د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لړم ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۵

افغانستان

چارواکي: بدخشان کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

ارشیف

د بدخشان امنیه قومانداني وايي، په جرم ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني رسنیو ته وویل، لومړی وسله والو طالبانو تېر ماښام پر جرم ولسوالۍ له درېیو لوریو حملې وکړې، چې وروسته جګړه پیل شوه او د شپې تر ۱۱ بجو روانه وه.

ښاغلی روحاني وايي، په وسله واله جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاري صابر او ۳ تنه نور وسله وال ووژل شول.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي د طالبانو یو سرګروپ قاري شمس اله له پنځو نورو وسلوالو سره ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بخښنې سازمان: افغانستان کې ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي

په ننګرهار کې د یوې چاودنې پر مهال ټپي شوی کس

د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنشنل وايي په دوحه کې د سولې د خبرو په دوام سربېره ګڼ ملکیان هره ورځ په جګړو کې قرباني کېږي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا اکټوبر میاشت د افغانانو لپاره ډېره خونړۍ وه.

په اعلامیه کې راغلي چې په غور، هلمند، میدان وردک او ځینو نورو سیمو کې د روانو جګړو او بمي چاودنو په نتیجه کې دا میاشت د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۸۰ ملکیان وژل شوي او څه باندې ۳۷۰ نور ټپيان دي.

د امنېسټي انټرنشنل د جَنوبي اسیا څانګې مشر عمر وړایچ ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي ځکه هره ورځ د بې‌ګناه افغانانو وینې تویېږي.

هغه د افغان جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې د ملکیانو ژوند او د هغوی ټولو بشري حقونو ته پام وکړي.

د هلمند والي: د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی

ارشیف، هلمند کې افغان ځواکونه

د هلمند والي وایي د لښکرګاه د نیولو لپاره د طالبانو پلان شنډ شوی او افغان پوځیان اوس د هغو سیمو د نیولو لپاره عملیات کوي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

جنرال محمد یاسین پرون دا خبرې ازادي راډيو ته وکړې.

هغه وویل د نادعلي، ناوې، باباجي او چاه انجیر په سیمو کې عملیات روان دي، خو مخالفینو ماینونه کېنولي چې د دوی پرمختګ‌یې لږ ستونزمن کړی.

جنرال یاسین زیاتوي: "د پلان له مخې مخ ته روان یو. د دې لپاره چې دښمن په سړکونو، کوڅو، پلونو باندې ماینونه کېنولي دا عملیات لږ وخت نیسي."

د هلمند والي داسې وخت د طالبانو د پلان د شنډولو خبره کوي چې د دې ډلې وسله‌وال د لښکرګاه درېیمه حوزه په کنټرول کې لري.

هغه ومنله چې د هلمند په دې دوو اوونیو جګړو کې شااوخوا ۳۰ افغان پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د جګړو له امله شااوخوا ۴۰ زره ملکیان بې‌ځایه شوي.

د پولیو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې مثبتې پېښې زیاتې شوي'

ارشیف، ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق پروسه

د اکټوبر ۲۴مه )نن شنبه( د پولیو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس پر ضد د مبارزې په لارو چارو باندې د خلکو د پوهاوي او د دې ویروس د له‌منځه وړلو هڅو ته ځانګړې شوې ده.

د پولیو ویروس یوازې په محدودو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان، پاکستان او نایجیریا کې پاتې ده.

په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل میر جان راسخ ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوي.

ښاغلی راسخ زیاتوي: "د روان میلادي کال له پیله تر اوسه پورې د پولیو ۵۳ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي."

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي چې هر کال دوه نیم میلیونه ماشومان د نا امنیو په وجه د پولیو له واکسینه پاتې کېږي.

د دغو ماشومانو ډېره برخه د افغانستان د نا امنو سیمو اوسېدونکي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ارمنستان-اذربایجان شخړه کې لاسوهنه ردوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ شخړه کې لاسوهنه کوي.

د دوی په وینا، د دغې لاسوهنې ادعا د ارمنستان د ملي امنیت ادارې کړې ده او ویلي دي چې له افغانستانه "د اذربایجان د ملکي الوتنو" له لارې وسلې او جنګیالي اذربایجان ته لېږل کېږي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د جګړې د قرباني په توګه، د اذربایجان او ارمنستان د جګړې سوله‌ییز حل غواړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه شخړه باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه‌لیک او د مېنسک ډلې د پرېکړو له مخې هواره شي.

د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان شخړه کې دواړو لورو ته سلګونه امنیتي کسان او ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون: تخار کې هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي

هغه ماشوم چې د تخار په هوايي برید کې ټپي شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې تخار کې وړمه ورځ هوایي برید ۱۲ ماشومان وژلي دي.

کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغان ځواکونو دغه هوایي برید د تالقانو په هزاره قشلاق سیمه کې پر یوه جومات شوی چې ملا امام او ۱۷ ماشومان په‌کې ټپیان شوي هم دي.

خبرپاڼه کې راغلي، برید داسې مهال شوی چې د طالبانو یوه ډله د جومات له مخې تېرېده او جومات کې دننه ماشومانو ته تدریس روان و.

کمېسیون د ملکي کسانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي و، تخار کې شوي هوایي برید کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

د میر رحمان رحماني په مشرۍ د ولسي جرګې پلاوی اسلام‌اباد ته ورسېد

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني

پاکستان ته د افغان سیاستوالو سفرونه دوام لري.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې درېیم ځل دی چې چارواکي دغه هېواد ته ځي او په وروستي ځل د ملي شورا ۱۷ غړي د پاکستان د پارلمان له غړو سره د لیدو په هدف اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم دغه هېواد ته تللي وو.

هلته د ملي شورا د پلاوي مشري د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني کوي او ټاکل شوې دغه پلاوی له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

دفاع وزارت: بادغیس او ننګرهار کې نږدې ۵۰ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشیف، ننګرهار کې یو شمېر افغان سرتېري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بادغیس او ننګرهار ولایتونو کې یې نږدې ۵۰ وسله‌وال طالبان وژلي دي.

وزارت ویلي، ۲۱ طالبان د بادغیس قادس ولسوالۍ کې سره ټول شوي و چې ټول نن یوه هوایي برید کې له‌منځه ولاړل.

وزارت ادعا کړې چې وژل شویو کې د ملا خیرالله او ملا خالق په نوم دوه ځایي قوماندانان هم شامل دي.

دفاع وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو او شېرزاد ولسوالۍ کې هم ۲۸ طالبان وژل شوي دي چې شپږ یې پاکستاني اتباع دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د نورو تورنو کسانو انځورونه هم خپروو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې به په جرمونو د نورو تورنو کسانو انځورونه هم خپاره کړي.

د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، دغه چاره د امنیتي جلسې د لارښوونې له مخې کېږي او د تورنو په نیولو کې مرسته کوي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "د مجرمانو انځورونه د خپرېدو په حال کې دي، هدف‌یې دا دی چې خلک د هغو کسانو له څېرو سره بلد شي چې ښار کې امنیت او نظم ګډوډوي او د نیولو لپاره‌یې له پولیسو سره همکاري وکړي."

له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل ښار بېلابېلو سیمو کې پولیسو په جنایي جرمونو د هغو تورنو کسانو انځورونه خپاره کړي چې د دوی په باور، د قانون له منګولو تښتېدلي دي.

دا کار وروسته له هغه وشو چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت په ټینګښت کې ښکېل شو.

د نیمروز چارواکي: طالبانو خاشرود ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي

ارشیف، د افغانستان ملي اردو سرتېری

د نیمروز چارواکي وایي، خاشرود ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو ۲۳ سرتېري وژلي او ۳ نور یې له ځان سره بیولي دي.

د والي ویاند بهرام حقمل ازادي راډیو ته وویل، دغه سرتېري د (دهمزنګ) په نوم پوسته کې و چې تېره شپه طالبانو پرې برید کړی دی.

حقمل وایي، طالبانو له دغې پوستې نه ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.

دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

تېرو څو ورځو کې دا دوهمه امنیتي پیښه ده چې له ۲۰ ډېر امنیتي او دفاعي سرتېري په‌کې وژل کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د تخار بهارک کې د طالبانو د جګړې له کبله ۳۷ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي وو.

چارواکي: تخار کې ۳ طالب ماین جوړوونکي د خپل ماین چاودنه کې ووژل شول

ارشیف، تخار کې چاودنه

په تخار کې چارواکي وایي، د طالبانو درې ماین جوړوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، دغو کسانو غوښتل تېره شپه په اشکمش ولسوالۍ کې ماین خښ کړي چې پرې وچاودېد.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تخار یو له هغو ولایتونو دی چې وروستیو کې ترې د طالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تودې جګړې راپورونه خپاره شول.

فاریاب کې نا معلومو وسله‌والو یو دیني عالم وژلی

ارشیف، فاریاب کې یو وژل شوی کس

د فاریاب یو دیني عالم د دې ولایت په مرکز میمنه کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا وژل شوی دی.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه دیني عالم رحمت‌الله نومېده او نن سهار تر لمانځه وروسته د کور او جومات ترمنځ لاره کې په نښه شو.

د دې پېښې علت تر اوسه معلوم نه‌دی.

بغلان کې یوې چاودنې یو قومي مشر ټپي کړی

حبیب‌الرحمن اندرابي

د بغلان چارواکي وایي د دې ولایت یو قومي مشر او متقاعد جنرال حبیب‌الرحمن اندرابي د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته دا خبره وکړه.

دا پېښه تېره شپه په پلخمري ښار کې شوې ده. ښاغلي بشارت زیاته کړه چې په دې پېښه کې د اندرابي یو زوی او موټر چلوونکی هم ټپیان شوي دي چې روغتیایي وضعیت‌یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

پلخمري ښار په دې وروستیو کې د څو امنیتي پېښو شاهد وو.

تخار کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو د ادعا خپروونکي ته د صالح خبرداری

د افغانستان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې په تخار کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدو ادعاوې یې خپرې کړې دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې په ورځ د مرکز تالقان په هزار لق سیمه کې پر یوه جومات د هوايي حملې په نتیجه کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر فېس‌بوک په یو بیان کې لیکلي، دی مؤثق اسناد لري چې دا ادعا ناسمه ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پرون د ازادي راډیو په یوه بحث کې په دې اړه سپیناوی وکړ: "د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي چې دا خبره دروغ ده او طالبان هره ورځ دروغ وايي، دوی د خلکو په کورونو کې پټېږي، له جومات څخه‌یې قرارګاه جوړه کړې. په کوم هېواد کې تاسو لیدلي چې په جومات کې پوځي قرارګاه وي، خو طالبانو په هر جومات کې پوځي قرارګاه جوړه کړې."

ښاغلي صالح په خپل بیان کې د چا نوم نه‌دی یاد کړی، خو ویلي یې دي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازو څخه‌یې سرخطونه جوړ کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ټویټر په جلا بیانونو کې ویلي دي چې د دې ادعاوو په اړه‌یې پلټنې پیل کړې دي.

سټولټنبرګ: د سولې ټولو شرایطو په عملي کېدو سره به له افغانستانه ووځو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ټینګار کوي چې د ناټو غړي به یوازې په هغه صورت کې له افغانستانه ووځي چې د امریکا او طالبانو د سولې ټول شرایط عملي شي.

ینس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې چې نن جمعه په پام کې ده، پرون په خپلو څرګندونو کې یادونه وکړه چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو په عین حال کې به تر ۲۰۲۴ کاله د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونه مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو د دفاع وزیرانو انلاین غونډه نن پیل شوه چې تر ډېره په فضا کې د ناټو د راتلونکو فعالیتونو په اړه خبرې په‌کې وشوې، خو تمه ده چې په نننۍ غونډه کې به بیا هم د افغانستان پر مسایلو بحث وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ په ډاګه کړه چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل له شرایطو سره تړلي دي، خو ده زیاته کړه چې ناټو، له نړیوالو ترورېستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کولو په ګډون دې شرایطو ته د امکاناتو له چمتو کولو سره مرستې ته چمتو ده.

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه لاسلیک شوه، د امریکا او ناټو ټول ځواکونه باید د بل کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

له ستانکزي سره د امریکا نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس لیدنه

شېر محمد عباس ستانکزی

په قطر کې د طالبانو ویاند وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیا لپاره د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس اډم بولر د طالبانو د قطر د دفتر له مرستیال سره کتلي دي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، اډم بولر له شېر محمد عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

محمد نعیم نور جزئیات نه‌دي څرګند کړي.

بولر او نورو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG