د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

دنیا: د سولې فرصت د له‌منځه تلو ګواښ سره مخ دی


 انځور تزئیني بڼه لري، افغان مېرمنې په هرات کې د یوه لاریون په ترڅ کې د سولې غوښتونکي دي.
انځور تزئیني بڼه لري، افغان مېرمنې په هرات کې د یوه لاریون په ترڅ کې د سولې غوښتونکي دي.

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغانستان سولې، روانې جګړې د ملکي تلفاتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، له بل هر وخت زیات افغانان د ۴۰ کلنې غمیزې د پای ته رسېدو لپاره سولې ته نږدې شوي، د لیکوال په اند له روان وضعیته داسې ښکاري چې دا فرصت د له‎منځه تللو ګواښ سره مخ دی.

په سرمقاله کې راغلي چې د سولې له پېلېدونکو مذاکراتو سره په هېواد کې جنګ جګړو زور اخېستی چې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې داسې ښکاري چې د ښکېلو خواوو تر شا څنګه خلک ولاړ دي، د جګړې ملاتړي، د جنګ د پای ته رسېدو لپاره اراده نه‎لري.

لیکوال ټینګار کوي چې دواړه لوري دې، نور د سولې د امتیاز اخېستو په خاطر ملت نه وژني او له رامنځته شوي فرصته دې اغېزناکه ګټه واخلي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، د سولې رامنځته شوی فرصت به ضایعه شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، اوس د افغان سولې خبرې ګرمې شوي چې دا هرڅه د امریکا په انتخاباتو پورې تړوا لري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ډېموکراټ کاندید جوبایډن له افغان کشالې انتخابي شعار جوړ کړی.

لیکوال اندېښنه ښکاره کوي، کله چې د امریکا نوی جمهور رئیس اعلان شي، د افغانستان د سولې پروسه به ورسره وځنډېږي، خو افغانانو ته په کار و ه چې د سولې له رامنځته شوي فرصته باید بشپړه ګټه واخیستل شي.

نورو ورځپاڼو بیا په جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې جګړه باید په پياوړي تعقل او تفکر وارزول شي.

وړاندې سرمقاله کې راغلی، په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۱۱۷ وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ملکیان ټپیان شوي دي چې د منلو وړ ده.

د لیکوال د معلوماتو له مخې دومره چې ملکیان وژل شوي، حتمن به له دې زیات طالبان او افغان سرتیري وژل شوي وي چې په ټوله کې دواړه خواوې افغانان دي او د افغانو وژل کېدل یو بشري ناورین دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، نړیواله ټولنه باید په جګړه کې د ملکي افغانانو په وژل کېدو چوپه خوله پاتې نه‎شي.

په سرمقاله کې راغلي، که نړیواله ټوله په طالبانو سیاسي فشار زیات نه‎کړي او د تاوتریخوالي کمښت ته‎یې ونه‎هڅوي، ممکن جګړه نوره هم ګرمه شي او زیان یې ملکیانو ته واوړي.

XS
SM
MD
LG