د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۳

نړۍ

پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون راولي

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر
د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه وغوړوي.

اسد قیصر دا خبره پرون پنجشنبه د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په کتنه کې وکړه.

تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر وویل چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې پر اساس به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګوونکو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جي ډي ونس: ایران ته مو ماتې ورکړې او نه پریږدو دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي، امریکا د ایران د اټومي پروګرام په له منځه وړلو سره ( غوڅه بریا) ترلاسه کړی خو جګړه ځکه باید دوام پیدا کړی څو اطمینان ترلاسه شي چې دغه هېواد د اټومي پروګرام د غني کولو وړتیا له لاسه ورکړې او نړۍ هم د انرژۍ له بحران سره مخ نشي.

هغه نن یکشنبې د (سپټمبر۱۸مه) سي بي اس ټلویزیونې شبکې سره په مرکه کې وویل، ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه نه باید اټومي وسلو ته لاسرسی ولري.

د ونس په خبره، امریکا اوسمهال په ایران کې دوه موخې لري، دا چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او په نړۍ کې د انرژۍ د بحران مخه ونیول شي.

ونس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د نړۍ په بازارونو کې د تیلو او انرژي بیې د پخوا پرتله څو چنده لوړه شوې دي.

د مصر ولسمشر وايي چمتو دی چې د حوثیانو پر وړاندې د سعودی عربستان دفاع وکړي

د مصر ولسمشر الفتاح السیسي او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان
د مصر ولسمشر الفتاح السیسي او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د حوثي یاغیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان دفاع وکړي.

هغه چې پرون شنبې په یوې پوځي ناسته کې خبرې کولی وویل، "دا بې مانا ده چې پریږدو د سعودي عربستان امنیت او ثبات خراب شي ".

د السیسي په ټکو، مصر پر بل هېواد برید نه کوي خو د دفاع لپاره چمتو دی.

بل پلو د ځینو راپورونو له مخې متحده عربي امارات له سعودي عربستان سره هوکړې ته رسیدلی چې د مکې له تړون سره یو ځای شي.

د مکي دفاعي تړون د روان کال د اګست میاشتې په ۷مه د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شو.

د دې تړون یوه موخه د حوثي یاغیانو د بریدونو پر وړاندې ګډه دفاع ده.

د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي یعقوب رضازاده وايي، د ایران او امریکا خبرې د قطر او عمان په منځګړیتوب روانې دي او تهران د خپلو وړاندیز شویو شرطونو په اړه د واشنګټن ځواب ته په تمه دی.

هغه د شنبې په ورځ ایلنا خبري اژانس ته ویلي، دواړو لورو خپل شرطونه وړاندې کړي، خو د هغو جزئیات یې نه دي په ډاګه کړي. د نوموړي په وینا، خبرې د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څارنې لاندې ترسره کېږي او دغه شورا د خبرو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر څخه اجازه اخلي.

رضازاده زیاته کړې، تمه نه لري چې د امریکا د کانګرس او د اسراییل د انتخاباتو تر ترسره کېدو مخکې جګړه پیل شي، خو د احتمالي نښتې امکان یې رد نه کړ.

نړیوال صندوق: د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا نړیوال اقتصاد ته خطر پېښوي

د پیسو نړیوال صندوق وايي، د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پانګونه د نړیوال اقتصادي پرمختګ یو مهم لامل دی او په دې ټکنالوژۍ کې د پانګونې ورو کېدا به پر نړیوال اقتصاد منفي اغېز وکړي.

فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه صندوق د مشرې کریستالینا جورجیوا له قوله ویلي، په دې صنعت کې د فعالیتونو هر ډول کمښت به په ټوله نړۍ کې احساس شي.

د پیسو نړیوال صندوق په یوه تازه راپور کې اټکل کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې کمېدا ښايي تر ۲۰۲۸ کال پورې د نړۍ ناخالص کورنی تولید ۰.۴ سلنه راکم کړي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ نړیواله سوداګري ۸.۳ سلنه زیاته شوې چې یوه مهمه برخه یې د مصنوعي ځیرکتیا له اړوندو محصولاتو سره تړاو لري.

د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د بلوچستان په مستونګ کې نامعلومو وسله والو ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي.

د مستونګ د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې پېښه پرون جمعه د مستونګ او نوشکي منځنۍ سیمې ګورګېنه کې شوې ده.

د هغه په ټکو،"پر موټرسایکلونو سپرو وسله والو د مسافر وړونکو بس چې پولیس هم په کې سپاره وو وداوو او د پولیس په ګډون موټرچلوونکی او مسافر يې له ځان سره یوړل".

چارواکو ویلي چې درې ملکیان او موټرچلوونکی بیرته راخوشي شوي دي.

د دې چارواکي په خبره، دا پولیس د کلات له روزنیز مرکز څخه په اوونیزې رخصتي کورونو ته روان وو چې په لار کې وسله والو له ځان سره یوړل.

تراوسه چا د پېښې مسولیت نه دی منلی.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تښتول شوي پولیس د واشک، نوشکي، چاغي او خاران سیمو اوسیدنکې دي.

تښتول شویو پولیس، د مستونګ د کلات په روزنیز مرکز کې تر روزنې لاندې وو.

د تیرکال په مارچ میاشت کې په ورته پېښه کې وسله والو له پېښور څخه د بلوچستان مرکز کویټې ته روان پر یوه ریل ګاډي برید وکړ او د پاکستاني پوځیانو په ګډون ډیر شمیر ملکیان یرغمل کړل.

د جعفر ایکسپریس په نوم دغه ریل ګادي کې لږترلږه۴۰۰ مسافر سپاره وو.

پر دغه ریل ګاډي د برید مسولیت بلوڅو ازادي غوښتونکو منلی وو.

ډونالډ ټرمپ: د ایراني چارواکو له ټولو خبرو او کړنو خبر یم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې ټاکنیز غونډه کې د خبرو پرمهال
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې ټاکنیز غونډه کې د خبرو پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایراني چارواکو له ټولو کړنو خبر دی او " خبرې يې اوري".

هغه پرون جمعه د جورجیا ایالت د ټاکنیز کمپاین په یوې ناسته کې وویل، "دا محرمانه اطلاعات دي" او په دې اړه يې نور جزیات ور نه کړل.

د هغه په ټکو، امریکا د ایران پر وړاندې "قوي دریځ " لري.

ولسمشر ټرمپ وړاندې وویل چې د ایران د لومړۍ او دویمې درجې مشران له منځه تللي.

هغه زیاته کړه" بیا مې وویل ښاغلو زه باید یو چا سره خبرې وکړم؟ دا څه کوئ؟ لږ صبر وکړئ".

ولسمشر ټرمپ وړاندې ایرانیانو ته د پېغور په ډول وویل،" ایران یوازینی هېواد دی چې هیڅ څوک نه غواړي چې په کې ولسمشر شي".

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې مسعود پزشکیان له ۲۰۲۴کال راهیسې د ایران ولسمشر دی.

ایران د حوثي یاغیانو د ملاتړ تورونه رد کړل

د اکټوبر په ۱۵مه د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې پر هوايي ډګر د حوثیانو برید
د اکټوبر په ۱۵مه د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې پر هوايي ډګر د حوثیانو برید

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړل چې ګواکې حوثیان لمسوي چې پر دغه هېواد بریدونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون جمعه په یو بیان کې وویل،" حوثیان دا بریدونه د خپلو ګټو لپاره کار کوي".

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسې د برخې مرستیال وړمه ورځ په یوې انلاین خبري ناسته کې ایران تور کړی و چې حوثیانو ته وسله ورکوي او هغوي لمسوي چې پر سعودي عربستان بریدونه وکړي.

حوثیانو تراوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان بریدونو ته زور ورکړی دی.

افغان‌اېوک: امریکا کې شاوخوا ۳۰ نیول شوي افغانان د اخراج له ګواښ سره مخ دي

ارشیف، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره
ارشیف، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره

د افغان‌اېوک سازمان مشر، شاون ونډایور وايي چې د امریکا د پنسیلوانیا ایالت د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په یوه توقیف‌ ځای کې شاوخوا ۳۰ ساتل شویو افغانانو ته ویل شوي چې د لوېزیانا ایالت ته به ولېږدول شي او د نومبر په لومړیو کې به له امریکا وایستل شي.

هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ ناوخته «د تلې په ۲۳مه» پر خپله اېکس‌پاڼه کړې ده.

خو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې یا د دغه هېواد د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دغې ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ویلي.

افغان‌اېوک د دغو افغانانو د نیول کېدو او له امریکا څخه د احتمالي اخراج د لاملونو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې، «سي‌بي‌اېس نیوز» امریکايي رسنۍ د اګسټ په میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و چې یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقايي هېوادونو ته په داسې حال کې ایستل شوي چې دغه هېوادونه‌یې اصلي هېوادونه نه‌و.

په روان ۲۰۲۶ کال کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر معلوم نه‌دی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجي‌زاده چې په امریکا کې یې د دایمي هستوګنې سند درلود، له دغه هېواده وایستل شوه.

د امریکا عدلیې وزارت هغه تورنه کړې وه چې د خپلې کورنۍ د غړو له هغې طرحې څخه‌یې ملاتړ کړی و چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د انتخاباتو په ورځ د داعش ډلې په الهام یو برید ترسره کړي.

مېرمن حاجي‌زاده منلې وه چې د امریکا د قوانینو له مخې د «بهرنیو ترهګرو» په ډله کې راځي او له امریکا څخه د ایستلو د حکم پر وړاندې یې له اعتراض ډډه کړې وه.

تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان خیبرپختونخوا کې د بېړني حالت خلاف محکمې ته عریضه کړې

ارشیف، پاکستان کې د «تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان» په نوم د اپوزېسیون ګوندونو ائتلاف یو شمېر غړي
ارشیف، پاکستان کې د «تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان» په نوم د اپوزېسیون ګوندونو ائتلاف یو شمېر غړي

پاکستان کې د «تحریک تحفظِ ائینِ پاکستان» په نوم د اپوزېسیون ګوندونو ائتلاف د جمعې په ورځ خیبرپختونخوا ایالت کې د بېړني حالت خلاف د پېښور عالي محکمې ته عریضه وکړه.

پاکستان کې د ازادي راډیو خبریال راپور ورکوي چې د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د اپوزېسیون او د یاد ائتلاف مشر محمود خان اڅکزي، د سنا د اپوزېسیون مشر علامه راجه ناصر عباس او د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل د دغه ځانګړي ګام لپاره له اسلام‌اباده پېښور ته سفر وکړ.

راپور زیاتوي چې عریضه د ابتدايي استماع لپاره د محکمې له‌خوا منل شوې ده.

تحریک انصاف ګوند چې حکومت‌یې په خیبر پختونخوا ایالت کې منحل شوی په جلا توګه یادې محکمې ته عریضه کړې ده.

ټاکل شوې چې د پېښور عالي محکمه د اکټوبر په ۲۰مه د دغو عرایضو په هکله خپله لومړنۍ استماعیه جلسه دایره کړي.

د پاکستان فدرالي حکومت وروسته له دې چې خیبرپختونخوا ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړ د یکشنبې په ورځ‌یې د دغه ایالت د اعلی وزیر سهیل خان افریدي په شمول د تحریک انصاف ګوند لوړپوړي غړي او سلګونه پلویان ونیول.

سنتکام: «جي‌اېف‌اېس پرایډ» بېړۍ په هرمز تنګي کې د سپاه په راکټ ډوبه شوې

د «جي‌اېف‌اېس پرایډ» په نوم بېړۍ
د «جي‌اېف‌اېس پرایډ» په نوم بېړۍ

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې یوه تجارتي بېړۍ د هرمز په تنګي کې سمندري ماین سره د لګېدو له امله ډوبه شوې.

سنتکام وايي، دغه بېړۍ د سپاه پاسداران په توغندي لګېدلې او ډوبه شوې ده.

سنتکام د پنجشنبې په ماښام «د تلې په ۲۳مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د «جي‌اېف‌اېس پرایډ» په نوم دغه بېړۍ د سپاه پاسداران د توغندي هدف وګرځېده او ډوبه شوه.

سپاه پاسداران ځواکونو د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې یوه کانټینر وړونکې بېړۍ، هرمز تنګي کې له یوې داسې لارې د تېرېدو هڅه کوله چې په وینا یې «غیر مجاز او له خطره ډکه» وه.

سپاه پاسداران وویل، بېړۍ له سمندري ماین سره د لګېدو له امله وچاودېده او اور یې واخیست.

بل‌خوا د سنګاپور د سمندري انتقالاتو او بندرونو ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د «جي‌اېف‌اېس پرایډ» بېړۍ د اکټوبر په ۱۳مه د یوه نامعلوم توغندي یا مرمۍ د لګېدو له امله زیانمنه شوه، اور یې واخیست او وروسته ډوبه شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د بېړۍ ټول ۲۱ کارکوونکي ژغورل شوي او په پېښه کې چا ته زیان نه‌دی رسېدلی، خو د سنګاپور چارواکو نه‌دي ویلي چې دغه مرمۍ یا توغندی کوم لوري توغولی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG