د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ډیپلومات: د امریکایي ځواکونو وتلو سره به پر افغانستان د چین اغېز لازیات شي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان په سوله کې د چین د ونډې په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

مطلب کې راغلي، چین له وړاندې هم افغانستان ته ستراتېژیک ارزښت درلود او کله چې امریکایي ځواکونه وځي، پر افغانستان به د چین اغېز نور هم زیات شي.

وړاندې راغلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي خپل ځواکونه باسي یا یې د ۲،۰۰۰ کچې ته راکموي، د لیکوال په باور له دې سره به د سیمې نور قدرتونه دې هڅه کې شي چې افغانستان کې پوځي او اقتصادي تشه ډکه کړي.

مطلب کې چین د سیمې هغه اقتصادي قدرت یاد شوی چې غواړي له افغانستان نه د سوداګریز دهلېز یا کورېډور په توګه کار واخلي.

په مطلب کې راغلي، کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پېل کړې، چین هم طالبان وروغوښتل او د راتلونکو ګامونو په اړه‌یې ورسره خبرې وکړې.

پر اقتصادي اغېز سربېره چین له طالبانو سره ځکه اړیکو ته لېواله دی چې د مطلب د لیکوال په باور، بیجنګ وېره لري چې د اویغور مسلمانانو سخت دریځه کسان د دوی پر ضد افغانستان کې پټن‌ځای پیدا نه‌کړي.

د افغانستان په طبیعي سرچینو پانګونه بله موضوع ده چې مقاله کې راغلي، چینایي پانګه‌وال دې کار ته لېوالتیا لري.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې بیا د افغانستان له کانونو د طالبانو د ګټې اخیستو په اړه یوه مقاله خپره کړې او لیکلي دي چې طالبان له کانونو د حکومت پرتله ډېره ګټه اخلي.

په مقاله کې راغلي، دغه ډله هڅه کوي چې د طبیعي سرچینو شااوخوا سیمو باندې خپل واک وساتي او له دغو کانونو ګټه واخلي.

په مقاله کې له کانونو د طالبانو کلنی عاید نږدې نیم میلیارد ډالر یاد شوی دی او ویل شوي چې طالبان د بدخشان د سرو زرو، د ننګرهار له مرمرو او د هلمند له فلزو عملاً ګټه اخلي.

په مقاله کې راغلي، طالبان داسې مهال له کانونو د عوایدو ټولولو ته دوام ورکوي چې دغه ډله په قطر کې د افغانستان جګړې ته د سیاسي حل موندلو په هدف خبرو ته ناست دي.

مقاله کې راغلي، قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي هم د افغانستان کانونه د اقتصاد لپاره یو مهم سکټور یاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG