نړۍ
شمالي وزیرستان کې لسګونه ښځو اعتراض کړی
په شمالي وزیرستان کې پرون په لسګونه ښځو د یوه اعتراض له لارې د خپلو زامنو، وروڼو او مېړونو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
ویل کېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ډېر دغه کسان نیولي، خو دقیق شمېر یې نهدی څرګند.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو پرون ازادي راډیو ته وویل چې د دغو ښځو اعتراض چې د پلتۍ وهلو په بڼهیې کړی، د سیمې د سپین ږیرو له پراخ ملاتړه برخهمن دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه سیمهییز غړي سید انور ازادي راډیو ته وویل چې د سپټمبر په ۱۵مه چې کله د محمد خی په سیمه کې پر یوه پوځي کاروان د سړک غاړې بم وچاودېد، د سیمې څو تنه ونیول شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه
مشهوره هندۍ سندرغاړې آشا بهوسلي د ۹۲ کلونو په عمر مړه شوه.
د آشا زوی آنند بهوسلي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته تایید کړه چې مور یې وفات شوې.
آشا بهوسلي له ۱۹۴۳ کاله کله چې یواځې نهه کلنه وه سندرې پيل کړې وې.
هغې په اتو لسیزو فعالیت سره څه باندې ۱۲زره سندرې ثبت کړې او اکثر خلک په تېره د بالیوود سینما مینه وال یې له غږ سره اشنا دي.
د آشا بهوسلي مشره خوره لتا منګیشکر د هند تر ټولو نامتو سندرغاړې وه.
ټرمپ؛ له همدې شیبې د هرمز تنګی محاصره کوو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسلام اباد کې له ایراني پلاوي سره تر ناکامو مذاکراتو وروسته خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګی محاصره کوو.
هغه نن پر خپلې سوشل پاڼې ټروت کې لیکي،" له همدې شیبې د امریکا سمندري ځواکونه په هرمز تنګي کې د کښتو هر ډول تګ راتګ محاصره کوي".
د ټرمپ په ټکو،"په مذاکراتو کې مهمه موضوع د ایران اټومي پروګرام و، چې هوکړه پرې ونه شوه".
هغه وړاندې وویل، د امریکا سمندري ځواکونو ته امر شوی چې "په نړیوالو اوبو کې هر هغه کښتۍ وپیژني او ودروي چې ایران ته مالیه ورکوي".
ولسمشر ټرمپ ژمنه وکړه چې په هرمز تنګي کې د ایران له خوا کرل شوي ماینونه به له منځه یوسي او په ټکو يې،" هر ایرانۍ چې پر موږ یا بلې ملکي کښتو ډزې وکړي له منځه به یوړل شي".
پاکستان پرون شنبې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه و چې نن سهار بې پایلې پایته ورسیدې.
قالبیاف؛ امریکا دې پریکړه وکړي چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالبیاف وايي،"امریکا دې پریکړه وکړي چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه".
قالیباف نن یکشنبه په اسلام اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د بې پایلې پایته رسیدو وروسته وویل،" امریکا زموږ اصولو او منطق درک کړل، اوس پریکړه د هغوي په لاس کې ده چې زموږ باور ترلاسه کوي او که نه".
د قالیباف دغه څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړي دي.
هغه وړاندې ویلي چې د ډپیلماسي او پوځي لارو څخه به د ایران او ایرانیانو له ملي ګټو دفاع ته دوام ورکړي.
پاکستان پرون ماښام د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه و.
دغه مذاکرات نن سهار بې پایله پایته ورسیدل او امریکايي او ایراني پلاوي بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
جي ډي ونس؛ ایران پریکړه کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو په ګډون د امریکا شرایط ونه مني
د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات بې پایلې ته پایته ورسیدل.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس نن سهار په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې هوکړه ونه شوه او امریکايي پلاوی بیرته ستنیږي.
هغه وړاندې وویل، په اسلام اباد کې "خپل وروستۍ او ښه وړاندیز " ایران ته پریږدي.
د هغه په ټکو، "موږ یوې هوکړې ته ونه رسېدو موږ خپلې سره کرښې روښانه کړې، دوی (ایرانیانو) زموږ د شرایطو له منلو انکار وکړ".
جي ډي ونس د مذاکراتو په بهیر کې نیمګړتیاوو ته په اشارې وویل،"ایران پریکړه کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو په ګډون د امریکا شرایط ونه مني".
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي،"په ځینو موضوعاتو هوکړه شوې وه، خو په ۲ یا ۳ برخو کې هوکړه ونه شوه او ورسره مذاکرات بې پایلې پایته ورسیدل".
د بقايي په ټکو،"په مذاکراتو کې ځيني نوي موضوعات لکه د هرمز تنګي موضوع اضافه شوې او هر یوه يې خپلې ستونزې لري".
بل پلو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د دغو مذاکراتو کوربه و، له دواړو خواو غوښتي چې دوه اونیز اوربند پلي او رعایت کړي.
نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو
نزار امیدي د عراق د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
هغه به د پلازمینې بغداد په السلام ماڼې کې د مخکي ولسمشر عبداللطیف رشید ځان ونیسي.
امیدي د عراق په پارلمان کې د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره له مثني امین ټاکنې وګټلې.
په عراق کې د پخواني دود له مخې، د صدارعظمۍ مقام شیعه سیاستوال او د پارلمان مشري سني سیاستوال ته ورکول کیږي.
په عراق کې د ولسمشرۍ مقام تر ډیره تشریفاتي دی او کوردانو ته رسیږي.
امیدي د "کردانو د ټولنې" کانداید و او له ایران سره نژدې اړیکي پالي.
پر لبنان د اسراییلو د شنبې ورځې په بریدونو کې لس کسان وژل شوي
د لبنان پر جنوب د اسراییلو په بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لسهاوو نور ټپیان دي.
دغه بریدونه د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د لبنان پر دولسو سیمو شوي دي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، "په بریدونو کې د حزب الله ډلې پلویان هم وژل شوي".
د ایران له ملاتړه برخمنه د حزب الله ډله د امریکا او اسراییلو له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل کیږي.
خو اروپايي ټولنې د دغې ډلې پوځي برخه ترهګره بولي.
اسراییلو تراوسه پر لنبان د تازه بریدونو په اړه څه ویلي نه دي.
د امریکا او ایران ترمنځ له اوربند وروسته اسراییلو پر لبنان په بریدونو کې په یوه ورځ کې ۲۵۰ کسان ووژل.
رویترز؛ د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی
د ایران مشر مجتبی خامنه ای د جګړو په لومړیو ورځو کې سخت ټپي شوی دی.
رویترز خبري اژانس د شنبې په ورځ د (حمل۲۲مه) د ایران دننه د دریو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې خامنه ای لا هم د مخ او پښو د سختو ټپو له کبله تر درملنې لاندې دی.
رویتز د دغو سرچینو نومونه یاد کړي نه دي.
مجتبی خامنه ای پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د خپل پلار ایات الله علي خامنه ای له وژل کیدو وروسته د هغه ځایناستی وټاکل شو.
له دغې ۴۰ ورځینۍ جګړې وروسته لاهم د مجتبی خامنه ای کوم انځور او غږ خپور شوی نه دی.
له دې سربیره د خامنه ای د ساتنې د ځای په اړه هم دقیق معلومات په لاس کې نشته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران ۵۶کلن نوی مشر د سختو ټپونو سربیره لا هم "ذهني وړتیا " لري او له لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره په پریکړو کې ونډه اخلي.
د ازادې اروپا ازادي راډیو/فردا څانګه په ایران کې پر انټرنیت د بندیز له کبله نشي کولی د دغو اطلاعاتو او معلومات دقیق والی تایید کړي.
د تهران او واشنګتن ترمنځ د روغې جوړې خبرې شروع شوې
په اسلام اباد کې د امریکایي او ایراني پلاوو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې.
ایراني رسنیو د دې رسمي مذاکراتو د پیلیدو خبر ورکړ چې نن له ماسپښین وروسته د پاکستان په منځګړیتوب پیل شول.
د امریکا د پلاوي مشري د دغه هیواد مرستیال ولسمشر جي ډي ونس کوي او د ایراني پلاوي مشري د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ته سپارل شوې ده.
پاکستان خپلې جنګي جټ الوتکې او ځواکونه سعودي عربستان ته لیږلې دي
د سعودي عربستان دفاع وزارت نن تایید کړه چې د پاکستان جټ الوتکې او نور ملاتړي ځواکونه د دغه هېواد په ختیځ کې د ملک عبدالعزیز په پوځي هوايي اډه کې ځای پر ځای شوي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې د پوځي جټ الوتکو او ملاتړو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.
ریاض او اسلام آباد د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې یو متقابل دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د تړون په اساس دواړه خواوې ژمنې شوې چې پر یو بل برید ته به په دواړو هېوادونو د برید په سترګه ګوري.
دغه تړون د پاکستان او سعودي عربستان د کلونو ملګرتیا لا پسې پخه کړه.
پاکستان داسې وخت خپلې جټ الوتکې او ځواکونه په سعودي کې ځای پر ځای کړل چې په اسلام اباد کې د امریکا متحده ایالتونو او ایران د خبرو کوربه توبه کوي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو سره هممهاله ایران د سعودي په شمول د سیمې په هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.
په فضا کې تر نن پورې تر ټولو لرې سیمې ته د ستورمزلو مزل
څلور ستورمزلي په فضا کې تر دې دمه تر ټولو لرې سیمې ته تر تګ وروسته مځکې ته ستانه شول.
دا ستور مزلي سپوږمۍ ته نژدې له لس ورځني سفر وروسته نن سهار د امریکا سان دیاګو ته نژدې په ارام سمندر کې راښکته شول.
په دغو څلورو ستورمزلو کې د یوې ښځې کرستینا کوچ تر څنګ ریډ ویسمن او ویکتور ګلوور د امریکا دي او جیرمي هینسن د کاناډا دی. دوی یو میلیون او یولک اوولس زره پنځه سوه پنځلس کیلومتره واټن وواهه او د سپوږمۍ هغه لوری یې له فضا ولید چې له مځکې نه لیدل کیږي.دا په فضا کې تر ټولو لرې سیمه ده چې تر اوسه انسان توانیدلی دی چې ورورسیږي.
ستورمزلیو شاوخوا شپږ ساعته د سپوږمۍ د نیمې پټې برخې، چې له مځکې نه لیدل کیږي، سپړنه وکړه.
دا ماموریت د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) د بل ماموریت پيلامه ده چې ټاکل شوې ده تر دوو نورو کلونو پورې انسان سپوږمۍ ته ولیږي.