د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۵۵

نړۍ

د افغانستان د وضعیت په اړه د ولادیمیر پوتین اندېښنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

هغه زیاته کړه: "تر اوسه لا وضعیت په افغانستان کې کړکېچن دی. په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې شخړې نه‌دي غلې شوي. ترهګر سخت ګواښونه رامنځته کوي، د مخدره موادو قاچاق، تنظیم شوي جرمونه او سایبر حملې زیاتې شوې دي."

ولسمشر پوتین د وېډیو کنفرانس له لارې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته دا خبرې پرون وکړې.

روسیه وایي چې له افغانستانه دغه هېواد ته په پراخه پیمانه مخدره مواد قاچاقېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د 'ای پي ایل' سیالیو دوام؛ راشد خان په لومړي ځل جایزه واخیسته

راشد خان

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو 'ای پي ایل' په روانو سیالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان د لومړي ځل لپاره د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.

راشد خان د تېرې شپې په لوبه کې د ډېلي کپیټلز لوبډلې درې مهم لوبغاړي له میدانه بهر کړل او د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې ته‌يې بریا خپله کړه.

راشد خان په څلورو اورونو کې تر ټولو کمې ۱۲ منډې ورکړې او درې مهمې وېکټې يې واخیستې.

په دې لوبه کې چې تېره شپه د ابوظبي په لوبغالي کې ترسره شوه، سنرایزرس حیدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې هدف وټاکه، خو ډېلي لوبډلې یاد هدف پوره نه‌شو کړای او د اووه لوبغاړو په سوځېدو يې ایله ۱۴۷ منډې وکړې او دا لوبه‌يې د ۱۵ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته وبایلله.

دا په روانو لوبو کې د حیدراباد لومړۍ بریا ده او د ډېلي کپيټلز لومړۍ ماتې ده.

د دې سیالیو د نن ماښام په لوبه کې چې د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې به ترسره شي راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.

هند کې پر یوه جومات د حملې تورنو طراحانو ۳۰ کاله وروسته برائت واخیست

د هند ستره محکمه

یوې هندي محکمې ټولو هغو ۳۲ کسانو ته چې نږدې ۳۰ کاله دمخه پر یوه جومات په برید کې په لاس لرلو تورن وو، برائت ورکړ.

هغه برید د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالی راوپاراوه او شاوخوا دوه زره کسان په‌کې ووژل شول.

د هند د ملت‌پالي بهاراتیا جاناتا ګوند یو شمېر لوړپوړي مشران په تورنو کسانو کې شامل وو چې نن د سپټمبر ۳۰مه برائت ورکړل شو.

دغو کسانو هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په ۱۹۹۲ کال کې یې په اتراپرادېش ایالت کې د بابري په نوم د ۱۶مې پېړۍ پر جومات د برید سپارښتنه کړې وي.

هندوان په دې باور دي چې دا جومات د رام په نوم د دوی د یوه خدای په زېږن ځای کې جوړ شوی او ادعا کوي چې جومات د یوه زیارت پر سر جوړ شوی وو.

په ۱۹۹۳ کال کې ۴۹ کسان په دې برید کې په لاس لرلو تورن شول، خو له هغه وخته له دې ډلې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

پاتې ۳۲ تنو نن د یوې ځانګړې محکمې څخه برائت واخیست.

محکمې حکم وکړ چې دا جومات د ټولنې ضد عناصرو له‌خوا وران شوی وو او داسې اسناد نه‌شته چې دا کار له مخکې پلان شوی ثابت کړي.

تېر ۲۴ ساعته اوکراین کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي

تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي .

په اوکراین کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا د روان کال د مې میاشتې راهیسې چې دا وبا په اوکراین کې خوره شوه، په دې هېواد کې په یوه ورځ د کویډ ۱۹ ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ده چې ثبت شوه.

د اوکراین د عامې روغتیا وزیر ماکسیم ستیپانوف نن په کیف کې خبریالانو ته وویل، په ۴۰۲۷ نویو ناروغانو کې ۲۷۶ تنه یې ماشومان او ۱۷۱ تنه روغتیایې کارکوونکي دي.

د ستیپانوف په خبره له دې شمېرې څخه ۷۳۳ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.

تر اوسه په اوکرایین کې ۹۵۹۲۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې ۴۱۲۹ ترې مړه شوي دي.

'ترکیې د ارمنستان یوه جنګي الوتکه نسکوره کړې'

د ترکیې جنګي الوتکې لوېدل

ارمنستان وایي، د ترکیې 'اف-۱۶' جنګي جټ الوتکې یې یوه جنګي الوتکه رانسکوره کړې ده.

انقرې سمدستي د ایریوان دغه ادعا نادرسته وبلله.

د ارمنستان د دفاع وزارت یوه ویاند شوشان استی پنیان په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د سوخوی سو ۲۵ الوتکه‌یې د دې هېواد په هوایي قلمرو کې د مأموریت په جریان کې رانسکوره شوې ده.

د هغه په وینا د الوتکې پیلوټ د یوه اتل په څېر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ارمنستان د تېرې ورځې دغه ادعا داسې مهال کېږي چې له اذربایجان سره د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر د دې هېواد جګړه پرون پرله‌پسې درېیمه ورځ روانه وه.

نړیوالې ټولنې له دواړو لورو غوښتي چې شخړې سمدستي پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قره‌باغ د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونه امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نګورنو قره‌باغ د جګړې د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه.

امنیت شورا بېګا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه باندې د تازه جګړې په اړه غونډه درلوده.

د دې شورا غړو د جګړې د سمدستي درېدو غږ وکړ او هم‌یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له هغه دریځه ملاتړ وکړ چې ښکېلې خواوې باید له تاوتریخوالي لاس په سر شي او مؤثرو خبرو ته وګرځي.

ارمنستان د نګورنو قره‌باغ په جګړه کې ترکیه هم د اذربایجان په ملاتړ تورنه کړې او پرون‌یې ادعا کړې چې د ترکیې یوه جټ الوتکه‌یې نسکوره کړې ده.

ترکیې دا ادعا رد کړه.

دواړو خواو ته تر پرونه چې د جګړې درېیمه ورځ وه د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبره شوې ده.

ټرمپ او جوبایډن ترمنځ مناظره کې دواړو یو بل وننګول

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او ډیموکرات کاندید جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن ترمنځ لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره وشوه.

دا مناظره د اوهایو ایالت په کلویلند کې د فاکس نیوز د نطاق کریس والاس په کوربه‌توب وشوه چې له اول سره کاندیدانو په یو بل لفظي ګوزارونه کول.

جوبایډن ټرمپ یو مسخره او د پوتین لاسپوڅی وباله او په یوه برخه کې یې هغه ته وویل چې غلی کېږې (خوله بندوې) که نه؟

ټرمپ هم په ځواب کې بایډن ته کیڼ اړخی افراطي ووایه او څو واره‌یې هغه له افراطیانو سره تړلی وباله.

په دې مناظره کې د امریکا متحده ایالاتو په اکثرو کورنیو مسئلو د کرونا له مدیریت، اقتصادي کمزوریو، توکم‌پالنې او د قانون د حاکمیت په مسئلو بحث وشو.

د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې د ټرمپ په ادارې باندې د جوبایډن له‌خوا د کم‌کارۍ نیوکې وشوې او ویې‌ویل چې دوه لکه کسان مړه شول، خو ټرمپ وویل چې که دا د جوبایډن اداره وی ښايي دوه میلیونه امریکایان به مړه شوي و.

د توکم‌پالنې په لانجمنه موضوع هم دواړو کاندیدانو په یو بل نیوکې وکړې.

د قانون د حاکمیت په برخه کې چې جوبایډن د ډیموکراتانو مخکينۍ اداره بریالۍ بلله د ټرمپ له نیوکو سره مخ شو او ويې‌ویل په اکثرو هغو ښارونو کې پېښې شوي چې والیان او ښاروالان‌یې ډیموکراتان دي.

د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح مړ شو

د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح

د کوېټ امیر شېخ صباح احمد جابرالصباح د ۹۱ کلنۍ په عمر مړ شو.

د کوېټ د شاهي چارو وزیر شېخ علي جراح الصباح پرون ناوخته د ټلوېزیون له لارې د هغه د مړینې خبر ورکړ.

د کوېټ د امیر د روغتیایي وضعیت په اړه له څو میاشتو راهیسې ګونګوسی روانې وې.

شېخ صباح له تېر کال راهیسې څو ځلې روغتون ته لېږدول شوی و.

نوموړي په ۲۰۰۶ کال د تېلو د دغه تولیدوونکي او د متحده ایالاتو د متحد هېواد د چارو واګې په لاس کې اخیستې وې.

د هغه ورور ولیعهد شېخ نواف احمد الصباح د هغه د ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی.

د شارلي ابدو پر دفتر حمله کوونکی: نه‌پوهېدم چې د مجلې دفتر بدل شوی

په ۲۰۱۵ کال په پاریس کې د شارلي ابدو پر دفتر په حمله کې دولس تنه ووژل شول. 

هغه پاکستاني وګړي چې د طنزیه مجلې شارلي ابدو د پخواني دفتر په مخکې د دوو تنو په ټپي کولو تورن دی ویلي چې دی نه‌پوهېده چې د دغې مجلې دفتر بدل شوی او غوښتل‌یې چې هغه ته اور ورته کړي.

دا خبره د فرانسې یوه څارنوال ژان فرانسوز ریکارډ پرون خبریالانو ته وکړه.

د هغه په وینا دغه مشکوک کس چې ځان‌یې ۱۸ کلن حسن معرفي کړی، غوښتل چې د اور لګېدو له درې بوتلونو په استفادې دغه دفتر ته اور واچوي.

په ۲۰۱۵ کال په پاریس کې د شارلي ابدو پر دفتر په حمله کې ۱۲ تنه ووژل شول.

حمله کوونکو دغه حمله د دغې مجلې له‌خوا حضرت محمد ته د منسوبو کاریکاتورونو د خپرولو په غچ کې کړې وه.

تر دغې حملې وروسته د دغې مجلې دفتر یوه ناڅرګند ځای ته لېږدول شوی دی.

دغې مجلې روانه میاشت کې له حمله کوونکو سره د اړیکو لرلو په تور د ۱۴ کسانو د محاکمې له پیل سره هم‌مهاله بیا دغه کاریکاتورونه خپاره کړي و.

د 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن ډیلي او حیدراباد سره لوبه کوي

په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي. 

د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا 'ای پي ایل' سیالیو په لړ کې نن د ډیلي کاپیټلز او سنرایزرز حیدراباد ټیمونه په خپلو کې سیالي لري.

دواړه ټیمونه به د کابل پر وخت د ماښام شپږنیمې بجې د ابوظبۍ د کرکټ په میدان کې سره مخامخ شي.

په سنرایزرز حیدراباد ټیم کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم شامل دي.

په پرونۍ مسابقه کې چې د رویال چلنجرز بنګلور او ممبۍ انډینز ترمنځ وه، مسابقه چې په شلو اوورونو کې مساوي شوه سوپر اوور ته ووتله، خو وروسته په اضافي اوور کې رویال چلنجرز ټیم وتوانېد سیالي وګټي.

د بیلاروس د کړکېچ اواري لپاره د فرانسې هڅې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر ژمنه وکړه، چې اروپا به په بیلاروس کې د روان کړکېچ د اواري لپاره په منځګړیتوب کې همکاري وکړي.

ایمانویل مکرون دا خبره په لیتوانیا کې د بیلاروس د اپوزیسیون له مشرې سویتلانا څیخانوفسکایا سره تر کتنې وروسته وکړه.

د بیلاروس د اپوزیسیون مشرې وویل، د فرانسې ولسمشر په بیلاروس کې د روان کړکېچ د حل لپاره له خپلې وسې سره د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.

بلخوا د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس ناوسیدا چې د خپل فرانسوي سیال تر څنګ و، په ویلنیوس کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې، چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکا بریالی اعلان شوی، عادلانه نه وې.

هغه زیاتوي: "الکساندر لوکاشینکو ټاکنې نه دي ګټلي، دا ټاکنې غیرعادلانه وې او لاسوهنې په کې شوي، تر هغو چې په دغه هېواد کې تازه ټاکنې شوې نه وي، موږ لوکاشینکا د مشروع مشر په توګه نه شو منلی."

که څه هم لوکاشینکا ځان د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی بولي، خو اپوزیسیون چې له هغې راهیسې اعتراضونه کوي، وايي په ټاکنو کې درغلي شوې او ګټونکې څیخانوفسکایا ده.

پولنډ له خپلې خاورې ۵ تاجکستانيان وایستل

شک کېږي چې دغو کسانو د پولنډ او اوکراین وګړي په پولنډ کې د تروریستي اعمالو لپاره ګمارل. 

د پولنډ چارواکو د تاجکستان ۵ وګړي له اسلامي دولت ډلې یا داعش تروریستي ډلې سره د اړیکو په شک له خپلې خاورې وایستل.

شک کېږي چې دغو کسانو د پولنډ او اوکراین وګړي په پولنډ کې د تروریستي اعمالو لپاره ګمارل.

پولنډ راډیو پرون راپور ورکړ، د تاجکستان د دغو وګړو له ډلې څلور یې په مې میاشت کې نیول شوي وو او پنځم چې په ډسېمبر میاشت کې له پولنډه تښتېدلی و، چې وروسته د ټروریزم ضد نړیوالو ادارو په مرسته ونیول شو.

د پولنډ د یوې امنیتي ادارې په وینا دغه پنځم مشکوک کس سوریې ته سفر کاوه او غوښتل یې د داعش له تروریستي ډلې سره ملګری او په القاعده پورې له یوه تروریستي سازمان سره نږدې تماسونه ټینګ کړي.

د تاجکستان دغه پنځه وګړي پولنډ او د شنګهن حوزې نورو غړو هېوادونو ته له ننوتلو منع شوي دي.

د نګورنو قره‌باغ​​​​​​​ لانجمني سیمې پر جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي. 

د ارمنستان او اذرباییجان د ځواکونو ترمنځ د نګورنو قره‌باغ لانجمني سیمې پر سر وسله واله شخړه نن درېیمې ورځې ته وغځېده.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د دې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه شوې، دواړه لوري یو او بل جګړې ته په لمن وهلو تورنوي.

په دې جګړه کې له دواړو لوریو د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې په یونان کې له خپل سیال سره تر کتنې وروسته، په یوه کنفرانس کې د ناګورنو قره باغ د جګړې په اړه وویل: "د یونان د بهرنیو چارو وزیر او ما د نګورنو قره‌باغ پر شخړې خبرې وکړې، اړتیا ده، چې دواړه لوري دغه تاوتریخوالی ودروي او څومره ژر چې ممکنه وي واقعي مذاکرو ته د ستنېدو لپاره د مینسک ډلې له مشترکینو سره له نږدې کار وکړي."

د اذرباییجان دفاع وزارت وايي، د ارمنستان پوځ پر داش کیسان سیمه د توپونو ډزې کړي، خو ارمنستان دا تورونه ناسم بللي دي.

بلخوا د ارمنستان دفاع وزارت وايي، وسله واله جګړه په تېزۍ سره روانه ده.

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ناوخته پر دې جګړې د بحث لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.

ټرمپ او جوبایډن نن په یوه مناظره کې ګډون کوي

ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن

په پام کې ده چې د امریکا له انتخاباتو پنځه اوونۍ مخکې د ولسمشرۍ دوه کاندیدان جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن نن د سپټمبر په ۲۹مه په یوه مناظره کې ګډون وکړي.

دا مناظره داسې مهال جوړېږي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تحقیقاتي راپور کې د ولسمشر ټرمپ د مالیو له سوابقو پرده پورته کړې او تمه ده چې د دې یو نیم ساعته مناظرې بحثونه هم تر ډېره پر همدې موضوع متمرکز وي.

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ په تېرو ۱۷ کلونو کې یا هېڅ مالیه نه‌ده ورکړې او که‌یې ورکړې هم ډېره کمه وه.

ښاغلي ټرمپ د نیویارک ټایمز راپور جعلي خبر بللی او پرون‌یې پر ټویټر ولیکل چې ده څو میلیونه ډالر مالیه ورکړې، خو زیاتوي چې دی هم د نورو وګړو په څېر د مالیې د کرېډېټ او تخفیف مستحق دی.

پر دې سربېره بایډن په پام کې لري چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ولسمشر ټرمپ پر پلانونو او نورو پالېسیو هم انتقادونه وکړي.

د کوسوو د استخباراتي ادارې پخوانی مشر هاګ کې محکمې ته وړاندې شو

د کوسوو بیرغ

د کوسوو د استخباراتي ادارې پخوانی مشر په هاګ کې د جنګي جرایمو په تور محکمې ته وړاندې شو.

صالح مصطفی د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۸مه) د استېناف محکمې ته له مراجعې ډډه وکړه.

ده وویل چې د استېناف تر مراجعې مخکې به له خپل مدافع وکیل سره مشوره وکړي.

دی ۳۰ ورځې لري چې د استېناف محکمې ته مراجعه وکړي.

مصطفی د تېرې پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۲۴مه) نېټه د کوسووو په پلازمېنه پریشتینیه کې په خپل کور کې ونیول شو.

دی لومړی الباني نژاده دی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې د جګړې په تړاو د جنګي جرایمو په تور نیول کېږي.

د کوسوو سپېشلېسټ چېمبرز په نوم په هاګ کې محکمه د کوسوو د ازادۍ ځواک د هغو غړو پر وړاندې تورونه څېړي چې په ۱۹۸۸ او ۹۹ کلونو کې له صربیا څخه د خپلواکۍ د جګړې پر مهال په جنګي او بشریت ضد په جرایمو تورن دي.

دا محکمه د کوسوو د قانون له مخې پر مخ ځي، خو د شاهدانو د خوندیتوب په خاطر په هالند کې فعالیت کوي.

امانوئل مکرون د بلاروس رژيم د مخالفانو له مشرې سره ویني

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

ټاکل شوې ده د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د بلاروس رژيم د مخالفانو له مشرې سویتلانا تيخانوفسکایا سره په لتوانیا کې وویني.

تيخانوفسکایا ادعا کوي چې دې په بلاروس کې د اګسټ د نهمې ولسمشریز انتخابات ګټلي او له ډېرې مودې واکمن الکساندر لوکاشینکا ته‌یې ماتې ورکړې.

دا وروسته له هغه لتوانیا ته لاړه چې لوکاشینکا د لاریون کوونکو ځپنه پیل کړه. دی دا خبره ردوي چې انتخابات‌یې بایللي دي.

لوکاشینکا په پټه د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د لوړې مراسم ترسره کړل او په نتيجه کې يې پر کور او پر نړیواله کچه غصه راوپاروله.

لوېدیځ هېوادونه لوکاشینکا د بلاروس د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نه‌پېژني او له ده‌یې غوښتي چې په سوله‌ییزه توګه واک انتقال کړي.

له ۵۱ ورځو راهيسې لاریون کوونکي د بلاروس لارو کوڅو ته راوځي او له لوکاشینکا غواړي چې له واکه لیرې شي.

تيخانوفسکایا د خپل سړي پر ځای د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې کاندیده شوه، ځکه هغه پولیسو تر انتخاباتو مخکې نیولی وو.

دې ویلي چې د واک ترلاسه کولو وروسته به نوي انتخابات وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG