویس ته روان شوي
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سویس ته روان شوي دي.
دوی په داسي حال کې د سویس په لور خوځېدلي چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند د ایران او امریکا د خبرواترو د بیا پیل کېدو هیلې زیاتې کړې دي.
اسرائیل او حزبالله د جمعې په ورځ له څو ورځنیو سختو نښتو وروسته د اوربند هوکړې ته ورسېدل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا نښتې تر دې وړاندې سویس ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د سفر د لغوه کېدو سبب شوې وې او د مذاکراتو د راتلونکي په اړه یې شکونه زېږولي وو.
د اکسیوس د راپور له مخې، ویتکاف سویس ته تللی څو هلته له جرډ کوشنر سره یوځای شي، چې دا مهال په سویس کې دی. همداراز ټاکل شوې چې عباس عراقچي نن (د شنبې په ورځ) سویس ته سفر وکړي.
اکسیوس لیکلي چې دا پرمختګونه ښيي دواړه لوري د تخنیکي خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نیسي، څو یوې دوامدارې هوکړې ته ورسېږي.
رویټرز راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ د ویتکاف د سفر په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي دې خبري اژانس ته ویلي چې د لبنان اوربند د امریکا او قطر په منځګړیتوب او د ایران په همکارۍ ټینګ شوی دی.