د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۳

افغانستان

سرپل کې د کرنيزو درملو يوه نوې ډيپو جوړه شوه

د سرپل ولایت نقشه

د افغانستان د کرنې وزارت په سرپل کې د کرنيزو درملو يوه نوې ډيپو جوړه کړه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډيپو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

نوموړي وویل، دغه ډيپو د کرنيز درملو او د محصولاتو د باکيفته توليداتو د ساتنې په موخه د سرپل د مرکز او ولسواليو د کروندګرو او بڼوالو په خاطر جوړه شوې ده.

د دوی په وینا، له دغو کرنيزو درملو څخه په ګټې اخیستنې سره به د کروندګرو کښتونه او د بڼونو مېوې له ناروغيو او افتونو وساتل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د خوست د ځاځي میدان ولسوال یوه برید کې ووژل شو

د خوست د ځاځي میدان وژل شوی ولسوال عبدالحی ځاځی

د خوست د ځاځي میدان ولسوال نن په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې عبدالحی ځاځی له خپل یوه ساتونکي سره هغه مهال ووژل شو چې له خوست څخه کابل ته روان وو.

ښاغلی منګل زیاتوي: "د خوست د ځاځي میدان ولسوال عبدالحی ځاځی چې له خوست څخه کابل ته روان وو، د لوګر ولایت په التمور سیمه کې برید ورباندې شوی. ولسوال او یو ساتونکی یې وژل شوي، یو بل قومي مشر حاجي حسن جان ټپي شوی او موټر چلوونکي ته زیان نه‌دی رسېدلی."

ښاغلي منګل ونه‌ویل چې دا برید چا کړی، خو په دې وروستیو کې د ځینو نورو چارواکو د هدفي وژنو تور پر وسله‌والو طالبانو پورې شوی دی.

طالبانو تر اوسه د وروستۍ پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د بهرنیو چارو وزارت: پر کونړ د پاکستان راکټي بریدونه اړیکې زیانمنوي

ارشیف، یو شمېر پاکستاني سرتېري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کونړ پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان د پوځ راکټي بریدونه غندلي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان پر خاوره د دې ډول بریدونو دوام د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

اعلامیه زیاتوي د پاکستان دا اقدام له افغانستان سره د دې هېواد د هغو ژمنو خلاف دی چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پاللو په برخه کې یې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي د میزان/تلې په ۲۷مه شپه پاکستاني پوځیانو د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې پر استوګنځایونو ۲۵ راکټونه ویشتلي دي چې یو ملکي وګړی په‌کې وژل شوی او درې ماشومان ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځیانو تر دې وړاندې هم په کونړ ولایت کې پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو ورته بریدونه کړي دي. د سیمې خلک حکومت تورنوي چې دغو بریدونو ته‌یې قاطع ځواب نه‌دی ویلی.

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې لسګونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي

ارشیف، افغان-جاپان روغتون کې روغتیايي کارکوونکي د کرونا ویروس له امله د یوه مړ شوي کس د مړي د لېږدولو پر مهال.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې لسګونه کسان تازه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور نن ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۳ کسانو ازموینه اخیستل شوې چې له دې ډلې د ۸۷ کسانو نتیجې مثبتې وې او په همدې موده کې ۵ کسان مړه شوي دي."

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۴۰ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی او له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه په دې هېواد کې نږدې ۱،۵۰۰ کسان مړه شوي دي.

ډاکتران وایي خلک باید د ورځې څو ځلې لاسونه په اوبو او صابون ومینځي او په عمومي ځایونو کې د ماسک کارولو سربېره یو بل څخه معین واټن مراعات کړي او تر ممکن حده په کور پاته شي، څو د کرونا ویروس د خورېدو مخه ونیول شي.

د ننګرهار چارواکي: د داعش ډلې نومول شوی قاضي ووژل شو

د داعش ډلې بیرغ

د ننګرهار چارواکي په جلال‌اباد ښار کې د داعش ډلې د نومول شوي قاضي د وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز ازادي راډيو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د جلال‌اباد ښار د نهمې ناحیې اړوند خوشګمبد سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې نومول شوی قاضي چې په معاویه مشهور و، وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کس وړاندې د داعش ډلې یوه مشر ابو عمر ته کار کاوه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د جلال‌اباد ښار د ۷مې ناحیې په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره شوي چې په‌کې د داعش ډلې د ځانمرګو بریدونو مسؤل محمد نبي مشهور په ایوبي نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

راپورونه وایي د افغان حکومت د ځپونکو عملیاتو سره سره لا هم د ننګرهار ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې داعش وسله‌وال حضور لري.

ارګ: یو شمېر خوشې شوي طالبان بېرته جګړو ته ورغلي

د طالبانو یو شمېر زندانیان چې د افغان حکومت له لوري خوشې شوي دي. August 13, 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ په هېواد کې د جګړو د ډېرېدو په تړاو په قطر کې د طالبانو پر مشرانو انتقاد کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل چې راپورونه ښیي یو شمیر هغه طالبان چې د حکومت له زندانونو خوشې شوي، بېرته جګړو ته ورغلي دي.

صدیقي زیاته کړه: "د تاوتریخوالي او ترورېستي بریدونو د دوام مسؤلیت د طالبانو دی، په تېره بیا په قطر کې د دې ډلې مشران‌یې مسؤل دي، ځکه دوی په هغه ژمنه چې په لومړي سر کې یې کړې وه، عمل نه‌دی کړی."

وسله‌والو طالبانو تر دې وړاندې د جګړو ډګر ته د خوشې شویو طالبانو د بېرته ورتګ ادعا رد کړې وه.

د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۲ پولیس وژل شوي

د ارزګان نقشه

دوه پولیس د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

دا خبر د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد ازادي راډیو ته تأیید کړ.

نوموړي زیاته کړه چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو دی د یادو پوستو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

هغه زیاته کړه: "تلفات شته. دوه تنه پولیس وژل شوي او څو تنه ټپیان دي. پوستې سقوط شوې نه‌دي، خو داسې څه په‌کې پاتې نه‌دي چې شپه او ورځ په‌کې تېره شي."

د دهراوود امنیه قوماندان وویل چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نه‌دی.

له تېرو شااوخوا ۲۸ ورځو راهیسې پر دهراوود ولسوالۍ د طالبانو بریدونه پیل شوي او د چارواکو په خبره طالبانو د یادې ولسوالۍ د بازار په ۱۰۰ مترۍ کې فعال دي.

حیرتان بندر د سوداګرو پر مخ پرانیستل شو

د حیرتان بندر

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، د حیرتان بندر پرانیستل کېدل به د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزو اړیکو مثبت اغېز وکړي.

رحم‌الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه بندر له اته میاشتو تړل کېدو وروسته تېره ورځ ناوخته د افغان او ازبک سوداګرو او مسافرو پر مخ پرانیستل شو.

خو نوموړي وویل، لا هم په سرحدي ترمز ښار کې یې د کرونا ویروس ازموینه کېږي او هغه کسان چې ازموینه‌یې مثبته وي، ازبک مأموران‌یې د درملنې لپاره ترمز ښار کې قرنطین کوي او همالته‌يې درملنه کېږي.

د حیرتان بندر چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ مهم سوداګریز بندر بلل کېږي، د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې پرې په ورځني ډول سلګونه په سوداګریزو توکو بار موټرو تګ راتګ کاوه.

د راپورونو په اساس د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ په کلني ډول د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه ورکړه کېده.

هرات، کندهار او فاریاب کې د انځرو حاصلات ۴۵ سلنه زیات شوي

ارشیف

د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د انځرو ۴۵ سلنه حاصلات زیات شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې په هرات کې ۳۰ سلنه په کندهار کې ۱۰ او په فاریاب کې ۵ سلنه د انځرو حاصلات زیات شوي دي.

نوموړي وویل، په هرات کې د انځرو ۳۷۰ هکټاره باغونه جوړ شوي چې نږدې اته زره ټنه انځر تولید شوي او دغه باغونه تر ډېره د هرات په زنده جان، انجیل، غوربان او ګذرې ولسوالیو کې دي.

ښاغلی رستمي د فاریاب د انځرو حاصلاتو ته په اشارې وویل چې ۵،۳۶ هکټار کې باغونه موجود دي چې نږدې ۳۷۸ مټریک ټنه انځر يې کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس د کندهار د میانشین، ډنډ، ارغنداب، خاکرېز او شاه وليکوټ ولسوالیو له باغونو ۳۰ زره مټریک ټنه انځر لاسته راغلي دي.

تېر کال په ټول افغانستان کې ۲۵ زره ټنه انځر تولید شوي وو.

په کور دننه د یو کیلو انځرو بیه له ۱۰۰ افغانیو اوړي، خو بزګران وايي چې بهر ته‌يې باید صادرات پیل شي.

دفاع وزارت: میدان وردک کې د کلا بندو سرتېرو ژغورنې لپاره عملیات وشول

د میدان وردک نقشه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځانګړو ځواکونو یې د میدان وردګو جلرېز ولسوالۍ کې د کلا بندو سرتېرو د ژغورنې لپاره عملیات کړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د تېرې شپې دغو عملیاتو کې طالبان د ملي اردو د پوستې له شااوخوا په شا شوي او هلته ټپي شوي سرتېري روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جلرېز کې یې سرتېرو ته تجهیزات او خوراکي مواد رسولي دي.

پرون د جلرېز په اشرو کمپ سیمه کې د ملي اردو یوه ځایي مسؤل یوې وېډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې وه، وویل له څلور ورځو راهیسې طالبانو کلابند کړي او مرستې نه‌ورسره کېږي.

دفاع وزارت ویلي، دغلته بېګنیو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو طالبانو لا د جلرېز د جګړې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ملي امینت ډاکتر محب‌الله بارکزی د تښتونکو له منګلولو ژغورلی

ارشیف، د ملي امنیت سرتېري

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي د محب‌الله بارکزي په نوم یو افغان ډاکتر یې د تښتوونکو له منګلولو ژغورلی دی.

دا خبره یکشنبه ماښام د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې.

محب‌الله بارکزي په پلازمېنه کابل کې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر و چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اکټوبر په ۱۰مې سړي تښتوونکو تښتولی و.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې ډاکتر بارکزی یې د کابل په ۱۷مه امنیتي حوزه کې د سړي تښتوونکو له منګولو وژغوره او د عملیاتو په نتیجه کې یې اووه سړي تښتوونکي هم نیولي.

کابل کې ماین چاودنې یو امنیتي منسوب وژلی

ارشیف، د کابل پولیس

په کابل کې د مقناطیسي ماین چاودنې یو امنیتي منسوب وژلی او درې نور کسان‌یې ټپیان کړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته تأیید کړه چې یکشنبه ماښام چاودنه شوې او ویې‌ویل چې د دوی پلټنې پیل شوي.

هغه وویل: "د ۱۰مې حوزې په مربوطاتو کې د هوايي بلاکونو په ساحه کې یو رنجر موټر باندې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، متأسفانه په دې چاودنه کې یو امنیتي منسوب شهید شوی، دوه ملکیان او یو بل امنیتي منسوب ټپیان شوي دي، قضیه تر کشف لاندې ده، خو د داسې چاودنو په اړه زموږ ګډې پخوانۍ څېړنې وايي چې د دې چاودنو مسؤلیت مستقیماً د طالبانو وسله‌والې ډلې ته ورګرځي."

کابل کې دا څو وروستۍ اوونۍ په دولتي موټرو باندې داسې ماین چاودنې زیاتې شوي چې په‌کې ګڼ ملکیان هم مړه او ژوبل شوي.

پرون ماښام دا چاودنه داسې وخت وشوه چې د کابل د خرابې امنیتي وضعې په خاطر د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امنیتي چارو مسؤلیت په خپله اخیستی.

د امریکا سفارت د هوايي بریدونو په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې رد کړې

په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس ویلسن

په افغانستان کې د امریکا شارژ دافیر راس ویلسن په هلمند او فراه کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو د څرنګوالي په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړي.

ویلسن په دې اړه په یوه ټویټ کې د امریکايي ځواکونو د ویاند ډګروال ساني لګیټ د وروستیو څرګندونو ملاتړ ښودلی.

راس ویلسن زیاته کړې چې طالبانو په خپلو بریدونو سره د ګڼو خلکو ژوند واخیست او زرګونه کسان یې بې ځایه کړل.

هغه ویلي کله چې تاوتریخوالی کم او ختم شو د سولې پروسه چې افغانانو ورته اوږد انتظار ایستی مخته تلی شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېت یکشنبه د ویلسن تر څرګندونو مخکې ویلي و چې په هلمند او فراه کې د امریکا هوایي بریدونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ شوي او د دوحې له تړونه سرغړونه نه‌ده.

هغه په خپل ټوېټ کې ویلي: "د طالبانو ادعاوې چې ګواکې دغو بریدونو د دوحې تړون مات کړی ردوو، په هلمند او فراه کې موږ د افغان ځواکونو په ملاتړ بریدونه کړي او کوو یې ځکه هغوی د طالبانو له بریدونو سره مخ شوي."

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې ویلي چې امریکايي ځواکونو په هلمند او فراه کې ګڼې هوايي حملې کړي او د دوحې له تړون یې سرغړونې کړي.

احمدي ګواښ کړی چې د دغو بمباریو د عواقبو مسؤلیت به امریکا راجع وي.

د جمهوریت روغتون یوه برمته شوی ډاکتر د تښتونکو له منګلولو خوشې شو

د ملي امنیت ځواکونو یو انځور

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی يې د تښتونکو له منګلولو ژغورلی دی.

په دې اړه د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواګونو د عملیاتو په پایله کې د کابل د ۱۷ امنیتي حوزې اړوند سیمې نه راخوشې شو.

په اعلامیه کې راغلي دي چې له دې پېښې سره د تړاو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

ظریف: ایران د افغانستان سولې بریا خپله بریا ګڼي

عبدالله عبدالله په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د کتنې پرمهال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د افغانستان د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د کابل د روانو هڅو ملاتړ کوي.

محمد جواد ظریف دا خبره نن په تهران کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.

د دې شورا مطبوعاتي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي عبداله څرګنده کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.

عبدالله عبدالله نن ایران ته لاړ، هغه تر دې مخکې پاکستان او هندوستان ته هم سفر کړی و.

ننګرهار چارواکي: وسله والو مخالفینو په سره رود کې یو پل په بمونو الوځولی

سره رود کې د الوځول شوي پل انځور

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په بمونو الوځول شوی پل د وسله والو مخالفینو کار بولي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې وسله والو مخالفینو تېره شپه ناوخته د سره رود په فتح اباد سیمه کې د لویې لارې یو پل په بمونو الوځولی دی.

خوګیاڼي په مشخص ډول نه دي ویلي چې د پل الوځوونکي څوک یا د کومې ډلې وسله وال دي.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی خو لاره یې د څو ساعتونو لپاره د ټرافیکو او مسافرو د تګ راتګ پروړاندې تړل شوې وه.

دغه پل د ننګرهار حصارک، شېرزاد، خوګیاڼو او د سره رود ولسوالۍ ځینې سیمې له مرکز جلال اباد سره تړلې وې.

د مسؤلینو په خبره، اوس لاره د ټرافیکو پرمخ خلاصه شوې او د یاد پل د اساسي جوړونې لپاره پلان ترتیب شوی دی.

د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی .

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG