د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۸

خبرونه

ټرمپ: داسې ثبوت نه‌شته چې کرملېن ناوالني مسموم کړی وي

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، داسې ثبوت‌یې نه‌دی لیدلی چې کرملېن خپل سیاسي مخالف الکسي ناوالني مسموم کړی وي، خو ډونالد ټرمپ وویل، په دې کې هم شک نه‌کوي چې په جرمني کې دا معلومه شوې ده چې ناوالني مسموم شوی دی.

وروسته تر دې چې د چهارشنبې په ورځ جرمني وویل چې د لابراتواري معایناتو له لارې معلومه شوه چې ناوالني مسموم شوی دی، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه څرګندونې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل چې دی به ډېر په قهر شي که چېرته داسې شوې وي او که داسې وي دا به یوه تراژیدي وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د دروند وزن افغان غېږ نیوونکي د قرغیزستان په سیالیو کې د ژېړو میډال وګاټه

محمد نادر صوفي زاده
محمد نادر صوفي زاده

د دروند وزن غېږنیونې افغان لوبغاړي محمد نادر صوفي زاده په قرغیزستان کې د قبایلو د غېږنیونې په سیالیو کې د ژېړو میډال وګاټه.

صوفي زاده د دوشنبې په ورځ د کُشتۍ د ترکمن کورش په څانګه کې د ایټالیا، ګورجستان او ارمنستان سیالانو ته ماته ورکړه خو نیمه پایلوبه یې پر خپل قرغیز سیال وبایلله.

په قرغیزستان کې په دې سیالیو کې، چې د اګست له ۳۱ مې پیل شوي او د سپټمبر تر اوومې دوام کوي، د افغانستان ۲۵ لوبغاړي ګډون لري.

د افغانستان او هند د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر نوو ګامونو هوکړه وکړه

د هند او افغانستان د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره پر یو شمېر نوو ګامونو هوکړه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د سوداګرۍ وزارت نن (چهارشنبې) وویل، د دواړو خواوو د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې په خپله مجازي یا انلاین غونډه کې د سوداګرۍ د اسانتیا، ګمرکي همکاریو او د مالوماتو د شریکولو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

دوی د افغان سوداګرو لپاره د ویزو پر اسانتیا، بانکي او مالي همکاریو، د درملو او کرنیزو محصولاتو پر سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې، بار وړلو او بندري چارو هم خبرې وکړې.

دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ګمرکي همکاریو، سوداګریزو لارو او د درملو او کرنې په برخو کې همغږي زیاته کړي او د پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلې خبرې روانې وساتي.

سنتکام: امریکايي ځواکونو په ایران کې د سپاه پاسداران پوځي هدفونه ویشتلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، امریکايي ځواکونو د سې‌شنبې شپې په ترڅ کې په ایران کې د سپاه پاسداران پر یو شمېر پوځي هدفونو پراخ بریدونه په بریالیتوب ترسره کړي دي.

سنتکام ویلي چې په دغو بریدونو کې د هوايي دفاع مرکزونه، راداري سیستمونه، سمندري تجهیزات او تاسیسات، د سمندري ماینونو اېښودلو وړتیاوې او د اړیکو مرکزونه په نښه شوي دي.

د امریکا پوځ وايي، دا بریدونه د سپاه پاسداران له خوا په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو او امریکايي ځواکونو د احتمالي بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی چې که ایران د دغو بریدونو په ځواب کې غچ اخیستونکی برید وکړي، امریکا به پر ایران لا سخت او پراخ برید وکړي.

ټرمپ ویلي، دا بریدونه په هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ماینونو د اېښودلو د ناکامې هڅې او په اردن کې د یوه امریکايي پوځي مرکز پر لور د اتو توغندیو د توغولو په غبرګون کې شوي دي. د اردن چارواکو مخکې ویلي وو چې اته توغندي یې شنډ کړي دي.

جرمني روسیه د لایپزیګ هوايي ډګر په ناکام برید کې په لاس لرلو تورنه کړه

د جرمني حکومت روسیه په اګست میاشت کې د لایپزیګ ستراتیژیک هوايي ډګر ته د چاودېدونکو توکو د لېږدوونکي بې‌پیلوټه الوتکې په وسیله د یوې ناکامې «هایبرډي حملې» په ترسره کولو کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده‌فول ویلي، برلین به د سپټمبر تر پایه په بن ښار کې د روسیې قونسلګري وتړي او په برلین کې به د «روسیې کور» د فرهنګي مرکز تړون لغوه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې جرمني به د روسي وګړو پر داخلېدو کنټرولونه سخت کړي او د اروپايي ټولنې له لوري به د بندیزونو په نوملړ کې د نورو روسي وګړو د شاملولو غوښتنه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې په برلین کې د روسیې سفیر هم احضار کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جرمني دغه اقدامات «یوه بله جدي تېروتنه» بللې ده.

د لایپزیګ هوايي ډګر د جرمني او ناټو د پوځي تجهیزاتو د لېږد په برخه کې مهم رول لري او د اوکراین د «انتونوف» هوايي شرکت یوه اډه هم پکې ده.

امریکا د ایران په جنوب کې دوه ایراني تېل‌وړونکي بېړۍ ویشتي

د اکسیوس ویبپاڼې د راپور له مخې، د امریکا پوځ د سې‌شنبې شپې د بریدونو په ترڅ کې د ایران جنوبي ساحل ته څېرمه د ایران دوې دولتي تېل‌وړونکي بېړۍ په نښه کړې دي.

د راپور له مخې، امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو پر دغو بېړیو توغندي ویشتلي او د هغو انجنونه یې په نښه کړې دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په خپله رسمي خبرپاڼه کې د تېل‌وړونکو بېړیو د برید په اړه مشخص څه نه دي ویلي، خو په خپرو شویو ویډیوګانو کې پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ د توغندي لګېدل ښکاري.

اکسیوس وايي، دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران پر تېل‌وړونکو بېړیو د سمندري محاصرې د ماتولو د مخنیوي پر ځای، د هرمز له تنګي څخه پر تېرېدونکو بېړیو د ایران د بریدونو په غبرګون کې برید کوي.

د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دا اقدام د ایران د تېل‌وړونکو بېړیو پر وړاندې د نوې تګلارې برخه ده چې د ایران د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تصویب کړې ده.

ملګري ملتونه: افغان ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دي

ارشیف، افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان
ارشیف، افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته بستر شوي ماشومان

ملګري ملتونه وایي، افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ سره مخ دی.

دې سازمان د سې شنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې ۳،۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي چې له دې ډلې یو میلیون‌یې په شدیدې حادې خوارځواکۍ اخته دي.

د ملګرو ملتونو په ټکو په داسې حال کې چې د مالي مرستو د کمېدو له امله د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي خدمتونه پای ته رسول کېږي، یونیسف د ماشومانو د ساتنې او د ژوند ژغورلو لپاره د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

جرمني یوه بله ډله افغانانان بېرته افغانستان ته واستول

ارشیف، له جرمني نه افغانستان ته د یو شمېر افغانانو استول
ارشیف، له جرمني نه افغانستان ته د یو شمېر افغانانو استول

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل، ۲۲ تنه افغانان چې ټول‌یې نارینه او مجرمین وو، په یوه چارټر الوتکه کې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته واستول شول.

د جرمني «ډي‌پي‌اې» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه افغانان چې د جرمني له ټولو ۱۲ فدرالي ایالتونو څخه ډیپورټ ته برابر شوي و، د قتل، غلا او په قصدي ډول د اور اچونې په ګډون د جدي جرمونو مجرمین پېژندل شوي و.

په دې سره د تېر کال راهیسې چې په جرمني کې نوي ائتلافي حکومت په کار پیل کړی، افغانستان ته د بېرته استول شویو افغانانو شمېر ۲۵۰ تنو ته ورسېد.

برلین تېره اوونۍ تأیید کړه چې د طالبانو یوې درې کسیزې تخنیکې ډلې ته‌یې په مؤقت ډول دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړې چې په جرمني کې د افغانستان په سفارت او قونسلګریو کې د دغه بهیر د اداري چارو په ګړندي کولو کې مرسته وکړي.

د پناه ملاتړ «پرو ازیل» په نوم یوه سازمان د جرمني د پارلمان په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه په جرمني کې شاوخوا ۱۳ زره افغانان تثبیت شوي و چې له دې هېواده باید ووځي.

بشکېک د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري اسلام‌اباد ته ورکړه

د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۶مه سرمشریزه
د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۶مه سرمشریزه

قرغزستان د شانګهای د همکارۍ سازمان مشري پاکستان ته وسپارله.

د راپورونو له مخې د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف چې د دې سازمان د ۲۶مې سرمشریزې کوربه و، د سې شنبې په ورځ پاکستان ته د مشرۍ د سپارلو سره سم د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته د بریا هیله کړې او ډاډ یې ورکړی چې قرغزستان به‌یې بشپړ ملاتړ وکړي.

پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دې سازمان بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او په راتلونکي ۲۰۲۷ کال به‌یې پلازمېنه اسلام‌اباد د بلې سرمشریزې کوربه وي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، هند، پاکستان، ایران او بلاروس د دې سازمان ۱۰ غړي دي او افغانستان او منګولیا یې څارونکي غړیتوب لري.

د دې سازمان په سږنۍ سرمشریزه کې د افغانستان استازي ګډون نه‌و کړی.

د امریکا د خزانې وزیر: هرمز تنګی به تر دوو کلونو خپل ستراتېژیک اهمیت وبایلي

هرمز تنګی
هرمز تنګی

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ د سې شنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به تر دوو کلونو خپل ستراتېژیک اهمیت له لاسه ورکړي.

نوموړي د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د «جي۲۰» د مالي ډلې د غونډې په درشل کې چې امریکا به‌یې کوربه‌توب کوي، وویل چې پر ایران د سختو اقتصادي بندیزونو په لړ کې به دا اوونۍ د ایران پر یوه بانک او پر یوه بل هم راتلونکې اوونۍ بندیزونه اعلان کړي.

هغه زیاته کړه چې په هغو هڅو کې به هېڅکله زړه نازړه نه‌شي چې له اقتصادي پلوه ایران په ګونډو کوي.

د امریکا د خزانې وزیر هرمز تنګي ته په اشاره وویل چې ایرانیان کوښښ کوي له دغه تنګي د یوې مهمې وسیلې په توګه کار واخلي، خو هغه ښایي د نورو هېوادو لپاره وي، نه د امریکا لپاره او زیاته‌یې کړه چې "دا ستونزه به په راتلونکو دوو کلونو کې له‌منځه یووړل شي. په راتلونکو دوو کلونو کې به هرمز تنګی په یوه بې‌ارزښته سیمه بدل شي. تېل به د هغو نل‌لیکو له لارې ولېږدول شي چې د ځمکنیو مسیرونو له لارې تېرېږي".

لیونل مسي نړیوالې لوبې پریښودې

لیونل میسي د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د الجزایر په وړاندې د لوبې په مهال
لیونل میسي د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام کې د الجزایر په وړاندې د لوبې په مهال

لیونل مسي له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه.

د فوټبال دغه نړیوال ستوري دوشنبه ناوخته په خپله انسټاګرام پاڼه ولیکل چې دا یوه سخته پرېکړه وه خو وخت یې و چې وشي.

هغه ویلي چې د ارجنټاین لپاره یې ډېرې هڅې وکړې او اوس غواړي نویو ځوانانو ته فرصت ورکړي.

۳۹ کلن لیونل مسي په ۲۰۰۵ کال کې د ارجنټاین لپاره لوبې پیل کړې.

دی د ارجنټاین لپاره په شپږو نړیوالو جامونو کې ولوبېد او ترمشرۍ لاندې یې ارجنتاین ټیم په ۲۰۲۲ کال نړیوال جام وګاټه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG