د افغانستان د بشر د حقونو سازمان پر کابل پوهنتون نننۍ برید له ټولو بشري او جنګي قوانینو سرغړونه بولي.
د دغه سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، هېڅ یو قانون په جګړو کې د داسې کړنو اجازه نه ورکوي.
ښاغلی لعل د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې تاوتریخوالی ودروي او له نړیوالو بنسټونو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو غواړي چې په دې برخه کې چوپه خوله پاتې نهشي.
له ښاغلي لعل سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې په کابل پوهنتون کې د ننني برید په اړه ترې پوښتلی دی:
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: