د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۳۶

افغانستان

مېلر: د سولې هڅو سره سره وسله‌وال لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي

سکاټ مېلر او لوی درستیز یاسین ضیا فاریاب ته د رسېدو پر مهال

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وایي، دوحه کې د سولې د هڅو له دوام سره سره وسله‌وال مخالفان لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

مېلر دا څرګندونې پرون بلخ ولایت ته د سفر پر مهال وکړې، هغه سفر کې چې د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا هم ورسره و.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جنرال مېلر له قوله لیکلي "که څه هم افغان ځواکونه دفاعي حالت کې دي، خو بریاوې لري".

څو شمالي ولایتونو ته د دغه سفر هدف د امنیتي وضعیت ارزول ښودل شوي دي.

له دې وړاندې بیا طالبانو ادعا کړې وه چې د دوی جګړه دفاعي بڼه لري او د افغان ځواکونو عملیاتو ته غبرګون دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په خوست کې د اوبو د ۹ بندونو د جوړولو کار پیل شو

د اوبو د يوه ذخیروي بند د جوړولو انځور

نن د شنبې په ورځ د خوست په مرکز او ۵ ولسوالیو کې د ۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۹ وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار پیل شو.

د خوست په مرکز او پنځو ولسوالیو تڼیو، ځاځي میدان، ګربزو، باک او اسماعیل خېل او مندوزیو کې د اوبو د ۹ وړو ذخیروي بندونو د جوړولو کار د خوست د مرکز اړوند د څړبني پر خوړ د یو ذخیروي بند د بنسټ ډبرې په کېښودو پیل شو.

د کار په پیل ځای کې د خوست د شمل خرم د فرعي حوزې رئیس انجینر ذین الله نسیمي مشال راډیو ته وویل، د دې بندونو په جوړولو چې د اوبو د چارو د تنظیم اداره ۹۲ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت کوي، ۶لکه ۱۶۵۰۰ متر مکعب اوبه ذخیره شي.

ښاغلي نسیمي زیاته کړه: "دا ۹چک ډيمونه یا د واوبو واړه ذخیروي بندونه د خوست په اسماعیل خېلو مندوزیو، تڼيو، ګربزو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې جوړېږي، په دې سره به د سیلابونو سرعت راکم شي، په ضمن کې به زیرزمیني اوبه تقویه شي او د ګل څخه به راپورته شي، پدې کې به ۵۰۰ کاریګر کار کوي، چارې به يې د اتو میاشتو په موده کې سرته ورسېږي، له دې چک ډیمونو به ۱۱ زره کورنۍ ګټه پورته کړي."

د خوست اوسیدونکي هم دې خوشاله دي، چې د کلونو-کلونو غوښتنو وروسته پدې ولایت کې د اوبو د بندونو د جوړولو کارونه پیلېږي.

خوست چې موسمي او شړکنده بارانونه لري، په ډېریو سیمو کې يې خوړونه او سیلابونه راوځي، چې نه یوازې کرنیزې ځمکې ورسره تخریبېږي، بلکې د خلکو کورونو او څارویو ته هم زیان رسوي.

بغلان کې د فوټبال لیګ؛ د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله اتله شوه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ اتله شوه.

د بغلان د فوټبال فدراسیون رئیس فرید احمد سدید نن شنبه(د لېندۍ ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیاليو په پایلوبه کې 'عقابان' او 'حضرت عمر' راوتلې وې چې 'حضرت عمر فاروق' لوبډله سره مخ وې چې لوبه ۱-۲ پر وړاندې حضرت عمر فاروق لوبډلې وګټله .

ښاغلی سدید وايي چې د 'حضرت عمر فاروق' لوبډله د اتلولۍ په ګټلو سره د هېواد شمال ختیځ زون د اتلولۍ سیالیو ته لار پیدا کړه.

ویل کېږي چې دا سیالۍ یوه اوونۍ دمخه پیل شوې وې او نن شنبه پای ته ورسېدې چې شپږو لوبډلو په کې ګډون کړی وو.

د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ سیالۍ پای ته ورسېدې

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کابل د نجونو او هلکانو د باولینګ وروستي پړاو سیالۍ نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) پای ته ورسېدې.

د افغانستان د باولینګ ملي فدراسیون رئیس ادریس فاروقي نن ازادي راډیو ته وویل چې په یادو سیالیو کې شپږ نجونې او شپږ هلکان د کابل د باولينګ ملي لوبډلې ته غوره شول.

دا دوه ورځنۍ لوبې وې چې د سل غوره لوبغاړو له منځه وروستي پړاو ته دولس نجونو او دولس هلکانو لار موندلې وه.

ټاکل شوې چې باولینګ ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه سیالۍ هم تر راتلونکو لسو ورځو پورې په کابل کې تر سره شي.

پکتیکا چارواکي: اورګون کې د نښتې پرمهال ۱۷ وسله وال وژل شوي

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د پکتیکا ولایت

د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، په اورګون ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې په نتیجه کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن شنبه(د لېندۍ ۱۵مه) رسنیو ته وویل، دا نښته تېره شپه شوې ده: "د لومړنیو راپورونو له مخې په دغو نښتو کې د ترهګرو طالبانو ۱۷ غړي وژل شوي او همدا راز په نښته کې هوايي ځواک هم برخه اخیستې او درنه بمباري شوې، زموږ د تلفاتو راپورونه هم شته چې وروسته به له تاسو سره شریک شي."

ښاغلي ارین ونه ویل چې په دې نښته کې څو تنه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي: د کانونو برخه کې ۱،۶ میلیارده افغانۍ نوې پانګونه شوې

ارشیف، د هېواد یوه کاني سیمه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د کانونو په برخه کې ۱،۶ میلیارده افغانۍ نوې پانګونه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پانګونې سره کابو څلور زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

دغه پانګونه د هېواد په شااوخوا ۲۲ ولايتونو کې په ۶۷ بېلابېلو کاني سيمو کې شوې ده.

نوموړي وویل، له دې لارې هرکال کابو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ عواید هم را ټولیږي.

اسلام اباد کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ ۸مه ناسته

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ اتمه ناسته ډېر ژر په اسلام اباد کې جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ناسته د 'اپټیکا' تړون د بریاليتوب او همغږۍ لپاره جوړېږي، خو نوموړي يې کره نېټه ونه ښوده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ اوومه ناسته د پاکستان لوري راغلي پلاوي په ګډون څه موده وړاندې په کابل کې جوړه شوه.

دغه ناستې په نوبتي ډول له تېرو شپږو کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د هواري په موخه جوړېږي.

هاخوا افغان سوداګر وايي، لا هم له پاکستان سره د ټرانزیټ او لوړو تعارفو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کندز چارواکي: پر کروندګرو اصلاح شوي تخمونه وېشي

آرشیف

په کندز کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، سږکال په خزانې کمپاین کې د دې ولایت په مرکز او ۹ لسوالیو کې پر ۱۴۰۶۰ تنو ګروند ګرو ۷۰۳ ټُنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي.

د دې ادارې د کرنیزو چارو امر عبدالمجید نافذ وايي، پر دې غنمو څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې ورکول کېږي.

هغه زياتوي: "موږ د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي دي، د دغو اصلاح شویو تخمونو ۶۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او یوازې ۴۰ سلنه لګښت یې بزګران ورکوي، یوه بورې غنم ۵۰ کيلو وزن لري او د ۸۸۸ اعشاریه ۳۶ افغانیو په بدل کې بزګرانو ته ورکول کېږي."

ښاغلي نافذ وايي، تېر کال یې هم اصلاح شوې تخمونه په کروندګرو وېشلي وو، چې د ده په وینا د غنمو د حاصلاتو په زیاتیدو کې مرسته کړې وه.

خو کروندګر وايي، سږ کال د کرني ریاست د غنمو اصلاح شوی تخم په داسې وخت کې وېشي چې د غنمو د کر وخت تېر دی، او دوی سره مرسته نه شي کولی.

۳۰ کلن توریالي شینواری د کندز دګل تپې ولسوالۍ له بزګرانو څخه دی، هغه وايي، ډېرو کروندګرو د مني په سر کې غنم کرلي دي.

د کندز د کرنې او مالدارۍ د ادارې چارواکي وايي، که چېرې جګړې پای ته ورسېږي، کروندګر پر خپلو ځمکو کار وکړی او دوی هم وتوانېږي د کندز له کروندګرو سره د نویو تخمونو په رواجولو کې سمه مرسته وکړي، دا ولایت به یو ځل بیا خپل پخوانی هغه نوم تر لاسه کړي چې یو مهال د ټول افغانستان د غلو کندو بلل کېده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت د 'داعي' د ویر مراسم ترسره کوي

د ازاډي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت نن د شنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ورځ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي د ویر مراسم ترسره کوي.

په دې غونډه کې چې ټاکل شوې ده تر غرمې وروسته، دوه بجې د دې وزارت د رسنیو په نړیوال تالار کې جوړه شي، حکومتي چارواکو او د هلمند مخورو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

الیاس داعي څه باندې درې اوونۍ مخکې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه وشوه.

ایران د افغانانو د ځپنې په اړه د یوې ويډیو منځپانګه رد کړه

ارشیف، د افغانستان او د ایران ګډ بیرغ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د افغانانو د ځپنې په اړه د یوې ويډیو محتوا رد کړه.

تردې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغې ویډيو په اړه یې څېړنه پیل کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو ځورونه ښکاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې حال کې زیاته کړه چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې له افغانانو سره "ناسم" چلند نه مني.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده د دې اعلامیې په غبرګون کې وویل چې پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډيو کې د افغانانو سپکاوی یو ناسم کار دی او دا پېښه په ایران کې نه ده شوې.

په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو یوه ويډیو خپره شوه چې په کې داسي ښکاري چې ګواکي ځیني ایرانیان یو شمېر افغانان شکنجه کوي.

تر اوسه په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند ګڼې ويډیوګانې خپرې شوي چې د افغانانو او افغان حکومت له انتقاد سره مخامخ شوي.

ایران وايي، د افغانستان جګړه د دې لامل شوې چې شااوخوا دوه میلیونه افغانان په قانوني او غیرقانوني توګه ایران ته کډه شي.

نن د مصالحې شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړوي

ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، عکس تئزیني بڼه لري

ټاکل شوې ده نن شنبه (د لېندۍ ۱۵مه) د افغانستان د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټه خپله لومړۍ غونډه جوړه کړي.

د دې غونډې مشري به ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله کوي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو چارو سلاکار مجیب الرحمان رحیمي د جمعې په ماښام (د ډسمبر په څلورمه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې په ورځ د دغې شورا د مشرتابه کمېټه د مصالحې د عالي شورا یوه مهمه برخه ده او له وظایفو یوه یې د افغان دولت د مذاکراچي پلاوي مشري او لارښود دی.

د مصالحې عالي شورا د مشرتابه کمېټې د کار پیل د کورنۍ اجماع او افغانستان د اسلامي جمهوري مذاکراچي پلاوي د ملاتړ لپاره پراخ مشروعیت ګڼل کیږي.

تردې مخکې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیرانو په یوه اعلامیه کې له افغان حکومته غوښتي وو چې د ملي مصالحې د عالي شورا غړي دې د عملي کار د پیل او سولې په روان بهیر کې د ګډون لپاره په چټکۍ سره مشخص کړي.

په همدې حال کې په کابل کې امریکا او بریتانیې سفارتونو د اروپايي ټولنې له اعلامیې ملاتړ کړی.

بلخ چارواکي: د ترکمن هلک د تښتوونکو موټر چلوونکی نیول شوی

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د بلخ د والي مرستیال غلام فاروق خپلواک وايي، د یوه ۶ کلن ترکمن هلک د تښتوونکو موټر چلوونکی یې نیولی دی.

ښاغلي خپلواک دا خبره پرون (د جمعې په ورځ د ډسمبر په څلورمه) ازادي راډیو ته وکړه.

ده زیاته کړه چې د عبدالروف د راخوشې کولو لپاره دوی خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

ناپېژانده وسله والو په لړم میاشت کې عبدالروف په مزارشریف کې د یوه خصوصي ښوونځي له مخې وتښتاوه.

ویل کېږي تښتوونکو نظامي جامې اغوستې وې.

د عبدالروف پلار وايي چې د زوی په بدل کې يې تښتوونکو له ده یو نیم میلیونه ډالر غوښتي دي.

مخکې د بلخ ولایت سلګونو اوسېدونکو چې ډېری یې ترکمن نژاده دي، د دې هلک د تښتول کېدو په اعتراض کې د والي د دفتر مخې ته لاریونونه وکړل او د تحصن خېمه یې ووهله.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي "مجيب الرحمن ځدارڼ" په کرونا ویروس اخته شوى

مجيب الرحمن ځدارڼ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن په کرونا اخته شوی.

د اسټرالیا د بېګ باش لیګ د بریسبن هيټ لوبډلې چې مجیب الرحمن په کې لوبېږي په یوه اعلامیه کې نن دا خبره کړې ده.

مجیب الرحمن د اسټرالیا د کرکټ په غوره لیګ یا بېګ باش کې د لوبېدو لپاره تېره اوونۍ د ځینو نورو افغان لوبغاړو په ملتیا اسټرالیا ته تللی.

د کوینسلنډ ایالت د کرکټ اجرایوي مشر تیري سوینسون ویلي، چې د دغه ایالت روغتیاپالان او په خپله بریسبن لوبډله به د مجیب الرحمن د ژر ښه کېدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي.

مجیب الرحمن د افغانستان یو ځوان ورو توپ اچوونکی دی چې په ملي ټيم سربېره یې د ای پي ایل یا د هند د کرکټ غوره لیګ او بېګ باش یا د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ کې په ښو لوبو د نړیوالو پام ور اړولی دی.

ولسمشر غني: د "ناکامورا" نيمګړې پروژې بشپړېږي

آرشیف

د افغانستان جمهور رییس وايي، حکومت ژمن دی چې د ډاکتر تیتڅو ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

محمد اشرف غني دا خبرې نن د جاپاني بشرپاله ډاکتر تیتڅو ناکامورا د وژنې د لومړي تلین په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې کړي.

هغه زياتوي: "ترهګرو له موږ یو ښکلی انسان واخیست خو د هغه ځلانده میراث او کاري روحیه به د افغانانو د راتلونکو نسلونو په زړونو کې وي"،د افغانستان حکومت په لویه پکتیا او کابل کې د ځنګلونو، کرنیزې پراختیا او د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغه (ډاکتر ناکامورا ) د پروژو عملي کولو ته ژمن دی څو د افغانستان د سمسورتیا لپاره د هغه( ډاکتر ناکامورا) هیلې پوره شي."

ډاکتر تیتڅو ناکامورا چې کلونه یې د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې خدمت کړی و د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله وال برید هدف وګرځېد او د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

د افغان طبابت پېژندل شوې څېره "سهیلا صدیقي" مړه شوه

سهيلا صديقي

په افغانستان کې د طبابت د برخې یوه پېژندل شوې څېره او لومړنۍ ښځینه جنراله ډاکتر سهیلا صدیقي نن د ۷۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.

هغه د الزایمر یا د حافظې د کمزورۍ له ناروغي کړې ده.

ولسمشر اشرف غني د ډاکتر سهیلا مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

ډاکتر سهیلا صدیقي له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کاله پورې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابینه کې د روغتیا وزیره وه.

هغې کلونه د افغانستان په پوځي روغتونو له هغې ډلې سردار داوود خان روغتون کې دندې ترسره کړې.

ناټو: افغانستان ته د درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر بشپړو

د ناټو د طبي مرستو یوه اندازه- ارشیف

د ناټو د ملاتړ او تداراکاتو اداره وايي، افغانستان ته د څه باندې زر ټنه درملو او روغتیايي وسایلو د لېږد بهیر همدا میاشت بشپړوي.

دا خبره یادې ادارې په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې د درملو لومۍ محموله د نومبر په دیارلسمه کابل ته رسېدلې او تمه ده پاتې درمل د همدې میاشتې تر پایه ورسېږي.

تمه ده دا اندازه درمل او طبي وسایل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له لارې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو او اړوندو وزارتخانو وویشل شي.

ناټو وايي درمل او طبي وسایل یې له کاناډا، پرتګال، کوریا او ترکیې ترلاسه کړي. ​

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG