د ازادي راډیو اونیزه 'مخکښې ښځې' خپرونه کې هره اوونۍ یوه یا دوه د هېواد پېژندل شوې څېرې غوښتل کیږي چې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
د دې اوونۍ په خپرونه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون او د تعلیم او تربیې پوهنتون استاده کریم دریځ د بحث مېلمنې دي.
دوی د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه ؛ یون زیاته کړه د ښځو لپاره بنسټیز کار نه دی شوی او ډېری ښځې له خپلو لومړني حقونو هم برخمنې نه دي.
کریمه دریځ بیا دا ستونزې مني او تر څنګ یې د تعلیم او تربیې زده کړه د ښځو لپاره زیاته اړینه بولي.
دا خپرونه نوریې جبارخېلې جوړه کړې او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: