د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لړم ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۵۰

نړۍ

بیلاروس کې د لاریونونو دوام؛ یو شمېر لاریون کوونکې نیول شوي

دا اعتراضونه پر مینسک سربېره په نورو ښارونو کې هم وشول. 

په بیلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه چې تر یوې میاشتې یې ډېره موده کېږي، لا هم دوام لري.

لوکاشینکا د اګسټ په ۹مه د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو ادعا کوي، خو مخالفین یې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو تور پورې کوي.

یو شمېر معترضې مېرمنې چې زیاتو یې له ځانه سره ګلان لېږدول، نن په مینسک کې په لاریون راوتلې وې.

په بیلاروس کې د آزادي راډیو خبریال وایي چې د بلوا ضد پولیسو سمدستي مداخله وکړه او لږ تر لږه لس مېرمنې یې ونیولې.

په نیول شویو کې ۷۳ کلنه نینا باهینسکایا هم شامله ده.

دا له جسمې اړخه کمزورې، خو یوه قاطع مېرمن ده چې د لوکاشینکا پر ضد اعتراضونو کې یې پرلپسې ګډون کړی دی.

دا اعتراضونه پر مینسک سربېره په نورو ښارونو کې هم وشول.

الکساندر لوکاشینکا د پراخو اعتراضونو سره سره د سېپټېمبر پر ۲۳ د ولسمشرۍ لوړه پرځای کړه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

قطر کې له څو میاشتني ځنډ وروسته د اوښ ځغلولو سیالۍ پیل شوې

ارشیف، متحده عربي اماراتو کې د اوښ ځغلولو سیالۍ

په قطر کې د اوښ ځغلولو سیالۍ له څو میاشتني ځنډ وروسته بېرته پيل شوې.

دغه سیالۍ تېره فبروري میاشت کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله درول شوې وې.

د منډې دغې سیالۍ کې تر اپرېل میاشتې پورې زرګونه اوښان ځغلول کېږي او وړونکو کسانو ته په بېلابېلو کټه ګوریو کې له ۲،۱۰۰ تر دوه لکه او ۵۰ زرو ډالرو جایزه ورکول کېږي.

لوبه داسې ده چې اوښان په یوه ټاکل شوي واټن کې یوازې ځغلي او تر ټولو ګړندی هغه‌یې جایزه ګټي.

د اوښ ځغلولو سیالۍ چې د عربو یوه پخوانۍ لوبه ده، له ۱۹۷۰ کال راهیسې په رسمي ډول په قطر کې ترسره کېږي.

سږنیو سیالیو کې له دوو زرو تر ۱۳ زرو پورې اوښان برخه اخلي.

امریکا: د روسیې له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر ګڼو ادارو سایبري حملې کړي

ارشیف

د امریکا متحده ایالات وایي، وروستیو څو اوونیو کې د روسیې د دولت له ملاتړه برخه‌منو هکرانو پر لسګونه ایالتي او محلي ادارو باندې سایبري بریدونه کړي دي.

هکرانو له لږ تر لږه دوو سرورونو څخه اطلاعات غلا کړي دي.

د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېف.بي.ای) پرون وویل، تر اوسه هېڅ داسې نښې نښانې نه‌شته چې دغو هکرانو دې د الوتکو د الوتنې، ښوونې او روزنې، ټاکنو او یا حکومتي عملیاتو سیستم ګډوډ کړی وي.

د هکرانو د بریدونو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته له دوه اوونیو کمه موده پاتې ده.

امریکایي چارواکو د اکټوبر په ۲۱مه ادعا وکړه چې ایران او روسیې د امریکا د رأی ورکوونکو اطلاعات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې له انتخاباتو مخکې پر عامه فکرونو اغېز وکړي.

روسیې او ایران دغه ادعاوې رد کړې دي.

اروپا کې د کرونا دوهمه څپه؛ د تېرو ۱۰ ورځو نوې پېښې دوه برابره شوي

چک کې روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس د اخته ناروغ د درملنې پر مهال

په اروپا کې د کرونا ویروس دوهمه څپه ګړندۍ روانه ده او تېرو ۱۰ ورځو کې نوې پېښې څه باندې دوه برابره شوې دي.

روېټرز ویلي، پرون په ټوله اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ورځنۍ کچه د کرونا څه باندې دوه لکه پېښې ثبت شوي چې دې سره په ټوله اروپا کې روغتونونه هم تر فشار لاندې راغلي دي.

په دغې لویه وچه کې تر ټولو زیاتې پېښې چک جمهوریت کې رامنځته کېږي او حکومت‌یې هغه پلان تأیید کړی چې له ناټو او اروپایي ټولنې دې ۳۰۰ پوځي روغتیایي کارکوونکي د ناروغانو درملنه کې مرسته وکړي.

بلجیم او یو شمېر نورو هېوادونو کې روغتونونه هغه ناروغان نه‌مني چې بېړنی روغتیایي وضعیت ونه‌لري.

د پولنډ په وارسا ښار کې حکومت ملي ستډیوم په ګرځنده روغتون اړوي چې د ۵۰۰ ناروغانو درملنه به په‌کې کېږي.

په فرانسه کې د روغتونونو ۴۴ په سلو کې بسترونه د 'کووېډ-۱۹' په ناروغانو ډک شوي دي.

د ډونالد ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره کې کوم موضوعات شامل وو؟

د ډونالد ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او انتخاباتي سیال‌یې جوبایډن پرون په وروستۍ مناظره کې ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی.

په دې ۹۰ دقیقه‌یي مناظره کې د دواړو سیالانو ترمنځ د لومړنۍ مناظرې پرتله لفظي نرمښت موجود وو.

ډونالد ټرمپ چې په ډېرو نظرپوښتنو کې تر جوبایډن شاته ښودل شوی دی د دې مناظرې په اصلي موضوع کې چې د کرونا ویروس کنټرول وو، د دې وبا د خورېدو د کنټرول د تګلارې دفاع وکړه.

ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا متحده ایالات له دې ویروس سره ژوند زده کوي او په خبره‌یې د روان کال تر پایه به د دې ناروغۍ لپاره واکسین جوړ شي.

جوبایډن بیا وویل چې د کرونا ویروس خورېدل لا هم دوام لري او په خبره‌یې ولسمشر ټرمپ نیت نه‌لري د هغه څه چې ده یو تیاره ژمی وباله مخه ونیسي.

د بایډن په خبره ۲۲۰ زره امریکایان مړه شول او هغه کس چې د دغو مړینو مسؤل دی باید د امریکا ولسمشر پاته نه‌شي.

د اذربایجان او ارمنستان تازه جګړې د واشنګټن منځګړیتوب ته هیلې پیکه کړې

اذربایجان کې ویجاړه شوې سیمه

هغه هیلې چې په واشنګټن کې راروانې خبرې به د نګورنو قره‌باغ د لانجنمې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان جګړې پای ته ورسوي، پرون وروسته له هغه پیکه شوې چې دواړو لورو بیا جګړې وکړې او باکو او ایروان خپل دریځونه نور هم کلک کړل.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه وویل چې یوې سوله‌ییزې حل‌لارې ته رسېدل ډېر لیرې دي.

له دې یوه ورځ مخکې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان ویلي و چې دی په دې پړاو کې د دې اوږدې لانجې د حل لپاره کومه ډیپلوماتیکه لاره نه‌ویني.

خو له دې منفي څرګندونو سره سره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل دی هیله‌من دی چې متحده ایالات به د دې لانجې د حل لپاره د یوې حل‌لارې په موندلو کې له مسکو سره همکاري وکړي.

د روسیې په منځګړتوب د اذربایجان او ارمنستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه مخکېني اعلان شوي اوربندونه له نافذېدو ډېر ژر وروسته مات شول او دواړو خواوو د درنې توپخانې، توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په خپلو کې درنه جګړه پیل کړه.

سعد حریري یو ځل بیا د لبنان د صدراعظم په توګه معرفي شو

سعد حریري

د لبنان ولسمشر یو ځل بیا سعد حریري د صدراعظم په توګه معرفي کړ.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر میشل عون پرون پنجشنبه له حریري څخه وغوښتل چې خپله کابینه ژر تر ژره جوړه کړي.

ښاغلی حریري تېر کال په ټول لبنان کې د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د صدارت له څوکۍ استعفا ورکړه، خو دا ځل د ۶۴ موافقو رایو په ګټلو سره وتوانېد چې د صدراعظم په توګه د بیاغوره کېدو لپاره لازم نصاب ترلاسه کړي.

حریري ته داسې مهال د کابینې د جوړولو دنده سپارل کېږي چې لبنان د واک د وېش، بانکي بحران، د فقر د زیاتېدو، پورونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

امریکا کې د 'کووېډ-۱۹' علاج لپاره یو ډول درمل تأیید شول

د 'کووېډ-۱۹' ضد یو واکسین تطبیق

د امریکا د خوړو او درملو مسؤلې ادارې د ویروس ضد یو ډول درمل د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره په رسمي ډول تأیید کړي دي.

دې ادارې پرون د اکټوبر په ۲۲مه د ګیلاد ساینس د درمل جوړولو شرکت یو ډول درمل چې د ویکلوري په نوم یادېږي تأیید کړل.

د نوموړې ادارې کمېشنر ستیفن هان وویل چې دا درمل پر ډېرو کلینیکي ازموینو له څېړنو وروسته تأیید شول. هغه دا درمل د کرونا د وبا پر وړاندې په مبارزه کې مهم ساینسي پرمختګ وباله.

د 'کووېډ-۱۹' د علاج لپاره له دې مخکې له ستیراید، دیکسامیتازون او نورو درملو څخه هم کار اخیستل شوی دی، خو ویکلوري چې د پیچکارۍ په وسیله ناروغ ته ورکول کېږي په ا مریکا کې د دې ناروغۍ لپاره یوازني او لومړني تأیید شوي درمل ګڼل کېږي.

ویکلوري لومړی د ایبولا د علاج لپاره جوړ شوی و. ولسمشر ډونالد ټرمپ ته چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په کرونا اخته شوی و، هم دا او ځیني نور درمل د علاج لپاره ورکړل شوي وو.

امنیت شورا د تاجکستان ځانګړي ځواک پر پخواني قوماندان بندیزونه تمدید کړل

ګل مراد حلیموف

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ځانګړي ځواک د پخواني قوماندان ډګروال ګل مراد حلیموف پر ضد بندیزونه تمدید کړل.

حلیموف په ۲۰۱۵ م کال په سوریه کې له داعش سر یوځای شو او په وروستیو کلونو کې یې څو ځلې د وژلو خبرونه خپاره شول.

د حلیموف نوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په تازه لېست کې چې پرون خپور شو، بیا راغلی دی.

'ایران او روسیې د ځینو امریکايي رأی ورکوونکو معلومات ترلاسه کړي'

د روسیې او ایران بیرغونه

د امریکا د ملي امنیت چارواکي وایي، ایران او روسیې دواړو د امریکایي رأی ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي او هڅه کوي چې د نومبر په درېیمه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې پر عامه افکارو اغېز وکړي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جان راتکلیف پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، معلومات‌یې ترلاسه کړي چې ایران او دغه‌راز روسیې د یو شمېر رأی ورکوونکو د نوم لیکنې په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

راتکلیف او د امریکا د پولیسو د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «اف بي ای» مشر کریس ورې خبریالانو ته وویل، هر هغه بهرنی هېواد به چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کوي، متحده ایالاتو ته تاوان ورکړي. دواړو چارواکو د ایران او د روسیې له دې هڅو سره سره امریکایانو ته د انتخاباتو د پروسې په اړه ډاډ ورکړ.

راتکلیف وویل، ایران د جعلي اېمېلونو له لارې د رأی ورکوونکو د بېرولو، د ټولنیزو ناکراریو د رامنځته کولو او ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د زیان رسولو هڅې کړې دي.

راتکلیف وویل، د امریکا استخباراتو د روسیې له‌خوا د ورته اقداماتو څه نه‌دي لیدلي، خو دې هېواد د یو شمېر رأی ورکوونکو په اړه معلومات ترلاسه کړي، هغسې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې کړي و.

کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی

نیویارک کې روغتیايي کارکوونکي

کرونا ویروس د امریکا نږدې درېیو برخو ته د خپرېدو په حال کې دی او په اروپا کې یې ډېرې خپرېدا دولتونه اړ کړي چې نوي بندیزونه ولګوي او د نورو سختو هغو خبرداری ورکړي.

د امریکا په لوېدیځه او منځنۍ برخه کې یې چې د کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، په شپږو ایالتونو کې یې تر ټولو زیاتې نوې پېښې ثبت شوې دي.

په متحده ایالاتو کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د دغه ویروس له ا مله د مړو شمېر د ورځې په متوسط ډول ۷۵۷ تنو ته رسېږي. په دې سره په ټوله امریکا کې د مړو شمېر۲۲۲ زرو ته رسېدلی دی.

په اروپا کې د دغه ویروس د نوې څپې د لاخپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې پولنډ او پرتګال نوي بندیزونه لګولي او خبرداری یې ورکړی چې نور به هم ولګوي.

په دغو هېوادونو کې د ماسک کارول اجباري شوي، غونډې محدودې شوي، بارونه او رستورانتونه بند شوي، تقریباً بېرته د بشپړ بندیزونو یو وضعیت رامنځته شوی دی.

د هند کرکټ غوره لیګ؛ راجستان رایلز له سنرایزرس حیدراباد سره لوبېږي

سنرایزرس حیدراباد لوبډله

ټاکل شوې ده چې نن د هند د کرکټ غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې راجستان رایلز لوبډله له سنرایزرس حیدراباد سره ولوبېږي.

راجستان رایلز تر اوسه پورې په جدول کې شپږم ځای لري او سن رایزرس حیدراباد لوبډله چې یوه لوبه‌یې کمه کړې ده په اووم مقام کې ده.

په سنرایزرس حیدراباد کې د افغانستان دوه لوبغاړي، راشد خان او محمد نبي لوبېږي.

د هند د کرکټ غوره لیګ لوبې د کرونا ویروس له امله په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پيل شوې دي او د نومبر تر ۱۰مه به روانې وي.

نن د روسیې یوه محکمه یان سیدوروف په مشروط ډول له بنده خوشې کوي

روسیه کې د سیدوروف په ملاتړ راټول شوي کسان

تمه ده چې نن په روسیه کې یوه محکمه یان سیدوروف په مشروط ډول له بنده خوشې کړي.

دا کس تېر کال د ۲۰۱۷ کال د سوله‌ییزو لاریونونو د تنظیمولو په تور په بند محکوم شو.

د روسیې په مرکزي سیمه، اولیانوفسک کې د محکمې تر غونډې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان پر چارواکو غږ کړی دی چې سیدوروف له شرطه پرته خوشې کړي او له دې ډول ظلمونو لاس واخلي.

سیدوروف او د ده ملګری ولادیسلاو مورداسوف تېر کال د ډله‌ییزو اغتشاشاتو په تور تر شپږ کاله په اوږده بند محکوم شول بیا یې وروسته بند څلورو کلونو ته راکم شو.

سیدوروف چې کله د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې ونیول شو ۱۸ کلن او د ده ملګری مورداسوف ۲۱ کلن و.

چک جمهوریت کې د کرونا پېښو له زیاتوالي وروسته عمومي قرنطین تصویب شو

چک جمهوریت کې یو روغتیايي کارکوونکی

د چک جمهوریت حکومت دغه هېواد کې د کرونا د پېښو له زیاتوالي وروسته د عمومي قرنطین امر تصویب کړ.

صدراعظم اندرای بابیش نن (د اکټوبر ۲۱مه) یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې سر له سبا به د دوو اوونیو لپاره ټولې غیر ضروري چارې ولاړې وي.

له دې سره به د خوراکي توکو له پلورنځیو او درملتونونو پرته ټول دکانونه، رستورانتونه، میخانې او د خلکو د راټولېدنې ځایونه تړلي وي.

چک جمهوریت تېرو دوو اوونیو کې د کرونا څه باندې یو لک مثبتې پېښې ثبت کړې.

دغه هېواد کې چې نږدې ۱۱ میلیونه نفوس لري پرون نږدې ۱۲ زره پېښې ثبت کړې چې په ورځنۍ کچه تر اوسه تر ټولو لوړې شمېرې دي.

د ارمنستان ولسمشر اروپایي ټولنې او ناټو سره خبرو لپاره بروکسل ته تللی

د ارمنستان ولسمشر او د اروپايي شورا رئیس په بروکسل کې د لیدو پر مهال

د ارمنستان ولسمشر ارمېن سرکیسیان له اروپایي ټولنې او ناټو سره د خبرو په هدف بروکسل ته روان شو.

د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران بیا مسکو کې دي چې د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې پر سر د راپورته شوې شخړې د هواري لارې چارې پیدا کړي.

دغلته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سپټمبر په ۲۷مه جګړه پيل شوه چې تر اوسه دواړو خواوو ته په‌کې سلګونه عسکر او ملکیان وژل شوي دي.

امریکا، روسیه او فرانسه چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مېنسک ډلې غړي دي، د دغې جګړې د هواري منځګړیتوب کوي، خو تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د نګورنو قره‌باغ پر سر راپورته شوې شخړه هواره کړي.

وروستیو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ څو ځله اوربند هم اعلان شو چې له څو ساعتونو وروسته بېرته مات شو.

قرغیزستان کې د بیاځلي پارلماني ټاکنو لپاره نوې نېټه وټاکل شوه

سدیر جپاروف

د قرغیزستان د ټاکنو کمېسیون د پارلماني ټاکنو لپاره د ډسمبر شلمه نېټه وټاکله.

دا اقدام له هغه وروسته کېږي چې دغه هېواد کې د اکتوبر د څلورمې پارلماني ټاکنو وروسته اعتراضونو د قرغیزستان حکومت ړنګ کړ.

د قرغیزستان ولسمشر سورونبای جاني بیکوف د اعتراض کوونکو له غوښتنو وروسته له دندې استعفا وکړه.

له دې استعفا وروسته سدیر جپاروف د لنډمهالي صدر اعظم په توګه وټاکل شو.

د قرغیزستان د اساسي قانون له مخې، جپاروف نه شي کولای ځان ټاکنو ته نوماند کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG