په کابل پوهنتون ډلهییزه حمله پای ته ورسېده، خو د وژل شوېو او ټپیانو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارات د ټولو تلفاتو شمېر ۲۵ ښودلی، خو جزئیات یې نهدي ورکړي چې څو کسان وژل شوي او څو ټپیان دي؟
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده شبنم صالحي هم تائیدوي چې حمله پای ته رسېدلې او د دوی یرغمل شوي محصلان هم خوشې شوي دي.
له اغلې صالحي سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې: