د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۲۵

افغانستان

پکتیا کې ځیني محلي پولیس له روزنې وروسته ملي پولیسو کې ادغام شول

ارشیف، بدخشان کې محلي پولیس

د پکتیا محلي چارواکي وايي په ملي پولیسو کې د محلي پولیسو د ادغام پروسه په چټکۍ روانه ده.

پرون هم نږدې ۴۰ تنه محلي پولیس تر روزل کېدو وروسته په ملي پولیسو کې مدغم شول.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د پکتیا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې ځیني سیمه‌ییز پولیس تر یو میاشتنۍ روزنې وروسته د ملي پولیسو په لیکو کې مدغم شول. دغه پولیس به د یادې ولسوالۍ د امن تأمینولو په برخو کې په دنده وګمارل شي."

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي درې اوونۍ مخکې ویلي وو چې تر درېیو میاشتو پورې به په افغانستان کې د محلي پولیسو ۲۴ زره کسیز تشکیل ختم شي.

د محلي پولیسو پر تشکیل او د فعالیتونو پر څرنګوالي له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې انتقادونه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ناټو سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي

د ناټو ودانۍ

د ناټو د بهرنیو چارو وزیران سبا د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي، دا غونډه به د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په ټویټر کې لیکلي دي چې د جمعې په ورځ مې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې غوښتنه کړې ده، څو د افغانستان په اړه د ناټو غړي هېوادونه خپل ګډ دریځ بیان کړي.

د سې شنبې په ورځ هم ناټو د افغانستان په اړه یوه بیړنۍ غونډه لرله چې په کې ښاغلي سټولټنبرګ خپله حیرانتیا څرګنده کړه چې څرنګه طالبانو کابل داسې ژر ونیو.

ترکیه: د کابل له هوایي ډګره ۴۸ ساعتونو کې ۶۲ الوتنې شوي

د کابل هوايي ډګر

د ترکیې دفاع وزیر پرون وویل چې د کابل له هوایي ډګره د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې تر دوه شپېته ډېرې الوتنې شوي دي.

خلوصي اکار د ترکیې انادولو خبرې اژانس ته وویل چې په دې الوتنو کې ډپلوماتان او یو شمېرافغانان ایستل شوي دي.

د خلوصي اکار په وینا په کابل کې د حامد کرزي د هوایي ډګر نظم ترکي ځواکونه د ناټو د یو شمېر هېوادو له ځواکونو سره تنظیموي.

له طالبانو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو غوښتنې

وسله وال طالبان

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له طالبانو غوښتي چې د پانګوالو د پانګو، شتمنيو او تاسيساتو ساتنه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مرکز او ولاياتو کې خپل ټول دفترونه بېرته پرانېستې دي.

دغه خونه وایي، د هېواد سوداګر او پانګوال کولی شي چې د پخوا په څېر د نوموړو دفترونو له خدماتو څخه ګټه واخلي.

یادې خونې د سوداګرو او پانګوالو څخه هم غوښتي چې خپلو سوداګريزو او پانګه یيزو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

جلال اباد کې یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو پر مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی

جلال اباد ښار

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې لږ تر لږه یو تن د ملي بېرغ د پورته کولو په مهال د طالبانو په ډزو وژل شوی دی.

د ختیځ خپرندویې ټولنې یوه مسوول عبدالرازق همدرد وویل، نن سلګونو کسانو غوښتل چې د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د هېواد ملي بیرغ وځړوي، خو د طالبانو له لوري پرې هوايي ډزې وشوې.

د ښاغلي همدرد په وینا په ډزو کې د سهار خپرندویې ټولنې مسوول زاهدالله لګېدلی او وژل شوی دی.

ځینې شاهدان وايي چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې سلګونو کسانو چې ملي بیروغونه یې په لاسونو کې وو، په پښتونستان واټ او نورو مهمو ځایونو کې بیرغونه نصب کړل.

د ننګرهار د خبریالانو د خوندیتوب ادارې ویلي چې وسله والو طالبانو ګڼ شمېر عام خلک او همدا راز د پژواک او اریانا نیوز خبري اژانسونو کمره مینان په قونداغونو وهلي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه چې ولې یې پر سوله ییزو لاریونوالو ډزې کړي څه نه دي ویلي.

مسوولین: د کابل شهزاده سرای به تر نامعلومې مودې تړلی وي

سرای شهزاده

د کابل ښار د شهزاده سراى صرافان او د ياد سراى مسوولین وايي، د اسعارو دغه مارکیټ به تر نامعلومې مودې تړلی وي.

د سرای شهزاده مرستیال حاجي داد ګل نن ازادي راډیو ته وویل،د مارکیټ د بندېدو له امله صرافانو ته ګڼ زیانونه اوښتي دي.

نوموړي وویل چې بانکونه به هم تر شنبې ورځې پورې تړلې وي.

ښاغلی دادګل وایي،که څه هم طالبانو د امنیت د ټېنګښت ډاډ ورکړی، خو لا هم صرافان د ځنیو امنیتي ستونزو له امله زړه نه ښه کوي چې د اسعارو دغه مارکیټ پرانېزي.

شهزاد سرای د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه چې طالبانو کابل هم ونیو.

امریکا: طالبان ملکيان پریږدي چې د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي

د کابل هوايي ډګر

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، طالبانو متحدو ایالاتونو ته ویلي چې ملکي وګړي به پرېږدي چې د کابل هوايي ډګر ته لاړ شي.

سلیوان پرون سې شنبه وویل، له افغانستانه د ملکي وګړو د ایستلو بهیر به ښايي د روان اګسټ تر پایه دوام وکړي.

ده چې په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې د امریکا پوځ د کابل هوايي ډګر ته د ملکي وګړو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل، له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه د اګسټ ۳۱ مه ټاکل شوې، خو د دقیقې نېټې د ټاکلو پرسر خبرې روانې دي.

په همدې حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې طالبانو ځینې کسان چې غوښتل یې هوايي ډګر ته لاړ شي، وهلي او مخه یې نیولې ده.

فنلنډ افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي

د فنلنډ بیرغ

د فنلنډ حکومت پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پرمختیايي همکاریو چارې دروي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په وینا، تر هغو چې د افغانستان حالات څرګندېږي خپله پرمختیايي همکاري ځنډوي.

بایډن او جانسن به د 'جي ۷' غونډه کې پر افغانستان وغږیږي

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن ویلي دوی موافقه کړې چې راتلونکې اوونۍ د جي اووه په مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه پر ګډې ستراتیژۍ خبرې وکړي.

د بایډن له لوري له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه ټینګار چې د مخکیني جمهوري پال ولسمشر په مهال شوې وه، په امریکا کې دننه او له دې هېواده دباندې د امریکا د متحدانو پراخې نیوکې يارولې دي.

بایډن ویلي چې باید د دوو انتخابونو په منځ کې یې یو غوره کړی وای، یا دا چې بې پایه جګړې ته یې دوام ورکړی وای او یا یې د ټرمپ لاره تعقیب کړې وه چې باید ځواکونه وباسي.

په امریکا کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې

آرشیف

د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل شوې.

د امریکا د دې اقدام په نتیجه کې به طالبان له میلیاردونو ډالرو شتمنۍ څخه بې برخې شي.

د امریکا د ادارې یوه چارواکي پرون سې شنبه (د زمري په ۲۶مه) وویل چې په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د حکومت شتمنۍ طالبانو ته نه ورکول کېږي.

دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې طالبانو د روانې اوونۍ په پیل کې پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړه.

د پیسو د نړیوال صندوق د معلوماتو له مخې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني د اپرېل میاشتې تر پایه پورې ۹،۴ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

د دې پیسو ډېره برخه د راپورونو له مخې د نیویارک د فدرال زېرمو په بانک او د امریکا په نورو مالي موسسو کې ساتل کېږي.

د افغانستان بانک په دې شتمنیو کې ډالر، سره زره او نورې مالي زېرمې شاملې دي.

طالبان د امریکا د بندیزونو په فهرست کې دي او د دې معنی دا ده چې که امریکا او متحدان یې د طالبانو راتلونکی حکومت په رسمیت ونه پېژني، نو د افغانستان بانک زېرمو ته به لاسرسی ونه لري.

پردې سربېره امریکا کولای شي چې افغانستان ته د پیسو د نړیوال صندوق په ګډون د نړیوالو موسسو مرستې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ په افغانستان کې پاتې کېږي

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمېشنري پلان لري چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي.

په جرمني کې د UNHCR یوې استازې کاتارینا لومپ جرمني رسنیو ته ویلي دي چې د کډوالو مرستندویه دا اداره به له نورو خیریه ټولنو سره یو ځای د بې پرېتوب او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ افغانانو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي.

مېرمن لومپ ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا خورا زیاته شوې او ښايي تردې هم زیاته شي نو ځکه دا هېواد د نړیوالو مرستو ته اړ دی.

د UNHCR په وینا، ډېری کورنۍ چې د وروستیو جګړو له کبله بې ځایه شوي په کابل کې دېره دي چې مرستو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره وايي اوس مهال یې په افغانستان کې شا او خوا ۲۰۰ کارکوونکي په دنده بوخت دي.

اروپایي ټولنه د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه غږیږي

آرشیف، د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران

په افغانستان کې د کړکېچ له پراخېدو وروسته نن چهارشنبه (د زمري په ۲۷مه) د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د غیرقانوني کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کوي.

د دې ټولنې ځینې غړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده په پراخه کچه د خلکو د تېښتې له کبله اندېښمن دي.

په نننۍ غونډه کې په رسمي ډول د افغانستان په باب خبرې نه کېږي، خو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د اروپايي ټولنې ځیني مشرانو پر یو لړ ستراتيژیو کار پیل کړی څو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د کډوالو د ناڅاپي ننوتو د تکرار مخه ونیسي.

اروپايي ټولنې د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره په وروستیو څو کلونو کې کلک تدابیر نیولي خو د بلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشنکو ښکاره ګواښ کړی چې د عراق، افغانستان او سوریې کډوالو ته به اجازه ورکړي څو د ګاونډي هېواد لیتوانیا له سرحد څخه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي.

لوکاشینکا دا پرېکړه پر بلاروس د اروپايي ټولنې د بندیزونو په ځواب کې کړې ده.

امرالله صالح: د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست یم

امرالله صالح

امرالله صالح چې په کابل کې د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال و، ادعا کوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست مشروع سرپرست دی.

ښاغلي صالح تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم له مخې د ولسمشر په نه موجودیت کې یې لومړی مرستیال سرپرست ولسمشر دی.

د اساسي قانون په ۶۰ ماده کې ویل شوي چې د ولسمشر په غیاب، یا استعفا او یا هم د وفات په صورت کې لومړی مرستیال به د سرپرستي دنده مخ ته وړي.

هغه په دې ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په دننه کې دی او د دغه مقام د اعاده کېدو لپاره د دې هېواد له مشرانو سره سلا او مشورې کوي.

ښاغلي صالح خپل د اوسېدو ځای ونه ښود.

نوموړی دغه ادعا څو ورځې وروسته له هغې کوي چې اشرف غني د یکشنبې په ورځ له هېواده ووت او طالبانو کابل ونیو.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په کابل کې په لومړني خبري کنفرانس کې وویل چې د یوه داسې حکومت د جوړولو لپاره چې ټول په کې ځانونه وویني هڅې روانې دي.

ښاغلي مجاهد وویل، نوی حکومت به د اساسي قانون په اړه پرېکړه کوي.

کاناډا: نیت نه لرو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وایي، هېواد یې نیت نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او زیاته یې کړه چې کاناډا تر اوسه طالبان یوه ترهګره ډله بولي.

ښاغلي ټروډو پرون سې شنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو په زوره د افغانستان د ډموکراټیک حکومت ځای نیولی چې د کاناډا د قوانیونو پر اساس هغه تر اوسه یوه ترهګره ډله ده.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتونو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې یوازې په هغه صورت کې به په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني چې د بشري حقونو درناوي وکړي او له ټولو تروریستي ډلو سره اړيکې پرېکړي. په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې لویدیځ به د طالبانو د اقداماتو پر اساس قضاوت وکړي.

بورېل: اړ یو افغانانو سره د مرستې لپاره طالبانو سره اړیکې وپالو

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل وایي، که دا ټولنه طالبان د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه په رسمیت ونه پېژني، بیا هم اړ ده چې له افغانانو سره د مرستې لپاره ورسره اړیکې وپالي.

ښاغلي بورېل دغه څرګندونې په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه، زه دا نه وایم چې طالبان باید په رسمیت وپېژنو بلکې د ټولو مسایلو په اړه باید له هغوی سره خبرې وکړو. دې ته هم اړ یو چې د ښځو او نجونو د خوندیتوب لپاره له هغوی سره اړیکې وپالو.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر دغه راز وویل، اروپایي ټولنه به په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د همکارۍ لپاره شرایط وړاندې کړي، څو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي.

د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه له پاکستانه د بریتانیا غوښتنه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن د پاکستان له صدراعظم عمران خان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې هر ډول حکومت چې رامنځته کېږي، باید د نړیوالو نورمونو پر اساس په رسمیت وپېژندل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دواړو مشرانو پرون سې شنبه د ټیلیفون له لارې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړې.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر چوهدري فواد حسین ویلي چې هېواد به یې له سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو سره له سلا و مشورو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د راتلونکي حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.

هغه په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "په افغانستان کې د طالبانو د په رسمیت پیژندلو لپاره باید یوه سیمه ییزه او نړیواله پرېکړه وشي. موږ نه غواړو چې یو اړخېز ډول هغوی په رسمیت وپېژنو او په دې برخه کې له خپلو سیمه ییزو او نورو لېرې دوستانو سره په تماس کې یو چې پر اساس به یې یوه پرېکړه کېږي."

پاکستان یو له څو محدودو هېوادونو څخه و چې د نویمې لسیزې په دوهمه نیمايي کې یې په افغانستان کې د طالبانو د وخت واکمني په رسمیت پېژندلې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG