د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۵۵

خبرونه

'ای.پي.اېل': نن ممبي انډينز او سنرايزر حيدراباد سره لوبیږي

نن په 'ای.پي.اېل' ليګ کې د ممبي انډينز او سنرايزر حيدراباد لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

ممبي انډينز، ډهلي او بنګلور هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته يې لار پيدا کړې، پنجاب، راجستان او چينای بيا هغه لوبډلې دي چې دويم پړاو ته د تلو هېڅ چانس نه لري.

د لومړي پړاو يوه لوبه د ممبي او حيدر اباد ترمنځ پاتې ده،دا لوبه د ممبي لپاره مهمه نه ده ځکه دوی له وړاندې شرایط پوره کړي، خو د حيدراباد لپاره يې ګټل ځکه مهم دي چې په ګټلو سره به يې دويم پړاو او په بايللو سره به يې کورته روانېږي

کلکتې خپله لومړنۍ پړاو لوبې پايته رسولي، په ۱۴ لوبو کې يې ۷ ګټلي او ۷ بايللي،۱۴ نومرې لري

حيدراباد بيا په ۱۳ لوبو کې ۶ لوبې ګټلي او ۷ يې بايللي،۱۲ نومرې لري.

په نيټ رېټ کې حيدراباد کولای شي چې نن ممبي ته په ماتې ورکولو سره مستقيماً څلور غورو ته لار پيدا کړي خو که يې لوبه بايلوده نو کلکته به دويم پړاو ته ځي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې۲ لکه او ۲۵ زره د کرونا نوې پېښې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا په متحد ایالتونو کې د څلورویشت ساعتونو په ترڅ کې یو ځل بیا په بې ساري ډول ګڼ خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې چې پرون ناوخته یې خپرې کړې، په ۲۴ ساعتونو کې په متحد ایالتونو کې د کویډ- نولس دوه لکه پنځه ویشت زره نوې مثبت پېښې ثبت شوې او په همدې ۲۴ ساعتونو کې دوه زره پنخه سوه شپږ تنه د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د 'داعي' د ویر مراسم ترسره کوي

د ازاډي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي د ویر مراسم ترسره کوي.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې ده تر غرمې وروسته، دوه بجې د دې وزارت د رسنیو په نړیوال تالار کې جوړه شي، حکومتي چارواکو او د هلمند مخورو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

الیاس داعي څه باندې درې اوونۍ مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

ټرمپ جورجیا ته ځي او هلته به یې په ملاتر لاریون ترسره شي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر انتخاباتي کمپاین د جورجیا په ایالت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو پرضد پرون جمعه(د لېندۍ ۱۴مه) قضایي دعوه ثبت کړه.

ټاکل شوې ده چې نن په خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ جورجیا ته ولاړ شي او هلته یو لاریون هم د ټرمپ په ملاتړ ترسره شي.

د جورجیا په ایالت کې د نوومبر د درېیمې نېټې د انتخاباتو د اعلان شوېو نتیجو له مخې جو بایډن د دولس زره رایو په توپیر له ولسمشر ټرمپ څخه انتخابات ګټلې دي.

ټرمپ: ډېری امریکایي ځواکونه دې له سومالیا ووځي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر وکړ چې اکثر امریکایي ځواکونه دې له سومالیا څخه ووځي.

ډونالډ ټرمپ چې د واک یې څو اوونۍ پاتې دي دا امر وکړ.

دا اعلان پرون جمعه (د لېندۍ ۱۴مه) وروسته تر دې وشو چې د امریکا دفاع وزارت په وروستیو کې وویل چې په افغانستان او عراق کې به د امریکایي سرتیرو شمېر د جنوري تر نیمایي پورې کم کړي.

د دفاع وزارت د بیان له مخې د ولسمشر له غوښتنې سره سم به د راتلونکي کال په لومړیو کې له سومالیا څخه اکثر امریکایي سرتیرې ووځي.

په سومالیا کې امریکا نژدې اووه سوه عسکر لري.

اوکراین: هغه چارواکي جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي

د اوکراین د پارلمان ودانۍ

د اوکراین پارلمان د جمعې په ورځ رایې ورکړې چې هغه چارواکي به جریمه کېږي چې د خپل عاید په اړه ناسم معلومات ورکوي.

دا پرېکړه د اوکراین د سترې محکمې د یوه مخکیني حکم سره په ټکر کې ده.

د اوکراین د اساسي قانون محکمې په اکتوبر میاشت کې د اداري فساد پر وړاندې د قانون ځیني مادې لغوه کړې. پردې اقدام په غبرګون کې په اوکراین کې دننه او بهر انتقادونه وشول.

د سترې محکمې پریکړې له کېف سره د لویدیځو هېوادونو مالي مرستې او اروپايي ټولنې هېوادونو ته د اوکرایني وګړو د ویزې پرته تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړ.

خو د پارلمان د اوسنۍ پریکړې له مخې به ټول لوړپوړي چارواکي په الکترونیکي توګه خپلې شتمنۍ راپور کوي.

پارلمان همدا راز یو قانون تصویب کړچې له مخې به یې د عاید په اړه ناسم معلومات یو جرم وي.

اوکراین له لسیزو راهیسي د اداري فساد له ستونزې سره مخامخ دی او همدې ستونزې د بهرنیو مرستو او اقتصادي ودې مخه نیولې.

بلغاریه د ذهني ناروغانو او معلولینو لپاره ۲۸ مرکزونه تړي

ارشیف، د بلغاریا ملي بیرغونه

بلغاریه وايي، د ذهني ناروغانو او معلولینو لپاره به په راتلونکو اوو کلونو کې ۲۸ مرکزونه وتړي. دا وروسته له هغه چې اروپايي شورا د دغو کسانو پر وضعیت سخت انتقاد وکړ.

د لوی څارنوال دفتر د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وايي غواړي تر ۲۰۲۷میلادي کال پورې د ناروغانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د درملو د ناسمې استفادې او خراب وضعیت په خاطر یاد مرکزونه وتړي.

د اروپايي شورا کمېټې د ډسمبر په دوهمه نېټه له بلغاریه وغوښتل چې د ذهني ناروغانو په روغتون کې د ناروغانو د محدود ساتلو په خاطر له ځنځیرونو استفاده نه کوي.

دغې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې پلاوي يې په بلغاریه کې ګڼو مرکزونو ته ورغلي او ادعاوې يې اورېدلي چې هلته کار کوونکي ناروغان، ډبوي او پورې وهي.

امریکا د چین پر یو شمېر چارواکو د ویزو محدودیت وضع کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو: هغه کسان چې د نړیوالو اصولو سرغړوونکي دي، امریکا ته نه شي راتلای

امریکا د چین پر هغو چارواکو د ویزو محدودیت وضع کړ چې ګواکې د پیکنګ منتقدین ځپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعې په ورځ په خپره کې اعلامیه کې ویلي: "زه به د ویزو محدودیت ته دوام ورکړم چې روښانه کړو، هغه کسان چې د نړیوالو اصولو سرغړوونکي دي، امریکا ته نه شي راتلای."

نوي محدودیتونه هغه چارواکي په نښه کوي چې د چین د کمونېست ګوند د کار چارو ادارې کارکوونکي دي او امریکا وايي چې دوی د پیکنګ مخالفان ځپي.

د ټرمپ ادارې پر چین فشار زیات کړی او د دې هېواد پر یو شمېر چارواکو او شرکتونو یې بندیزونه وضع کړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي استخباراتي ادارې رئیس جان راتکلیف ویلي چې چين له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي په ټوله نړۍ کې ډموکراسي او ازادي ته لوی خطر دی.

ایران د افغانانو د ځپنې په اړه د یوې ويډیو منځپانګه رد کړه

ارشیف، د افغانستان او د ایران ګډ بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د افغانانو د ځپنې په اړه د یوې ويډیو محتوا رد کړه.

تردې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغې ویډيو په اړه یې څېړنه پیل کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو ځورونه ښکاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې حال کې زیاته کړه چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې له افغانانو سره "ناسم" چلند نه مني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دې اعلامیې په غبرګون کې وویل چې پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډيو کې د افغانانو سپکاوی یو ناسم کار دی او دا پېښه په ایران کې نه ده شوې.

په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ويډیو خپره شوه چې په کې داسي ښکاري چې ګواکي ځیني ایرانیان یو شمېر افغانان شکنجه کوي.

تر اوسه په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند ګڼې ويډیوګانې خپرې شوي چې د افغانانو او افغان حکومت له انتقاد سره مخامخ شوي.

ایران وايي، د افغانستان جګړه د دې لامل شوې چې شااوخوا دوه میلیونه افغانان په قانوني او غیرقانوني توګه ایران ته کډه شي.

نن د مصالحې شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړوي

ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې ده نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

د دې غونډې مشري به ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو چارو سلاکار مجیب الرحمان رحیمي د جمعې په ماښام (د ډسمبر په څلورمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې په ورځ د دغې شورا د مشرتابه کمېټه د مصالحې د عالي شورا یوه مهمه برخه ده او له وظایفو یوه یې د افغان دولت د مذاکراچي پلاوي مشري او لارښود دی.

د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د کار پیل د کورنۍ اجماع او افغانستان د اسلامي جمهوري مذاکراچي پلاوي د ملاتړ لپاره پراخ مشروعیت ګڼل کیږي.

تردې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو په یوه اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتي وو چې د ملي مصالحې د عالي شورا غړي دې د عملي کار د پیل او سولې په روان بهیر کې د ګډون لپاره په چټکۍ سره مشخص کړي.

په همدې حال کې په کابل کې امریکا او بریتانیې سفارتونو د اروپايي ټولنې له اعلامیې ملاتړ کړی.

بلخ چارواکي: د ترکمن هلک د تښتوونکو موټر چلوونکی نیول شوی

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د بلخ د والي مرستیال غلام فاروق خپلواک وايي، د یوه ۶ کلن ترکمن هلک د تښتوونکو موټر چلوونکی یې نیولی دی.

ښاغلي خپلواک دا خبره پرون (د جمعې په ورځ د ډسمبر په څلورمه) ازادي راډیو ته وکړه.

ده زیاته کړه چې د عبدالروف د راخوشې کولو لپاره دوی خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

ناپېژانده وسله والو په لړم میاشت کې عبدالروف په مزارشریف کې د یوه خصوصي ښوونځي له مخې وتښتاوه.

ویل کېږي تښتوونکو نظامي جامې اغوستې وې.

د عبدالروف پلار وايي چې د زوی په بدل کې يې تښتوونکو له ده یو نیم میلیونه ډالر غوښتي دي.

مخکې د بلخ ولایت سلګونو اوسېدونکو چې ډېری یې ترکمن نژاده دي، د دې هلک د تښتول کېدو په اعتراض کې د والي د دفتر مخې ته لاریونونه وکړل او د تحصن خېمه یې ووهله.

هرات کې تر ٢٠ کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيول شوې

آرشیف

د هرات پولیسو تر شلو کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادۍ راډيو ته وويل، پولیسو (۲۴) کيلوګرامه هغه هيرويين ونيول چې د موټر په ټايرونو کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د اسلام کلا له لارې ايران ته قاچاق کړل شي.

پوليسو موټر چلوونکی د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور نيولی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته يې معرفي کړی دی.

ننګرهار کې تر ٢٠ ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي

آرشیف

په ننګرهار ولايت کې تر شل ټنه ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.

دا نشه يي مواد چې د ۱۳۹۸ شمسي کال له پيل څخه بیا د ۱۳۹۹ کال د عقرب تر مياشتې پورې د امنيتي ځواکونو له خوا د ننګرهار ولايت د مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي وو، وسوځول شول.

د ننګرهار امنيه قوماندان غلام سنايي ستانکزي ازادۍ راډيو ته وويل، د نشه يي موادو (۵۷۰) قاچاق کوونکي چې له دې موادو سره يو ځای نيول شوي وو، له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي محکمو له خوا محکوم شوي دي.

بدخشان پولیسو تر ٥٠٠کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نيولې

آرشیف

د بدخشان پولیسو تر پنځه سوه کيلوګرامو ډېرو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونيوله.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په خواهان ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې (۵۳۳) کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

په دې نشه يي موادو کې هيرويين، چرس او تارياک شامل وو.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نيول شوي دي.

چارواکي: لوګر کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد سوځول شوي

آرشیف

په لوګر ولايت کې لسګونه کيلوګرامه نشه يي مواد وسوځول شول.

اته زره بنګ او چرس چې د خوشي ولسوالۍ په دوو ځایونو کې زېرمه شوي وو، له منځه یووړل شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادۍ راډيو ته وويل، دا مواد د هغو عملياتو په نتيجه کې له منځه يووړل شول چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو او هوايي ځواکونو په ګډه وکړل، خو د دې نشه يي موادو د ساتلو او تولید په تور څوک نه دي نيول شوي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي "مجيب الرحمن ځدارڼ" په کرونا ویروس اخته شوى

مجيب الرحمن ځدارڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن په کرونا اخته شوی.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ د بریسبن هيټ لوبډلې چې مجیب الرحمن په کې لوبېږي په یوه اعلامیه کې نن دا خبره کړې ده.

مجیب الرحمن د اسټرالیا د کرکټ په غوره لیګ یا بېګ باش کې د لوبېدو لپاره تېره اوونۍ د ځینو نورو افغان لوبغاړو په ملتیا اسټرالیا ته تللی.

د کوینسلنډ ایالت د کرکټ اجرایوي مشر تیري سوینسون ویلي، چې د دغه ایالت روغتیاپالان او په خپله بریسبن لوبډله به د مجیب الرحمن د ژر ښه کېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

مجیب الرحمن د افغانستان یو ځوان ورو توپ اچوونکی دی چې په ملي ټيم سربېره یې د ای پي ایل یا د هند د کرکټ غوره لیګ او بېګ باش یا د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ کې په ښو لوبو د نړیوالو پام ور اړولی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG