د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۷:۴۸

نړۍ

پاکستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي

ارشیف

د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې یو موټر تر خټو او خاورو لاندې شوی او لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسیه: د امریکا یوه جنګ کښتۍ د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د روسیې دفاع وزارت وایي، د متحد ایالتونو یوه جنګي کښتۍ وروسته له هغې د روسیې د لېرې ختیځ له اوبو په شا شوه چې خبرداری یې ورکړ.

د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویلي دي چې د "یو. اېس. اېس. جان اېس مککین" په نوم امریکایي بیړۍ د لوی پیټر په خلیج کې نن دوه کیلومتره د روسیې اوبو ته ننوتې وه چې د اډمیرال وینوګرادوف بیړۍ له خبرداري وروسته بیرته په شا شوه.

په ارام سمندر کې د امریکا سمندري خواکونو په یوه بیان کې پرته له دې چې دې پیښې ته اشاره وکړي ویلي دي چې دوی ازادانه خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.

د بشري حقونو څار ډلې د روسیې له پارلمان نوې غوښتنه کړې

د روسیې د پارلمان يوه څنډه

د بشري حقونو د څار ډله ( هیومن رایټس واچ) وایي، د روسیې پارلمان باید دا نوې لایحه رد کړي چې چارواکو ته دا واک ورکوي چې هغه ویبپاڼې بلاک کړي چې د روسیې په دولتي رسنیو کې خپاره شوي معلومات سانسوروي.

د بشري حقونو د څار ډله وایي، که دا لایحه تصویب شي له دې سره به په روسیه کې سانسور زیات شي.

د اروپا او اسیا لپاره د بشري حقونو همغږه کوونکې انستیزیا زلوبینا په یوه بیان کې وویل، که دا لایحه تصویب شي خلک به د اطلاعاتو له ترلاسه کولو محروم شي.

دغه لایحه د نومبر په نولسمه پارلمان ته وړاندې شوه.

پاریس کې د یوه کمپ د تشولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوى

ارشيف

د فرانسې پولیسو د پلازمېنې پاریس په مرکزي برخه کې د پناه غوښتونکو د یوه کمپ د تشولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

دغه سلګونه پناه غوښتونکي چې ډېری یې افغانان دي، مخکې د پاریس له یوې بلې برخې وایستل شول، خو بل ځای ورته مشخص نه شو.

رضاکارانو پرون دوشنبه د پاریس په مرکزي برخه کې دغو پناه غوښتونکو ته شا و خوا ۵۰۰ شنې خېمې برابرې کړې او ډېر ژر په پناه غوښتونکو ډکې شوې.

خو پرون د خیمو تر ډکېدو یو ساعت وروسته پولیس د کمپ د تشولو لپاره لاس په کار شول.

۳۴ کلن افغان پناه غوښتونکي شهاب الدین وویل، پولیسو ډېر زورزیاتی وکړ.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمانیان چې د کمپ د تشولو عکسونه ټکان ورکوونکي بللي ویلي، چې له پولیسو یې د دې تصفیې د جزییاتو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د "کويډ19" ضد واکسین د موندلو په صورت کې د کنتاس هوايي شرکت غوښتنه

د کويډ19 ضد واکسین

د اسټرالیا هوايي شرکت کنتاس وايي، کله چې د کرونا-ضد واکسین هر چا ته د موندلو وړ وي، له نړیوالو مسافرو به وغواړي چې باید د سفر پر مهال واکسین شوي وي.

د دغه شرکت اجرائیه رئیس الن جویس پرون وویل، د اسټرالیا هوايي شرکت په پام کې لري، چې دغه پالیسي عملي کړي او دا مقررات به په دغه شرکت کې عادي بڼه خپله کړي.

دغه زیاته کړه، په بازار کې د کرونا ضد واکسین د موجودیت شرایطو ته په کتو به په کورنیو الوتنو کې د دې واکسین اړتیا په پام کې ونیول شي، خو په نړیوالو الوتنو کې به دغه واکسین ضروري وي.

که څه هم په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۵۹ ميلیونو اوښتی، په عین حال کې د کرونا ویروس ضد واکسین جوړولو هڅې هم چټکې شوې دي.

د ټرمپ ادارې "جو بایډن" ډلې ته د قدرت د لېږد پیل تصویب کړ

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پرون د منتخب ولسمشر جو بایډن ډلې ته تر ټاکنو نږدې درې اوونۍ وروسته د قدرت د لېږد پیل تصویب کړ.

که څه هم ټرمپ د ټاکنو د پایلو له منلو ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې ده د قدرت د انتقال لپاره د فډرال ادارې پرېکړه ومنله.

تر دې مخکې د عمومي خدماتو ادارې مشرې ایملي مورفي د جنورۍ میاشتې پر شلمه تر لوړې مخکې د قدرت د انتقال په اړه بایډن ته اطلاع ورکړې وه.

چین د خاورو د نمونو ټولولو او راوړلو لپاره بې چلوونکې ستوربېړۍ وتوغوله

ارشیف

چین له سپوږمۍ څخه د خاورو او ډبرو د نمونو ټولولو او راوړلو لپاره نن یوه بې چلوونکې ستوربېړۍ وتوغوله.

دغه پېچلی ماموریت په فضايي برخه کې د چین د پراختیاغوښتنې بېلګه ګڼل کېږي.

د چانګ-پنځه په نوم دغه ستوربېړۍ نن سهار وختي د لانګ مارچ پنځه په نوم توغندي په وسیله د هینان ولایت په جنوب کې له فضايي مرکزه وتوغول شوه.

سپوږمۍ ته د دې ستوربېړۍ د لېږلو او له دې سیارې د خاورو او ډبرو د نمونو د راوړلو هدف دا دی، چې د سپوږمۍ د اصلیت، جوړښت او هلته اورشیندنې د فعالیت په اړه په معلوماتو کې له ساینسپوهانو سره مرسته وشي.

که دغه ماموریت بریالی شي، دا به په تېرو څلورو لسیزو کې لومړی وار وي، چې یو هېواد د سپوږمۍ د خاورې او ډبرو نمونې ځمکې ته راوړي.

د امریکا متحدو ایالتونو او پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰یمو کلونو کې دا کار کړی و.

د فرانسې د پخواني ولسمشر محاکمه پیل شوه

نیکولای سرکوزي

د فرانسې د پخواني ولسمشر نیکولای سرکوزي محاکمه پیل شوه.

سرکوزي، چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د فرانسې ولسمشر و، په دې تورن دی چې هڅه یې کړې وه چې یوه قاضي ته د دې لپاره رشوت ورکړي چې د خپل ګوند د مالي وضعیت په اړه د تحقیقاتو معلومات ورڅخه واخلي.

۶۵ کلن سرکوزي ویلي چې هیڅ ناوړه کار یې نه دی کړی.

پر سرکوزي له ډېره وخته تور دی چې د ۲۰۰۷ کال په انتخاباتو کې یې له پټو بسپنو څخه کار اخیستی دی.

هنګري د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړې

د روسیې له لوري جوړ شوی واکسین

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر وايي، لومړنی اروپايي هېواد دی چې تېره اوونۍ یې د روسیې د کرونا ضد واکسین نمونه ترلاسه کړه.

پیتر ژیارتو پرون (دوشنبه) د خپل هېواد پارلمان ته وویل، لومړني لس ډوزه واکسین به، چې په اګست میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د لومړني کرونا ضد واکسین په توګه وراستولي وو، په هنګري کې وازمویل شي.

د روسیې له لوري دا واکسین له ضروري اسنادو سره د هنګري چارواکو ته وسپارل شو چې ټیست یې کړي او معلومه کړي چې ایا دا واکسین خوندي، اغېزمن او د دې وړ دي چې د هنګري خلکو ته ورکړل شي.

تېره اوونۍ د هنګري صدراعظم وویل چې د دغه هېواد او د روسي درمل جوړوونکې شرکت ترمنځ په هنګري کې د دغه واکسین د جوړولو پر امکان خبرې روانې دي.

په پاکستان کې ښوونیزې ادارې به یوه میاشت نور هم بندې وي

پاکستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په پاکستان کې به د زده کړې موسسې په دې هېواد کې د کرونا وبا د زیات خپراوي له امله څه باندې یوه میاشت نورې هم بندې وې.

د پاکستان د ښوونې وزیر شفقت محمود نن د ایالتونو د ښوونې له وزیرانو سره تر غونډې وروسته په اسلام آباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې زده کونکي به د ژمنیو لسو ورځو رخصتیو له پیلېدو مخکې د ډسمبر تر ۲۴ مې پورې، له کوره په انلاین بڼه زده کړې مخ ته وړي.

هغه وویل، د جنوري د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به وضعیت بیا وڅېړي او هیله من دي چې وکولای شي د جنوري له یولسمې د ښوونې موسسې بېرته پرانېزي.

په پاکستان کې د کرونا نږدې ۳۷۷ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له امله یې نږدې ۷۷۰۰ کسان مړه شوي دي.

په برلین کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې کېږي

نتنز اټومي تاسیسات

د جرمني، بریتانیا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به نن په برلین کې په غونډه کې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په اړه خبرې وکړي.

دا غونډه څوورځې وروسته تردې جوړېږي چې د ملګروملتونو د اټومي انرژې د څارنې ادارې وویل چې تهران بیا له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د جرمني د حکومت یوې ویاندې وویل، له خپلو شریکانو سره په ګډه به له ایرانه وغواړو چې له دغه تړونه نور سرغړونې ونه کړي او بېرته په کې کړو ژمنو ته ور وګرځي.

د ملګروملتونو د اټومي څارنې ادارې د نومبر په اتلسمه ویلي وچې د ایران ترځمکې لاندې مهمو د نتنز په اټومي تاسیساتو کې د یورانیمو د پخولو سنټریفیوژیونه فعال شوي دي.

یونیسف: راتلونکى کال ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین لېږو

ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، په پام کې لري چې راتلونکی کال د ودې په حال کې ۹۲ هېوادونو ته د کرونا دوه میلیارډ ډوزه واکسین او یو میلیارډ سورنجونه یا ستنې ولیږي.

یونیسف، چې د نړۍ په کچه د واکسین پېرلو تر ټولو لویه اداره ده، هر کال نږدې سلو هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي او د کتلوي معافیت په هدف څه باندې دوه میلیارډ ډوزه واکسینونه پېري.

د ودې په حال کې هېوادونو ته په دغه شمېر د کرونا واکسین لېږل اسانه هم نه دى، خو یونیسف وایي، چې له بار وړونکو په سلګونو هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په عین حال کې د نړۍ د لویو شلو اقتصاد لرونکو هېوادونو مشرانو د ریاض په سرمشریزه کې ژمنه وکړه چې هیڅ ډول هڅه به ونه سپموي څو دا مسئله یقیني شي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې واکسین ټولو خلکو ته یوشان ورسېږي او د هغو هېوادونو، چې د کرونا خپرې شوې وبا یې اقتصادونه ډېر ځپلي، لاس نیوی وشي.

د امریکا او اروپا د درمل جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه یې په پراخه پیمانه تولید ته نږدې شوي دي.

د امریکایي فیزر او مودیرنا کمپنیو له خوا جوړو شویو واکسینونو ښودلې چې له کرونا څخه د خوندي کېدو اغېزمنتوب یې په سلو کې څه باندې ۹۰ دی.

جوبایډن "انټوني بلینکن" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه نوموي

انټوني بلینکن

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې تمه ده چې د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن به د خپلې اوږدې مودې سلاکار او باتجربه ډیپلوماټ انټوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ونوموي.

که هغه دې چوکۍ ته ونومول شي او سنا یې هم تایید کړي، د بلینکن دنده به د امریکا د اوسنۍ ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څلورکلنې دورې وروسته چې شعارې یې و، لومړۍ امریکا او دغه پالیسي یې له نړیوالو سازمونود لیرې والي او له خپلو متحدانو او رقیبانو سره د یوشان نښتو ښکارندوي کوله، د امریکا د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو بیا احیا کول وي.

تمه ده چې بایډن به سبا د خپلې کابینې یو شمېر غړي اعلان کړي.

ویل کېږي، بایډن به جک سولیوان چې د امریکا د بهرنیو چارود پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن نږدې همکارو، خپل د ملي امنیت د سلاکار په توګه ونوموي.

بایډن د خپلې راتلونکې ادارې اساس داسې مهال ږدي چې د هغه سیال اوسنی ولسمشرډونالډ ټرمپ ډیره هڅه کوي چې د نومبرد دریمې د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو نتیجه چې بایډن یې ګټونکی اعلان شوی، باطله کړي.

ټرمپ په دغو انتخاباتو کې خپله ماتې تراوسه نه ده منلې.

کلیفورنیا کې د چړو په ګوازرونو ۲ کسه وژل شوي

ارشیف

د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سان هوزي په یوه کلیسا کې دوه تنه د چړو د ګوزارنو په نتیجه کې مړه شوي دي.

د سان هوزي د پولیسو دفترپه یوه ټویټ کې ویلي چې دا پېښه په دې کلیسا کې پرون یکشنبې د ورځې ناوخته وشوه او پولیس هم په وخت د پېښې ځای ته ورسېدل.

پولیس وایي چې په دې پېښه کې یو زیات شمېر کسان ټپیان شوي چې د ځنیو روغتیایي وضعیت یې خطرناک دی.

پولیسو داهم ویلي، چې په کلیسا کې مذهبي مراسم نه وو، بلکې ډېرو هغو کسانو چې کورونه نه لري، ورته د دې لپاره پناه وروړې وه چې له یخنۍ ځان وژغوري.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه تراوسه نورجزییات نه دي څرګند شوي.

یونېسف ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لېږي

ارشیف، د کرونا ویروس ضد واکسین

یونېسف پلان لري چې راتلونکی کال ۹۲ مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا ویروس ضد دوه میلیارده ډوزه واکسین او یو میلیارد سورنجونه ولېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره (یونېسف) د نړۍ په کچه د واکسین اخیستلو تر ټولو لویه اداره ده.

دغه اداره هر کال نږدې ۱۰۰ هېوادونو کې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي په هدف دوه میلیارده ډوزه واکسینونه اخلي.

مخ پر ودې هېوادونو ته د کرونا واکسین په دومره شمېر کې لېږد یوه ننګونه ده، خو یونېسف وایي، د بار وړلو له سلګونه هوایي او سمندري شرکتونو او د لوجستیک له نړیوالو شریکانو سره په دې برخه کې کار کوي.

په ریاض کې د جي شل هېوادونو غونډه کې هم د کرونا پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبري وشوې او ژمنه وشوه چې د واکسین لپاره به‌یې هېڅ ډول هڅې ونه‌سپمول شي.

د امریکا او اروپا د درملو جوړولو یو شمېر لویو شرکتونو له دې وړاندې ویلي چې د کرونا ضد واکسینونه‌یې جوړ او ازمویلي دي.

د امریکا برحاله ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د راتلونکي کال تر اپرېل میاشتې پورې به دغه واکسین په پراخه کچه تولید شي.

میکداد فیصل د سوریې د بهرنیو چارو وزیر شو

فیصل میکداد (ښی) او د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میکداد فیصل د سوریې د بهرنیو چارو وزیر شو.

میکداد چې با تجربه ډیپلوماټ بلل شوی د ولید المعلم ځای نیولی. المعلم تېره اوونۍ ومړ.

۶۶ کلن فیصل میکداد له ۲۰۰۶ کال راهیسې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG