د طبعي پېښو په وړاندې د مبارزې لپاره د دولت وزارت روانه اوونۍ په اتو ولایتونو کې د ورښتونو له امله د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکوي.
د سیلابونو د زیانونو د مخنیوي په اړه مو په جرمني کې د اوبو د مدیریت او چاپیریال ساتنې د متخصص محمد عاصم مایار نظر پوښتلی دی.
نوموړی اوس په همدې برخه کې په دوکتورا بوخت دی.
صالح محمد صالح د مرکې په پیل کې ورڅخه پوښتنه کړې، چې د سیلابونو د راوتلو تر اټکل مخکې او وروسته باید څه وشي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: