خبرونه
'وروستۍ اوونۍ کې د کرونا ویروس مثبته پېښه په هېچ زندان کې نهده ثبت شوی'
د افغانستان د محبسونو ادارې ویلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په هېڅ زندان کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نهده ثبت شوې.
د دې ادارې ویاند، فرهاد بایاني پرون (دسپټمبر په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې له کله راهیسې چې د کرونا وبا په افغانستان کې ګډه شوې، ۲۳۹ بندیان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او یوازې ۶ بندیان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د بایاني په وینا، اوسمهال ۹ بندیان چې مخکې په کرونا ویروس اخته شوي وو، تر درملنې لاندې دي.
د افغانستان حکومت په وروستیو کې په عمومي ډول د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي بندیزونه نرم کړي دي.
د ځيني څارونکو په باور، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر هغه ډېرې زیاتې دي چې حکومت يي رسما اعلان کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
تهران: له متحدو ایالتونو سره هم جګړې او هم خبرو اترو ته چمتودی
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، دی د تهران پر ضد د «ډېرو قوي انتخابونو» په اړه غور کوي، ایران وایي چې له متحده ایالاتو سره خبرو اترو او یا جګړې دواړو ته چمتو دی. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د حکومت ضد مظاهره کوونکو پر وړاندې د سخت او تاوتریخوالي ډک ځپلو په ترڅ کې د سلګونو او ښايي د زرګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه ناوخته په ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا پوځ په ایران کې د بېلابېلو انتخابونو څېړنه کوي، څو د مظاهره کوونکو ملاتړ وکړي. دا خبرې د هغو نا تایید شویو راپورونو په ترڅ کې شوې چې وایي د دغو اعتراضونو په ترڅ کې له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او د بشري حقونو ځینې ډلې وایي چې د وژل شویو شمېر ښايي له دې څو چنده زیات وي. دغه مرګ ژوبلې د تېرو ۱۵ ورځو په اوږدو کې د مظاهرو پر ضد د سختو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې دي.
په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن دوشنبې د ورځې په پیل کې وویل چې د ټرمپ او د امریکا د نورو چارواکو له پرله پسې ګواښونو وروسته، یې هیواد هم خبرو اترو او هم د جګړې لپاره چمتو دی. هغه په تهران کې د بهرنیو سفیرانو یوې غونډې ته، چې د دولتي تلویزیون له لارې خپرېده، وویل:"د ایران اسلامي جمهوریت جګړه نه غواړي، خو د جګړې لپاره بشپړ چمتو دی."
د محمد نبي او حسن کرکټي جوړه؛ لومړنی پلار او زوی دی چې ګډ لوبیږي
افغان کرکټران محمد نبي او حسن عیسی خېل لومړنی پلار او زوی شول چې د کرکټ په یوه نړیوال تجارتي لیګ کې ولوبېدل.
محمد نبي وویل چې خپل زوی حسن یې د داسې لوبو لپاره چمتو کړی او خوښ دی چې ښه ولوبېد.
نبي وویل هیله من دی چې حسن وکولای شي د افغانستان په ملي ټیم کې هم ځای ورکړل شي.
حسن عیسی خېل هم وویل چې دا د دوی دواړو هیله وه چې سره ګډ ولوبیږي.
محمد نبي او د هغه زوی حسن د بنګله دیش غوره لیګ د نووا ایکسپریس ټیم په ګټه لوبیږي.
په پرونۍ لوبه کې محمد نبي او حسن په هغه وخت کې چې سره ګډ لوبېدل وتوانېدل په ۳۰ بالونو د خپل ټیم په ګټه ۵۳ منډې جوړې کړي.
محمد نبي وختي اوټ شو خو حسن چې لا هم لوبه کوله وتوانېد په ۶۰ بالونو ۹۲ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شي.
د هند په ګجرات کې یو افغان محصل په خپل کور کې مړ موند شول
هندي رسنیو یکشنبه ناوخته راپور ورکړی چې دغه ۳۴ کلن افغان تبعه بین الله ضیا نومېده او د مهاراجا سارایجارو یا MSپه نوم د یوه پوهنتون د دکتورا دورې محصل وو.
دی له دوو کلونو راهیسې په فتیح ګنج سیمه کې په یوه کرايي کور کې اوسېده.
پولیسو ویلي ښايي دغه افغان ځانوژنه کړې وي خو دوی یې جسد د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته استولی.
پولیسو زیاته کړې چې د دغه کس مبایل هم څاري څو د پېښې اړوند ځینې معلومات پیدا کړي.
د څېړنو له مخې د نړیوالو محصلینو تر منځ د ځانوژنې پېښې بې مخینې نه دي ځکه اکثر یې له کورنیو لرې په بهرنیو هېوادونو کې له رواني او اقتصادي فشار او د زده کړو له ډېر بوجه ځوریږي.
ایران کې د لاریونو پر مهال د وژل شویو شمېر ۵۴۴ ته ورسېد؛ ټرمپ وايي ایراني مشران مذاکره غواړي
د بشري حقونو د فعالانو خبري ارګان - هرانا راپور ورکړی چې په ایران کې تېر ۱۵ ورځې د مظاهرو پر مهال ۵۴۴ کسان وژل شوي.
۴۹۶ وژل شوي ایراني مظاهره چیان او ۴۸ نور حکومتي ځواکونه یاد شوي.
هرانا د ایراني فعالانو امریکا میشتی خبري سازمان دی.
د دغه سازمان په بیګاني بیان کې راغلي چې څه باندې لس زره کسان نیول شوي هم دي.
له دې چې په ایران کې له څو ورځو راهیسې انټرنېټ بند او مخابراتي شبکې له خنډ سره مخ دي د مرګژوبلو او نیول شویو کسانو شمېر په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي.
مظاهرې د ایران د ۳۱ ولایتونو په ۱۸۶ ښارونو او ښارګوټو کې روانې دي.
د ایراني مظاهره چیانو د پراخې ځپنې سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایراني مشران مذاکره غواړي.
هغه بیګا خبریالانو ته وویل: یوه غونډه په پام کې ده خو موږ ښايي تر ناستې مخکې عمل وکړو.
د ټرمپ په خبره د [امریکا] پوځ دا مسله څاري او موږ هم په خپلو قوي انتخابونو غور کوو.
د افغانستان د کریکټ U19 لوبډلې استرالیا ته ماته ورکړه
د افغانستان د کریکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په یوه دوستانه او تمریني لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.
استرالیایي لوبغاړو په نامیبیا کې پرونۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته د ۱۶۸ منډې هدف ورکړ، خو افغان ځوانانو لوبه په ۶ ویکټو او ۷۴ بالونو وګټله.
دا تمریني لوبې د ۱۹ کلونو د نړیوال جام په ترڅ کې ترسره کیږي.
تر دغه جام مخکې به افغان لوبډله بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.
تر۱۹ کلنو د کم عمره کریکټ نړیوال جام د جنورۍ په ۱۵مه پيلیږي چې لوبې یې په زیمبابوې او نامیبیا کې ترسره کیږي.
زیلنسکي : دروسیې بریدونو د اوکراین دانرژۍ سیستم زیانمن کړی
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، پر دغه هېواد د روسیې وروستي بریدونه د " روسیې د هوښیارې او بدبینانه ترهګرۍ" بیلګې دي، ځکه په خبره یې د ژمي په سړه هوا کې یې د انرژۍ سیستم ډېر زیانمن کړی دی.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې پرون یکشنبه د زلنسکي په حواله ویلي، روسیې تېره یوه اونۍ کې پر اوکراین نژدې ۱۱ سوه ډرون وسلې، ۸۹۰ هدایت شوي بمونه او څه باندې ۵۰ بېلابېل توغندي ویشتلي دي.
که څه هم هغه د ژغورونکو او مرسته رسوونکو ټیمونو کارونه ستایلي، خو زیاته کړې ده چې ډېرو سیمو کې د روسیې له بریدونو وروسته وضعیت ستونزمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د روسیې د بلګورود والي وویل چې د اوکراین د توغندیو له برید وروسته په دغې سیمه کې د شپږ لکه استوګنو بریښنا قطع شوې ده چې نه مرکزګرمي لري او نه هم اوبه.
د طالبانو د حکومت دلوړو تحصیلاتو وزیر عمان ته سفر وکړ
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د یوه پلاوي په مشرۍ پرون یکشنبه عمان ته ولاړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی ندیم به د عمان له چارواکو سره د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د علمي تجربو پر تبادلې خبرې وکړي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو د پراختیا په موخه ټیلفوني خبرې هم سره کړې وې.
امیرخان متقي په هغو خبرو کې خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړه.
عمان هغه اسلامي هېواد دی چې نجونې په کې د تحصیل تر څنګ د کار او رایې حق لري، خو د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته نجونې او ښځې د تحصیل او کار له حقه تر ډیره محرومې کړې دي.
ایران کې د حکومت ضد لاریونونو یکشنبې دوام وکړ
په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرون یکشنبه د ۱۵مې ورځې په مخه هم دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د عیني شاهدانو په حواله وویل چې د انټرنیټ د پرې کېدو په فضا کې د اعتراض کوونکو د ځپلو لړۍ روانه ده.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان پرون وویل چې د اعتراضونو له پېل راهیسې ۱۹۲ تنه وژل شوي چې نهه تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایراني ځواکونو د ۸ ولایتونو په ۱۳ ښارونو کې اعتراض کوونکي په ډزو، فلزي ساچمو، اوښکې بهوونکي ګاز، اوبو او وهلو ډبولو ځپلي دي.
بل لور د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»
د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان بیا امریکا او اسراییل په ایران کې د ګډوډۍ په هڅو تورن کړي دي.
له افغان کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات
د افغانستان له پيژندل شوي کرکټر رحمن الله ګربز څخه د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې تحقیقات کړي.
ګربز دمګړۍ د بنګله دیش د کرکټ په غوره لیګ بي پي ایل کې له ډاکه کپټالز سره لوبیږي.
د دغه ټیم اجرايي رییس عتیق فهد رسنیو ته ویلي چې د فساد ضد کمېټې غړي د شنبې په شپه له اجازې پرته په هوټل کې د رحمن الله ګربز خونې ته ورننوتي او له هغه یې تحقیقات کړي او مبایل یې ترې ضبط کړی.
فهد ویلي له یوه لوی او پيژندل شوي نړیوال لوبغاړي سره دا چلند ناسم دی او باید په دې اړه د بنګله دیش کرکټ لازم سپیناوی ورکړي.
لا معلومه نه ده چې د بنګله دیش د کرکټ د فساد ضد کمېټې غړو ولې د رحمن الله ګربز په اړه اقدام کړی.
خو د بنګله دیش د غوره لیګ د مشرتابه پلاوي غړي افتخار رحمن میټو بیا ادعا کړې چې د فساد ضد کمېټې غړو له ګربز سره کوم ناسم چلند یا ناقانونه کار نه دی کړی.
د ایران له لورې واشنګتن ته د ځوابي برید خبرداری
ایران نن یکشنبه د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړ، که پر ایران هر راز برید وشي، تهران به یې په ځواب کې پر اسراییل او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو حملې وکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته وویل چې ځوابي برید د ایران مشروع حق دی.
رویټرز اژانس د سرچینو په وینا خبر ورکړ چې په ایران کې د پراخو لاریونونو په ملاتړ د امریکا د احتمالي مداخلې په خاطر اسراییل د تیارسی په حالت کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په خپله ټولنیزه شبکه، تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»
په ایران کې د روانو اعتراضونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمیر په امریکا کې د بشري حقونو د میشتې ډلې( هرانا) په وینا یو سل او شپاړسو ته ورسید.