د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

نړۍ

امنیت شورا د تاجکستان ځانګړي ځواک پر پخواني قوماندان بندیزونه تمدید کړل

ګل مراد حلیموف
ګل مراد حلیموف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي ځواک د پخواني قوماندان ډګروال ګل مراد حلیموف پر ضد بندیزونه تمدید کړل.

حلیموف په ۲۰۱۵ م کال په سوریه کې له داعش سر یوځای شو او په وروستیو کلونو کې یې څو ځلې د وژلو خبرونه خپاره شول.

د حلیموف نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په تازه لېست کې چې پرون خپور شو، بیا راغلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پوتين: د ناټو پر کوم غړي هېواد د برید نیت نه لرو

د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسشمر وایي، روسیه دا نیت نه لري چې د ناټو په کوم غړي هېواد برید وکړي.

ولادیمیر پوتین زیاته کړه چې پر پولنډ به حمله ونه کړي، همداراز پر بالتیک هېوادونو یا پر چک جمهوریت؛ خو که چېرته لویدیځ ایف شپاړس جنګي الوتکې اوکراین ته ورکړي، روسیي ځواکونه به دا الوتکې نسکورې کړي.

ښاغلي پوتین دا خبرې د روسیې د هوایي ځواکونو پیلوټانو ته کولې او زیاته یې کړه چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف له نولس سوه یو نویم کال راپه دې خوا چې پخوانی شوروي اتحاد ړنګ شو، د ختیځ خواته پراختیا موندلې ده، خو روسیه د دې هېوادونو پرضد د تېري نیت نه لري.

روسیې او شمالي کوریا پر استخباراتي همکاریو خبرې کړي

د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه
د روسیې او شمالي کوریا بیرغونه

د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې یا(SVR) یو هیئت روانه اوونۍ شمالي کوریا ته تللی او هلته یې د جاسوسۍ فعالیتونو پر خلاف د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په دې اړه د شمالي کوریا دولتي اژانس (KCNA) نن پنج شنبه خبر ورکړی دی.

د اژانس د خبر له مخې، د روسیې د (SVR) ادارې مشر سرګي ناریشکین او د دولت په چارو کې د شمالي کوریا د امنیت وزیر ري چانګ دای په پلازمېنه پیونګیانګ کې د نړیوالو مسایلو، د کوریا ټاپووزمې او روسیې د حالاتو په اړه یو بل ته معلومات ورکړي دي.

دواړو لوریو د مختاصمو ځواکونو جاسوسۍ د فعالیتونو او د توطئو د اقداماتو د زیاتېدو په وړاندې د مقابلې لپاره د همکاریو پر زیاتوالي هم بحث کړی دی.

روسي رسنۍ: ماسکو کې له برید وروسته ۹۵ تنه لا هم تري تم دي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

یوې روسۍ رسنۍ خبر ورکړی دی چې لږ تر لږه ۹۵ تنه د ماسکو په لمن کې د جمعې په ورځ د کاروکاس د کنسرټ پر تالار له برید وروسته لاهم تري تم دي.

رویټرز اژانس د « بازا» خبرې اژانس په وینا څرګندوي چې د روسیې د امنیتي ځواکونو له لورې چې کوم نوملړ خپور شوی د هغه له مخې، د دغو ۹۵ کسانو درک نه دی معلوم شوی.

بلخوا: د روسیې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ چې په دې پېښه کې د مړو شمېر ۱۴۳ ته زیات شوی دی.

د ټپيانو شمېر ۱۸۲ یاد شوی او لا هم څه باندې ۸۰ کسان په روغتونونو کې بستر دي.

روسیي څارنوالانو ویلي چې دا حمله څلور کسانو کړې ده او د پېښې له ځایه د مرمیو تر ۵۰۰ ډېر ترلاسه شوې دي.

د دې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

امریکا: په مریلنډ کې له یوه پله سره د جنګېدلې کښتۍ په اړه څېړنې پیل شوي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د امریکا د متحدو ایالتونو په مریلنډ ایالت کې څېړونکو پرون چهارشنبه له هغې باروړونکې کښتۍ د اسنادو او شواهدو راټولول پیل کړل چې د بالتیمور له یوه لوی پله سره ولګېده او دغه لوی پل یې ونړاوه.

د اوبو په تل کې لامبووهونکو د هغو شپږو ساختماني کارګرانو د موندلو هڅه وکړه چې ګومان کېږي مړه شوي به وي.

د مریلنډ والي ویس مور ددې پله له نړېدو وروسته په دغه ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

په بالتیمور ښار کې دغه پېښه سې شنبه شوې او له کبله یې ۲۰ تنه او یو شمېر موټر سیند ته ولوېدل، خو لا هم د مړو دقیق شمېر معلوم نه دی.

د مریلنډ د ایالتي پولیسو یوه مشر رونالډ بلټر جونیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له اوبو د دوو کسانو مړي ایستل شوي دي.

دغه پېښه د هغه بندر د تړل کېدو سبب شوې چې د کښتۍ چلونې د صنعت لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

لبنان: د اسراییل هوایي بریدونو ۱۶ کسان وژلي

په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه
په لبنان کې د اسراییل د هوایي بریدونو یوه څنډه

د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په هوايي حملو کې ۱۶ کسان وژل شوي او د حزب الله ډلې د وسلوالو په راکټي حملو کې یو اسرائیلی وژل شوي دي.

پرونۍ ورځ د لبنان او اسرائیل پر پوله د تېرو څه باندې پنځو میاشتو په جګړه کې تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې ده.

له کله چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د اسرائیل او لبنان پر پوله د دې جګړې د لا شدت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل هوايي حملې د اسلامي ډلې په نوم د لبنان یو سني سیاسي او ملیشه سازمان په نښه کړ چې د حزب الله له شیعه افراطي ډلې سره یوځای د اسرائیل پر خلاف جګړه کوي.

ویل شوي، په دې بمبارۍ کې د حزب الله جګړه مار هم وژل شوي او د امل غورځنګ یا (حركة أمل) په نوم د یوې بلې شیعه ډلې یو ځايي قوماندان هم په وژل شویو کې شامل دی.

رویټرز: د اسپانیا محکمه د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر په ۲ نیم کاله بند محکوموي

هغه شېبه چې لوییس روبیالیس پکې جیني هیرموسو غېږه کې ونیوله او پر شونډو یې ښکل کړه - ارشیف
هغه شېبه چې لوییس روبیالیس پکې جیني هیرموسو غېږه کې ونیوله او پر شونډو یې ښکل کړه - ارشیف

د محکمې د هغه سند له مخې چې رویټرز اژانس پرون ترلاسه کړ، د اسپانیا عالي محکمه غواړي چې د دغه هېواد د فوټبال د فدراسیون پخوانی مشر په دوه نیم کاله بند محکوم کړي.

شپږ څلویښت کلن لوییس روبیالیس پروسږکال د اګست په شلمه وروسته تر دې د اسپانیا د فوټبال لوبغاړې جیني هیرموسو په شونډو ښکل کړه چې د اسپانیا لوبډلې په سیډني کې نړیوال جام خپل کړ او د بریا جشن لمانځل کیده.

څارنوال مارتا دورنتیز، تورن روبیالیز د جنسي تېري په تور په یوه کال او له ښکلولو وروسته د هغه د دې ادعا لپاره چې د قانون خلاف څه یې نه دي کړي په اتلس میاشتې بند محکوموي.

روبیالیز د ښکلولو تر دې پېښې وروسته له دندې ګوښه شو او ټینګار کوي چې ده د قانون خلاف هڅه نه ده کړې.

اسراییل تېره شپه د غزې پر جنوب سخته بمباري کړې

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه
د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د غزې جنوب تېره شپه د اسراییلو د سختو بمباریو هدف و.

د فرانس پرس خبري اژانس د خبر پر بنسټ، دا بریدونه په داسې حال کې دي چې په غزه کې د سمدستي اوربند په اړه نړیوال فشارونه په زیاتیدو دي.

د اژانس په خبره، اسراییلي پوځیانو جنوبي ښار رفع په نښه کړی؛ هغه ښار چې تراوسه په کې دې پوځیانو ځکمني عملیات نه دي کړي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور يې برمته کړل.

اسراییلو د دې برید په ځواب کې پر غزې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي چې تراوسه په کې د حماس تر کنټرول لاندې د عامي روغتیا وزارت په وینا، څه باندې ۲۳ زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

کلابنده شوې غزه بېړنیو بشري مرستو اړتیا لري، امریکا متحده ایالاتونو ویلي، د هوا له لارې د بشري مرستو د بستو اچولو ته به ادامه ورکړي.

اروپایي ټولنه: هېوادونه مو د پناه غوښتنې لوړې کچې سره مخ دي

اروپا ته د ناقانونه کډوالو یوه روانه بېړۍ - ارشیف
اروپا ته د ناقانونه کډوالو یوه روانه بېړۍ - ارشیف

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې ویلي، د دې ټولنې غړې هیوادونه د پناه غوښتنې له لوړې کچې سره مخ دي.

دې ادارې دا خبره په هغې راپور کې کړې چې پرون يې (د مارچ ۲۶مه) پر ریلیف وېب خپور کړی دی.

په راپور کې ویلي شوي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د اروپايي ټولنې په غړیو هېوادونو کې ۹۴۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي چې له دې ډلې ۱۴۰۰۰ د سوریان او ۸۶۰۰ يې افغانان وو.

په راپور کې زیاته شوې چې ډېر کډوال د سوریې او ورپسې د افغانستان وګړي دي.

په راپور کې راغلي، په جرمني کې تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي چې ورپسې فرانسه، هسپانیا او بیا ایټالیا ده.

د روسیې یو جګپوړی دیپلومات: د سویس په مشرۍ د اوکراین د سولې هڅو پایلې مثبتې نه بریښي

د سویس او اوکراین بیرغونه
د سویس او اوکراین بیرغونه

د روسیې یو جګپوړی ډيپلومات وايي، هېواد یې داسې نښې نه ويني چې د سویس په مشرۍ د اوکراین د سولې هڅې به نتیجه ورکړي.

سویس مخکې ویلي وو چې غواړي په رارد دوانو میاشتو کې د اوکراین د سولې د کنفرانس کوربه توب وکړي.

که څه هم سویسي چارواکو ویلي وو چې احتمالا په لومړیو کې به روسیه په دې کنفرانس کې برخه وانه خلي، خو په ژنیو کې د ملګروملتونو په دفتر کې د روسیې دایمي استازي ګنادي ګاتیلوف پرون وویل روسیه د اوس لپاره دا چانس نه ويني چې سویس د داسې یوه پروګرام مشري وکړي یا یې تنظیم کړي.

روسیې مخکې هم ویلي وو چې د مسکو له ګډون پرته د سویس نوښت په ماتې محکوم دی.

امریکا: مریلنډ کې د یوې کښتۍ او پله د ټکر له امله ۶ تنه وژل شوي

د پېښې سیمه
د پېښې سیمه

د امریکا د مریلنډ ایالت په بندري ښار بالتیمور کې پرون شپږ تنه وروسته له هغه تري تم شول چې یوې باروړنکې یا کارګو کشتۍ خپل کنټرول له لاسه ورکړ او له یوه لوی پله سره ولګېده چې په نتیجه کې یې ساحلي تاسیسات زیانمن شول.

اټکل کېږي چې دا پېښه به په دې بندر کې د کشتیو تګ راتګ د میاشتو لپاره له ستونزو سره مخامخ کړي.

شپږ تنه چې هلته یې کار کاوه تري تم دي او ګومان کېږي چې مړه به وي.

د مریلنډ والي ویس مور وویل چې د کشتۍ عملې، له پېښې مخکې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه چې په نتیجه کې یې چارواکو ته دا موقع په لاس ورغله څو د پېښې په ځای کې د وسایطو شمېر کم کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG