خبرونه
بامیان کې د سولې او یووالي تر عنوان د ګلف لوبې ترسره کېږي
په بامیان کې د لومړي ځل لپاره د سولې او یووالي تر عنوان د ګلف لوبې ترسره کېږي.
د افغانستان د ګلف فدراسیون عمومي منشي عمران علي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د سېپټېمبر له څلورمې پیل او درې ورځې نور به هم دوام وکړي.
نوموړي وویل،چې د لوبې په پای کې به غوره لوبغاړي انتخاب شي څو نړېوالو لوبو ته ور وپېژندل شي.
د فدراسیون د مسئولینو په وینا، دامهال د ګلف نږدې ۴۰۰ لوبغاړي دي.
د دغه فدراسیون په وینا، راتلونکي کال به دا لوبې په هرات کې ترسره شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د عراق یوه پوځي اډه کې چاودنه؛ دې اډه کې ایران پلوه وسلهوالو شتون درلود
د عراق په یوه پوځي اډه کې چې د ایران پلوه وسلهوالو ډلو د ایتلاف غړي پهکې وو، چاودنه شوې ده.
دې چاودنې یو تن وژلی او اته تنه نور یې ټپیان کړې دي.
فرانسې اژانس نن د چارواکو په وینا راپور ورکړ چې دا چاودنه تېره شپه په بابل ولایت کې د کالسو په اډه کې شوې، خو په دې اړه نور جزییات نه دې خپاره شوي.
په دې اډه کې پوځیان، پولیس او د حشد الشعبي وسلهوال ځای په ځای شوې دي.
په بلغاریا کې د ۹ میلیونو ډالرو په ارزښت ۴۰۳ کیلوګرامه هیرویین نیول شوي
د بلغاریا د ګمرک چارواکي وایي، په یوې لارۍ کې یې چې اسناد یې د ترکیې دي ۴۰۳ کیلوګرامه هیرویین موندلي دي.
چارواکي زیاتوي چې دا هیرویین د ۱۵۶ توشکو په منځ کې ځای په ځای شوي وو چې نژدې نهه میلیونه ډالر قیمت لري.
د بلغاریا د ګمرک د چارواکو په وینا، داسې ښکارې چې دا مخدره مواد له ایرانه د اروپایي ټولنې په مقصد راوړل شوي دي.
د موټر ترکی چلوونکی نیول شوی او که چېرته د مخدره موادو د قاچاق په تور مجرم وپېژندل شي په شل کاله بند به محکوم شي.
طالبان: ۸۳۷ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شول
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په سلګونو افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکي چې ۸۳۷ افغانان د وري په ۳۰مه او یو ۳۱مخه د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته راواوښتل.
دا کورنۍ د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو عالي کمېشنرۍ ته معرفي شوې دي.
افغانستان کې ورښتونه او سېلابونه؛ په څلورو ورځو کې ۲۹ کسان مړه شوي
له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو وزارت وایي، له چهارشنبې راپهدېخوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه ټپيان شوي دي.
د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق نن دا هم وویل چې د سېلابونو او ورښتونو له امله ۷۲ کورونه یا یوه برخه یا په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
تر دې مخکې د هلمند په کجکي ولسوالي کې د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ د اوو غړیو د وژل کېدو او په ګرشک ولسوالي کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د دوو تنو د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.
په بامیان کې هم د دهن خشکک په ښارګوټي کې د چت د چپه کېدو له امله درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نن د بامیان او هلمند په ګډون د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو د ورېدو اټکل شوی دی.
کابل کې د ځینو بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال لیګ درېیم پړاو پیل شو
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبر له مخې، نن شنبه د اپرېل په ۲۰مه نېټه یې د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالۍ پیل کړي دي.
د دې سیالیو په پیلیزو مراسمو کې د فوټبال فدراسیون ریس محمدیوسف کارګر وویل چې په لومړي ځل د فوټبال ځیني بهرني لوبغاړي افغانستان ته ورغلي او په یاد لیګ کې به سیالۍ وکړي.
د کارګر په خبره، سږ کال به ۱۲ بهرني لوبغاړي چې د افریقا، ایران او پاکستان دي، بېلابېلو لوبډلو ته ولوبېږي.
د فوټبال اتلانو لیګ په روان پړاو کې ۱۲ کلبونه برخه لري چې هره لوبډله به ۱۱ سیالۍ وکړي.
د ویلو ده چې د لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ابومسلم کلب ۲ـ۰ د فاریاب یوشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
فوټسال؛ د افغانستان او کوېټ سیالي مساوي پای ته ورسېده
د فوټسال د اسیا ملتونو جام په سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې خپله دویمه لوبه له کوېټ سره مساوي پای ته ورسوله.
یاده سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجه په تایلینډ هېواد کې پیل شوې وه، د لوبې تر پایه پورې دواړه لوبډلو ۳ـ۳ ګولونه ووهل.
که څه هم د دې سیالۍ لومړۍ نیمايي ۲ـ۱ پر وړاندې کوېټ ګټلې وه، خو افغان لوبغاړو په دویمې نیمايي کې په پرلهپسې بریدونو سره وکړای شو چې دوه نور ګولونه هم ووهي.
دا د فوټسال اسیايي سیالیو په ترڅ کې د افغانستان دویمه لوبه وه؛ افغان لوبډلې لومړۍ سیالي ایران ته بایللې وه او ټاکل شوې وروستۍ لوبه له بحرین هېواد سره ترسره کړي.
د ایران په مشهد کې څلور زنداني افغانان اعدام شول
د یوه راپور له مخې د ایران په مشهد ښار کې څلور زنداني افغانان اعدام شول.
په دوی کې دوه ورونه دي.
د "حال وش" ویبپاڼه چې د بشري حقونو په اړه راپورونه ورکوي، څرګندوي چې دا افغانان د پنجشنبې په ورځ د وکیل اباد په زندان کې اعدام شوې دي.
په راپور کې راغلي چې زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزی د مخدر موادو په تړاو په اعدام محکوم شوي وو.
د بشري حقونود دفاع بنسټونو پخوا تل پر دې ټینګار کړی چې په ایران کې تورن کسان مدافع وکیلانو ته بشپړ لاسرسی نه لري.
کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله سریلانکا ته سفر کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کابل په مرکزي اکاډمۍ کې یې د الف لوبډلې لپاره پیل کړی تمریناتي کمپ بشپړ شو او ډېر ژر به سریلانکا ته خپل سفر پیل کړي.
د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چمتووالي په دې کمپ کې یې د لوبغاړو په بېلابېلو اړخونو کار کړی او هغو یې لوبو ته لا ښه چمتو کړي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه د ۵ یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ پیل کړي.
کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره له وړاندې د اکرام عليخېل په لوبډلمشرۍ د ګڼو نویو ځوانانو په ګډون لوبډلې غوره کړي دي.
اوکراین او روسیې په خپلو قلمرونو کې د بې پیلوټه الوتکو د نسکورولو ادعا کړې
د روسیې دفاع وزارت وایي چې هوایي مدافع سیستم یې نن د روسیې په اتو سیمو کې د اوکراین پنځوس بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.
د بلګورود والي وېچیسلاف ګلادکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د بلګورود په یوه کلي کې دوه تنه د رالوېدلو ټوټو له امله مړه شوې دي.
اوکراین په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د اوکراین هوایي ځواکونو نن خبر ورکړ چې روسیي پوځیانو د بلګورود له سیمې او تور سمندرګي څخه اووه توغندي نن د اوکراین په لور ویشتلي دي.
د اوکراین د هوایي ځواک په وینا، دوه روسي توغندي یې شنډ کړي او د روسیې د جاسوسۍ درې بې پيلوټه الوتکې یې هم نسکورې کړي دي.
منځني ختیځ کې د کړکېچ اوج؛ د حماس مشر د ترکیې ولسمشر سره ګوري
د حماس ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ګوري.
حماس ته اروپایي ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د هنیه او اردوغان دا لیدنه کتنه په داسې وخت کې کېږي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی، اسراییل پر ایران برید وکړ او په غزه کې د اسراییلي پوځیانو عملیات روان دي.
اخوا د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.
انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.