د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۴۶

افغانستان

'د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی'

ارشیف

د هوايي دهلیزونو له لارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډيو ته وویل، چې له قرنطین وروسته پروازونه زیات شوي او د روان لمریز کال له پیله تر اوسه ۴ زره ټنه وچې او تازه میوې بهر ته صادر شوي دي.

نوموړي وویل، هند او چین له هغو هېوادونو دي چې د هوایي دهلیزونو له لارې ډېر صادرات شوي.

تېر کال تر دې دمه ۳ زره او ۵۰۰ ټنه صادرات شوي وو.

د سوداګرۍ خونه وايي، په نږدې ورځو کې به ۴ سوه ټنه جلغوزه چین ته ولېږل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د غزني سیمه ییز چارواکي: ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وواژه

په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ډګروال عبدالرازق اندړ

په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ناڅرګنده کسانو وژلی دی.ددې ولایت چارواکي وايي، پر ډګروال عبدالرازق اندړ وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته برید کړی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "نن ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د غزني یو قومي مخور او پخوانی ډګروال د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی."

تر اوسه پورې کومي ډلې د دغه پېښې پړ پر غاړه نه ده اخیستې.

ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې چاودنې یو تن وژلی او ۸ نور یې ټپیان کړي

ارشیف، د ترینکوټ ښار

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې بمي چاودنې یو ملکي کس وژلی دی.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل د پېښې له ځایه ورته ۹ کسان وروړل شوي چې یو په کې وژل شوی او ۸ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، په ټپیان کې ۶ تنه ملکیان دي او دوه تنه پولیس دي چې ده د ټپیانو روغتیايي حالت ناسم ښودلی.

دا پېښه نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) ماښام اته بجې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار د منار څلور لاري د ملي پوستې سره نږدې شوې ده.

د پېښې نوعیت لا معلوم نه دی.

د ارزګان ولایت ولایتي اداره او امنیتي ادارې تراوسه په دې اړه له خبرو ډډه کوي.

د دغه پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

هند افغانستان ته د کرونا ۵۰۰ زره ډوزه واکسین ورکوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

هند افغانستان ته د کرونا پنځه سوه زره ډوزه واکسین ورکوي.

په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر طاهر قادري په ټویټر کې لیکلي دي چې دا واکسین به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي او د کرونا د مخنیوي په بیړنیو چارو کې به ګټه ترې واخېستل شي.

په افغانستان کې تر اوسه په کرونا ویروس څلورپنځوس زره اووه سوه پنځوس تنه اخته شوي دي او د دې ناروغۍ د تلفاتو رسمي شمېرې دوه زره درې سوه نهه اتیا ته رسیدلي دي.

چاودنې د کندز د ولایتي شورا مرستیال 'امیري' ټپي کړ

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د کندز ښار په دوهمه ناحیه کې ټپي شو.

چاودنه سهار د نهه نیمو بجو خوا ته د ولایتي شورا د مرستیال کور ته نژدې وشوه. دې پېښه کې د ښاغلي امیري دوه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې ماین په یوه بایسکل کې ځای پرځای شوی وو.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

لوګر پولیس: د طالبانو له زندانه ۲۲ کسان خوشې شول

ارشیف، افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

افغان ځواکونه په لوګر کې د طالبانو له زندانه د ۲۲ کسانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزی وایي: "امنیتي ځواکونو تېره شپه د لوګر چرخ ولسوالي کې د ځانګړیو عملیاتو پر مهال اووه تنه امنیتي کسان او پنځلس ملکیان د طالبانو له یوه زندانه خوشې کړل."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال درې طالبان نیول شوي هم دي.

طالبانو د دې زندان د ماتېدو په اړه څه نه دي ویلي.

مظاهره چیانو سره د روسیې پر چلند او د افغانستان په اړه د بایډن اندېښنه

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني، د حکومت ضد اعتراضونو ځپلو او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر اندېښنه څرګنده کړه.

جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د دوشنبې په ورځ وویل: "زما په اند موږ کولی شو چې د دواړو هېوادو د دوه اړخیزو هدفونو لپاره د نوي سټارټ پر تړون کار وکړو، روسیې ته روښانه کړو چې موږ د دوی د چلند په خاطر، که د ناوالني په اړه وي، یا هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعامونو ورکړه وي، ډېر اندیښمن یوو."

نیویارک ټایمز تېر کال راپور ورکړی و چې په ۲۰۱۹کال کې د روسیې استخباراتو طالبانو ته پټې پیسې ورکړي دي چې په افغانستان کې امریکایي او ایتلافي سرتیري ووژني. روسیې دا راپور رد کړی دی.

په روسیه کې د حکومت ضد اعتراضونه وروسته تر هغه پیل شول چې د اپوزسیون مشر ناوالني یوه اوونۍ مخکې له جرمني د راستنېدو پر مهال په مسکو کې ونیول شو.

ناوالني تر مسمومېدو وروسته جرمني ته د درملنې لپاره تللی و.

د یکشنبې په ورځ د مظاهرو په مهال تر درې زره اووه سوه ډېر کسان ونیول شول.

اروپایي ټولنې هم په روسیه کې د مظاهره چیانو ځپل غندلي دي.

د افغانستان بانک: پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی

د افغانستان بانک په وینا د تېر مالي کال په ترڅ کې د کرونا وبا سربېره پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی دی.

د دې بانک د تادیاتو د برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) وویل: "د هغو کسانو شمېر چې په بانک کې پیسې امانت ږدي، د هغوی شمېر څلور اعشاریه درې میلیونو ته لوړ شوی دی."

د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیات والی راغلی او دې بانک درې دیرش میلیارډه افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.


اریانا شرکت: تېرکال۵۶۰ زره کیلوګرامه توکي ځېنې هېوادونو ته لېږدول شوي

د اریانا هوايي شرکت یوه الوتکه

د اریانا افغان هوايي شرکت مسولین وايي، په تېر مالي کال کې یې شااوخوا ۵۰۰ او ۶۰ زره کیلو ګرامه سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې د شااوخوا ۲۰۰ پروازونو په ترسره کولو سره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته انتقال کړي.

د دې شرکت سرپرست کپتان عبدالمعروف سکندري په کابل کې ملت ته د حکومت ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، له انتقال شوېو سوداګریزو توکو یوازې شااوخوا ۶۰ زره یې د ۹ پروازونو په ترسره کولو سره هندوستان ته انتقال شوي.

ښاغلي سکندري زیاته کړه: "په ټوله کې ۵ لکه ۶۰ زره او ۴۴ کیلوګرامه سوداګریز توکي د ۲۵۲ پروازونو په ترسره کولو سره د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته انتقال شوي. د کارګو له لارې موږ هم صادارتي کارګو درلوده او هم وارداتي کارګو."

د دې شرکت د معلوماتو له مخې د اریانا افغان هوايي شرکت په تېر مالي کال کې یوازې ۱۴ میلیونه افغانۍ مالیه حکومت ته ورکړې.

دغه شرکت اوس مهال څلور فعالې الوتکې لري چې د نړۍ څو لویو ښارونو لکه چین، هندوستان، ترکیه، دوبۍ او منځنۍ اسیا هېوادنو ته پروازونه کوي.

تېر مالي کال ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې شوي

آرشیف

د افغانستان بانک مسوولین وايي، په تېر مالي کال کې یې ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

د دې بانک د تادیاتو برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، په تېر مالي کال کې که څه هم د کرونا ویروس خپور و خو بیا هم بانکي سکټور ته د خلکو علاقه مندي ډېره و.

هغه زياتوي: "د خلکو علاقمندي د اسلامي او نور بانکدارۍ سره ډېره وه. خلکو هڅه کوله خپل ټول قیمتي توکي له بانک سره خوندي کړي، او هغه کسانو چې خپل امانتونه بانک ته سپارل په شمېر کې زیاتوالی راغلی و، زموږ د معلوماتو له مخې ۴،۳ میلیونو ته د دوي شمېر رسېدلی و."

د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی.

د دوي په وینا، خلک په بانکونو کې د خپلو پېسو د سپما چاره چټکه کړې او بانکي خدمتونو ته یې لېوالتیا ډېره وه.

د ننګرهار په بهسودو کې لسګونه شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

آرشیف

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ۱۹۲ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه شنې خونې د څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.

نوموړي وویل، چې د دغو شنو خونو د جوړولو ۸۵ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۱۵ سلنه لګښت یې د برخمن شويو کسانو له خوا ورکړل شوی دی.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د کرنې وزارت د ننګرهار ولایت د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۷۵۸ میلیونه افغانۍ لګولي دي.

دغه وزارت دغه شان په ننګرهار ولایت کې د مېوه لرونو ونو د نیالګیو کېنولو کمپین هم پیل کړی دی.

د کرنې وزارت وایې، په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوایو کې د سټروسو، املوکو، شفتالو او نورو مېوو دوه زره جریبه بڼونه جوړوي.

ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت، ۷۷ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.

افغان چارواکي: په راتلونکي لمریز کال کې د اقتصادي ودې کچه ٣ سلنه لوړېږي

د کابل ښار يوه څنډه

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، په راتلونکي ١۴۰۰ لمریز کال کې به د افغانستان د اقتصادي ودې کچه ٣ سلنه لوړه شي.

د دغه وزارت ویاند صبور نریمان نن ازادي راډیو ته وویل، چې د اقتصادي ودې کچه چې ۱،۱ وه، په ١٣٩٩ مالي کال کې ۲،۲ ته لوړه شوه، چې راتلونکي کال به ٣ سلنه لوړه شي.

نوموړی وايي، د بې وزلۍ کمولو لپاره يې اړین پروګرامونه ترلاس لاندې نېولې دي.

د ښاغلي نريمان په خبره، په ١٣٩٩ لمریز کال کې په بیلابیلو برخو کې ۴۵۵ پروژې پلي شوي چې له دې لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه باندې ‌۳ میلیونه وګړي برخمن شوي دي.

نوموړی دا هم وايي، چې دغه پروژې د هېواد په ٣٤ ولایتونو کې پلي شوي دي.

امنیتي چارواکي: په کندز کې ٧ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان هوايي ځواک د عملیاتو پرمهال. ارشيف

پامیر قول اردو په کندز ولایت کې په هوايي حملو کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه بیان کې وايي، دا ډله طالبان پرون مازیګر وروسته له هغه په دریو هوايي حملو کې په نښه شول چې د ارچي ولسوالۍ په عابدي سیمه کې یې د افغانستان پر ملي دفاعي ځواکونو د حملو پلان جوړاوه.

طالبانو د افغان چارواکو د دې ادعاوو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر سوله او سوداګرۍ بحث کړى

د عکس ښي لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او چپ لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیز تجارت او د افغانستان د سولې پر پروسه بحث وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، چې له محمد حنیف اتمر سره یې د سیمې د ثبات لپاره د همکارۍ پر دوام هم خبرې وکړې.

دا ټلیفوني خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شاه محمود قریشي پر تازه څرګندونو انتقاد کړی و.

شاه محمود قریشي تېره اوونۍ په یوه مرکه کې ویلي وو: "د پاکستان حکومت هیله من دی، چې د امریکا نوی حکومت به د افغانستان سولې د خبرو بهیر او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لړۍ روانه وساتي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، د پاکستان حکومت باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې عملي کولو او سراسري اوربند ته وهڅوي.

چارواکي: په بلخ کې ۹ طالبان وژل شوي

افغان هوايي ځواک د عملیاتو پرمهال

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې د نهو طالبانو د مړینې او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وايي، دا هوايي حمله پرون ماسپښین د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد کلي کې د طالبانو د راټولېدو پر یوه مرکز وشوه.

په بیان کې یادونه شوې چې د طالبانو دې ډلې پر افغان ځواکونو د حملو پلان درلود.

افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه نن درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي  

د ايرلنډ او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي ټیمونه نن سې شنبه په خپلو کې درېیمه یو ورځنۍ یا پنځوس اووره نړیواله مسابقه کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان لوبغاړي دغسې مسابقې ته چمتووالی لري.

هغه زياتوي:*"ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ د کرکټ له ملي لوبډلې سره د کاردان پوهنتون جام سیالیو درېیمه نړیواله پنځوس اووره سیالي ترسره کړي. ټولې لوبې د افغانستان په کوربه توب کېږي. افغان لوبغاړي نننۍ مسابقې ته پوره چمتووالی لري."

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دغه لوبلړۍ چې په متحد عرب اماراتو کې ترسره کېږي، د دوو مخکنیو مسابقو په ګټو سره ګټلې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG