د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته به د ناټو برخلیک څه وي؟


د ناټو مرستیال ویاند پییرز کازالِت
د ناټو مرستیال ویاند پییرز کازالِت

د ناټو عمومي منشي د پنجشنبې په ورځ وروسته له دې چې افغان حکومت او طالبانو د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټه وټاکله د دې خبرو هرکلی وکړ.

ینس سټولټنبرګ پر ټویټر په یوه بیان کې له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې له دې تاریخي فرصت څخه کار واخلي او هغو بریاوو ته دوام ورکړي چې د هغو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوې دي.

ښاغلي سټولټنبرګ په افغانستان کې د تلپاتي امنیت په ټینګښت کې د ناټو د تعهد یادونه هم کړې ده.

پر دې سربیره متحده ایالاتو هم د دې خبرو ملاتړ کړی، خو د ناټو غړې فرانسې او د ناټو متحد هېواد استرالیا د شپږو لانجمنو طالب بندیانو پر خوشې کېدو خپګان څرګند کړی ځکه دا طالبان د دې هېوادونو د سرتېرو په وژنه تورن وو.

د سولې خبرې په داسې حال کې پیلېدونکې دي چې په افغانستان کې د ناټو د مأموریت دوه لسیزې په پوره کېدو دي.

احمد تکل د سولې د روانو هڅو او په افغانستان کې د ناټو مأموریت د راتلونکي په اړه د ناټو له مرستیال ویاند پییرز کازالِت سره مرکه کړې ده او په سر کې یې پوښتلی: وروسته له دې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه یا بشپړېدو ته نږدې شي، د ناټو مأموریت برخلیک به څه وي؟

د دغې مرکې د اورېد لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG