تازه: د افغان حکومت او طالبانو کاري ډلې جوړې شوې
د افغان مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته وايي چې د افغان حکومت او طالبانو دوه پنځه کسیزې کاري ډلې جوړې شوې چې پر اجنډا کار وکړي.
پاکستان او هند په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه
پاکستان او هند په قطر کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د دې هېواد د تلپاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په انلاین ډولیې په دې خبرو کې ګډون درلود وویل چې هېواد یې د یوه با ثباته، متحد او سولهییز افغانستان غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي د سولې ټینګښت د دې سبب کېږي چې ټول افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر هم په افغانستان کې د سولې غوښتنې ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د هند پانګونې ښیي چې هېواد یې یو هوسا او پرمختللی افغانستان غواړي.
د افغانستان له ګاونډیو څخه ایران او تاجکستان په دې مراسمو کې ګډون نهدرلود.
تر اوسه د هغوی د نهګډون دلیل معلوم نهدی.