د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

نیویارک ټایمز: د بندیانو تبادله بشپړه او بین‌الافغاني خبرې دې پیل شي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان حکومت له زندانونو څخه د پاتې طالب بندیانو په خوشې کېدو یو راپور خپور کړی او د حکومت د یو چارواکي له خولې وايي دوی غواړي چې د بندیانو تبادله بشپړه او بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

په نیویارک ټایمز کې د خپاره شوي دې راپور په پای کې ویل شوي، دې اوونۍ کې د بندیانو دا تبادله داسې مهال کېږي چې طالبانو وروستیو ورځو کې تاوتریخوالي او له حکومتي ځواکونو سره نښتو ته زور ورکړی.

په راپور کې په پکتیا کې د طالبانو له‌خوا د موټر بم د چاودنې او فاریاب او کندهار کې د دې ډلې او حکومتي ځواکونو ترمنځ تازه نښتو ته اشاره شوې چې په‌کې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو د یو راپور په حواله وايي، په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک راهیسې زرګونه افغان امنیتي سرتېري او ولسي وګړې په جګړو کې وژل شوي دي.

  • عرب نیوز

له سعودي عربستان خپرېدونکي عرب نیوز انګلیسي ژبې ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه یو جلا فرهنګي مسئله څېړلې. دې ورځپاڼې د هرات په کږو شویو مصلاوو (منارونو) یو راپور خپور کړی او د هرات د اطلاعاتو فرهنګ د رئیس اریا رووفیان له خولې یې ویلي، دا منارونه د طبیعي بدلونونو لکه سېلابونو، زلزلو او نورو افتونو له کبله نږدې ۶۰ درجې کاږه شوي دي.

ورځپاڼې د دې منارونو د رغولو په برخه کې د ځايي چارواکو او فعالانو هڅې یادې کړي چې تر اوسه‌یې پایله نه‌ده لرلې.

ورځپاڼې په ۱۵مه پېړۍ کې د ملکې ګوهرشاد بېګم له‌خوا په جوړو شویو دې مصلاوو د پېړیو د تېرو شویو پېښو یادونه کړې او د هرات د یوې استازې رحیمې جامي له خولې وايي، که څه هم له ۲۰۰۷ م کال راهیسې د دې مصلاوو په منځ کې د موټرو په تېرېدو بندیز لګېدلی دی، خو لا هم ځیني موټر ورسره نږدې تېرېږي.

نوموړې کابل ملامته کړی چې د افغانستان د دې تاریخي میراثونو ساتنې ته جدي پاملرنه نه‌کوي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عرب نیوز ته ویلي، منارونو ته نږدې غیر قانوني کورونه جوړ شوي، لوړپوړې ودانۍ پورته شوي او د ښاروالۍ د نقشې خلاف رغنیزې چارې شوي.

د ښاغلي رووفیان په وینا دا د دې سبب شوې چې د منارونو سیمه اوس یوې پخواني او تاریخي سیمې ته نه‌پاتې کېږي هغه څه د لرغونو میراثونو د ساتلو په برخه کې د یونسکو معیار دی. دا یو له هغو علتونو څخه دی چې تر اوسه پورې یې د یونسکو د لرغونو میراثونو په ليست کې د هرات د منارونو د ثبتېدو مخه نیولې ده.

مېرمن جامي ورځپاڼې ته ویلي دا زموږ تاریخي میراث او د اسلامي تمدن برخه ده او باید په هره بیه وساتل شي.

XS
SM
MD
LG