د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۴

افغانستان

ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ووژل شو

ننګرهار
ننګرهار

په ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان، انعام‌الله ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی پرون د اګست په ۲۹مه، ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د شیرزاد ولسوالۍ په دوبندۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حمله کړې وه.

په حمله کې د طالبانو د سرې قطعې نور ۱۹ وسله‌وال وژل شوي او ۱۳ ټپيان شوي دي.

عطالله خوګیاڼی وویل: "د سرې قطعې په دې وسله‌والو کې د افغانستان د مختلفو سیمو خلک او بهرنیان شامل دي. متاسفانه، په دې حمله کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي."

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپا ته د طالبانو د پلاوي د احتمالي سفر په وړاندې د بشري حقونو د نړیوال فدراسیون مخالفت

د بشري حقونو نړیوال فدراسیون (FIDH) د افغان اود نړیوالو بشري حقونو له څه باندې اتیا سازمانونو سره په یوه پرانیستي لیک کې بروکسل ته د طالبانو د احتمالي سفر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړي.

دې فدراسیون د چهارشنبې په ورځ (۶ د جوزا) په یوه پرانیستي لیک کې ویلي: "موږ، د ملي او نړیوالې مدني ټولنې سازمانونه او د بشري حقونو مدافعان، د هغو راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو چې وایي د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې به د طالبانو استازي بروکسل ته رسمي سفر وکړي."

په لیک کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، ځکه چې دوی له کورني دیموکراتیک مشروعیت څخه بې برخې دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د ثور په میاشت کې د سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومتي چارواکي به په راتلونکو اوونیو کې بروکسل ته سفر وکړي، څو له اروپايي ټولنې سره د ځینو افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

یونیسف د طالبانو "د زوجینو د تفریق اصول ‌نامې" په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د طالبانو د حکومت له خوا د "د زوجینو د بېلتون اصول ‌نامې" په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې ادارې اجراییه رییسې کاترین رسل د چهارشنبې په ورځ د جوزا په ۶ په ایکسپاڼه کې ولیکل: "هر هغه قانون که داسې مواد ولري چې ښیي د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکوي یا د نجلۍ چوپتیا د رضایت په توګه تفسیر کوي، د منلو وړ نه دی."

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي هم د " زوجینو د جلا کیدو اصول‌ نامې" د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

هغه د سه‌ شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا اصول‌ نامه د طالبانو له خوا یو بل "ظالمانه اقدام" دی.

ښاغلي لینډسي زیاته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې په ټول ژوند کې د برابرۍ مستحقې دي.

د " زوجینو د بېلتون اصول ‌نامه" د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له خوا له توشیح وروسته د ثور په ۲۴مه په رسمي جریده کې خپره شوه.

تر دې مخکې له سلو څخه زیاتو ډلو او سازمانونو، چې ډېری یې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو مدافعان دي، د دې اصول ‌نامې د سمدستي او بې قید و شرط لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دغه لارښود په ځینو مواردو کې د ماشومانو نکاح "سمه" ګڼي.

راشد خان به د هند په وړاندې ټیسټ لوبه کې ګډون ونکړي

د افغانستان او نړۍ د کریکټ ستوری راشد خان ، ارشیف
د افغانستان او نړۍ د کریکټ ستوری راشد خان ، ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری سپین بالر راشد خان به راتلونکې میاشت له هند سره په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې ونه لوبېږي، خو د درې یو ورځنیو لوبو (ODI) لړۍ لپاره په لوبډله کې شامل دی.

۲۷ کلن راشد خان ته سپارښتنه شوې چې د خپل کاري فشار د مدیریت لپاره د اوږدې بڼې (ټېسټ) کرکټ ځکه کم کړي چې د شل اوریزو بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبېږي.

مصدوم شوی اوپنر ابراهیم زدران هم ټېسټ لوبه کې ګډون نه شي کولی. دغه ټېسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې نېټې پورې د هند په نیو چندیګړ کې ترسره کیږي.

حشمت الله شهیدي به د ټېسټ لوبډلې او همدارنګه د درې یو ورځنیو نړیوالو لوبو مشري کوي.

رحمن الله زدران، بلال سمیع او ننګیالی خروټی د لومړي ځل لپاره د ټیست لوبې لپاره غوره شوي دي.

لیګ سپینر قیس احمد هم بیرته لوبډلې ته ستون شوی دی.

افغانستان له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې د ټېسټ لوبو رسمي حیثیت ترلاسه کړی، تر اوسه یې یوازې یوه ټېسټ لوبه له هند سره کړې چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې وه.

حامد کرزی یوځل بیا د نجونو په مخ د ښونځیو د پرانیستلو هیله څرګندوي

د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی ، ارشیف
د افغانستان پخوانی ولسشمر حامد کرزی ، ارشیف

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې یوځل بیا هیله څرګنده کړې چې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې "ژرترژه "پرانیستل شي او میرمنو او روزلو کدرونو ته د کار او چارو کې د شمولیت زمینه برابره شي.

حامد کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي پیغام کې د هیواد ابادي ، ترقي او هوساینه، تعلیم او دې پورې تړلې چې "هر هیوادوال خپل وطن کې د خاوندتوب احساس وکړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې واک ته له ستنیدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو او ښځو په مخ د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي دي اوله بهرنیو او کورنیو فشارونو سره سره یې په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه لیدل کیږي.

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.

له لوی اختر سره د کانګو ناروغۍ ته اندیښنې

ارشیف
ارشیف

چهارشنبه په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. یوشمیر روغتیایي متخصصانو د څارویو د قرباني پرمهال د کانګو تبي د ناروغۍ د احتمالي زیاتیدو خبرداری ورکړی دی.

د کابل په انتاني روغتون کې متخصص ډاکټر فرید عمري ازادي راډیو ته وویل چې د څارویو د قرباني پرمهال باید خلک دستکش ولري، عینکي په سترګو کړي او داسې بوټان په پښو کړي لکه موزې چې د څاروي له ویني سره په تماس کې نه شي. ډاکټر عمري زیاته کړه چې څاروي باید په داسې ځایونو کې حلال شي چې هلته دستي وینه ووینځل شي او د څاروي له ذبح کیدو وروسته غوښه سمه پخه شي چې میکروب یې له منځه ولاړ شي.

د طالبانو د عامه روغتیا وزارت د شمیرو له مخې روان میلادي کال د کانګو تبې پېښې د پروسږکال په پرتله زیاتې شوې دي. تیر میلادي کال په افغانستان کې د کانګو تبې ناروغۍ له امله دوه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

طالبانو د افغانستان له زندانونو یوشمیر بندیان خوشي کړل

ارشیف
ارشیف

طالبانو د لوی اختر په مناسبت تر زرو ډیر کسان له زندانونو خوشي کړې دي. د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د سترې محکمې له تایید او منظورۍ وروسته یو زر یو سل او یو نوي بندیان د افغانستان د مختلفو ولایتونو له بېلابېلو زندانونو خوشي شوې دي.

په دې بیان کې د خوشي شویو کسانو د جرمونو په اړه څه نه دې ویل شوي.

ازبکستان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړه

ارشیف
ارشیف

ازبکستان په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره دوه سوه ټنه بشري مرسته وکړه.

افغانۍ سرې میاشتې د سې شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا مرسته یې دوی ته سپارلې ده او په دې مرسته کې د وریجو، اووړو، بورې او غوړیو په شمول یوشمیر خوراکي مواد شامل دي چې په بلخ ولایت کې به یې پر سیلاب ځپلیو کورنیو وویشي.

د ملګرو ملتو د کډوالو نړیوال سازمان( ای او ایم) د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې له لس زره ډیرې کورنۍ د سیلابونو له امله اغیزمنې شوې دي.

ایرلنډ له افغانستان سره د مرستې اعلان وکړ

د ایرلنډ پلازمېنه ډبلین
د ایرلنډ پلازمېنه ډبلین

ایرلنډ له افغانستان سره څه باندې درې میلیونه ډالر مرسته وکړه. اوچا یا د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سه شنبه( د مې ۲۶ مه) پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې دا بشري مرسته ده چې دوی ته یې سپارلې ده.

اوچا څرګندوي چې پر دې پیسو به په افغانستان کې د یوشمیر اړمنو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د دفاع وزیر د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه مسکو ته تللی

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په سفر تللی دی.

د دفاع وزارت نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي،" مجاهد د مسکو په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی".

د مسکو د نړیوال امنیتي کنفراس نن سه شنبې پیلږي او تر جمعې ورځې به دوام وکړي.

د دغه کنفراس اجنډا په سیمه کې پر امنیتي ننګونو او همکاریو خبرې اتري دي.

طالبانو د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان ازاد کړل

د طالبانو حکومت د لوی اختر په مناسبت له زرو زیات زندانیان راخوشي کړي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویاند نسیم لالهاند نن سه شنبې رسنیو ته په غږیز پیغام کې ویلي" د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د هېواد له زندانونو ۱۱ سوه ۹۱ تنه زندانیان راخوشي شول".

د دې ادارې په خبره، دغه کسان د یو شفاف بهیر له مخې راخوشي شوي څو وکولی شي د اختر خوشالۍ له خپلو کورنیو سره ولمانځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG