د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

نيويارک ټايمز: د طالبانو اسلامي افکار تر ډېره له اسلامه سرچینه نه اخلي


ارشيف
ارشيف
  • نيويارک ټايمز

نیویارک ټایمز د افغانستان د سولې په خبرو کې د ستونزو په اړه په لیکنه کې د اسلام په اړه د بېلابېلو خواوو بېلو بېلو تفسیرونو او قرایتونو ته په کتو لیکنه خپره کړې ده.

د دې لیکنې سرلیک دی «د چا اسلام؟ د افغانستان نوې جګړه» طالبان د افغانستان د دولت له استازو سره په خبرو کې د اسلامي حکومت غوښتنه کوي خو طالبانو ته پکار ده چې په حکومت او ټولنه کې د اسلام د رول په اړه خپل نظر واضح کړي.

د افغانستان اساسي قانون له وړاندې لا اسلامي دی او په کې په زغرده ویل شوي چې په افغانستان کې هېڅ قانون چې له اسلام سره په ټکر کوي نه شي نافذېدای.

افغان چارواکي او استازي وايي چې سیستم او نظام یې اسلامي دی او د تېرو دوو لسیزو پر بریاوو لکه د ښځو حقونو، د بیان ازادي او انتخاباتو ټینګار کوي.

خو د نیویارک ټایمز خبریال وايي، له طالبانو سره له ګڼو مرکو ورته څرګنده شوې چې هغوی په اوسني افغانستان کې د ښځو او نارینه وو یو ځای کار غیر اسلامي بولي، د رسنیو ازادۍ د اخلاقي فساد تشویقوونکې ګڼي او پر بانکي سیستم انتقاد لري او وايي چې باید اسلامي بانکي سیستم عملي شي.

دوی دغه راز د پالیسیو په جوړولو او د قوانینو په وضع کولو کې ملایانو ته د پراخې ونډې د ورکولو او دیني زده کړو ته د زیاتې پاملرنې غوښتونکي دي.

د ورځپاڼې د لیکوال په نظر، د اسلام په اړه د سختو دریځونو د اعمالولو په خاطر د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده تېره میاشت مولوي عبدالحکیم د مرکچي پلاوي مشر وټاکه.

نوموړی د سیاسي خبرو تجربه نه لري خو د دې لپاره چې د طالبانو مشر خپلو پلویانو ته وښيي چې له خپلو توندو دریځونو نه په شا کېږي، هغه یې د خپل مرکچي پلاوي مشر وټاکه.

ورځپاڼې ځینې پوښتنې مطرح کړي او لیکلي یې دي چې دا مهمې پوښتنې ځواب غواړي: ایا طالبان به انتخابات ومني؟ ایا ايتلافي حکومت مني؟ او انتخابي ملي شورا مني؟

په وروستیو اوونیو کې ځینو طالب مشرانو څرګنده کړې چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په راس کې یو مذهبي واکمن غواړي، او که داسې نه کېږي اجرايي واک دې ولري.

ورځپاڼه نتیجه اخلي چې د طالبانو اسلامي افکار تر ډېره له اسلامه سرچینه نه اخلي بلکې د دوی له کلتوري باورونو نشت اخلي.

نو د سولې خبرې به ښځو ته په حکومت کې د اوسنۍ ونډې پر سر له ستونزو سره مخامخ شي او که طالبان دا او نور حقونه ونه مني، د سولې خبرې به نتیجې ته ونه رسېږي.

  • دي هيل دي

هیل ورځپاڼې د حسین حقاني په قلم د افغانستان د سولې پر پروسې انتقادي لیکنه خپره کړې ده.

لیکوال وايي چې د ۵ زره طالبانو له خلاصون سره سره امریکا له افغانستانه له مهالوېش سره سم د خپلو ځواکونو د ایستلو پر ژمنه ولاړه ده خو طالبان حتي اوربند ته تیار نه دي.

دی همداراز وايي چې ډېر شمېر خوشي شوي طالبان بېرته د جګړې میدان ته تللي چې دا د امریکا او طالبانو د موافقې سرغړونه ده او له بلې خوا دې ډلې د ژمنې خلاف له القاعده سره اړیکې نه دي شلولي.

د حسین حقاني په باور طالبانو ته داسې تصور پیدا شوی چې امریکایان په هر صورت وځي نو د دې لپاره چې دا تصور ختم شي، پکار ده چې خبرې ودرول شي او طالبان پر خپلو ژمنو درېدو ته محبوره شي.

XS
SM
MD
LG