د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره د افغانستان چمتووالی


ارشیف
ارشیف

افغانستان د اسیا ۲۰۲۱ کال باولېنګ سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان د باولېنګ فدراسیون وايي، هڅه کوي چې په یادو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولري.

د دې فدراسیون رییس ادریس فاروقي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په همدې هدف د باولېنګ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي څو غوره کسان ترې انتخاب شي.

د دغه سیالیو لومړی پړاو نن پای ته ورسېد چې د ښاغلي فاروقي په وینا ۱۲ نجونې او ۱۲ هلکان ترې غوره شوي دي.

ټاکل شوې چې د اسیا د ۲۰۲۱ کال سیالۍ په هانګ کانګ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG