د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۵۲

نړۍ

ډونالډ ټرمپ خپل ټاکنیز کمپاین بېرته پیلوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین د بېرته پیلېدو اعلان وکړ.

تمه ده د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یوه غونډه د شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ او بله یې د اکتوبر پر دولسمه په فلوریدا ایالت کې ترسره شي.

د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه چې د ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس آزموینه مثبته اعلان شوه، نوموړي خپلې ټاکنیزې غونډې نه دې کړي.

ولسمشر ټرمپ درې ورځي په روغتون کې تېرې کړې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ټاکنو ته تر څلورو اونیو لږ وخت پاتې دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ښايي نن په مینسک کې د لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد بیا لاریونونه وشي

د لاریون کوونکو یو انځور

اټکل کېږي چې نن به بیا د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد لاریونونه وشي.

نن هغه مهلت پای ته رسېږي، چې اپوزیسیون له واک څخه د لیرې کېدو لپاره لوکاشینکا ته ټاکلی و او ویلي وو که له واکه لیرې نه شي په ملي سطحه به له اعتصابونو سره مخامخ شي.

د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی، په هغو مظاهرو کې چې له مخکې یې اجازه نه وي اخیستل شوې، برخه وانخلي.

وروسته له هغې چې د اګست میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا، چې له ۱۹۹۴م کال راهیسې په واک کې دی، ځان ګټونکی اعلان کړ، په دغه هېواد کې مظاهرې روانې دي.

په هغو ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف لوبې پرېښودې

حبیب نورمحمدوف

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.

ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.

محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.

نوموړي د تېرې ورځې د سیالۍ له ګټلو وروسته خپلې دستکشې پر ځمکه کېښودې او ویې ویل له خپلې مور سره د کړې ژمنې په اساس د رزمي سیالیو سره خدای پا اماني کوي.

حبیب نور محمدوف د روان کال د جولای په میاشت کې د خپل پلار د مړینې پر مهال چې د کرونا ویروس له امله مړ شو له خپلې مور سره د دې سیالیو د پرېښودو ژمنه کړې وه.

نوموړي وویل، له مور سره يې ژمنه کړې وه چې په میدان کې د خپل پلار د نه موجودیت په صورت کې به د سیالیو لپاره لوبغالي ته ښکته نه شي او بل اخره يې دا ژمنه پوره کړه.

د رزمي لوبو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف استعفا وکړه

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړی حبیب نورمحمدوف

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره خدای پاماني وکړه.

ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.

محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.

مایک پومپیو له لوکاشینکا سره ټیلیفوني خبرې وکړې

مایک پومپیو او الکساندر لوکاشینکا

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له الکساندر لوکاشینکا سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

دا خبرې په داسې حال کې وشوې چې پر نوموړي فشار په زیاتېدو دی او اپوزېسیون خبرداری ورکړی چې له واکه لاس واخلي کنې په ټول هېواد کې به اعتراضونه او اعتصابونه پراخ کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ازادي راډیو ته وویل چې پومپیو د هغه امریکايي-بلاروسي سیاسي ستراتېژیست ویتالي شکلیاروف د خلاصون غوښتنه وکړه چې د امریکا حکومت‌یې توقیف ناعادلانه بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د شکلیاروف د خوشې کېدو او له بلاروس څخه فوراً امریکا ته د لېږلو غوښتنه وکړه.

شکلیاروف چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او سناتور برني سندرز په کمپاینونو کې کار کړی و، په جولای میاشت کې هغه مهال ونیول شو چې د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو لپاره بلاروس ته لاړ.

د مایک پنس د دفتر رئيس په کرونا ویروس اخته شوی

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر رئيس په کرونا ویروس اخته شوی دی.

د پنس مطبوعاتي رئيس پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مرستیال ولسمشر مایک پنس او د هغه د مېرمنې د کرونا ټسټ منفي و.

د پنس د دفتر د رئیس ترڅنګ پرون د نوموړي د لوی سیاسي سلاکار کرونا هم تأیید شوه.

تر دې وړاندې ولسمشر ډونالد ترمپ هم په کرونا ویروس اخته شوی و، خو ښه شو او اوس په انتخاباتي کمپاینونو بوخت دی.

بلاروس کې پولیسو ۹ تنه مظاهره‌چیان ونیول

بلاروس کې مظاهره‌چیان

بلاروس کې پرون د اوونۍ د وروستیو ورځو مظاهرې ترسره شوې او پولیسو له دې ډلې نهه تنه ونیول.

دغه اعتراضونه د اګسټ د نهمې نېټې له ټاکنو وروسته پلازمېنه مېنسک او یو شمېر نورو ښارونو کې دوام لري.

اعتراض کوونکي پر الکساندر لوکاشینکا فشار راوړي چې له واکه لیرې شي یا بیا ځلي ټاکنې ترسره کړي.

پرون له باران سره مظاهره‌چیانو د اپوزېسیون سره او سپین رنګه بیرغونه له ځان سره لېږدول او څو ساعته‌یې مېنسک کې لاریون وکړ.

د بلاروس وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د شپږم ځل لپاره الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شو، خو مخالفان‌یې ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د لوکاشینکا بریا په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

فرانسې یوه مسلمانه کورنۍ له خپلې لور سره د تاوتریخوالي په جرم اخراج کړه

د فرانسې بیرغ

د فرانسې د کورنیو چارور وزیر وایي، د هغې مسلمانې پېغلې د کورنۍ غړي یې له فرانسې اخراج کړي چې د دې نجلۍ سر یې په زور خېرلی و.

دغې بوسنیایۍ مسلمانې پېغلې غوښتل د صربستان له یوه عیسوي ځوان سره واده وکړي.

فرانسوي چارواکي وایي، د دغې ۱۷ کلنې نجلۍ د کورنۍ پنځه غړي پلار او مور، دوه خویندې او یو ورور پرون د بوسنیا هرزګوېنا پلازمېنې سارایوو ته ولېږدول شول.

د سارایوو پوله‌ساتو پولیسو له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره خبرو کې منلې چې د دغې کورنۍ غړي ور رسېدلي دي.

د فرانسې پولیسو ویلي، د دغې نجلۍ مور او پلار د اکټوبر په ۲۳مه ونیول شول او محکمې له دغې پېغلې سره په تاوتریخوالي مجرم وپېژندل.

د نجلۍ کاکا او ترور په زندان محکوم شوي.

ټرمپ له وخته مخکې رأی ورکونه کې رایه صندوق ته واچوله

ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د ولسمشریزو ټاکنو له وخته مخکې رأی ورکونه کې خپله رایه صندوق ته واچوله.

ټرمپ د فلوریدا په یوه کتابتون کې چې د رأی اچونې د مرکز په توګه ترې استفاده کېږي ویلي، "ما د ټرمپ په نوم یوه کس ته رایه ورکړه."

ډونالد ټرمپ پخوا خپل پلرني ټاټوبي نیویارک کې رایه ورکوله، خو تېر کال‌یې د اوسېدو ځای فلوریدا ته بدل کړ.

اوس‌مهال شااوخوا ۵۵ میلیونه امریکایان له وخته مخکې رایه اچونه کې برخه اخلي.

ټرمپ د رأی اچونې پر مهال ماسک تړلی و، خو کله چې خبریالانو ته نږدې شو، ماسک‌یې لیرې کړ.

د رأی ورکونې له مرکزه بهر د ټرمپ یو شمېر پلویان راټول شوي و او د بیرغونو په ښورولو سره‌یې دا شعار ورکاوه چې "د څلورو نورو کلونو لپاره" ټرمپ د ولسمشر په توګه غواړي.

قرغزستان کې تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي

ارشیف

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون وايي ټاکل شوې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې د راروانې جنورۍ میاشتې پر لسمه وشي.

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه په پلازمېنه بشکېک کې د دوی په یوه بېړنۍ غونډه کې شوې ده.

د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ټاکنو خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې په قرغزستان کې د څو اوونیو د ناکراریو په نتیجه کې حکومت نسکور او ولسمشر سورونبای جینبیکوف استعفی ته اړ شو.

دا ناکرارۍ او مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، د اکتوبر د څلورمې په پارلماني ټاکنو کې د پراخو درغلیو او سرغړونو ادعا وشوه.

پاکستان کې پولیسو د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژلي

ارشیف

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پولیس وايي، تېره شپه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د یوې ممنوعه ډلې ۴ غړي وژل شوي دي.

پولیسو وژل شوي کسان «تروریستان» بللي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیا لانګو وویل، په دغو عملیاتو کې چې پرون ناوخته شوي، د ټروریزم ضد ډیپارټمنټ دوه پولیس ټپیان شوي هم دي.

لانګو نن وویل، دا عملیات د بلوچستان ایالت د مستونګ په دشت سیمه کې وروسته له هغې وشول چې د مشکوکو کسانو په اړه استخباراتي اطلاعات ورورسېدل.

نن بارسلونا او ریال ماډریډ د فوټبال سیالي کوي

د بارسلونا لوبډلې یو لوبغاړی

ټاکل شوې چې نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

دواړو لوبډلو نننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی.

دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربه توب نیو کمپ فوټبال لوبغالي کې پیلېږي.

د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادېږي، چې تر دې دمه ۲۷۷ ځلې یو د بل پر وړاندې په خپل تاریخ کې لوبېدلې.

په دې ۲۷۷ لوبو کې ۱۰۰ځلې ریال ماډرید او ۱۱۵ ځلې بیا بارسلونا بریا خپله کړې ده، خو ۶۲ ځلې بیا د دې دوو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.

د پولنډ ولسمشر په کرونا ویروس اخته شو

د پولنډ ولسمشر اندري دودا

د پولنډ د ولسمشر د کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ ټېسټ مثبت ختلی دی.

د اندري دودا ویاند بلازي سپيچالسکي نن په ټویټر کې لیکلي، چې د ولسمشر معاینه پرون مثبته وختله، چې اوس د بهترۍ احساس کوي او ځان یې له نورو منزوي کړی دی.

په پولنډ کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو پېښې زیاتې شوي او په نتیجه کې یې تر ۴۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

ټرمپ: سوډان او اسراییل د اړیکو پر عادي کولو موافقه وکړه

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده. 

سوډان او اسراییل په خپلو کې د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې دا موافقه د واشنګټن په منځګړیتوب شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ویلي، درېیو نورو عرب هېوادونو هم له اسراییل سره د سولې موافقې ته لېوالتیا ښوولې ده.

څو اوونۍ مخکې بحرین او متحده عرب اماراتو هم له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو موافقه وکړه.

فلسطین د دې اقدام سخت مخالفت ښوولی دی.

روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د کویډ۱۹ له امله نوی خبرداری ورکړ

ارشیف

په اروپا او د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټدروس اډهانوم ګیبریسوس وايي، د شمالي نیم کرې هېوادونه په خطرناکه مرحله کې دي.

ګیبریسوس پرون وویل، په راروانو میاشتو کې به وضعیت نور هم کړکېچن شي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر دوڅلوېښت میلیونو اوښتی دی.

په دې ویروس په نړۍ کې تر یو میلیونو او څوارلسو لکو زیات کسان مړه شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

د «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم له ازمویلو وروسته ترکیې ته د امریکا خبرداری

د امریکا او ترکیې بیرغونه

وروسته تر دې چې ترکي پوځیانو د روسیې ساخت «اېس-۴۰۰» توغندیو سیستم وازمویه، د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې دا به ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هافمن په یوه بیان کې د جمعې په ورځ وویل، د امریکا دفاع وزارت د ترکیې له لوري د اکټوبر په ۱۶مه د «اېس-۴۰۰» دفاعي سیستم د توغندي ازموینه په کلکو ټکو غندي او دا د امریکا د یوه متحد او د ناټو د غړي له ژمنو سره سر نه‌خوري.

په استانبول کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې موږ له امریکا د اجازې غوښتنه نه‌کوو او دې ازموینو ته ادامه ورکوو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG