د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۴

نړۍ

جرمني کې زرګونه کسانو لاريون وکړ

جرمني کې لاریون کوونکي

زرګونه کسانو پرون (د اګسټ په ۲۹مه) د جرمني په پلازمېنه برلین کې مظاهره وکړه.

لاریون د هغو بندیزونو پر ضد و چې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره لګولي دي.

پولیسو تر ۳۰۰ زیات لاریون کوونکي ونیول. د مظاهرو ضد پولیسو د خلکو د حرکت د مخنیوي هڅه کوله او د مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ د سپک اخ‌وډب راپورونه هم خپاره شوي دي.

د جرمني حکومت ویلي چې ښايي ۳۰ زره کسان د مظاهرې لپاره راوتلي وو او درې زره پولیس‌یې د امنیت لپاره ګومارل شوي وو.

په مظاهره کې داسې کسانو هم ګډون درلود چې ادعا کوي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي یوه تبلیغاتي مسئله او کرونا ویروس وبا د خلکو د غولولو تیوري ده.

په جرمني کې د کرونا ویروس له کبله تر ۲۴۰ زره زیات وګړي ناروغ شوي او تر ۹،۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو نامتو مدافع وکیل وژل شوی

پولیسو نن وویل، پر بابر قادري پرون ماښام دوو نا پېژنده وسله والو ډزې وکړې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې یو نامتو مدافع وکیل ووژل شو.

پولیسو نن وویل، پر بابر قادري پرون ماښام دوو نا پېژنده وسله والو ډزې وکړې چې په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.

د قادري خپلوانو ویلي، بریدکوونکي د موکل په نوم د ده کور ته ورغلي او کله چې هغه له دروازې راوځي، ډزې پرې کوي.

بابر قادري د کشمیریانو د حقونو یو ښکاره ملاتړی و او تل یې د دغې سیمې د خپلواکۍ غوښتنه کوله.

نوموړی په دې اړه بحثونو کې کله نا کله د هند په ټلویزیوني بحثونو کې را څرګندېده.

د کشمیر په جګړه کې لسګونه زره ملکیان، اورپکي او دولتي ځواکونه وژل شوي دي.

د شمالي کوریا مشر د سویلي کوریا د یوه چارواکي پر وژلو بښنه وغوښته

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سویلي کوریا د یوه پوځي چارواکي پر وژلو بښنه غوښتې ده.

د سویلي کوریا د سمندرونو او کب پالنې د وزارت دغه ۴۷ کلن کارکوونکی د دواړو کوریاوو لانجمن سمندري بندر ته نژدې وژل شوی او بیا د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې سوځول شوی دی.

سیول د شمالي کوریا دغه کار غندلی او ( بې رحمه عمل) یې بللی دی.

سویلي کوریا وایي، د شمالي کوریا مشر پردې ناببرې او خواشینونکې پېښې خفګان څرګند کړی.

د سویلي کوریا دغه پوځي چارواکی د دواړو کوریاګانو ګډې پولې ته په لس کیلو متري واټن کې پر ګزمې بوخت و چې لادرکه شو.

'قرغزستان کې روغتیایي کارکوونکي په زور ډېر کار ته مجبور شوي'

ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان وایي، قرغزستان کې د کرونا وبا پر مهال روغتیایي کارکوونکي په زور ډېر کار ته مجبور شوي دي.

دغه سازمان نن په دې اړه یو راپور خپور کړ او وې ویل، ډاکترانو ته د ډېر کار له کبله نه یوازې دا چې اضافي معاش نه ورکول کېده، بلکې پیسې یې کمې شوې هم دي.

غیر رسمي سرچینې وایي چې قرغستان کې د مارچ له نیمایي د جولای میاشتې تر وروستیو پورې کرونا ۴۰ روغتایي کارکوونکي مړه کړي دي.

د مرکزي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي هیدر مکګیل ویلي: "دا ویرونکې ده چې د کار په بدل کې د روغتیایي کارکوونکو بشري حقونه پام کې نه نیول کېدل، پیسې نه ورکول کېدې او مجبورېدل چې پټه خوله پاته شي."

پاکستان په سیمه کې د سولې پر وړاندې د ورانکارو په اړه خبرداری ورکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا په سیمه کې د سولې د مخنیوي لپاره د ورانکارو عناصرو پر وړاندې خبرداری ورکړ.

قریشي چې پرون د پاکستان په کابینه کې خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې ورانوونکو ته په اشاره وویل، پر له پسې هوښیارۍ ته اړتیا ده چې د ورانکارو د هڅو پر وړاندې د دې پروسې ساتنه وشي.

قریشي ورانکاري په نامه یاد نه کړل.

ده دا هم وویل چې د پاکستان د هڅو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹ موافقه وشوه.

پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې ورکولو پالیسي کې بدلون راولي

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس وايي، افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په پالیسۍ کې بدلون به د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه وغوړوي.

اسد قیصر دا خبره پرون پنجشنبه د افغانستان له سرپرست سفیر رحمت الله قطره سره په کتنه کې وکړه.

تېره اوونۍ په کابل کې د پاکستان سفیر وویل چې یوه نوې پالیسي یې وړاندیز کړې چې پر اساس به یې په ځانګړي ډول افغان محصلانو، سوداګرو، پانګوونکو او ناروغانو ته د ویزې شرایط اسانه کړي.

د پاکستان د ملي اسمبلۍ ريیس اسد قیصر دا وړاندیز د سوداګرو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو لپاره ګټور وباله.

د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی 'دن جونز' ومړ

د استرالیا د کرکټ پخوانی لوبغاړی دن جونز

د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی دن جونز پرون پنجشنبه په ممبي کې د زړه له سکتې وروسته د ۵۹ کلونو په عمر ومړ.

جونز د هند د کرکټ د غوره لیګ د مبصر یا کمینټېټر په توګه ممبي ته تللی و.

ده د استرالیا لپاره په ۵۲ ټیسټ لوبو او ۱۶۴ یو ورځینیو مسابقو کې برخه اخیستې وه.

د جونز په مړینه د کرکټ نړیوالې شورا او د بېلابېلو هیوادونو کرکټ بورډونو خواشیني څرګنده کړې ده.

ایران کې بیا د کرونا ویروس له امله د اخته کسانو او مړیو شمېر زیات شوی

ارشیف

په ایران کې یو وار بیا په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو او ورڅخه د مړینو شمېر په زیاتېدو دی.

د تهران ښار د شورا رييس محسن هاشمي پرون پنجشنبه وویل، له یوې میاشتې وروسته په پلازمېنه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي او اوس د ورځې ۷۰ تنه په کورونا مړه کېږي.

ده دا هم وویل چې پخوا هم په تهران کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر د ورځې ۱۰۰ تنو ته رسېدلی و خو وروسته د ورځې ۴۹ ته راټیټ شو.

ښايي امریکا، کاناډا او بریتانیا د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه ولګوي

بیلاروس کې د لاریون کوونکو پر ضد د پولیسو چلند

د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا او بریتانیا ممکن ژر د بیلاروس پر چارواکو د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د اعتراض کوونکو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګوي.

رویټرز خبري اژانس د څلورو چارواکو په قول، چې نومونه یې نه دي څرګند کړي، وايي چې دا درې هېوادونه ښايي نن (جمعه) دوې ورځې وروسته له دې د بیلاروس پر چارواکو بندیزونه اعلان کړي چې الکساندر لوکاشینکو په پټه د لوړې مراسم په ځای کړل.

اکثره لوېدیځ هېوادونه د بیلاروس د ولسمشرۍ ټاکنې له درغلۍ ډکې بولي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل چې هېواد یې له امریکا او کاناډا سره په همغږۍ بندیزونه لګوي.

دومنیک راب دا هم وویل چې له واشنګټن او اوټاوا سره په دې اړه کار کوي.

پاکستان کې د ډاکتر شکیل افریدي محاکمه یو وار بیا وځنډېده

ډاکتر شکیل افریدي

په پاکستان کې یوې محکمې د ډاکتر شکیل افریدي محاکمه یو وار بیا وځنډوله.

شکیل افریدی له هغه مهاله چې په ۲۰۱۱ میلادي کال د امریکا ځانګړو ځواکونو په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه، بندي دی.

ویل کېږي چې افریدي د واکسین له لارې د بن لادن کور پېژندلی و.

نوموړی د ۲۰۱۱ د مې په ۲۳ نېټه ونیول شو.

پرون د پېښور د استیناف محکمې وویل چې پر دې قضیې به د روان سېپټېمبر له دېرشمې غور پیل کړي.

د افریدي مدافع وکیل قمر ندیم پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ده د موکل محاکمه تراوسه پورې ۱۶ ځلې ځنډول شوې ځکه چې دولتي څارنوال نه دی حاضر شوی.

د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون پلان رد کړ

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د ختیځې اروپا څو هېوادونو د کډوالو لپاره د اروپايي کمېسیون نوی پلان رد کړی او ویلي یې دي چې د دې پلان محدودیتونه باید زیات شي.

اروپايي کمېسیون چې د اروپايي ټولنې تر ټولو لوړه اجرائیه څانګه ده، نن په یو بیان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو په نوي تړون کې د اروپا په سرحدونو کې د نورو محدودیتونو او د رد شویو کډوالو د ایستلو لپاره د پروسیجرونو د ټاکلو وړاندیز وکړ.

په بیان کې همداراز د نویو کډوالو پر ستراتېژۍ د بحث لپاره د اروپايي ټولنې د سرمشریزې د جوړېدو غوښتنه هم شوې ده.

چک جمهوریت، پولنډ، هنګري او سلواکیا چې د پراخو محدودیتونو غوښتنه کوي ویلي دي چې د دې تړون بنسټ سم دی، خو له غیر قانوني کډوالو سره د چلند په برخه کې ډېر بدلون نه‌دی په‌کې راغلی.

د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې زیاتوالی راغی

د سرو زرو پر یوې سکې د نوبل انځور

د نوبل بنسټ وايي چې د نوبل کلنۍ جایزې په پیسو کې یې یو میلیون سویډي کرون چې د یو لک او ۱۰ زره امریکايي دالرو معادل کېږي زیاتوالی راوستی.

د نوبل د بنسټ مشر لارس هایکېنسټن نن سویډي رسنیو ته وویل چې د نوبل د جایزې اندازه سږ کال ۱۰ میلیونه سویډي کرون ته چې د یو میلیون ۱۱۰ زره ډالرو معادل دي لوړه شوې ده.

ښاغلي هایکېنسټن ویلي چې د دې پرېکړې علت د نوبل د بنسټ د لګښتونو او پانګې ترمنځ تناسب دی چې اوس د پخوا په پرتله په ډېر مناسب حالت کې دی.

د نوبل جایزې له مؤسس، ډینامیټ جوړوونکي الفرد نوبل څخه شاوخوا ۳۱ میلیونخ کرون پانګه میراث پاتې شوه چې د نوبل بنسټ د معلوماتو له مخې په ننني حساب ۱،۸ میلیارده ډالر کېږي. دا پیسې له ۱۹۰۱ کال راهیسې هر کال د نوبل جایزې ګټونکو ته ورکول کېږي.

د نوبل بنسټ ویلي چې د نوبل جایزې د سپارلو دودیز مراسم سږ کال د کرونا وبا له کبله لغوه شوي، خو یوازې د سولې جایزه به د ساده مراسمو په ترڅ کې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې ورکړل شي.

د کوسوو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر صالح مصطفی ونیول شو

ارشیف، د کوسوو ملي بیرغ مخ ته ولاړ کس

په کوسوو کې د ځانګړي څارنوال دفتر وايي چې د کوسوو د امنیتي ځواکونو د استخباراتي خدماتو پخوانی مشر، په جنګي جرمونو تورن صالح مصطفی د کوسوو د ځانګړې محکمې د حکم په اساس توقیف شوی دی.

د ځانګړي څارنوال دفتر نن پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې مصطفی نیول شوی او په هاګ کې د کوسوو د ځانګړې محکمې توقیف‌ځای ته بیول شوی.

مصطفی د کوسوو د ازادي بخښونکي پوځ له مهمو قوماندانو څخه و چې د ۱۹۹۸-۱۹۹۹ کلونو ترمنځ د کوسوو په جګړه کې یې برخه لرله.

سلمان: له ایران سره د مقابلې لپاره د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده

د عربستان پاچا شاه سلمان

د سعودي عربستان پاچا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې ایران ته په اشاره د دغه اسلامي جمهوریت د مخنیوي لپاره د یوه جامع حل غوښتنه وکړه او هم‌یې پر نړیوالو غږ وکړ چې پرینږدي، تهران د ډله‌ییزې وژنې وسلې ترلاسه کړي.

سلمان بن عبدالعزیز وویل، یوې هر اړخیزې حل‌لارې او د ملګرو ملتونو کلک دریځ ته اړتیا ده چې له ایران سره مقابله وشي.

هغه وویل، د سعودي تجربې ښودلې چې جزیي حل‌لارې او قناعت د هغه ګواښ مخه نه‌ده نیولې چې ایران نړیوالې سولې او امنیت ته متوجې کړی.

سلمان دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې دوهمې ورځې ته په یوه ثبت شوې وېډیویي وینا کې وکړې.

هغه د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ او د لبنان د حزب‌الله ډلې د بې‌وسلې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني دغې اسامبلې ته په وینا کې وویل چې متحده ایالات نه پر ایران خبرې تحمیلولی شي او نه هم پرې جګړه.

د استرالیا په جنوب کې اکثر نهنګان تلف شوي

د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

د ژغورونکو د هڅو سربېره د استرالیا په جنوب کې د تسمانیا ټاپو په اوبو کې ایسار شوي اکثر نهنګان تلف شوي دي.

د دغو مړه شویو نهنګانو شمېر په دې سیمه کې نږدې ۵۰۰ ته رسېږي.

اوس د دوی له ډلې د تقریباً ۳۸۰ نهنګانو مړینه تأیید شوې ده.

دغه پيلوټ نومي نهنګان تر ډېره د استرالیا د جنوب په اوبو کې ژوند کوي. دغه نهنګان تر اوو مترو پورې اوږده وي او درې زره کیلوګرامه وزن لري.

بلغاریا دوه روسي ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور باسي

د بلغاریا بیرغ

بلغاریا له دوو روسي ډیپلوماتانو وغوښتل چې له دې هېواده ووځي.

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې دا ډیپلوماتان په نظامي جاسوسي تورن کړل او امر یې ورته وکړ چې په ۷۲ ساعتونو کې له بلغاریا خارج شي.

په پلازمېنه صوفیه کې د روسیې سفارت ویلي دي چې مؤجه دلیل د دې ډیپلوماتانو د شړلو لپاره نه‌شته.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG