د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ تله ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۳

نړۍ

یمن جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو قومندان له دندې لرې شو

جنرال فهد بن ترکي بن عبدالعزیز

د یمن د جګړې لپاره د سعودي عربستان د ځواکونو قوماندان جنرال فهد بن ترکي بن عبدالعزیز چې د سلطنتي کورنۍ غړی دی، نن له کاره ګوښه شو.

د ده زوی عبدالعزیز بن فهد بن ترکي هم چې د الجوف ولایت مرستیال و، له خپل مقامه برطرفه شو.

د عربستان پنځه دیرش کلن ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې هم ګڼ کسان په همدې ډول د اداري فساد په تور نیولي دي او په ورته وخت کې یې په دې تور یو شمېر هغه کسان په نښه کړې دي چې د خپل واک لپاره خطر ورته ښکاره شوې دي.

د سعودي دولتي اژانس نن راپور ورکړ چې دفاع وزارت یو شمېر مالي مشکوکې معاملې ترلاسه کړې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

د راپور له مخې د پاچا سلمان په امر به د سعودي عربستان له څلورو نورو چارواکو هم تحقیقات وشي.

جنرال فهد بن ترکي د ۲۰۱۸ کال د فبروري په میاشت کې په یمن کې د حوثیانو پرضد د جګړې قوماندان وټاکل شو.

یمن تر ټولو عربي هېوادو خوار دی او په دې هېواد کې د روانې جګړې د قربانیانو شمېر تر یولک اوښتی دی.

په یمن کې د دوه زره څوارلسم کال په سپتمبر کې حوثیانو پلازمېنه صنعا ونیوله او د دوه زره پنځلسم کال د مارچ په میاشت کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف هلته د حوثیانو پرضد جګړه پيل کړه.

ډېر ژر دا جګړه په یوه سیمه ییز بحران بدله شوه او ایران هلته د حوثیانو ملاتړ ته ملا وتړله.

د سعودي عربستان د هوایي بریدونو په ترڅ کې په سلګونو ملکیان وژل شوي او نړیوالو د سعودیانو له لورې د زندانیانو شکنجه په سختو ټکیو غندلې ده.

هاغه لور ته حوثیان د مرستندویه ټولنو د مرستو په غلا، د ماینونو په ایښودلو او د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ماشومانو د جذبولو په تورونو تورن شوې دي.

د یمن په بحران کې شاوخوا یومیلیون کسان مجبوره شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي، لوږې او جګړې دا کسان له سخت بشري ناورین سره مخامخ کړې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان د اذربایجان او ارمنستان د روانې شخړې په اړه اندېښنه ښودلې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ روانې وسله‌والې شخړې باندې اندېښنه ښودلې او د خلکو په وژنه‌یې خواشینې څرګنده کړې.

د جنوبي قفقاز دغو دواړو هېوادونو پرون یو ځل بیا د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر خونړۍ شخړه وکړه او دواړو لورو ته تر ۲۳ پورې عسکر او ملکیان ووژل شول.

نګورنو قره‌باغ سیمه د اذربایجان د خاورې په توګه نړیوالو په رسمیت پېژندلې، خو له کلونو راهیسې د ارمنستان په کنټرول کې ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دغې سیمه کې د بیا اوربند او د لانجې د سیاسي حل غوښتونکي دي.

اذربایجان او ارمنستان د نګورنو قره‌باغ پر سر نن هم جګړې ته تیاری نیولی

نګورنو قره‌باغ کې ځواکونه

اذربایجان او ارمنستان د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر نن د دوهمې ورځې لپاره هم جګړې ته تیاری نیولی دی.

د جنوبي قفقاز د دغو هېوادونو ترمنځ وسله‌واله شخړه پرون پيل شوه چې د تېرو څلورو کلونو ورته جګړو په پرتله خونړۍ وه.

په پرونۍ نښته کې ۲۳ عسکر او ملکیان ووژل شول او دواړو لورو دغې سیمې ته نږدې هليکوپټرې، بې‌پیلوټه الوتکې او ټانګونه لېږلي دي.

پر دې شخړې د سیمې هېوادونو له هغې ډلې روسیې او ترکیې غبرګون ښودلی او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

دا مهال دواړو هېوادونو بېړنی پوځي حالت اعلان کړی دی.

د کرونا له امله په نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیون واوښت

ارشیف، د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو لپاره قبرونه

د کرونا له لاسه په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت.

دا شمېر د ورلډومېټرس انفو وېب‌پاڼې خپور کړی چې له اول سره د کرونا ویروس په اړه تازه ارقام خپروي. د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون هم دې ته نږدې شمېر اعلان کړی دی.

تر اوسه پورې نږدې ۳۰ میلیونه کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د کرونا ویروس په خاطر لګېدلو محدودیتونو دا څو وروستۍ میاشتې د ژوند عادي بڼه بدله کړې ده.

نه‌یوازې دا چې دا دی د دې ویروس له لاسه د قربانیانو شمېر له یو میلیون انسانانو واوښت، بلکې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته‌یې سخت اقتصادي تاوان هم ورساوه.

امریکا، برازیل او هند د نړۍ هغه درې هېوادونه دي چې په‌کې د کرونا له لاسه د مړو خلکو شمېر په ترتیب تر نورو هېوادونو زیات دی.

امریکا چې د قربانیانو له پلوه په سر کې ده، تر اوسه‌یې نږدې ۲۰۵ زره کسان له لاسه ورکړي او د کرونا ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر په‌کې له اووه میلیونو او درې لکو انسانانو اوښتی دی.

راجستان رایلز د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې په ماتولو ریکارډ جوړ کړ

ارشیف

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې بېګا راجستان رایلز د کېنګز پنجاب لوبډلې په ماتولو ریکارډ جوړ کړ.

په دې لوبه کې چې د شارجه په نړیوال سټډیوم کې وشوه لومړی د کېنګز اېلېون پنجاب ټیم د دوو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې د ۲۲۳ لوړو منډو هدف وټاکه چې په‌کې ماینک اګروال سلیزه هم ووهله.

په ځواب کې د راجستان رایلز ټیم د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۶ منډې وکړې او د څلورو وېکټو په توپیر یې دغه ستر هدف ته ورسېد.

په بېګانۍ لوبه کې د راجستان درېیو لوبغاړو پنځوسیزې ووهلې او تر ټولو جالبه اوور هغه و چې راهول ټېواټیا په‌کې پنځه شپږیزې ووهلې.

د هند د کرکټ غوره لیګ دا وار د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب پيل شوی.

راجستان او ډهلي دوه هغه ټیمونه دي چې د هند د کرکټ سږني غوره لیګ په سر کې ځای لري او لوبې یې نه‌دي بایللي.

بلاروس کې پولیسو پر مظاهره‌چیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی

بلاروس کې مظاهره‌چیان او پولیس

په بلاروس کې پرون ګڼ خلک د مظاهرو پر مهال نیول شوي او پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه کار اخیستی.

خلک د الکساندر لوکاشینکا پر ضد پاڅېدلي او غواړي چې دی له واکه لیرې شي.

امنیتي ځواکونو چې د بلوا ضد یونیفورم‌یې په تن و په ګومیل ښار کې په خلکو اوښکې بهوونکي ګاز کاراوه او هوايي ډزې یې کولې.

په مېنسک کې د مظاهره‌چیانو شمېر یو لک تنه اټکل شوی. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې یې یکشنبه ۲۰۰ کسان نیولي دي.

په بلاروس کې خلک وروسته له هغه پاڅېدل چې د انتخاباتو کمېسیون الکساندر لوکاشینکا د اګسټ نهمې ولسمشرۍ ټاکنو بریالی اعلان کړ.

لوکاشینکا له ۲۶ کلونو په بلاروس واک چلوي او وايي چې استعفا نه‌ورکوي.

اولادزیمېر: لویدیځ هېوادونه د بیلاروس په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي

اولادزیمېر مکي

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر لویدیځ هېوادونه تورن کړل چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

اولادزیمېر مکي ویلي، دغه هېوادونه غواړي بیلاروس کې له ټاکنو وروسته رامنځ ته شوي اړودوړ او اعتراضونو ته لمن ووهي.

نوموړي پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ویډیویي پیغام پر مهال وویل: "مونږ داسې هڅې ګورو چې په هېواد کې وضعیت کړکیچنوي."

ټاکل شوې متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او کاناډا ژر پر بیلاروس د وروستیو مظاهرو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي.

دا مظاهرې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو وروسته پيل شوي، هغه ټاکنې چې الکساندر لوکاشینکا یې د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان کړ.

رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شول

په دغه اروپایي هېواد کې دا ټاکنې تېرې جون میاشتې ته پلان شوې وې، خو د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې. 

په رومانیا کې د محلي ټاکنو د رایې ورکونې مرکزونه پرانیستل شوي دي.

شاوخوا ۱۹ میلیونه د رایې ورکونې وړ کسان دغلته د محلي چارواکو، د شورا د مشرانو او ښاروالانو څه باندې ۴۳ زره بستونو ته کسان ټاکي.

په دغه اروپایي هېواد کې دا ټاکنې تېرې جون میاشتې ته پلان شوې وې، خو د کرونا وبا له کبله ځنډېدلې وې.

داسې وېره شته چې د کرونا ویروس له ویرې به ټاکنو کې د خلکو ګډون هم کم وي، ځکه رومانیا کې د دغه ویروس څه باندې ۱۲۱۰۰۰ پېښې ثبت شوي او ۴۷۰۰ تنه ېې مړه کړي دي.

پاکستان کې د موټر چپه کېدو او اور اخیستو په پېښه کې ۱۵ تنه مړه شوي

ارشیف

په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو او اور اخیستو په پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي دي.

دغه پېښه پرون کراچۍ ښار ته نژدې شوې ده او موټر کې د پولیسو په وینا ټول ۲۵ تنه سپاره وو.

لس تنه سپرلۍ له پېښې روغ ژغورل شوي دي.

پاکستان کې په ځانګړې توګه غرنیو سیمو کې یې ترافیکي پېښې عادي دي چې لامل یې بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی.

تېر کال پاکستان کې ۹ زره ترافیکي پېښې شوي چې ۴ زره کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کرکټ ای پي ایل سیالیو کې نن د راجستان او پنجاب لوبډلې سیالي لري

ای پي ال سیالیو کې د راهول یو انځور

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ د غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په نهمه لوبه کې راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا لوبه نن ماښام د شارجه کرکټ په لوبغالي کې په ځای وخت شپږ نیمې بجې پیلېږي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.

د کلکته کنګ رایډرز سره په لوبه کې سنرایز لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.

دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبېږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو خو دواړو د پام وړ لاس ته راوړنه نه درلوده.

نبي یولس منډې کړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله

ډونالد ټرمپ او کاني برېټ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ لانجمنه قاضي کاني برېټ د سترې محکمې د غړې په توګه ونوموله.

کاني برېټ د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو ۳۸ ورځې مخکې او د سترې محکمې د لبرال قاضي روت بیدر ګینزبرګ له مړینې ۸ ورځې وروسته ونومول شوه.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، دا درېیم قاضي دی چې ده د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې د سترې محکمې غړیتوب ته وړاندیز کړی دی.

ده اټکل وکړ چې د امریکا سنا جرګه به بې‌جنجاله او ژر کاني برېټ تأیید کړي.

د امریکا د سنا جرګې په ۱۰۰ چوکیو کې ۵۳ د جمهوري‌پالو په لاس کې دي او تر اوسه د هغو ډېرو ویلي چې د کاني برېټ ملاتړ کوي.

فرانسه کې پر دوو تنو حمله کوونکي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ

د فرانسې سرتېری

په فرانسه کې د قصابۍ په ساتول د دوو تنو د وهلو په تور نیول شوي پاکستاني پر خپل جرم اعتراف وکړ.

تحقیق کوونکو پرون وویل چې دغه ۱۸ کلن ځوان چې مستنطقانو یې نوم حسن اې ښودلی، د حملې انګېزه د پاریس د یوې مجلې 'شارلي ابدو' له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور بیا خپرېدا بللې ده.

دا پېښه درې اوونۍ وروسته له دې وشوه چې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې پر شارلي ابدو مجلې په حمله کې د ۱۴ مشکوکو کسانو محاکمه په دې ښار کې پیل شوه.

د ۲۰۱۵ په پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.

خوزستان کې وسله‌والو ۲ ایراني پوله‌ساتي وژلي

یو ایرانی سرتېری

ایران وايي، په خوزستان ولایت کې یې وسله‌والو مخالفانو دوه پوله‌ساتي وژلي دي.

د خوزستان ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان لطف علي پاکباز وویل، د ایران د سمندري پولې دوه سرتېري پرون مازدیګر هغه مهال ووژل شول چې د دغه ولایت په هورالمظیم سیمه کې یې ګزمه کوله.

ده حمله کوونکي وسله‌وال اشرار بللي دي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

د اوکراین ولسمشر کیف کې د الوتکې د لوېدو ځای لیدو ته ولاړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر پرون د هغې الوتکې د لوېدو ځای ته ولاړ چې د قربانیانو شمېر یې تر اوسه ۲۶ تنو ته رسېدلی دی.

دغه الوتکه چې د اوکراین د پوځي پوهنتون ۲۰ محصلان او ۷ عمله په‌کې سپاره وو، وړمه ورځ وغورځېده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوې ورځې ماتم امر کړی دی.

دغه الوتکه د کیف ښار ختیځ کې د کېناستو پر مهال ولوېده، لومړی دوه تنه ترې ژوندي پاتې وو چې وروسته یوه کس روغتون کې ساه ورکړه.

تر اوسه د دغې الوتکې د سقوط لامل نه‌دی روښانه شوی.

'د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې کمزورې شوي'

ارشیف

په امریکا کې د عفوني ناروغیو یوه لوړپوړي متخصص خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا د مخنیوي هڅې د ستړیا له کبله کمزورې شوې دي.

داکتر انتوني فاوچي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړو شویو شمېر نږدې یو میلیون کسانو ته رسېدلی.

فاوچي چې د عفوني ناروغیو او حساسیت د ملي انسټټیوت مشر هم دی، د سپټمبر په ۲۵مه، وویل چې دغه وبا به پای ته رسېږي، خو له خلکو یې وغوښتل چې واکسین ته‌یې باید حوصله وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه ۳۲،۴ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي.

د لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیول شوي

بلاروس کې د پولیسو له‌خوا نیول شوې مېرمن

د بلاروس امنیتي ځواکونو په پلازمېنه مېنسک کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د ښځو د یوې مظاهرې لسګونه ګډونوالې نیولې دي.

په مېنسک کې پرون شنبه ښځو مظاهره وکړه او اکثرو یې په لاسونو کې د ګلانو ګېډۍ لېږدولې.

د ازادي راډیو بلاروسي څانګه وایي، د مظاهرې ضد پولیسو پر ښځینه اعتراض کوونکو سربېره ځیني خبریالان هم نیولي دي.

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد مظاهرې له شااوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې روانې دي. اعتراض کوونکي د لوکاشینکا استعفا غواړي. له اعتراضونو سره سره لوکاشینکا د سپټمبر په ۲۳مه، د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG