د ازادي راډیو اوونیز "نیمه نړۍ" پروګرام د چارواکو ښځو کاري صلاحیت ته ځانګړی شوی دی.
چارواکې ښځې څومره په خپلو کاري چارو کې اجرایي واک لري؟
ایا چارواکې ښځې په خپلو چارو کې له ورکړل شوي واکه راضي دي؟
که چېرته یوې ښځې ته په سپارل شویو چارو کې خنډونه پیدا شي، داسې اداره شته چې دغو شکایتونو ته ورسېږي؟
دا ټولې پوښتنې به مو په همدې خپرونه کې ځواب شي، دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ: