د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ډان: هندوستان به افغانستان د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ډان

ګڼو پاکستاني رسنیو د دې هېواد د صدراعظم عمران خان پر هغو څرګندونو لیکنې کړي چې د دوشنبې په ورځ‌یې په اسلام‌اباد کې د "افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې فورم" په نوم د دوه ورځني سمینار د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

پاکستانۍ ډان ورځپانې د عمران خان له خولې لیکلي: "پاکستان کې دا وېره ده چې هندوستان به افغانستان د دې هېواد د بې‌ثباته کولو لپاره وکاروي، خو موږ پرېکړه کړې چې د افغانستان د خلکو د هیلو ملاتړ وکړو ځکه چې د سیمې راتلونکی د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ او اړیکو پورې تړلی دی."

افغان چارواکو تر اوسه د عمران خان د دې تازه څرګندونو په اړه کوم عکس‌العمل نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د توجیه کولو هڅه بللې ده.

دا مهال د افغانستان د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ یو افغان هیئت په اسلام‌اباد کې دی او د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر سوله او نورو دوه اړخیزو مسئلو بحثونه او غونډې کوي.

  • عرب نیوز

د عرب نیوز انلاین خپرونې په افغانستان کې د القاعده شبکې د یو مهم غړي په وژل کېدو لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي مصري ټبری ابو محسن‌المصري یو د هغو کسانو څخه و چې د امریکا متحده ایالاتو یې د نیولو یا وژلو پرله‌پسې هڅې کولې.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په وروستیو کې وویل چې المصري یې په غزني کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی. د عرب نیوز په وینا د امریکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مرکز مشر کریس مېلر د المصري وژل تأیید کړي او د هغه وژل کېدل‌یې د القاعده شبکې لپاره یو لوی شا تګ بللی دی.

  • ډفېنس پوسټ

ډفېنس پوسټ هم په غزني کې د المصري په وژل کېدو لیکنه کړې او د افغانستان د استخباراتو د یوې سرچینې په حواله‌یې لیکلي، د المصري یو همکار چې له طالبانو سره په تماس کې و غزني کې د عملیاتو پر مهال ژوندی نیول شوی.

خپرونې د پاکستاني ژورنالېست رحیم‌الله یوسفزي له خولې لیکلي، که څه هم المصري ډېر مشهور نه‌و، خو وژل کېدل‌یې ښيي چې د القاعده شبکې وسله‌وال لا هم سیمه کې فعال دي.

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز په میدان وردګو کې د امریکايي ځواکونو پر هغه وروستي هوايي برید راپور خپور کړی چې ویل کېږي لږترلږه پنځه وسله‌وال طالبان په‌کې وژل شوي دي.

خپرونه وايي، پر طالبانو د امریکايي ځواکونو دا هوايي برید اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې په افغانستان کې لوړپوړي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وویل، امریکايي ځواکونه خپله ټوله هڅه کوي چې له طالبانو سره د دوحې تړون وساتل شي او تاوتریخوالی راکم شي.

XS
SM
MD
LG