په هرات کې د باسکټبال د غوره لیګ سیالۍ پیل شوې. د دغه ولایت د ورزش ادارې فني او تخنیکي مدیر ضیاالحق ضیا نن ازادي راډيو ته وویل چې یادو لوبو کې ۱۰ ټیمونه سره لوبېږي.
د ښاغلي ضیا په خبره دغه لوبې د شهید اوونۍ په مناسبت ترسره کېږي.
یادې لوبې به یوه اوونۍ دوام وکړي.
تر دې لوبو وروسته به د ښځينهوو غوره لیګ سیالۍ پیل شي.
د هرات د ورزش ادارې د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس له امله تر قرنطین وروسته دا څلورمه سیالي ده چې ترسره کېږي.