د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

شفیقه خپلواک: شعر او ادب د ټولنیزې سولې راوستلو کې ډېر رول لوبولی شي


 شفیقه حپلواک
شفیقه حپلواک

پښتنه شاعره او لیکواله شفیقه خپلواک وايي شعر او ادب د ټولنیزې سولې په راوستلو کې ډېر رول لوبولی شي.

شفیقه خپلواک څو ورځې دمخه "جنګ ته مه ځه" تر عنوان لاندې یو نظم په ارګ کې ولوست چې په خواله رسنیو باندې ګڼو خلکو خوښ کړ.

شفیقې له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې هنر او ادب د جګړې ښکېل خلک له خپل ځان او احساساتو سره مخ کوي او دغه قضاوت ته‌یې راولي چې ولې د انسان وینه تویه شي.

له اغلې خپلواک سره صفي‌الله ستانکزي مرکه کړې ده.

لومړی یې ورنه غوښتي چې "جنګ ته مه ځه" شعر ووايي او بیا ورسره خپل تړلی حس بیان کړي.

د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:09 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG