د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۲

د امریکا له انتخاباتو وروسته به د افغانستان په وړاندې د امریکا ژمنې څنګه شي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه لیکنه کې دا پوښتنه راپورته کړې چې د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته به د افغانستان په وړاندې د امریکا ژمنې څنګه شي؟

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د امریکا د ولسمشرۍ د کاندیدانو ترمنځ مناظرو کې د افغانستان د جګړې په اړه بحث نه‌دی شوی، خو د لیکوال په باور دا انتخابات د افغانستان لپاره مهم څه دي.

د لیکوال په وینا په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون سربېره، افغانستان کې تاوتریخوالی نه‌دی کم شوی.

د واشنګټن پوسټ په وینا په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو بریدونو هدف د امریکا او افغانستان پر حکومتونو د فشار راوړل دي.

ورځپاڼه لیکي افغانان غواړي پوه شي چې د نومبر د درېیمې نېټې له انتخاباتو وروسته به د افغانستان سره د امریکا ژمنې څنګه کېږي.

په لیکنه کې وړاندې ویل شوي، ځیني لکه جمهور رئیس اشرف غني ښايي په دې هېله وي چې د امریکا په انتخاباتو کې د جوبایډن د بریالیتوب په صورت کې به د افغانستان د سولې بهیر له سره تنظیم شي او د دوحې د تړون ځینې برخې به لغوه شي.

لیکوال وړاندې وايي، ښکاري چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو د بهیر د چټکولو هوډ لري.

ولسمشر ټرمپ د اکټوبر میاشت کې په یو ټویټ کې ویلي، غواړي د کرسمس تر جشن، ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات نږدې کېږي، څلور اساسي مسئلې د افغانستان پر جګړې اغېز کوي.

وړاندې وايي، د سولې مذکرات د بدلون په حال کې دي، تاوتریخوالي له ولسي افغانانو قرباني اخلي، له القاعده سره د طالبانو اړیکې د فکر وړ دي او څلورم دا چې سیمه‌ییز سیالان د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کوي.

  • انډین اکسپرس

انډین اکسپریس ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې یوه لیکنه کې ویلي، په هند کې د پیازو د بیو لوړېدو، د افغانستان څخه د وارداتو اندازه زیاته کړې. لیکنه وايي، هره ورځ شااوخوا ۷۵ لارۍ پیاز له افغانستان څخه د پاکستان له لارې هندوستان ته داخلېږي.

لیکنه کې ویل شوي، د افغانستان څخه هند ته د پیازو صادرات به په هند کې د مني په فصل کې د پیازو په بیو کې د کمي سبب شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG