د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

ولې یو شمېر کورنۍ د روی بارۍ په وخت کې کړې وعدې نه‌شي پوره کولای؟


 نیمه نړۍ
نیمه نړۍ

د ازادي راډیو اوونیز " نیمه نړۍ" پروګرام د نجلۍ او هلک کوژدې ته ځانګړې شوې ده.

په افغانستان کې تل د روی بارۍ لپاره د هلک کورنۍ د نجلۍ کره ورځي او له خپل زوی سره‌یې د لور د نامزدولو غوښټنه کوي، ځينې کورنۍ د خپلې لور د واده لپاره لوړې غوښټنې لري.

لکه: نغدې پیسې، د نجلۍ لپاره سره زر او په شاندارو هوټلونو کې د واده مراسم ترسره کول چې دا د اکثره کورنیو له توانه لیرې وي، خو بیا هم کله کله د هلک کورنۍ د نجلۍ د کورنۍ دغه لوړ مصارف مني او د نجلۍ شیریني یا دستمال اخلي چې بیا روسته د منل شویو شرایطو د پوره کولو توان نه‌لري، ولې یو شمېر کورنۍ د روی بارۍ په وخت کې هغه وعدې د نجلۍ کورنۍ ته ورکوي چې بیا یې وروسته پوره کولايی نه‌شي.

دا ټولې پوښتنې به په همدې خپرونه کې ځواب شي، دا خپرونه نوریې جبارخېل جوړه کړې ده او تاسو یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

د نیمې نړۍ خپرونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG