افغانستان
جرمني له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرسته کوي
د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرستې اعلان کړی.
د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرستې په مالي او تخنیکي برخو کې لګول کېږي.
د نوموړي په خبره، دغه مرستې په بروکسل کې د شویو ژمنو په اساس ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: "د دغه اصولو پر بنسټ، جرمني د ځان بسیاینې په لاره کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي، دغه هېواد تمه لري چې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې خوندي شي."
د ښاغلي مسجدي په خبره، د اقتصادي همکاریو په برخه کې د جرمني ډولت سکرټر مارټین ییګر نن په دې اړه په یو وېډیویي کنفرانس کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د مالیې وزارت وايي، جرمني د افغانستان یو له لویو اقتصادي تمویلوونکو شمېرل کېږي او له ۲۰۰۱ کال څخه وروستهیې د افغانستان په بیارغونه کې بنسټیز رول لوبولی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
د راستنېدونکو کړکېچ؛ ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ( اوچا) وايي سږکال هېواد ته راستانه شوي ۲.۷ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وايي کډوال خپل هېواد ته په ستنېدو سره نوی ژوند پیلوي چې د خوندي سرپناه، معیشت، تعلیم او روغتیايي خدماتو په برخو کې عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریباً ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هېوادونو، پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي.
د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بېنتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام وکړي.
بلخوا، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د پنجشنبې په ورځ تایلنډ کې د کانټیننټل جام په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه کې د نیوزیلنډ ټیم ته ۶-۱ ماته ورکړه او له سیالیو بهر شو.
د افغانستان ټیم له دې مخکې په دغو سیالیو کې د تایلنډ، ویتنام او روسیې په وړاندې دوه ماتې او یوه تساوي درلوده.
نن د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی
نن پنجشنبې د افغانستان په ۷ولایتونو کې د تیز باران او سیلونو د راوتو اټکل شوی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا کې د تیز باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو اټکل کړی دی.
په اعلامیه کې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو پېښېدو وړاندینه هم شوی دی.
وروستیو بارانونو او سیلونو د افغانستان په خیتځو ولایتونو کې په لسهاوو کسان مړه او خلکو ته په میلیونو افغانیو تاوان ورسوه.
د افغانستان د ازادي جبهه ادعا کوي چې پنځه طالب سرتیري يې وژلي دي
د افغانستان د ازادي په نوم جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې يې د نښه پرمهال پنځه طالب سرتیري وژلي او یولس نور يې ټپیان کړي دي.
دغه جبهې پر خپلې ایکس پاڼې ادعا کړې چې پرون چهارشنبه یې د طالبانو یو برید په شا تمبول دی.
د جبهې په ټکو، نښتې شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.
تراوسه طالب چارواکو د دغې ادعا په اړه څه ویلي نه دی.
ازادي راډيو په خپلواکه توګه د دې جبهې ادعاوې نشي تاییدولی.
یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي،"په روانه اوونۍ کې څه باندې درې سوه افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو تر خوشي کیدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي".
دغه وزارت نن پنجشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، د ماشومانو په ګډون ۳۲۵تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
وړاندې راغلي، دغه کسان د بیلابیلو لاملونو له کبله بندیان شوي وو.
پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې چې په زرهاوو کډوال يې بیرته افغانستان ته اخراج کړي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي لسګونو زرو راستنو شویو کورنیو ته یې د استوګنې نمرې ورکړي
افغانستان کې د طالبانو حکومت څه دپاسه ۶۵ زره راستنوشویو کورنیو ته د استوګنې د نمرو د توزیع خبر ورکوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده.
بلخوا ملګري ملتونه وايي د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې تقریبا ۶ ملیونه افغانان له ګاوڼدیو هیوادونو،پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
دافغانستان او ایرلنډ د چهارشنبې د کریکټ لوبه بې نتیجې اعلان شوه
د افغانستان او ایرلینډ ترمینځ د ۵ یو ورځنیو لوبو دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.
ددغې لړۍ لومړنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه.
ټاکل شوې ده چې دغه لوبلړۍ د اګست تر۱۴ دوام وکړي.
د پیښور سترې محکمی دیو افغان پخواني جنرال او دوه خبریالانو د ډیپورت مخه ونیوله
پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې د پیښور سترې محکمی دیو افغان پخواني جنرال او دوه خبریالانو د ډیپورت مخه ونیوله.
یادې محکمې د ایالت کورنیو چارو وزارت ته حکم کړی دی چې د جنرال نوید احمد عمري او خبریالانو سید انعام الله صالحي او سید منیر احمد هدف د پاته کیدو په اړه د دوه میاشتو په ترځ کې تصمیم ونیسي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې یادو کسانو په خپلو عریضو کې پاکستان کې د دوه میاشتو د پاته کیدو غوښتنه ځکه کړې وه چې وايي په افغانستان کې یې ژوند ته ګواښ متوجه دی.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې د «غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» په چوکاټ کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې شاوخوا ۲.۶۶میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي.
ملډاویا ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي د سفر پرسر په هغه هیواد کې سیاسي لانجه راپورته شوې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت درې چارواکو د اګست په ۳مه د ملډاویا له پلازمینې کیشینیو څخه کتنه ترسره کړه چې له پراخو سیاسي نیوکو سره مخ شوې ده.
طالبانو ویلي چې دا سفر د کرنې په برخه کې د تخنیکي او عملي همکاریو د پراخېدو لپاره ترسره شوی او هڅه یې کړې چې هغه ته د رسمي سفر بڼه ورکړي. د طالبانو اړوندو رسنیو د دې پلاوي د سفر په اړه پرله پسې راپورونه خپاره کړي دي.
خو ازادي راډیو د ملډوایا څانګې د راپورله مخې د ملډاویا حکومت ویلي چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او له پلاوي سره هېڅ رسمي لیدنې کتنې ندي پلان شوي. د ملډاویا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پلاوي غړیو ته ویزې ځکه ورکړل شوې چې هغوی د نړیوالو بندیزونو په لېست کې نه ووشامل خو د دې وزارت په خبره هغه د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د راپورونو له مخې د دې درې کسیز پلاوي مشري د کرنې مرستیال وزیر صدر اعظم عثماني کوله.
د ملډاویا صدراعظم د دې پېښې په اړه ویلي چې دا یوه "شرموونکې او د نه منلو وړ" اداري تېروتنه وه او د ویزو د ورکړې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ پنځه کاله په پوره کیدو دي خو په دې موده کې روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی.